لوقا ۱۰
د دوه اویا کسانو لېږل
۱ لدې وروسته بیامالک نور دوه اویا کسان هم وټاکل او هغوی یې دوه دوه کسه هرهغه ښار او ځای ته ولېږل چې غوښتل یې له هغو څخه لیدنه وکړي. ۲ نو هغوی ته یې وفرمایل: په حقیقت کې فصل ډېر زیات دی خو مزدوران لږ دي، د فصل مالک ته دعا وکړئ، ترڅو مزدوران دخپل فصل لپاره راولېږي. ۳ لاړ شئ او ګورئ زه تاسو د پسونو پشان د لیوانو منځ ته ورلېږم. ۴ له ځانه سره د پیسو کڅوړه، بوجۍ، څپلۍ مه وړئ او په لار کې له هېچا سره روغبړ مه کوئ. ۵ هر کور ته چې ننوځئ د هرڅه لمخه ووایاست چې پر دې کور دې سلامتي وي، ۶ که هلته څوک د سلامتۍ زوی وي، خپله به سلامتي واخلي او که نه وي نو تاسو ته به راوګرځي. ۷ بیا په هماغه کور کې پاتې شئ، هر څه چې درکړي هغه وخورئ او ویې څښئ، ځکه چې مزدور د خپلې مزدورۍ حقدار وي. له یو کور څخه بل کور ته مه ځئ. ۸ هر هغه ښار ته چې تاسو ننوځئ، که چېری هغوی تاسو ومني، نو څه چې ستاسو په مخ کې کېږدي ویې خورﺉ، ۹ او ناروغانو ته یې روغتیا ورکړﺉ او ورته ووایاست چې: د خدای پاچاهي تاسو ته نږدې شوې ده. ۱۰ خو هر هغه ښار ته چې تاسو ننوځئ او هغوی تاسو ونه مني نو د هغې کوڅو ته ووځئ او ووايئ چې ۱۱ موږ ستاسو د ښار دوړي چې پر موږ ناستې دي، پر تاسو درڅنډو. خو پوه شئ چې د خدای پاچاهي تاسو ته نږدې شوې ده. ۱۲ خو تاسو ته وایم چې په هغه ورځ کې به د سدوم حالت د دې ښار په پرتله د زغملو وړ وي.پر ګنهګارو ښارونو افسوس کول
( متی ۱۱: ۲۰-۲۴)
۱۳ افسوس پر تا ای خورزینه، افسوس پر تا ای بیتصیدا! ځکه هغه لوی کارونه چې په تا کې وشول که چېرې په صور او صیدون کې شوي وای، نو هغوی به له وړاندې د وېر کالي اغوستي، په ایرو کې به ناست ؤ او توبه به یې ویستلې وه. ۱۴ خو د قیامت په ورځ به د صور او صیدون حالت له تاسو څخه ډېر د زغملو وړ وي. ۱۵ او ای کپرناحومه! ته دا ګڼې چې تر آسمانه پورته کړی شوی یې، خو ته به لاندی دوزخ ته وغورځول شې. ۱۶ هر هغه څوک چې تاسو ته غوږ نیسي، هغه ماته غوږ نیسي او هرڅوک چې تاسو نه مني په حقیقت کې هغه ما نه مني او هرڅوک چې ما ونه مني، هغه زما رالېږونکی نه مني.د دوه اویاو کسانو راستنېدل
۱۷ څه موده وروسته دوه اویا په خوشالی سره راستانه شول او ویې ویل: مالکه! پېریان هم ستا په نوم زموږ څخه مننه کوي. ۱۸ هغۀ ورته وفرمایل: ما ولیدل چې شېطان دبرېښناپه څېر له آسمانه لاندې راوغورځید. ۱۹ ګورئ! ما تاسو ته ځواک درکړی ترڅو ماران، لړمان او د دښمن ټول ځواکونه تر پښو لاندې کړﺉ او هېڅ شی به هېڅکله تاسو ته زیان ونشي رسولی. ۲۰ یواځې په دې خوشالي مه کوئ چې پېریان ستاسو څخه مننه کوي، بلکه پدې ډېر خوشاله اوسئ چې ستاسو نومونه په آسمان کې لیکل شوي دي.د عیسی خوشالي
( متی ۱۱: ۲۵-۲۷، او ۱۳: ۱۶-۱۷)
