لوقا ۱۴
یو اوبلن ناروغ ته روغتیا ورکول
۱ او د یوې خالي په ورځ هغه د ډوډۍ خوراک لپاره د فریسي ډلې د یو مشر کور ته لاړ او هغوی ور ته ځیر وو. ۲ هلته د هغۀ پر وړاندې یو سړی ؤ چې ټول وجود یې اوبه پټې کړې وې، ۳ عیسی د شریعت له ښوونکو او فریسیانو څخه پوښتنه وکړه، آیا د خالي په ورځ روغتیا ورکول روا دي که نه؟ ۴ خو هغوی غلي پاتې شول، بیا یې هغه سړی راواخیست، روغتیا یې ورکړه او رخصت یې کړ. ۵ بیا هغۀ هغوی ته وفرمایل: آیا لتاسو څخه داسې څوک شته چې د هغۀ زوی یا غوایی د خالي په ورځ په کوهي کې ولوېږي او هغه یې سمدلاسه بهر را و نه باسي؟ ۶ هغوی ورته د دې شیانو په هکله بېځوابه پاتې شول.ښکته ځای غوره ګڼل
۷ کله چې عیسی ولیدل مجلس ته بلل شوي خلک څه ډول د غوره ځایونو په لټه کې دي، هغوی ته یې مثال بیان کړ او ویې فرمایل: ۸ کله چې څوک تا د واده میلمستیا ته وبولي، نو د مجلس په سرکې مه کېنه، ځکه کېدای شي ستا څخه یو بل مهم میلمه هم رابلل شوی وي. ۹ کوربه به راشي او تا ته به ووايي: خپل ځای دې سړي ته پرېږده او په دې توګه به له شرمېدو سره د مجلس په آخر کې کېنې. ۱۰ خو کله چې د چا میلمه اوسې، نو لاړ شه او د مجلس په آخر کې کېنه، تر څو چې کوربه راشي او تا ته ووايي: ای ملګریه! پاس کېنه، نو ته به د دسترخوان پر سر د ناستو کسانو په مخ کې نور عزت ولرې. ۱۱ ځکه هرڅوک چې ځان لوی ګڼي نو خوارېږي او څوک چې ځان عاجزه کړي سر لوړی کېږي. ۱۲ بیا یې خپل کوربه ته هم وفرمایل: کله چې غرمه یا ماښام میلمستیا جوړوې، نو خپل دوستان، وروڼه، خپلوان او شتمن ګاونډيان مه رابله، کېدای شي هغوی هم په بدل کې تا وبلي او بدل به دې خلاص کړي، ۱۳ خو کله چې میلمستیا ورکوې نو بیوزلو، شَلو، ګوډانو او ړندو ته بلنه ورکړه، ۱۴ ته به برکت ومومې، ځکه چې هغوی ستا بدل نشي پوره کولای خو د قیامت په ورځ به خدای تاسوته له رېښتینو سره اجر درکړي.د لویې میلمستیا مثال
( متی ۲۲: ۱-۱۰)
۱۵ کله چې له حاضرینوڅخه یو تن چې پر دسترخوان ورسره ناست ؤ، دا شیان واورېدل، نو هغۀ ته یې وویل: بختور دی هغه څوک چې د خدای په پاچاهۍ کې ډوډی وخوري. ۱۶ بیا هغۀ ورته وفرمایل: یو تن لویه میلمستیا وکړه او ډېر یې راوبلل. ۱۷ د ماښام پر مهال یې خپل خادم ولېږه تر څو بلل شوو ته ووایي چې راشي، ځکه چې هر څه تیار دي. ۱۸ خو ټولو په یوه خوله په عذر کولو پېل وکړ، لومړي هغۀ ته وویل: ما یو پَټی اخیستی دی، زه باید خامخا لاړ شم ترڅو هغه ووینم، له ستا څخه غوښتنه کوم چې زما عذر ومنې. ۱۹ بل وویل: ما پنځه جوړې غوایان اخیستي دي، ورځم چې د هغوی آزمېښت وکړم، نو لتا څخه غوښتنه کوم تر څو زما عذر ومنې. ۲۰ او هغه بل وویل: ما نوی واده کړی، لدې کبله زه نشم کولای چې درشم. ۲۱ نو هغه خادم راغی او خپل بادار یې په دې هکله خبر کړ. د کور مالک په قهر شو او خپل خادم ته یې وویل: په چټکتیا سره د ښار کوڅو او سړکونو ته لاړ شه، بیوزلان، ګوډان، شلان او ړانده دلته راوله. ۲۲ نو وروسته خادم وویل: ای باداره! لکه څنګه چې تا ویلي ؤ ستا امر پرځای شو، اوس هم لا ځای شته. ۲۳ بیا بادار خادم ته وویل: لویو لارو او بانډو ته لاړ شه او خلک اړ باسه چې راشي، ترڅو زما کور ډک شي. ۲۴ ځکه تاسو ته وایم، چې له لومړیو رابلل شوو کسانو به یو تن هم زما د ماښام ډوډی ونه څَکي.د عیسی د شاګردۍ ارزښت
( متی ۱۰: ۳۷-۳۸)
۲۵ او کله چې یوه غټه ډله له هغۀ سره روانه وه، هغوی ته یې مخ کړ او ویې فرمایل: ۲۶ څوک چې ما ته راشي او خپل پلار، مور، ښځه، اولاد، وروڼه، خویندې او حتی خپل ځان هم پردی و نه ګڼي، نو نشي کولای چې زما شاګرد واوسي. ۲۷ څوک چې خپل صلیب راوانخلي او زما پسې رانشي، نو نشي کولای چې زما شاګرد شي. ۲۸ ځکه لتاسو څخه به داسې څوک وي چې غواړي یوه مناره جوړه کړي خو لومړی د هغې د لګښت اندازه نه کوي، چې آیا هغه سر ته رسولی شي که نه؟ ۲۹ ګواکې بنسټ یې کېږدي، خو سرته یې نشي رسولای او هرڅوک یې چې ګوري نو ملنډې به ورپورې کوي، ۳۰ او وایي به چې، دغه سړي ودانۍ پېل کړه خو ویې نشو کولای ترڅو هغه سرته ورسوي. ۳۱ یا کوم پاچا دی چې له بل پاچا سره د جګړې لپاره ځي او پرته لدې چې لومړی کېني او فکر وکړي چې آیا د خپل لس زریز لښکر سره به وکولای شي د هغۀ له شل زریزه لښکر سره مقابله وکړي، کوم چې د هغۀ مخې ته راځي؟ ۳۲ او که نه نو، هغه چې اوس مهال لا ډېر لرې دی، یو پلاوې به ولېږي او د سولې د شرایطو غوښتنه به وکړي. ۳۳ همدغه راز له تاسو څخه هر یو چې خپل هرڅه پرې نږدي، نشي کولای زما شاګرد شي.د بېخونده مالګې مثال
( متی ۵: ۱۳، مرقس ۹: ۵۰)
۳۴ مالګه ښه شی ده، خو کله چې مالګه بېخونده شي نو په څه شي به خوندوره شي؟ ۳۵ بیا نه په مځکه کې اچول کېږي او نه ترې د سرې کار اخیستل کېږي، خو بې ګټې لرې غورځول کېږي. که څوک اوریدونکي غوږونه لري، نو هغه دې واوري.د معياري پښتو ژباړه د چاپ حق دی © 2022‑2026 افغان کلیسا. تاسو کولی شئ د شخصي او غیر تجارتي استعمال لپاره ډاونلوډ او توزیع کړئ.