بائبل Bible
Pashton Bible

لوقا ۱۱

عیسی خپلو شاګردانو ته دعا ور زده کوي

( متی ۶: ۹-۱۳، او ۷: ۷-۱۱)

۱ اوس کله چې عیسی په یو خاص ځای کې په دعا بوخت ؤ، نو کله چې اوزګار شو له شاګردانو څخه یو تن هغۀ ته وویل: مالکه! لکه څرنګه چې یحیی خپلو شاګردانو ته دعا ور زده کړې وه، ته هم موږ ته دعا رازده کړه.  ۲ بیا یې هغوی ته وفرمایل، کله چې دعا کوﺉ نو ووایاست: ای پلاره! ستا نوم دې سپېڅلی وي. ستا پاچاهي دې راشي.  ۳ زموږ ورځنۍ ډودی هره ورځ موږ ته راکړه  ۴ زموږ ګناهونه وبخښه، لکه څنګه چې موږ هم خپل ګنهګاران بخښو او موږ په آزمېښت کې مه اچوه.  ۵ او هغوی ته یې وفرمایل: ستاسو څخه څوک داسې دی چې یو ملګری ولري او نیمه شپه هغۀ ته ورشي او ورته ووایي: ای ملګریه! درې ډوډۍ پور راکړه.  ۶ ځکه چې زما يو ملګری له سفر څخه راغلی او څه نلرم چې هغۀ ته یې په مخ کې کېږدم  ۷ او هغه له دننه ځواب ورکړي او ووایي: ما مه کړاوه ځکه چې اوس ور تړلی دی، زما بچي زما سره په بستره کې ویده دي، نشم کولای چې راپاڅېږم او تا ته یې درکړم.  ۸ زه تاسو ته وایم، که هغه هر څومره د دوستۍ په موخه راپورته نشي ترڅو یې هغۀ ته ورکړي، خو بیا به هم د هغۀ د ټینګار له امله پاڅېږي او هغه چې څومره اړتیا لري ور به یې کړي. 

پرله پسې غوښتل، لټول او ور ټکول

۹ همدغه راز زه تاسو ته وایم: وغواړﺉ تاسو ته به درکړل شي، ولټوﺉ نو تاسو به یې ومومئ، وَر وټکوﺉ تاسو ته به خلاص شي.  ۱۰ ځکه هر څوک چې وغواړي ترلاسه به یې کړي، هرڅوک چې ولټوي وبه یې مومي او هرڅوک چې وَر ووهي پر مخ به یې خلاص کړای شي.  ۱۱ او ستاسو څخه څوک دی چې پلار وي او زوی یې له هغۀ څخه کب وغواړي، نو د کب په ځای به ورته مار ورکړي؟  ۱۲ یا ترې د چرګې هګۍ وغواړي، نو لړم به ورته ورکړي؟  ۱۳ که تاسو سره له دې چې بدکاران یاست، پدې پوهېږﺉ چې خپلو اولادونو ته ښې تحفې ورکړﺉ، نو ستاسو آسماني پلار به څومره ډېر پاک روح هغوی ته ورکړي چې له هغۀ څخه یې وغواړي. 

په عیسی باندې تور لګول

( متی ۱۲: ۲۲-۳۰، مرقس ۳: ۲۰-۲۷)

۱۴ یو ځل هغۀ یو ګونګ پېری ویستلو او کله چې ګونګ پېری را ووت نو هغه ګونګ سړي خبرې پېل کړې او ټول خلک حېران شول.  ۱۵ خو له هغوی څخه ځینو وویل: هغه د بعلزبول په مرسته چې د پېریانو مشر دی پېریان وباسي.  ۱۶ او نورو د آزمېښت په موخه له هغۀ څخه د آسماني نخښې غوښتنه وکړه،  ۱۷ خو هغه چې د هغوی په خیالونو پوهیده ورته وفرمایل: هره پاچاهي چې پر خپل ضد وویشل شي له منځه ځي او وېشل شوی کور نسکورېږي.  ۱۸ نو که شېطان هم پر خپل ضد وویشل شي د هغۀ پاچاهي به څه ډول پرځای پاتې شي؟ ځکه وایاست چې زه د بعلزبول په مرسته پېریان راوباسم.  ۱۹ او که زه د بعلزبول په واسطه پېریان راوباسم نو بیا ستاسو زامن د چا په واسطه پېریان راوباسي؟ له دې امله هغوی به ستاسو قضاوت کوونکي وي.  ۲۰ خو که چېرې زه د خدای په زور سره پېریان شړم نو بیا دا ثابته ده چې دخدای پاچاهي پر تاسو راغلې ده.  ۲۱ او کله چې یو ځواکمن وسله وال له خپل کور څخه ساتنه کوي نو دهغۀ شتمني خوندي وي.  ۲۲ خو که له هغۀ څخه لوی ځواکمن سړی راشي او پرهغۀ برلاسی بیا مومي، نو ټوله وسله چې هغه پرې ډاډمن ؤ، له هغۀ څخه اخلي او د هغۀ شتمني ویشي  ۲۳ هرڅوک چې زما سره ندی هغه زما پر خلاف دی او څوک چې زما سره نه راټولېږي شیندل کېږي.  

