بائبل Bible
Pashton Bible

لوقا ۷

د یو رومي افسر ایمان

( متی ۸: ۵ - ۱۳)

۱ او کله یې چې خپلې ټولې خبرې خلکو ته ورسولې نو کپرناحوم ته لاړ.  ۲ هلته د یو افسرخادم چې ډېر ورته ګران ؤ، ناروغ او مړینې ته نږدې ؤ  ۳ کله چې هغه له عیسی څخه خبر شو نو د یهودو څو تنه مشران یې ورولېږل، ترڅو له هغۀ څخه وغواړي چې راشي او د هغۀ خادم ته روغتیا ورکړي  ۴ هغوی عیسی ته راغلل او په زارۍ سره یې هغۀ ته وویل: هغه د دې احسان وړ دی  ۵ ځکه چې هغه زموږ له ولس سره مینه لري او یوه کنیسه یې هم موږ ته جوړه کړې ده  ۶ عیسی له هغوسره لاړ، کله چې د هغۀ کورته نږدی شو، هغه افسرخپل دوستان د عیسی مخې ته ورولېږل او هغۀ ته یې وویل: مالکه! تاسو خپل ځان مه کړوئ، ځکه زه د دې وړ نه یم چې ته زما دبام لاندې راشې  ۷ لدې کبله مې ځان د دې وړ ونه ګڼلو ترڅو تاته درشم، له هماغه ځایه څه ووایه زما خادم به روغ شي  ۸ زه پخپله د امر لاندې یم او ترخپل امر لاندې هم سرتیري لرم. کله چې یو ته ووایم: لاړ شه نو ځي او بل ته ووایم چې راشه نو راځي او چې خپل غلام ته ووایم دا کار وکړه هغه یې کوي.  ۹ کله چې عیسی دا واورېدل، حېران شو او هغې ډلې ته چې ورپسې روان ؤ مخ کړ او ویې فرمایل: تاسو ته وایم: دا ډول پوخ ایمان مې حتی په اسرائیلو کې هم ندی ليدلی ۱۰ کله چې لېږل شوي کسان کورته راستانه شول، ناروغ خادم یې روغ وموند. 

د کونډې د زوی را ژوندي کول

۱۱ په سبا ورځ هغه نائین نومې ښار ته لاړ، د هغۀ شاګردان او یوه لویه ډله خلک هم ورسره لاړل.  ۱۲ او کله چې د ښار دروازې ته نږدې شول نو د یو سړي جنازه یې ولیده چې وړل کېدله، هغه د خپلې مور یو زوی ؤ، هغه ښځه کونډه وه او د ښار ګڼ شمېر خلک له هغې سره روان ؤ.  ۱۳ کله چې مالک عیسی هغه ولیدله، زړه یې پرې وسوځېد او ورته یې وفرمایل: مه ژاړه.  ۱۴ بیاهغه را وړاندې شو او پرتابوت یې لاس کېښود، کومو خلکوچې تابوت په اوږو کړی ؤ ودرېدل، بیا هغۀ وفرمایل: ای ځوانه! زه تاته وایم راپورته شه.  ۱۵ نو هغه مړ ځوان کېناست او په خبرو یې پېل وکړ اوعیسی هغه خپلې مورته وسپاره.  ۱۶ هغوی ټول وېرې ونیول، د خدای ثنا یې بیانوله چې ویل یې: زموږ په منځ کې لوی نبي راغلی او خدای د خپل قام د کتنې لپاره راغلی دی.  ۱۷ د هغۀ په هکله دغه خبر په ټوله یهودیه او خواوشا سیمو کې خپور شو. 

