لوقا ۱۲
له ریاء څخه ځان ساتل
( متی ۱۰: ۲۶-۲۷)
۱ پدې وخت کې بېشمېره خلک راټول شول، پدې ډول چې یو بل يي تر پښو لاندې کول نو لومړی هغۀ خپلو شاګردانو ته خبرې پېل کړې ویې فرمایل: د فریسیانو له تومنې څخه چې ځان ښودنه ده، ځان وژغورﺉ. ۲ هېڅ پوښل شوی شی نشته چې رابرسېره نشي او هېڅ پټ شی نشته چې راښکاره نشي. ۳ لدې امله هر څه مو چې په تیاره کې ویلي په رڼا کې به واورېدل شي او هغه څه چې په شخصی کوټو کې زمزمه کړئ، نو هغه به د کوټو لپاسه اعلان شي.وېره یواځې له خدای څخه پکار ده
(متی ۱۰: ۲۸ - ۳۱)
۴ زما ملګرو! زه تاسو ته وایم، له هغه چا څخه مه وېرېږﺉ چې بدن وژني او له هغې وروسته هېڅ هم نشي کولای. ۵ خو تاسو خبروم چې له چا څخه باید ووېرېږﺉ: له هغه چا څخه ووېرېږﺉ چې له وژلو وروسته په دوزخ کې د غورځولو واک لري، هوکې! زه وایم باید له هغۀ څخه ووېرېږﺉ. ۶ آیا پنځه مرغۍ په دوو سېکو نه پلورل کېږي؟ پداسې حال کې چې له هغوی څخه یوه هم له خدای څخه هېره نه وي. ۷ خو ستاسو د سر ټول وېښتان شمېرل شوي دي، نو مه وېرېږﺉ، تاسو له بیشمېره مرغیو څخه زیات ارزښت لرﺉ.د خلکو په مخکې د مسیح منل
( متی ۱۰: ۱۹-۲۰، او ۱۰: ۳۲- ۳۳، او ۱۲: ۳۲ )
۸ همدغه راز زه تاسو ته وایم: هرڅوک چې دخلکو په وړاندې ما ومني، نو د انسان زوی به یې هم د خدای د فرښتو په وړاندې ومني، ۹ خو هرڅوک چې د خلکو په مخکې ما ونه مني، نو هغه به د خدای د فرښتو په شتون کې و نه منل شي. ۱۰ او هرڅوک چې د انسان د زوی پرخلاف خبره وکړي نو وبه بخښل شي، خو هغه څوک چې سپېڅلی روح ته کُفر ووایي و به نه بخښل شي. ۱۱ کله چې تاسو کنیسو، قاضیانو او د واکمنانو مخې ته راولي، نو اندېښنه مه کوﺉ چې دخپل ځان دسپیناوي په موخه به څه ووایئ. ۱۲ ځکه چې هماغه شېبه به سپېڅلی روح تاسو ته وښایي چې څه وواياست.د ناپوه شتمن مثال
۱۳ د خلکو له ډلې څخه یو تن هغۀ ته وویل: ای استاذه! زما ورور ته ووایه چې میراث زما سره وویشي. ۱۴ خو هغۀ ته یې وفرمایل: ای سړیه! زه چا ستاسو ترمنځ قاضي او ویشونکی ټاکلی یم؟ ۱۵ بیا یې هغوی ته وفرمایل: هوښیار اوسئ او له حرص څخه ځان وساتئ، ځکه چې د انسان ژوند د شتمنۍ په ډېرښت سره نه جوړېږي. ۱۶ بیا یي هغوي ته دا مثال بیان کړ: د یو شتمن له مځکې څخه پریمانه فصل لاسته راغی، ۱۷ له ځانه سره یې فکر وکړ او ویې ویل، څه وکړم؟ ځکه چې ځای نلرم ترڅو خپل حاصل هلته زېرمه کړم. ۱۸ بیا يي وویل: داسې کوم، باید د زېرمو ځایونه ونړوم او غټ يي جوړ کړم او په هغوی کې به خپل ټول حاصل او مالونه را ټول کړم، ۱۹ بیا به خپل ځان ته ووایم: ای ځانه! تا پریمانه شیان راټول کړل چې د ډېرو کلونو لپاره بسیا کوي، هوسا اوسه، وڅښه وخوره او خوښي وکړه. ۲۰ خو خدای هغۀ ته وفرمایل: ای احمقه! همدا نن شپه به دې سا وخېژي، نو هغه څه چې تا ټول کړي هغه به د چا وي؟ ۲۱ دا د هغه سړي پایلې دي چې خپل ځان ته مال ټولوي خو د خدای په نزد مفلس دی.پر خدای توکُل