د یوه پېري بېرته راتلل

( متی ۱۲: ۴۳-۴۵)

۲۴ کله چې یو پېری له یو سړي څخه ووځي نو د آرام لپاره د وچو دښتو لور ته ځي او کله چې د آرام ځای بیا نه مومي، نو وایي: زه بېرته خپل هغه کور ته ورستنېږم له کوم څخه چې راغلی وم.  ۲۵ او کله چې راشي نو خپل کور پاک او جارو شوی بیا مومي،  ۲۶ نو بیا ځي او له ځان سره نور اووه پېریان راولي چې له هغۀ څخه هم بد وي، په هغۀ کې ننوځي او هلته مېشت شي او د هغۀ پایلې له پخوا څخه هم خرابې شي.  ۲۷ کله یې چې د دې شیانو په هکله خبرې کولې، یوې ښځې د خلکو له منځ څخه په لوړ غږ سره هغۀ ته وویل: بختور دی هغه رحِم چې ته یې ګرځولی یې او هغه سینې چې تا رودلي دي.  ۲۸ خو هغۀ وفرمایل: بختور هغه څوک دي، چې د خدای کلام اوري او پرې عمل کوي. 

د آسماني مُعجزې غوښتنه

( متی ۱۲: ۳۸-۴۲)

۲۹ کله چې د خلکو لویه ګڼه سره را ټولېدله نو هغۀ په خبرو کولو پېل وکړ: دا نسل یو بدکاره نسل دی چې نخښه غواړي، خو دوی ته به د یونس نبي له نخښې پرته بله هېڅ نخښه ورنکړل شي.  ۳۰ لکه څنګه چې یونس د نینوا د خلکو لپاره نخښه وګرځید، همدغه راز به د انسان زوی هم د دې نسل لپاره وګرځي.  ۳۱ د سویل ملکه به د قیامت په ورځ د دې نسل له خلکو سره راپورته شي او دوی به ملامته کړي، ځکه چې هغه د دنیا له بل ګوټ څخه راغله ترڅو د سلیمان حکمت واوري او دا دی دلته هغه څوک دی چې له سلیمان څخه ډېر لوی دی.  ۳۲ د نینوا خلک به د قیامت په ورځ له دې نسل سره راپاڅېږي او هغوی به ملامته کړي، ځکه چې د یونس د وېنا له امله یې توبه کړي وه او دا دی دلته هغه څوک شتون لري چې له یونس څخه ډېر لوی دی. 

د بدن څراغ

( متی ۵: ۱۵، او ۶: ۲۲-۲۳)

۳۳ هېڅوک د دې لپاره څراغ نه روښانه کوي چې هغه په پټ ځای کې کېږدي او یا یې د ټوکرۍ لاندې کړي، خو د څراغ ځای د پاسه یې ږدي ترڅو هغه خلک چې خونې ته راننوځي رڼا وويني.  ۳۴ د بدن څراغ سترګه ده، له همدې کبله ترڅو چې ستا سترګه روغه ده نو ستا ټول بدن به هم روښانه وي، خو کله چې عیبجنه وي ستا بدن به هم تیاره وي.  ۳۵ نو پام کوه! ګواکې هغه رڼا چې په تا کې ده تیاره وي.  ۳۶ نو بیا که ستا ټول بدن له رڼا څخه ډک وي او هېڅ برخه یې تیاره ونلري، نو ټول به روښانه وي، لکه څراغ چې پخپلې رڼا سره تا روښانه کړي. 

