لوقا ۱۳
توبې ته بلنه
۱ په هغه وخت کې ځینو شته خلکو هغۀ ته د هغو ګلیلیانو یادونه وکړه چې پېلاطوس د هغوی وینې د هغوی له قربانیو سره ګډې کړې وې. ۲ نو هغۀ هغوی ته وفرمایل: آیا ګمان کوﺉ چې دغه ګلیلیان د ګلیل له نورو اوسېدونکو څخه ډېر ګنهګار وو چې پدې ډول ووژل شول؟ ۳ زه تاسو ته وایم چې نه، که تاسو توبه ونکړﺉ، تاسو به هم هماغه شان هلاک شئ. ۴ یا هغه اتلس تنه چې د سیلوخ مناره پر هغوی راولوېده او ویې وژل، آیا ګمان کوﺉ چې هغوی د اورشلیم له ټولو اوسېدونکو څخه ډېر ګنهګار ؤ؟ ۵ زه تاسو ته وایم چې نه، که تاسو توبه ونکړﺉ، تاسو ټول به هم هماغه شان هلاک شئ.د اینځر د بېمېوي ونې مثال
۶ هغۀ دا مثال هم بیان کړ: یو تن په خپل باغ کې د اینځر ونه کینولې وه، کله چې راغی ترڅو له هغې څخه مېوه واخلي، نو هېڅ یې ونه موندل. ۷ بیا یې خپل باغوان ته وویل، وګوره! دری کاله وشول چې راځم او د دې اینځر د ونې مېوې پسې ګرځم، خو هېڅ مېوه مې پکې ونه موندله، دا پرې کړه، ځکه دې ونې هسې ځای نیولی دی ۸ خو هغۀ ځواب ورکړ، باداره! دا کال یې هم پرېږده، ترڅو زه د هغې شا او خوا وسپړم او پارو به ور واچوم. ۹ بیا یې که مېوه ونیوله، نو ښه ده، او که نه نو پرې یې کړه.د خالي په ورځ د ملا کړوپې ښځې روغتیا
۱۰ او د خالي په ورځ هغۀ په یوې کنیسه کې تعلیم ورکاوه، ۱۱ هلته یوه ښځه وه چې له اتلس کلونو راهیسې یې د معیوبۍ پېریان لرل، ملا یې کړوپه شوې وه او نېغه درېدلې نشوه. ۱۲ کله چې عیسی هغه ولیدله، نو هغه یې راوغوښتله او ورته یې وفرمایل: ای ښځې ته له خپلې معیوبۍ څخه خلاصه شوې ۱۳ بیا یې خپل لاسونه پر هغې کېښودل، هماغه شیبه نېغه شوه او د خدای ستاینه یې وکړه. ۱۴ خو د کنیسې مشر خوابدی شو، ځکه چې عیسی هغې ته د خالي په ورځ روغتیا ورکړه، هغۀ خلکو ته وویل: شپږ ورځې ټاکل شوي دي چې په هغې کې خلک کار وکړي، نو پدغو ورځو کې راشئ او روغتیا واخلئ، نه د خالي په ورځ. ۱۵ مالک هغۀ ته ځواب ورکړ او ویې فرمایل: ای ځان ښودونکو! آیا له تاسو څخه هر یو د خالي په ورځ خپل غوایي یا خر له آخوره نه خلاصوﺉ او بهر ته یې د اوبو څکلو لپاره نه وړئ؟ ۱۶ نو دا ښځه چې د ابراهیم لور ده او شېطان له اتلس کلونو راهیسې تر اوسه تړلې وه، آیا د خالي په ورځ لدې بند څخه آزاده نه کړای شي؟ ۱۷ او کله چې هغۀ دا خبرې وکړې، نو د هغۀ ټول مخالفین خجالته شول او ټول خلک د هغو لویو کارونو په موخه چې هغۀ کړي ؤ، خوشاله شول.د شړشمو د تخم او تومنې مثال
(متی ۱۳: ۳۱-۳۲، مرقس ۴: ۳۰-۳۲، متی ۱۳: ۳۳)