تعمید ورکوونکی یحیی عیسی ته پېغام

( متی ۱۱: ۲-۱۹)

۱۸ بیادیحیی شاګردانودغه ټولې خبرې هغۀ ته ورسولې.  ۱۹ یحیی خپل دوه تنه شاګردان راوغوښتل، عیسی ته یې ورولېږل او ورته یې ویل: آیا ته هماغه راتلونکی یې که موږ د بل چا انتظار وکړو؟  ۲۰ کله چې هغه سړي هغۀ ته ورغلل، نو هغوی وویل: تعمید ورکوونکي یحیی موږ تاته رالېږلي یو اوویل یې: آیا ته هماغه راتلونکی یې که موږ د بل چا انتظار وکړو؟  ۲۱ او په هماغه ساعت کې هغۀ ډېرو خلکوته له ناروغیو څخه روغتیا ورکړه، طاعون او پېریان یې ترې وویستل او ډېرو ړندو ته یې بینایي ورکړه  ۲۲ بیا هغۀ هغوی ته ځواب ورکړ: لاړ شئ او هغه څه چې مو لیدلي او اورېدلي یحیی ته یې ووایاست، چې څه ډول ړانده بینايي مومي، ګوډان ګرځي، د جزام ناروغان پاکېږي، کاڼه اوري، مړي راژوندي کېږي او بېوزلان ښه زیری اوري.  ۲۳ او بختور دی هغه څوک چې پر ما شک ونکړي.  ۲۴ کله چې د یحیی قاصدان لاړل نو عیسی د یحیی په هکله له خلکو سره خبرې پېل کړې او ویې فرمایل: د څه شي د لیدلو لپاره دښتې ته تللي وئ؟ آیا د هغې لوښې لپاره چې د باد په وسیله خوځېږي؟  ۲۵ د څه شي د لیدلو لپاره بهر تللي وئ؟ د هغه سړي لپاره چې ورېښمینې جامې یې اغوستې وې؟ بېشکه هغه خلک چې ښکلې جامې اغوندي، د عیش اوعشرت ژوند تېروي، هغوی په ماڼیو کې اوسېږي.  ۲۶ خو دڅه شي د لیدلو لپاره بهر تللي وئ؟ د یو نبي؟ هوکی! زه تاسو ته وایم چې د یو نبي څخه هم لوی.  ۲۷ دا هغه سړی دی چې د هغۀ په هکله لیکل شوي دي: زه لتا څخه وړاندې خپل پېغمبر لېږم ترڅو تاته لار جوړه کړي.  ۲۸ زه تاسو ته وایم: چې له یحیی څخه پرته بل څوک لوی ندی زېږول شوی خو بیا هم د خدای په پاچاهۍ کې تر ټولو کوچنی له هغۀ څخه لوی دی.  ۲۹ کله چې ټولو خلکو د هغۀ خبرې واوریدې، حتی مالیه ټولوونکو هم د خدای رېښتینولي بیان کړه، ځکه چې د یحیی په لاس یې تعمید اخیستی ؤ.  ۳۰ خو فریسیانو او د شرعې عالمانو د ځان لپاره د خدای غوښتنه رد کړې وه ځکه چې د هغۀ په لاس یی د تعمید غسل نه ؤ اخیستی.  ۳۱ او د دې نسل خلک له څه شي سره مقایسه کړم او هغوی د څه شي پشان دي؟  ۳۲ هغوی د هغو ماشومانو په څېر دي چې په بازارونو کې ناست وي، یو بل ته نارې وهي او وایي: موږ تاسو ته شپېلۍ ووهله او تاسو نڅا ونکړه او موږ تاسو ته ویر وکړ خو تاسو ژړا ونکړه.  ۳۳ ځکه چې تعمید ورکوونکی یحیی راغی، نه یې ډوډۍ خوړه او نه یې شراب څښل، خو تاسو وایاست چې هغه پېری لري.  ۳۴ اوس چې د انسان زوی راغلی، کوم چې خوراک او څښاک کوي، خو تاسو وایاست چې وګورﺉ یو ګیډور، شرابي، د مالیه ټولونکو او ګنهګارانو ملګری دی.  ۳۵ خو د حکمت رېښتینولي، د هغۀ د بچېانو په وسیله چې هغه یې منلی، ثابته شوې ده. 