۲۱ په هماغه وخت کې هغۀ په سپېڅلی روح کې خوشالي وکړه او ویې فرمایل: ای پلاره! ای د مځکی او آسمان مالکه! زه ستا ستاینه کوم چې دا خبرې دې له پوهانو او هوښیارانو څخه پټې کړې او ماشومانو ته دې ښکاره کړې. هو پلاره! ستا غوښتنه همداسې وه. ۲۲ هرڅه پلارماته راسپارلي دي، هېڅوک له پلار پرته زوی نه پېژني او پلار هم څوک له زوی پرته نه پېژني، خو هغه چاته چې زوی یې وروښایي. ۲۳ بیا شاګردانو ته راوګرځېد او په ځانګړي ډول يي هغوی ته وفرمايل: بختورې دي هغه سترګې چې تاسو څه وینئ، هغوی یې هم ویني، ۲۴ ځکه زه تاسو ته وایم چې ډېرو انبیاؤ او پاچاهانو هیله درلوده ترڅو هغه څه وګوري چې تاسو يی ګورﺉ، خو ویې نه لیدل او هغه څه چې تاسو اورﺉ، وایې وري، خو هغه یې وانه ورېدل.د نیک سامري کیسه
۲۵ یوه ورځ د شرعې یو عالم راپاڅېد او د آزمېښت له مخې یې هغۀ ته وویل: ای استاذه! څه وکړم ترڅو تلپاتې ژوندون تر لاسه کړم؟ ۲۶ هغۀ ورته وویل: په تورات کې څه لیکل شوي او څه ډول یې لولې؟ ۲۷ هغۀ ځواب ورکړ: ته باید له مالک خپل خدای سره په ټول زړه، ټول ځان، ټول ځواک او ټول فکر سره مینه وکړې او له ګاونډي سره دخپل ځان په څېر مینه کوه. ۲۸ نوهغۀ ورته وفرمایل: تا ډېر ښه ځواب وویلو، همداسې وکړه نو ژوندون به ولرې. ۲۹ خو هغۀ چې غوښتل يی ځان رېښتینی وښایي، عیسی ته یې وویل: زما ګاونډی څوک دی؟ ۳۰ عیسی په ځواب کې وفرمایل: یو سړی له اورشلیم څخه د اریحا لور ته راکوزېدو او د غلو لاس ته ولوېد، هغه یې بربنډ کړ، ټپي یې کړ، ترې لاړل او په مړینېي حال یې پرېښود. ۳۱ چې ناببره یو مذهبي مشر له هغې لارې څخه تېرېده او کله چې یې هغه ولید نو په بل لوري لاړ. ۳۲ همدغه راز یو لاوي هم چې هغه ځای ته ورسېد، ورته یې وکتل او د لارې بلې خوا ته لاړ. ۳۳ بیا یو تن سامري چې مسافر ؤ، هغۀ ته ورسېد او هغه یې ولید نو زړه یې پرې وسوځېد، ۳۴ هغۀ ته ورغی، ټپونه یې ورته په شرابو ووینځل، په تیلو یې غوړ کړل، ویې تړل او بیا يې پر خپل څاروي سپورکړ، یو میلمستون ته يې بوتلو او د هغۀ خدمت یې وکړ. ۳۵ په بله ورځ کله چې له هغه ځایه تلو، نو دوه دیناره یې راوویستل، د میلمستون مالک ته يې ورکړې او ورته يې وویل: د هغۀ خدمت وکړه، که چېرې لدې څخه زیاتې پیسې دې پرې ولګولې، کله چې بیا راشم، نو در به يې کړم. ۳۶ اوس ستا په اند لدې دریو تنو څخه کوم یو د هغه سړي رېښتينی ګاونډی ؤ، کوم چې د غلو په لاس کې لوېدلی ؤ؟ ۳۷ هغۀ وویل: هغه کس چې رحم یې پرې وکړ. عیسی هغۀ ته وفرمایل: لاړ شه او ته هم همداسې وکړه.مریمه او مرتا
۳۸ کله چې هغوی تلل، نو عیسی یو کلي ته ننوت، هلته د مرتا په نوم يوې ښځې هغه خپل کور ته وبللو. ۳۹ هغې د مریمې په نوم یوه خور درلوده، چې هغه د مالک له پښو سره کېناسته او د هغۀ خبرې یې اورېدې. ۴۰ خو مرتا د کار د ډېرښت له امله اندېښمنه وه، د هغۀ خوا ته راغله او ويې ویل: مالکه! آیا ته زما په فکر کې نه یې چې زما خور زه خدمت ته یواځې پریښې یم؟ هغې ته ووایه چې زما سره مرسته وکړي. ۴۱ عیسی هغې ته ځواب ورکړ: مرتا، مرتا! ته د ډېرو شیانو په هکله اندېښنه او سرګرداني لرې. ۴۲ خو صرف یو شی اړین دی او مریمې هماغه غوره برخه خپله کړې ده، کومه چې به له هغې څخه وا نه خیستل شي.د معياري پښتو ژباړه د چاپ حق دی © 2022‑2026 افغان کلیسا. تاسو کولی شئ د شخصي او غیر تجارتي استعمال لپاره ډاونلوډ او توزیع کړئ.