۱۸ بیا هغۀ وفرمایل: د خدای پاچاهي د څه شي پشان ده او هغې ته د څه شي سره ورته والې ورکړم؟ ۱۹ هغه د شړشمو د تخم په څېر ده چې یو سړي هغه واخیست، په خپل باغ کې یې وکاره، راشین شو، د ونې پشان لویه شوه او د هوا مرغانو د هغې په څانګو کې ځالې جوړې کړې. ۲۰ او بیا یې وفرمایل: د خدای پاچاهي د څه شي سره تشبیه کړم؟ ۲۱ د هغې خمیرې په څېر ده، چې یوې ښځې واخیسته او په درې پیمانو اوړو کې یې ګډه کړه، تر څو ټول اوړه خمیره شول.نرۍ لاره
( متی ۷: ۱۳-۱۴، او ۲۱-۲۳)
۲۲ اورشلیم ته د تللو پر مهال، هغه د لارې په اوږدو کې کلیو او ښارونو ته تللو او خلکو ته یې تعلیم ورکاوه. ۲۳ بیا یو تن هغۀ ته وویل: ای مالکه! آیا لږ شمېر خلک به وژغورل شي؟ نو هغوی ته یې وفرمایل: ۲۴ کوښښ وکړﺉ چې له تنګې دروازې څخه دننه شئ. ځکه چې تاسو ته وایم: ډېر خلک به د ننوتو په لټه کې وي، خو و به نشي کړای. ۲۵ بیا کله چې د کور خاوند را پاڅېږي او دروازه بنده کړي، تاسو به بهر پاتې شئ او دروازه به ټکوﺉ او و به واياست: مالکه! راخلاصه یې کړه، هغه به تاسو ته ځواب درکړي، تاسو نه پېژنم چې د کوم ځای یاست. ۲۶ بیا به تاسو وایاست: موږ لتا سره خوړلې او څښلې او تا به زموږ په کوڅو کې تعلیم ورکاوه. ۲۷ خو هغه به ووایي: زه درته وایم: تاسو نه پېژنم چې د کوم ځای یاست. ای ټولو بد کارانو! زما څخه لري شئ. ۲۸ هلته به ژړا او د غاښونو چېچل وي، کله چې تاسو ابراهیم، اسحاق، یعقوب او ټول انبیاء د خدای په پاچاهۍ کې دننه او ځانونه بهر شړل شوي ووینئ. ۲۹ هغوی به له ختیځ او لویدیځ، شمال او سویل څخه راشي او د خدای د پاچاهۍ په مېلمستیا کې به کېني. ۳۰ او ګورئ! هلته به ځينې چې وروستي دي، هغوی به لومړي شي او ځينې چې لومړي دي هغوی به وروستي شي.د اورشلیم لپاره ژړا
( متی ۲۳: ۳۷-۳۹)
۳۱ په هماغه وخت کې څو تنه فریسیان راغلل او هغۀ ته یې وویل: لدې ځایه ووځه او دا سیمه پرېږده، ځکه چې هیرودیس غواړي تا ووژني. ۳۲ نو هغوی ته یې وفرمایل: لاړ شئ او هغه ګیدړ ته وواياست: دا دی نن او سبا پېریان وباسم، روغتیا ورکوم، او په دریمه ورځ به کمال ته ورسېږم. ۳۳ خو نن، سبا او بله ورځ خپل سفر جاري ساتم، ځکه دا ناشونې ده چې نبي له اورشلیم څخه بهر مړ شي. ۳۴ ای اورشلیمه! ای اورشلیمه! ای هغه ښاره چې انبیاء وژنې او درلېږل شوي سنګساروې، څو ځلې مې وغوښتل چې ستا بچي د هغې چرګې پشان سره راټول کړم، کومه چې خپل چرګوړي د وزرو لاندې راټولوي، خو تا و نه غوښتل. ۳۵ دا دی ستاسو کور تاسو ته وران پرېښودل کېږي او تاسو ته وایم، چې نور به ما و نه وینئ، ترڅو هغه وخت راشي چې ووایاست: مبارک دی هغه څوک چې د مالک خدای په نوم راځي.د معياري پښتو ژباړه د چاپ حق دی © 2022‑2026 افغان کلیسا. تاسو کولی شئ د شخصي او غیر تجارتي استعمال لپاره ډاونلوډ او توزیع کړئ.