بائبل Bible
Pashton Bible

لوقا ۸

د عیسی ښځینه مرستیا لانې

۱ څه موده وروسته هغه ښارونو او کليو ته لاړ، وعظ یې کاوه او د خدای د پاچاهۍ زیری یې ورکاوه او هغه دولس هم هلته ورسره ؤ.  ۲ او همدغه راز څو تنه ښځې چې له پېریانو او نورو ناروغیو څخه یې روغتیا موندلې وه هم ورسره وې، لکه مریمه چې په مجدلیه مشهوره وه، هغه چې اووه پېریان ترې وتلي وو  ۳ او یونا چې د هیرودیس د دربار د ناظر خوزا ښځه وه، سوسن او نورې ډېرې ښځې چې له خپلو شتمنیو څخه یې د هغۀ خدمت کولو. 

د بزګر مثال

( متی ۱۳: ۱-۹، مرقس ۴: ۱-۹)

۴ او کله چې دخلکو یوه لویه ډله کوم چې له هر ښارڅخه هغۀ ته راتلل سره راټوله شوه، نو هغۀ ورته دا مثال بیان کړ،  ۵ یو بزګر د تخم شیندلو لپاره بهر لاړ او کله یې چې وشینده نو څه تخم د لارې څنګ ته ولوېد، ترپښولاندې شو او دهوا مرغانو وخوړ.  ۶ اوڅه تخم په تیږو کې ولوېد، کله چې شین شو نو د نم د کمښت له امله وچ شو.  ۷ اوڅه تخم په اغزو کې ولوېد، اغزو ورسره وده وکړه او هغه یې لاندې کړې.  ۸ او څه تخم په ښه خاوره کې ولوېد، ښه راشین شو او سل برابره حاصل یې ورکړ، کله چې هغۀ دا ټول شیان وویل نو په لوړ غږ سره یې وفرمایل: که څوک اوریدونکي غوږونه لري نو وا دې وري.  ۹ بیا د هغۀ شاګردانو ورڅخه پوښتنه وکړه چې دامثال څه مانالري؟  ۱۰ نو هغۀ وفرمایل: تاسو ته د خدای د پاچاهۍ په رازونو باندې پوهه درکړل شوې ده، خو نورو ته دا هرڅه په مثالونو کې بیانېږي، ترڅو وګوري خو هېڅ ونه ویني، واوري خو پوه نشي. 

د بزګر د مثال تفسیر

( متی ۱۳: ۱۸-۲۳، مرقس ۴: ۱۳-۲۰)

۱۱ د مثال مانا دا ده: تخم د خدای کلام دی،  ۱۲ او د لارې پغاړه هغه څوک دي چې هغه اوري خو بیا شېطان راشي او کلام د هغوی له زړونو څخه یوسي، ترڅو ایمان را نه وړي او و نه ژغورل شي. ‍ ۱۳ او هغه چې په تیږو کې ولوېد، دا هغه کسان دي چې کله کلام واوري نو په خوښۍ سره یې ومني، خو ریښې نلري، یو څه موده ایمان لري او د آزمېښتونو په وخت کې ایمان له لاسه ورکوي.  ۱۴ او هغه چې په اغزو کې ولوېد، دا هغه کسان دي چې کله کلام واوري او مخته لاړ شي نو د دنیا اندېښنې، شتمنۍ او د ژوند خوندونه د هغوی د ودې مخه ونیسي او مېوه یې نه پخېږي.  ۱۵ خو هغه چې په ښه خاوره کې ولوېد، دا هغه کسان دي چې په ښه او پاک زړه کلام اوري، ساتنه ترې کوي او په صبر سره مېوه ورکوي. 

د څراغ مثال

( مرقس ۴: ۲۱-۲۵)

۱۶ او هېڅوک څراغ له روښانه کولو وروسته د لوښي لاندې نه پټوي او نه یې د کټ لاندې ږدي، خو هغه یې پرڅراغ ځای باندې ږدي، چې هرڅوک راننوځي نو د هغې رڼا وګوري.  ۱۷ ځکه چې هېڅ داسې پټ شی نشته چې ښکاره نشي او داسې هېڅ پټ راز نشته چې ونه پېژندل شي او رڼا ته رانشي.  ۱۸ لدې کبله پام کوﺉ چې څنګه اورﺉ، ځکه څوک چې څه لري هغۀ ته به نور هم ورکړل شي او هغه څوک چې څه نلري، حتی که څه لري نو هغه به هم ترې واخیستل شي. 