ګنهګاره ښځه بخښل کېږي

۳۶ یوفریسي له هغۀ څخه وغوښتل ترڅو له هغۀ سره ډوډۍ وخوري.هغه دفریسي کورته ورغی او دهغۀ دسترخوان ته کېناست  ۳۷ بیا کله چې د هغه ښار یوه ګنهګاره ښځه خبره شوه، چې عیسی د فریسي په کور کې دسترخوان ته ناست دی، نو د مرمرو په عطردان کي یي یو بوتل عطر راوړل  ۳۸ او د هغۀ شا ته د پښو ترڅنګ په ژړا ودرېدله او د هغۀ پښې د هغې په اوښکو لمدې شوي چې، هغې پخپلو اوښکو د هغۀ پښې په خپلو وېښتانو وچې کړې، بیا یې د هغۀ پښې ښکل کړې او هغه عطریې پرې واچول.  ۳۹ او کله چې هغه فریسي چې هغۀ ته یې بلنه ورکړې وه دا هرڅه ولیدل نو له ځانه سره یې وویل: که چېرې دا نبي وای نو خامخا به پوه شوی وای چې دا څوک اوڅه ډول ښځه ده چې ده ته لاس وروړي، ځکه داخو یوه ګنهګاره ده  ۴۰ عیسی ځواب ورکړ او هغۀ ته یې وفرمایل: شمعونه! غواړم تاته څه ووایم. هغۀ ورته وویل: استاذه! وفرمایه، نو ویې فرمایل:  ۴۱ یو تن پور ورکوونکي دوه پوروړي لرل چې یو یې پنځه سوه دیناره او بل یې ترې پنځوس دیناره پوروړی ؤ.  ۴۲ هغوی هېڅ هم نلرل چې خپل پور ادا کړي، نو هغه دواړه یې وبخښل. ووایه: لدې دواړو به کوم یو له هغۀ سره ډېره مینه وکړي؟  ۴۳ شمعون ځواب ورکړ، زما په آند هغه چې ډېر پور وروبخښل شو. نو هغۀ ورته وفرمایل: تا سم قضاوت وکړ.  ۴۴ بیا یې هغې ښځې ته مخ کړ او شمعون ته یې وفرمایل: دا ښځه وینې؟ کله چې ستا کور ته راننوتم تا زما د پښو د وینځلو لپاره اوبه رانوړې، خو هغې پخپلو اوښکو زما پښې ووینځلې او پخپلو وېښتانو یې وچې کړې.  ۴۵ تا زه ښکل نکړم، خوله کومه وخته چې زه دلته راننوتی یم هغې زما د پښو له ښکلولو څخه سر نده پورته کړې  ۴۶ تا زماسرپه تیلو غوړ نکړخو هغې زما په پښو عطر واچول.  ۴۷ لدې امله زه تاته وایم، دهغې ګناهونه چې ډېر ؤ، ټول وبخښل شول، ځکه چې هغې ډېره مینه وکړه خو چا ته چې لږه بخښنه شوې وي، لږه مینه ښائي.  ۴۸ بیا یې هغې ښځې ته وفرمایل: ستا ګناهونه وبخښل شول.  ۴۹ هغه کسان چې له هغۀ سره پر دسترخوان ناست ؤ له ځانو سره یې وویل: دا څوک دی چې حتی ګناهونه هم بخښي.  ۵۰ بیا یې هغې ښځې ته وفرمایل: ته خپل ایمان وژغورلې، په سلامتۍ لاړه شه. 

د معياري پښتو ژباړه د چاپ حق دی © 2022‑2026 افغان کلیسا. تاسو کولی شئ د شخصي او غیر تجارتي استعمال لپاره ډاونلوډ او توزیع کړئ.