بائبل Bible
Pashton Bible

لوقا ۹

د دولسو شاګردانو لېږل

( متی ۱۰: ۵-۱۵: مرقس ۶: ۷-۱۳)

۱ بیا هغۀ خپل دولس شاګردا ن یو ځای راوغوښتل او هغوی ته یې د پېریانو د ویستلو او ناروغانو ته د روغتیا ورکولو ځواک ورکړ.  ۲ هغوی یې ولېږل ترڅوخلکوته دخدای دپاچاهۍ وعظ وکړي او ناروغانو ته روغتیا ورکړي.  ۳ او هغوی ته یې وفرمایل: پدې سفر کې هېڅ شی له ځانه سره مه وړئ، نه امسا نه بوجۍ، نه ډوډۍ، نه پیسې او نه دوه کمیسونه.  ۴ هر کور ته چې دننه شئ، نو هلته پاتې شئ او له هماغه ځایه روان شئ.  ۵ او هرڅوک چې تاسو ونه مني، نو کله چې له هغې ښار څخه راووځئ نو د خپلو پښو دوړې وڅنډئ ترڅو دا د هغوی پر خلاف یوه ګواهي شي.  ۶ نو هغوی روان شول، کلي په کلي ګرځېدل، د ښه زیري وعظ یې کاوه او هرځای کې یې روغتیا ورکوله. 

عیسی او هیرودیس

( متی ۱۴: ۱-۱۲، مرقس ۶: ۱۴-۲۹)

۷ کله چې والي هیرودیس له ټولو ترسره شوو کارونو څخه خبر شو، نو پرېشانه شو، ځکه چې ځینو به ویل: یحیی له مړو څخه راژوندی شوی،  ۸ ځینو نورو به ویل چې دا الیاس دی او راښکاره شوی دی او ځینو نورو به بیا ویل چې کوم پخوانی نبي له مړو څخه راپورته شوی دی.  ۹ خو هیرودیس وویل: ما د یحیی سر له تنه بېل کړی نو دا څوک کېدای شي چې د هغۀ په هکله دا هرڅه اورم؟ او د هغۀ لیدو ته لېواله ؤ. 

پنځه زره تنو ته خوراک ورکول

( متی ۱۴: ۱۳-۲۱، مرقس ۶: ۳۰-۴۴، یوحنا ۶: ۱-۱۴)

۱۰ او کله چې رسولان راستانه شول، نو هغۀ ته یې د خپلو ټولو کړو کارونو په هکله وویل، بیا یې هغوی له ځان سره واخیستل او په پټه بیت‌صیدا ته لاړل.  ۱۱ خو ډېرخلک د هغۀ په مقصد خبرشول او ورپسې لاړل، نو هغوی ته یی هرکلی وویلو او دخدای د پاچاهۍ په هکله یې ورته خبرې وکړې او هغوکسانو ته یې روغتیا ورکړه کومو چې روغتیا ته اړتیا درلوده.  ۱۲ کله چې ورځ په ختمیدو شوه نو هغه دولس شاګردان هم راغلل او ورته یې وویل: خلک ولېږئ ترڅو خواوشا کلیو او بانډو ته لاړ شي او د خوراک او شپې تېرولو تیاری وکړي، ځکه چې موږ دلته په بېدیا کې یو  ۱۳ خو هغۀ ورته وفرمایل: تاسو خپله د خوراک لپاره څه ورکړﺉ، هغوی وویل: موږ سره له پنځو ډوډیو او دوه کبانو پرته نور هېڅ هم نشته، خو دا چې موږ لاړ شو او دې ټولو خلکو ته خواړه واخلو  ۱۴ ځکه چې هلته خواوشا پنځه زره کسان ؤ. بیا هغۀ خپلو شاګردانو ته وفرمایل: له دوی څخه پنځوس کسیزې ډلې جوړې کړﺉ.  ۱۵ هغوی همداسې وکړل او هغوی ټول یې کېنول.  ۱۶ بیا یې هغه پنځه ډوډۍ او دوه کبان راواخیستل، د آسمان لوري ته یې وکتل، برکت یې ورکړ، ماته یې کړه او شاګردانوته یې ورکړه ترڅو دخلکو په مخ کې یې کېږدي.  ۱۷ ټولو وخوړه، ماړه شول او دولس ټوکرۍ پاتې شوې ډوډۍ یې راټوله کړه. 

د عیسی په هکله د پطروس اقرار

( متی ۱۶: ۱۳-۱۹، مرقس ۸: ۲۷-۲۹)

۱۸ یوه ورځ چې هغه په یواځېتوب کې دعا کوله او شاګردان هم ورسره ؤ، هغۀ ترې پوښتنه وکړه او ویې ویل: خلک ما څوک ګڼي؟  ۱۹ هغوی ځواب ورکړ او ویې ویل: تعمید ورکوونکی یحیی، ځینې وایي چې ته الیاس یې او ځینې وایي چې یو له پخوانیو نبیانو څخه راپورته شوی دی.  ۲۰ نو هغوی ته یې وفرمایل: تاسو ما څوک ګڼئ؟ پطروس ځواب ورکړ: ته د خدای مسیح یې.  