د شریعت د ښوونکو او فریسیانو غندل

( متی ۲۳: ۱-۳۶، مرقس ۱۲: ۳۸-۴۰)

۳۷ او کله یې چې خبرې کولې نو یو تن فریسي له هغۀ څخه وغوښتل چې د هغۀ په کور کې ډوډۍ وخوري، نو هغه دننه لاړ او خوراک ته کېناست.  ۳۸ کله چې فریسي ولیدل هغه له خوراک څخه مخکې لاسونه ونه وینځل، نو حېران شو.  ۳۹ نو مالک هغۀ ته وفرمایل: تاسو فریسیان، د پیالې او لوښي بهرنی اړخ وینځئ، خو ستاسو دننه له حرص او پلیتۍ څخه ډک دی.  ۴۰ ای احمقانو! آیا چا چې ظاهر جوړ کړی، باطن یې هم ندی جوړ کړی؟  ۴۱ هغه څه چې ستاسو په لوښوکې دي هغه صدقه کړئ، نو ګورئ! بیا به هرڅه ستاسو لپاره پاک وي.  ۴۲ خو ای فریسیانو! پر تاسو دې افسوس وي، تاسو د نانا، ایلني او هر ډول سبزیو څخه لسمه برخه ورکوﺉ، خو د انصاف او خدای سره له مینې کولو څخه انکار کوئ، دا شیان باید پرځای کړﺉ او هغه نور هم له نظره مه غورځوﺉ.  ۴۳ ای فریسیانو ستاسو په حال دې افسوس وي! ځکه چې تاسو په کنیسو کې له لوړو څوکیو سره او په بازارونو کې له سلامونو سره مینه لرﺉ.  ۴۴ ستاسو په حال دې افسوس وي ځکه چې تاسو د هغو بې‌نخښو او بې‌شناختو قبرونو په څېر یاستئ چې خلک پرې ګرځي او نه پوهېږي.  ۴۵ بیا د شریعت له ښوونکو څخه یو تن ځواب ورکړ ای استاذه! کله چې تاسو داسې خبرې کوئ نو زموږ سپکاوی کوئ  ۴۶ نو هغۀ ورته وفرمایل: ای دشریعت ښوونکو! پر تاسو دې افسوس وي، ځکه چې پرخلکو باندې د وړلو لپاره درانده پیټي ږدﺉ او خپله هغو پیټو ته ګوتې نه وروړﺉ.  ۴۷ افسوس پرتاسو چې تاسو د هغو انبیاؤ قبرونه جوړوئ کوم چې ستاسو نیکونو وژلي وو  ۴۸ په حقیقت کې تاسو دا ګواهي ورکوﺉ چې د خپلو پلرونو له کارونو څخه راضي یاستئ، ځکه هغوی انبیاء ووژل او تاسو د هغوی قبرونه جوړوﺉ.  ۴۹ لدې کبله د خدای حکمت فرمايلي دي چې، زه به هغوی ته انبیاء او رسولان ورلېږم، خو هغوی به ځینې ووژني او ځینې به وځوروي،  ۵۰ نو د ټولو انبیاؤ د وینو بدل به چې د دنیا له پېدايښته تر اوسه پورې تویې شوې دي له دې نسل څخه واخیستل شي،  ۵۱ د هابیل له وينې نیولې تر ذکریا پورې چې د قربانۍ د ځای او د سپېڅلي کور ترمنځ ووژل شو. هوکې! تاسو ته وایم چې له دې نسل څخه به پوښتنه وشي.  ۵۲ افسوس دې وي پر تاسو ای د شریعت ښوونکو! ځکه چې د معرفت کنجي مو راخیستې ده، نه خپله ورننوتئ او څوک چې ورننوځي هغوی هم منع کوئ.  ۵۳ او کله چې هغه له هغه ځایه ووت نو د شریعت ښوونکي او فریسیان په غصې سره له هغۀ څخه را تاو شول او د ډېرو موضوعاتو په هکله یې ورڅخه سختې پوښتنې وکړې،  ۵۴ او دا تابیا یې درلوده ترڅو د هغۀ له خولې څخه څه واخلي او ملامت یې کړي. 

د معياري پښتو ژباړه د چاپ حق دی © 2022‑2026 افغان کلیسا. تاسو کولی شئ د شخصي او غیر تجارتي استعمال لپاره ډاونلوډ او توزیع کړئ.