( متی ۶: ۲۵-۳۴)
۲۲ بیا هغۀ خپلو شاګردانو ته وفرمایل: لدې کبله تاسو ته وایم چې د ژوند لپاره اندېښنه مکوﺉ چې څه شی به خورﺉ او نه هم د خپل ځان په هلکه چې څه شی به اغوندﺉ. ۲۳ ژوند له خوراک او بدن له جامو څخه غوره دی، ۲۴ کارغانو ته فکر وکړﺉ نه کري، نه ریبي، نه زېرمه لري او نه ذخیره ځای او خدای هغوی ته روزي ورکوي، آیا تاسو له مرغانو څخه ډېر زیات ارزښت نلرﺉ؟ ۲۵ او له ستاسو څخه څوک دی چې په اندېښنې کولو سره خپل عمر یو ساعت زیاد کړي؟ ۲۶ کله چې تاسو یو دومره کوچنی کار هم نشئ ترسره کولای، نو بیا ولې د ټولو شیانو په هکله اندېښنه کوﺉ؟ ۲۷ د سوسنو په هکله فکر وکړﺉ، چې څنګه وده کوي، پداسې حال کې چې نه کړاو باسي، نه ریښل کوي او نه ګنډل، خو تاسو ته وایم چې سلیمان له خپل ټول جلال سره د هغوی د یوه په شان هم ښکلې جامې وانغوستې. ۲۸ نو هر کله چې خدای، هغه واښه کوم چې نن په دښته کې دي او سبا په تنور کې اچول کېږي داسې پټوي، نو ای بېایمانو! تاسو به له هغو څخه ډېر زیات پټ نکړي؟ ۲۹ نو تاسو د خوراک او څښاک لپاره لټون مکوﺉ او د دې شیانو اندېښنه مه کوﺉ، ۳۰ ځکه چې د دنیا قامونه د دغو شیانو په لټه کې دي، خو ستاسو پلار پوهېږي چې تاسو دې شیانو ته اړتیا لرﺉ. ۳۱ خو تاسو د خدای د پاچاهۍ لټون وکړﺉ او دا ټول شیان به تاسو ته درکړل شي. ۳۲ ای کوچنۍ رمې! هېڅ مه وېرېږﺉ، ځکه ستاسو د پلار خوشالي پدې کې ده چې خپله پاچاهي تاسو ته درکړي، ۳۳ خپل مالونه خرڅ کړﺉ او ضرورتمندو ته یې ورکړئ او ځانونو ته د نه زړېدونکي بکسونه تیار کړﺉ او په آسمان کې د ځان لپاره نه ضایع کېدونکې خزانه جوړه کړﺉ، چېرې چې نه غل ورتلای شي او نه د لرګي چینجی ۳۴ ځکه چېرې چې ستاسو خزانه وي نو ستاسو زړونه به هم هلته وي.بیداره او لټ خادمان
۳۵ خپلې ملاګانې وتړﺉ او خپل څراغونه روښانه وساتئ، ۳۶ او پخپله د هغو کسانو په څېر اوسئ، چې له واده څخه د خپل بادار د راتلو په انتظار وي، چې کله هغه راشي، دروازه وټکوي او بې له ځنده یې ورته خلاصه کړي. ۳۷ بختور دي هغه خادمان، چې کله د هغوی بادار راشي او هغوی ویښ بیا مومي، په یقین سره تاسو ته وایم، چې خپله به ملا وتړي، هغوی به خوراک ته کېنوي، رامخکې به شي او د هغوی خدمت به وکړي. ۳۸ او همدغه راز بختور دي هغه خادمان، چې مالک یې د شپې په دویمه یا دریمه برخه کې راشي او هغوی بېدار وویني. ۳۹ خو پدې پوه شئ، که د کور خاوند پوهېدلی چې غل څه وخت راځي، نو ویښ به پاتې ؤ او نه یې پرېښود ترڅو د هغۀ کور ووهي. ۴۰ نو تاسو هم تیار اوسئ، ځکه چې د انسان زوی به پداسې وخت کې راشي چې تاسو به یې ګمان هم نکوﺉ. ۴۱ پطروس هغۀ ته وویل: ای مالکه! آیا دا مثال دې زموږ لپاره وویل یا د ټولو خلکو لپاره؟ ۴۲ مالک وفرمایل: نو څوک دی هغه پوه او وفادار څارونکی، چې بادار یې هغه د خپلو نورو خادمانو پر سر ټاکلی وي ترڅو هغوی ته پخپل وخت باندې اړین خوراک ورکړي. ۴۳ بختور دی هغه خادم چې کله یې بادار راشي او هغه په همدغه شان کار کې بوخت وویني، ۴۴ په یقین سره تاسو ته وایم، چې بادار به هغه پر خپلې ټولې شتمنۍ څارونکی وټاکي. ۴۵ خو که هغه خادم په زړه کې ووایي چې: بادار به دومره ژر رانشي او د خادمانو او وینځو په وهلو، په خوراک، څښاک او مستۍ پېل وکړي، ۴۶ نو د هغه خادم مالک به یوه ورځ پداسې حال کې راشي چې هغه یې د راتلو په تمه نه وي او پداسې وخت کې به راشي چې هغه به خبر هم نه وي، نو هغه به ټوټی ټوټی کړي او د بېایمانانو سره به یې وغورځوي. ۴۷ او هغه خادم چې د خپل بادار په غوښتنه پوهېږي، خو سره لدې ځان نه چمتو کوي او نه د هغۀ پرغوښتنه عمل کوي، نو ډېرې قمچېنې به وخوري. ۴۸ خو هغه څوک چې په ناپوهۍ سره داسې کار وکړي چې د قمچینو وهلو وړ وي، نو لږ به ووهل شي. هر کله چې چاته ډېر ورکړل شي، ډېر به ترې وغوښتل شي او له چا سره چې ډېر امانت کیښودل شي، نو له هغۀ څخه به ډېره پوښتنه وشي.سوله نه بلکې اختلاف او بیلتون
( متی ۱۰: ۳۴-۳۶)
۴۹ زه راغلی یم چې پر مځکه باندې اور بل کړم او کاش چې دا له مخکې څخه بل وای. ۵۰ زه یو تعمید لرم چې باید هغه تعمید پلی کړای شي او څومره ډېر تر فشار لاندې یم ترڅو هغه پلی شي. ۵۱ آیا ګمان کوﺉ چې زه د دې لپاره راغلی یم ترڅو مځکې ته سوله راولم؟ نه! بلکې تاسو ته وایم چې داسې نده، خو د بیلتون لپاره. ۵۲ ځکه لدې وروسته چې پنځه تنه په یو کور کې وي، سره به بېل شي، دوه به د دریو پرخلاف او درې به د دوو پرخلاف شي. ۵۳ پلار به د زوی پرخلاف بېل شي او زوی به د پلار پرخلاف، مور به د لور او لور به د مور پرخلاف، خواښې به د ننګور او ننګور به د خواښې پرخلاف شي.وخت پېژندل
( متی ۱۶: ۲-۳)
۵۴ بیا یې هغو خلکو ته وفرمایل: کله چې تاسو وګورﺉ چې وریځی د لویديځ له لورې راپورته شي نو سمدلاسه واياست چې باران کېږي او همدغه شان کېږي. ۵۵ او کله چې د سویل له لورې باد راشي نو واياست چې سخته ګرمي راروانه ده او همداسې کېږي. ۵۶ ای منافقانو! دا چې تاسو کولای شئ د مځکې او آسمان ظاهري بڼه وپېژنئ، نو بیا ولې اوسنی وخت نپېژنئ؟له مدعي سره پخلاینه
( متی ۵: ۲۵-۲۶)
۵۷ نو بیا تاسو پخپله ولې په انصاف قضاوت نکوﺉ؟ ۵۸ او کله چې له خپل مدعي سره قاضي ته ځې، نو په لار کې پوره کوښښ وکړه چې له هغۀ سره روغه وکړې، ګواکې تا د قاضي لور ته راکاږي او قاضي تا افسر ته وسپاري او افسر به دې په زندان کې واچوي. ۵۹ زه تاته وایم، ترڅو چې وروستۍ پیسه ورنکړې نو له هغه ځایه به بهر رانشې.د معياري پښتو ژباړه د چاپ حق دی © 2022‑2026 افغان کلیسا. تاسو کولی شئ د شخصي او غیر تجارتي استعمال لپاره ډاونلوډ او توزیع کړئ.