عیسی د خپل مړینې او ژوندي کېدو پېش بینی کوي

( متی ۱۶: ۲۰-۲۸، مرقس ۸: ۳۰ - ۳۸ او ۹: ۱)

۲۱ بیا عیسی هغوی په کلکه منع کړل او ورته یې امر وکړ چې پدې هکله چا ته څه ونه وایي.  ۲۲ بیا یې وفرمایل: د انسان زوی باید ډېر کړاوونه وګالي، د قام مشران، لوی مذهبي مشران او د شرعې عالمان به هغه رد کړي، هغه به ووژل شي او په دریمه ورځ به بیا را ژوندی شي.  ۲۳ بیا یې هغوی ټولو ته وفرمایل: هرهغه څوک چې غواړي زما پېروي وکړي، نو باید خپل ځان هېرکړي، هره ورځ دې خپل صلیب راپورته کړي او زما پسی دې راشي.  ۲۴ هر هغه څوک چې غواړي خپل ژوند وژغوري نو د لاسه به یې ورکړي او هر هغه څوک چې غواړي زما لپاره خپل ژوند له لاسه ورکړي نو هغه به خپل ژوند وژغوري.  ۲۵ د یو سړي لپاره څه ګټه لري چې ټوله دنیا لاس ته راوړي، خو خپل ځان له لاسه ورکړي او یا ورته زیان ورسوي؟  ۲۶ ځکه څوک چې پرما او زما پرکلام شرمېږي، نو کله چې د انسان زوی له خپل جلال او د پلار او دسپېڅلوفرښتو له جلال سره راشي، له هغۀ څخه به هم مخ واړوي.  ۲۷ خو زه تاسو ته په رېښتیا سره وایم چې دلته ځینې داسې کسان ولاړ دي چې هغوی به ترهغې مړه نشي ترڅو یې چې دخدای پاچاهي لیدلې نه وي. 

شاګردان د مسیح جلال ویني

( متی ۱۷: ۱-۸، مرقس ۹: ۲-۸ )

۲۸ لدې وېناؤ څخه اته ورځې وروسته هغۀ، پطروس، یوحنا او یعقوب له ځانه سره واخیستل او ددعا لپاره غرۀ ته وخوت،  ۲۹ کله چې هغۀ دعا کوله، نو د هغۀ د څېرې بڼه بدله شوه او جامې یې سپینې، ځلانده شوې  ۳۰ او ناڅاپه هغوی دوه سړي وليدل چې موسی او الیاس وو او له هغۀ سره یې خبرې کولې  ۳۱ هغوی په جلال کې را ښکاره شول او دهغۀ د مړینې په هکله یې خبرې وکړې، کوم چې په اورشلیم کې پوره کېدونکی ؤ  ۳۲ دا وخت پطروس او دهغۀ ملګري په درانده خوب ویده وو او کله چې راویښ شول نو دهغۀ او دهغو دوو سړو جلال یې ولید کوم چې له هغۀ سره ولاړ وو.  ۳۳ اوکله چې هغوی له هغۀ څخه تلل نو پطروس عیسی ته وویل: استاذه! غوره به وي چې همدلته پاتې شو او درې کيږدۍ جوړې کړو، یوه ستا لپاره، یوه د موسی او یوه د الیاس لپاره، خو هغه نه پوهېده چې څه وایي  ۳۴ او لا یې خبره نه وه ختمه کړې چې یوه وریځ راغله او پر هغوی یې سیوری وکړ، کله چې د ورېځې په منځ کې را ایسار شول نو هغوی ووېرېدل  ۳۵ او له وریځې څخه یو غږ راغی ویې فرمایل: دا زما زوی دی کوم چې ما غوره کړی، هغۀ ته غوږ کېږدئ.  ۳۶ کله چې غږختم شو، نو عیسی یې یواځې وموند، هغوی غلي پاتې شول او په هغو ورځو کې یې د هغه څه په هکله چې لیدلي ؤ، چا ته څه ونه ویل. 

له یو هلک څخه د پېري ویستل

( متی ۱۷: ۱۴-۱۸، مرقس ۹: ۱۴-۲۷)

۳۷ او کله چې بله ورځ هغوی له غرۀ څخه را کوز شول نو د خلکو یوې غټې ډلې له هغۀ سره ولیدل،  ۳۸ ناڅاپه یو سړي له ګڼې ګوڼې څخه غږ وکړ او ویې ویل: استاذه! هیله کوم زما پر زوی باندې نظر وکړې، ځکه چې هغه زما یواځینی زوی دی.  ۳۹ یو پېری په هغۀ کې ننوځي، هغه ناڅاپه چیغې وهي، هغه داسې راپاروي چې له خُلې څخه یې زګونه روان وي، او له ډېرو ځپلو وروسته یې په سختۍ سره پرېږدي.  ۴۰ ستا له شاګردانوڅخه مې وغوښتل ترڅو له هغۀ څخه پېریان وباسي، خوهغوی ونشوکولای. ۴۱ عیسی په ځواب کې وفرمایل: ای بې‌ایمانه او بې‌لارې نسله! ترڅو به زه له تاسو سره یم او تاسو به زغمم؟ خپل زوی دلته راوله.  ۴۲ هغه لا ورته راروان ؤ چې پېري هغه لاندې وغورځاوه او ویې څنډلو، بیا عیسی پېری وستغلو، هلک ته یې روغتیا ورکړه او پلار ته یې وسپاره.  ۴۳ او هغوی ټول د خدای له لویۍ څخه حېران شول. پداسی حال کې چې ټول د عیسی له کارنامو څخه حېران وو، هغۀ خپلو شاګردانو ته وفرمایل: 