د عیسی اصلي کورنۍ

( متی ۱۲: ۴۶-۵۰، مرقس ۳: ۳۱-۳۵)

۱۹ بیا د هغۀ مور او وروڼه د هغۀ لیدو ته راغلل، خو د خلکو د ګڼې ګوڼې له امله یې ونشو کولای چې هغۀ ته ځان ورسوي.  ۲۰ بیا چاهغۀ ته وویل چې ستا مور او وروڼه بهر ولاړ دي او غواړي تا وګوري،  ۲۱ نو هغوی ته یې ځواب ورکړ، زما مور او وروڼه هغه دي، کوم چې د خدای کلام اوري او پر هغۀ عمل کوي. 

عیسی طوفاني بحیره آرام کړ

( متی ۸: ۲۳-۲۷، مرقس ۴: ۳۵-۴۱)

۲۲ یوه ورځ عیسی له خپلو شاګردانو سره په یوه کشتۍ کې سپور شو او هغوی ته یې وویل چې راځئ د بحیرې بلې غاړې ته لاړ شو.  ۲۳ او کله چې هغوی حرکت ورکړ، هغه ویده شو نو په بحیره کې یو زورور طوفان راغی او کشتۍ له اوبو څخه په ډکېدو شوه او هغوی په سخت خطرکې ولوېدل.  ۲۴ نو هغۀ ته ورغلل، راویښ یې کړ او ورته یې وویل: استاذه، استاذه! نږدې ده چې لمنځه لاړشو، هغه را پاڅېد، باد او طوفاني څپې یې وستغلې، دواړه کرار شول او هلته آرامي شوه.  ۲۵ بیا یې هغوی ته وویل: ایمان مو څه شو؟ هغوی په وېره او حېرانتیا سره یو بل ته وویل: دا سړی څوک دی چې حتی باد او اوبو ته امرکوي او هغوی یې مني؟ 

عیسی پېریان شړي

( متی ۸: ۲۸-۳۴، مرقس ۵: ۱-۲۰)

۲۶ بیا هغوی د ګلیل بلې غاړې د جدریانو سیمې ته ورسېدل  ۲۷ او کله چې عیسی وچې ته راکوز شو نو یو تن یې ولید چې پېریانو نیولی ؤ، هغۀ ډېره موده نه جامې اغوستې وې او نه په کور کې اوسېدلی ؤ په قبرونو کې اوسېده  ۲۸ او کله چې هغۀ عیسی وليد نو چیغې یې کړې، د هغۀ مخکې په ګونډو شو او په لوړ غږ سره یې وویل: ای عیسی ته زما سره څه کول غواړې ای د لوی خدای زویه؟ زه تاته زاري کوم چې ما مه کړوه  ۲۹ ځکه چې عیسی پېریانو ته امر کړی ؤ ترڅو له هغۀ څخه راووځي، ځکه ډېر ځلې هغه پېریانو نیولی ؤ، هغه د ساتنې لاندې ؤ، هغه به یې په زنځیرونو تړلو او زولنې به یې ورته اچولې، خو هغۀ به زنځيرونه ماتول او پېریانو به دښتې ته وړلو  ۳۰ بیا عیسی له هغۀ څخه پوښتنه وکړه چې ستا نوم څه دی؟ هغۀ ورته وویل لښکر، ځکه چې ډېرو پېریانو نیولی ؤ  ۳۱ هغوی ورته زارۍ وکړې چې موږ ته امر مه کوه چې د مځکې تل ته وغورځېږئ  ۳۲ خو هلته د غونډۍ په سر د خوګانو یوه لویه رمه څرېدله، نو پېریانو هغۀ ته زارۍ وکړې چې موږ ته اجازه راکړه ترڅو پدوی کې ننوځو، نو هغۀ هغوی ته اجازه ورکړه  ۳۳ بیا پېریان له هغه سړي څخه راووتل او په خوګانو کې ننوتل، هغه ټوله رمه په ذغاسته د غونډۍ له پېڅومې څخه لاندې بحیرې ته وغورځېدله او ډوبه شوه  ۳۴ د خوګانو د رمې ساتونکو چې دا هرڅه وليدل نو وتښتېدل او دا خبر یې کلیواو ښارونو ته ورساوه  ۳۵ او خلک د دې نندارې د ليدو لپاره بهر راووتل، کله چې هغوی عیسی ته ورغلل نو هغه پېریانی سړی یې ولید چې پېریان ترې وتلي وو، جامې یې اغوستې وې او روغ رمټ د عیسی په پښو کې ناست ؤ، نو هغوی سخت ووېرېدل  ۳۶ او کومو خلکو چې دغه پېښه ليدلې وه نو هغو نورو خلکو ته یې وویل چې دغه پېریانی سړی څنګه روغ شو  ۳۷ بیا د ګراسینیانو د سیمې ټولو خلکو له هغۀ نه وغوښتل چې د هغوی له سیمې څخه لاړ شي، ځکه چې هغوی سخت وېرېدلي وو، نو هغه کشتۍ ته وخوت او بېرته لاړ  ۳۸ او له کوم سړي څخه چې پېریان وتلي وو هغۀ عیسی ته سوال وکړ چې له ځان سره یې ملګری کړي، خو عیسی هغه رخصت کړ او ورته یې وفرمایل:  ۳۹ خپل کورته لاړ شه او هغه څه چې خدای د ستا لپاره وکړل، هغه بیان کړه، نو هغه لاړ او په ښار کې هر لور ته ګرځېده او هغه څه چې عیسی د هغۀ لپاره کړي وو، هغه یې خلکو ته بیان کړل. 

