بائبل Bible
Pashton Bible

لوقا ۱۵

د ورک شوي پسۀ مثال

( متی ۱۸: ۱۲-۱۴)

۱ پدې وخت کې ټول مالیه ټولوونکي او ګنهګاران هغۀ ته نږدې راغلل، ترڅو د هغۀ خبرې واوري،  ۲ فریسیانو او د شرعې عالمانو په ګوریدو پېل وکړ او ویل یې: دا سړی ګنهګاران رابلي او له هغوی سره یو ځای خوراک هم کوي.  ۳ نو هغوی ته یې دا مثال بیان کړ،  ۴ لتاسو څخه څوک دی چې سل پسونه ولري او یو ورڅخه ورک شي، نو آیا هغه نور نهه نوي په دښته کې نه پرېږدي او د هغې ورک شوي پسه پسې نه ځي ترڅو هغه بیا مومي؟  ۵ او کله چې هغه بیا مومي نو په خوښۍ سره يي پر اوږو راپورته کوي.  ۶ او کله چې کور ته راشي، ټول دوستان او ګاونډيان یو ځای راغواړي او ورته وایي: زما سره خوښي وکړﺉ، ځکه چې خپل ورک شوی پسه مې موندلی دی.  ۷ تاسو ته وایم: په همدې توګه کله چې یو ګنهګار توبه وباسي نو په آسمان کې د هغۀ لپاره د هغو نهه نوي رېښتینو په پرتله ډيره خوښي او خوشالي وي، کوم چې توبې ته اړتیا نلري. 

د ورکې شوې سېکې مثال

۸ یا کومه ښځه ده چې د سپینو زرو لس سېکې ولري، هرکله چې یوه ورکه کړي، آیا هغه څراغ نه روښانه کوي، کور نه جارو کوي او کلکه پلټنه نه کوي، ترڅو هغه پېدا کړي؟  ۹ او کله چې یې پېدا کړه خپل دوستان او ګاونډیان راټولوي او وايي: ماسره خوښي وکړﺉ، ځکه کومه سېکه چې مې ورکه کړې وه هغه مې وموندله.  ۱۰ همدغه راز تاسو ته وایم، کله چې یو ګنهګار توبه وباسي د خدای فرښتې د هغۀ لپاره خوښي کوي. 

د ورک شوي زوی مثال

۱۱ بیا یې وفرمایل: یو تن دوه زامن درلودل،  ۱۲ کوچني زوی خپل پلار ته وویل: ای پلاره! له خپلې شتمنۍ څخه زما برخه راکړه، نو هغۀ خپله شتمني پر دې دواړو وویشله،  ۱۳ ډېرې ورځې تېرې شوې نه وې چې هغه کوچني زوی خپل هر څه راټول کړل، یو لرې ملک ته یې کډه وکړه او خپله شتمني یې په بې‌پروا ژوند کې ضایع کړه.  ۱۴ کله یې چې خپلې ټولې پیسې مصرف کړې، په هغه سیمه کې سخته قحطي راغله او هغه هم له سختې تنګسې سره مخامخ شو.  ۱۵ بیا هغه لاړ او د هغې ملک له یو اوسېدونکي سره مزدور شو، هغه سړي هغه خپلو پټو ته ولېږه ترڅو د هغۀ خوګانو ته خوراک ورکړي.  ۱۶ هغۀ هیله درلوده ترڅو خپله ګېډه د خوګانو له خوراک څخه مړه کړي او هېچا هغۀ ته څه نه ورکول.  ۱۷ آخر په خود شو او ویې ویل: زما د پلار څومره مزدوران له خپل خوراک څخه ډېره پریمانه ډوډۍ لري او زه له لوږې مړ کېږم.  ۱۸ زه پاڅېږم، خپل پلار ته ورځم او هغۀ ته به ووایم: پلاره! ما د آسمان د خدای او ستا پر وړاندې ګناه کړې ده،  ۱۹ نور د دې وړ نه یم چې ستا زوی وبلل شم، ما هم یو له خپلو مزدورانو څخه وشمېره.  ۲۰ نو پاڅېد او خپل پلار ته ورغی، خو هغه لا لرې ؤ چې پلار یې هغه ولید، زړه یې پرې وسوځېد او په منډه منډه ورغی، د هغۀ پر غاړه یې لاس واچاوه او ښکل یې کړ.  ۲۱ زوی یې هغۀ ته وویل: پلاره! ما د خدای او ستا پر وړاندې ګناه کړې ده، نور د دې وړ نه یم چې ستا زوی وګڼل شم.  ۲۲ خو پلار یې خپلو خادمانو ته وویل: ژر کوئ، زما تر ټولو غوره چپنه راوړﺉ او وروا یې غوندﺉ، ګوتمه ور په ګوته کړﺉ او څپلۍ ورته په پښو کړﺉ.  ۲۳ چاغ خوسکی راولئ او حلال یې کړﺉ تر څو ویې خورو او خوښي وکړو.  ۲۴ ځکه چې زما دا زوی مړ شوی ؤ، بيا راژوندی شو او ورک شوی ؤ، وموندل شو. نو په خوښۍ کولو یې پېل وکړ.  ۲۵ خو د هغۀ مشر زوی په پټو کې ؤ، کله چې راغی او کور ته را نږدې شو، نو د ساز او ګډا غږ يي تر غوږ شو.  ۲۶ نو له خپلو مزدورانو څخه یې یو تن راوغوښتو او ترې پوښتنه یې وکړه: دا څه دي؟  ۲۷ هغۀ ورته وویل: ورور دې راغلی او پلار دې چاغ خوسکی حلال کړی دی، ځکه چې هغه یې روغ رمټ موندلی دی.  ۲۸ نو هغه په غصه شو او نه یې غوښتل چې کور ته دننه لاړ شي، پلار یې بهر راغی او زاري یې ورته وکړه.  ۲۹ خو هغۀ پلار ته په ځواب کې وویل: دا دی کلونه کېږي چې زه ستا خدمت کوم او هېڅکله مې ستا له امر څخه سرغړونه نده کړې، تا هېڅکله ما ته یو مرغومی هم رانکړ چې ما پرې خپلو دوستانو ته مېلمستیا کړې وای  ۳۰ خو همدا چې ستا دا زوی راغی، کوم چې ستا شتمني یې په فاحشو برباد کړې ده، هغۀ ته دې چاغ خوسکی حلال کړ.  ۳۱ هغۀ ورته وویل: ای زویه! ته هر وخت زما سره یې او هغه څه چې زما دي، هغه ستا دي،  ۳۲ خو اوس باید خوشالي وکړو او خوښ اوسو، ځکه ستا دغه مړ ورور بیا راژوندی شو، دی خو ورک شوی ؤ، موږ بیا ومونده. 

د معياري پښتو ژباړه د چاپ حق دی © 2022‑2026 افغان کلیسا. تاسو کولی شئ د شخصي او غیر تجارتي استعمال لپاره ډاونلوډ او توزیع کړئ.