عیسی د دوهم ځل لپاره د خپل مړینې پېش بینی کوي

( متی ۱۷: ۲۲-۲۳، مرقس۹: ۳۰- ۳۲ )

۴۴ دا خبرې پخپلو غوږونو کې وساتئ، چې د انسان زوی به د خلکو لاسونو ته وسپارل شي.  ۴۵ خو شاګردان د دې وېنا په مقصد پوه نشول، ځکه چې دا له هغوی څخه پټه ساتل شوې وه ترڅو پوه نشي او هغوی وېرېدل چې پدې هکله له هغۀ څخه پوښتنه وکړي. 

څوک تر ټولو لوی دی

( متی ۱۸: ۱-۵، مرقس ۹: ۳۳-۳۷)

۴۶ بیا د هغوی ترمنځ دا بحث پېل شو چې په موږ کې کوم یو ترټولو لوی دی،  ۴۷ خو عیسی د هغوی د زړه په دلیل پوه شو، یو ماشوم یې راواخیست او پخپل څنګ کې یې ودراوه  ۴۸ او هغوی ته یې وفرمایل: هرڅوک چې زما په نوم دا وړوکی ماشوم ومني نو زه یې ومنلم او هرچا چې زه ومنلم، هغه زما رالېږونکی ومنلو. ځکه هرڅوک چې لتاسو ټولو څخه کوچنی وي، هغه به ترټولو لوی وي.  ۴۹ یوحنا ځواب ورکړ: استاذه! موږ داسې یو څوک ولید چې ستا د نوم په اخیستو یې پېریان ویستل، موږ د هغۀ د منع کولو کوښښ وکړ، ځکه هغه زموږ څخه نه ؤ.  ۵۰ خو عیسی هغۀ ته وفرمایل: هغه مه منع کوئ، ځکه څوک چې ستاسو پرخلاف نه وي نو هغه ستاسو ملګری دی. 

عیسی د اورشلیم په لور

۵۱ کله چې آسمان ته د عیسی د ستنېدو وخت را نږدې شو، نو هغه اورشلیم ته د تللو کلک نیت وکړ  ۵۲ هغه له ځانه مخکې قاصدان ولېږل، هغوی لاړل او د سامریې یو کلي ته ننوتل، ترڅو د هغۀ لپاره ځای تیار کړي  ۵۳ خوهغوی هغه و نه منلو، ځکه چې هغه د اورشلیم لوري ته روان ؤ.  ۵۴ او کله چې د هغۀ شاګردانو، یعقوب او یوحنا دا ولیدل نو هغوی وویل: مالکه! آیا موږ ووایو چې له آسمانه اور راشي او هغوی وسوزوي؟  ۵۵ خو هغۀ مخ ورواړوه او ویې رټل  ۵۶ او بیا هغوی بل کلي ته لاړل. 

د عیسی د پېروی شرطونه

( متی ۸: ۱۹-۲۲)

۵۷ او کله چې هغوی پرسړک روان وو نو یو تن هغۀ ته وویل: مالکه! هرچېرې چې ته ځې نو زه هم تا پسې درځم.  ۵۸ خو عیسی هغۀ ته وفرمایل: ګیدړان غارونه لري او د هوا مرغان ځالې، خو د انسان زوی دخپل سر اېښودلو لپاره ځای نلري.  ۵۹ بیا هغۀ یو بل تن ته وفرمایل: ما پسې راشه، خو هغۀ وویل: مالکه! لومړی اجازه راکړه چې لاړ شم او خپل پلار ښخ کړم.  ۶۰ عیسی هغۀ ته وویل: پرېږده چې مړي خپل مړي ښخ کړي، خو ته لاړ شه او دخدای د پاچاهۍ وعظ وکړه.  ۶۱ یو بل تن هم وویل: مالکه! زه غواړم چې تا پسې راشم، خو لومړی اجازه راکړه چې له خپلې کورنۍ سره خدای پاماني وکړم.  ۶۲ عیسی هغۀ ته وفرمایل: چا چې د قُلبی پرموټي لاس ایښی وي او شا ته وګوري، نو هغه د خدای د پاچاهۍ وړ نه دی. 

د معياري پښتو ژباړه د چاپ حق دی © 2022‑2026 افغان کلیسا. تاسو کولی شئ د شخصي او غیر تجارتي استعمال لپاره ډاونلوډ او توزیع کړئ.