د یایروس د لور ژوندي کول او د ناروغې ښځې روغول

( متی ۹: ۱۸-۲۶، مرقس ۵: ۲۱-۴۳)

۴۰ کله چې عیسی بېرته راستون شو، نوخلک هغۀ ته سترګې په لار ؤ او په خوشالۍ سره یې ورته هرکلی وویلو،  ۴۱ بیا د یایروس په نوم یو تن ورته راغی، چې د یوې کنیسې مشر ؤ، د عیسی په پښو کې ولوېد او له هغۀ څخه یې وغوښتل چې دهغۀ کورته ورشي،  ۴۲ ځکه هغۀ یواځې یوه دولس کلنه لور درلوده، چې مړینېي حال پرته وه. او کله چې هغه تللو نوخلکو پرې ګڼه ګوڼه جوړه کړه،  ۴۳ په هغوی کي یوه ښځه وه چې دولس کلو نه ترې وینه بهیده، هغې خپله ټوله شتمني پر طبیبانو لگولې وه، خو هېچا یې درملنه نشوه کولی  ۴۴ نو هغه د شا لخوا راغله او د هغۀ د جامو لمنې ته یې لاس وروړ او سمدلاسه د هغې وینه ودرېدله.  ۴۵ عیسی وفرمایل: چا په ما لاس وواهه؟ کله چې ټول منکر شول، نو پطروس وویل: استاذه! خلکو پر تا ګڼه ګوڼه جوړه کړې او زورونه وهي  ۴۶ خو عیسی وفرمایل: چا خو پرما لاس وواهه ځکه ما حس کړل چې یو ځواک راڅخه ووت.  ۴۷ او کله چې هغې ښځې ولیدل چې نشي کولای پټه پاتې شي نو په رېږدېدو شوه، راغله، د هغۀ په مخ کې په ګونډو شوه او د ټولو خلکو په مخ کې یې هغۀ ته سپیناوی وکړ چې په کومه موخه یې په هغۀ لاس وهلی ؤ او دا چې څنګه یې سمدلاسه روغتیا وموندله.  ۴۸ هغۀ ورته وفرمایل: لورې! ستا ایمان ستا د روغتیا لامل وګرځید، په سلامتۍ سره لاړه شه.  ۴۹ عیسی لا په خبرو بوخت ؤ چې د کنیسې د مشر له کوره یو سړی راغی او ورته یې وویل: لور دې مړه شوه، نور استاذ ته بې‌ځایه کړاو مه ورکوه.  ۵۰ کله چې عیسی دا واورېدل نو هغۀ ته یې وفرمایل: مه وېرېږه، فقط ایمان ولره، هغه به روغه شي.  ۵۱ کله چې هغه کور ته ننوت، نو له پطروس، یوحنا، یعقوب او د هغې انجلۍ د مور او پلار پرته یې بل چاته اجازه ورنکړه ترڅو له هغۀ سره دننه لاړشي.  ۵۲ ټولو د هغې لپاره ژړا او ویرکاوه، خو هغۀ وفرمایل: مه ژاړئ، انجلۍ مړه نده، ویده ده.  ۵۳ نو ټولو د هغۀ پورې خندا وکړه، ځکه هغوی پوهېدل چې انجلۍ مړه ده.  ۵۴ خو هغۀ د هغې لاس ونیوه او ورته یې وفرمایل: ای لورې راپاڅه،  ۵۵ نو د هغې روح راستون شو او هغه سمدلاسه راپاڅېدله، هغۀ امر وکړ چې هغې ته خوراک ورکړئ.  ۵۶ د هغې مور او پلار ډېرحېران شول، خو عیسی هغوی ته وویل چې د دې پېښې په هکله چاته څه ونه وایئ. 

د معياري پښتو ژباړه د چاپ حق دی © 2022‑2026 افغان کلیسا. تاسو کولی شئ د شخصي او غیر تجارتي استعمال لپاره ډاونلوډ او توزیع کړئ.