بائبل Bible
Pashton Bible

لوقا ۱۶

د خائن ناظر مثال

۱ همدغه راز هغۀ خپلو شاګردانوته وفرمایل: یو بډای سړي یو ناظر درلود، له هغۀ څخه ورته شکایت راغی چې هغه د هغۀ مال ضایع کوي.  ۲ نو هغه یې راوغوښت او ورته یې وویل: دا څه دي چې ستا په هکله یې اورم؟ د خپل ناظرتوب حساب دې راکړه ځکه ته نشې کولای لدې وروسته ناظر واوسې.  ۳ ناظر له ځانه سره وویل: څه وکړم ځکه چې زما بادار، زما څخه ناظرتوب اخلي؟ او زه د مځکې کیندلو ځواک نلرم او په سوال کولو هم شرمېږم.  ۴ پوه شوم چې څه وکړم، چې کله مې له ناظرتوب څخه ګوښه کړي نو پوروړي ما په خپل کور کې ومني.  ۵ نو د خپل بادار هر یو پوروړی یې راوغوښت، لومړي ته یې وویل: زما له بادار څخه څومره پوروړی یې؟  ۶ هغۀ وویل: سل پیمانې د زیتونو غوړي. هغۀ ته یې وویل: خپله حسابي راواخله، ژر کېنه او پنځوس ولیکه.  ۷ بیا یې بل ته وویل: ته څومره پوروړی یې؟ ويي ویل: سل بوجۍ غنم، هغۀ ته یې وویل: خپله حسابي راواخله او اتیا ولیکه.  ۸ نو بادار یې خائن ناظر وستایلو ځکه چې هغۀ په زیرکتیا سره کار وکړ. ځکه چې د دې دنیا خلک د خپلې زمانې په نسل کې د ایماندارانو په پرتله ډېر هوښیار دي.  ۹ او زه تاسو ته وایم، چې د دنیا له مال څخه ځان ته دوستان پېدا کړﺉ او کله چې هغه ختم شي نو هغوی به په تلپاتې استوګن ځایونو کې تاسو ته ځای درکړي.  ۱۰ څوک چې په لږو کې رېښتینی وي، هغه به په ډېرو کې هم رېښتینی وي او څوک چې په لږو کې خائن وي، هغه به په ډېرو کې هم خائن وي.  ۱۱ او هر کله چې تاسو په ناروا شتمنۍ کې رېښتیني نه یاست، نو څوک به تاسو ته روا شتمني دروسپاري.  ۱۲ او که د نورو په شتمنۍ کې رېښتیني نه یاست نو څوک به تاسو ته ستاسو خپله شتمني درکړي؟  ۱۳ هېڅ خادم نشي کولای ترڅو د دوو بادارانو خدمت وکړي، ځکه چې یا به له یو څخه کرکه وکړي او له بل سره مینه، یا دا چې یو ته به وفادار وي او بل به سپک وګڼي، تاسو نشی کولای چې هم د خدای په چوپړ کې اوسئ او هم د شتمنۍ. 

د عیسی وېناوې

( متی ۱۱: ۱۲-۱۳، او ۵: ۳۱ - ۳۲، مرقس ۱۰: ۱۱-۱۲)

۱۴ فریسیانو چې د پیسو سره یې مینه درلوده، دغه ټولې خبرې واورېدلې او د هغۀ پورې یې ملنډې ووهلې.  ۱۵ هغوی ته یې وفرمایل: تاسو یاست چې د خلکو په مخ کې ځانونه رېښتیني ښایاست، خو خدای ستاسو زړونه ښه پېژني. هغه شیان چې د خلکو په وړاندې د ستاینې وړ وي، هغه د خدای په وړاندې ناوړه دي.  ۱۶ تورات او انبیاء تر یحیی پورې وو، له هغې وروسته د خدای د پاچاهۍ زیری اعلان شوی، نو د هرچا زړه ؤ چې په هغې کې داخل شي.  ۱۷ ډېره آسانه ده چې مځکه او آسمان له منځه لاړشي خو مشکله ده چې د تورات یو ټکی هم له منځه لاړشي.  ۱۸ هر سړی چې خپله ښځه طلاقه کړي او بله ښځه وکړي، هغه زنا کوي او هرڅوک چې له طلاقې شوې ښځې سره واده وکړي، هغه هم زنا کوي. 

شتمن او ایلعاذر

۱۹ یو شتمن سړی ؤ چې هره ورځ به یې د کتان ارغواني نازکې جامې اغوستلې او په ډېرې خوشالۍ، شان او شوکت سره یې ژوند کاوه.  ۲۰ د هغۀ د دروازې په مخکې د ایلعاذر په نوم له ټپونو ډک یو غریب سړی پروت ؤ،  ۲۱ او تمه یې لرله ترڅو د شتمن سړي د دسترخوان له پاتې شویو ټوټو څخه ځان موړ کړي. حتی سپي به راتلل او د هغۀ ټپونه به یې څټل.  ۲۲ یوه ورځ هغه غریب مړ شو، نو فرښتو اوچت کړ او د ابراهیم څنګ ته یې وېوړ، بیا شتمن هم مړ شو او خاورو ته یې وسپاره.  ۲۳ او پداسې حال کې چې په هیدیس کې په عذاب کې ؤ او پورته یې وکتل نو ابراهیم یې ډېر لرې او ایلعاذر یې د هغۀ په څنګ کې ولید.  ۲۴ بیا هغۀ چیغې کړې او ویې ویل: ای زما پلار ابراهیمه! په ما رحم وکړه او ایلعاذر راولېږه ترڅو د خپلې ګوتې څوکه په اوبو کې لمده او زما ژبه پرې سړه کړي، ځکه چې په دې اور کې په عذاب یم.  ۲۵ خو ابراهیم وویل: زویه! په یاد کړه، تا پخپل ژوند کې خپل ښه شیان ترلاسه کړل همدغه راز ایلعاذر بد شیان، خو اوس هغه دلته آرامه دی خو ته په عذاب کې یې.  ۲۶ او پر دې سر بېره زموږ او ستاسو په منځ کې یوه لویه کنده ده، چې له هغې څخه نه څوک درپورې وتی شي او نه ترې څوک راپورې وتی شي.  ۲۷ بیا هغۀ وویل: ای پلاره! تا ته ننواتی کوم چې هغه زما د پلار کور ته ولېږه،  ۲۸ ځکه زه پنځه وروڼه لرم، ترڅو هغه هغوی خبر کړي چې، هسې نه هغوی هم د عذاب دې ځای ته راشي.  ۲۹ ابراهیم هغۀ ته وویل: هغوی موسی او انبیاء لري، پرېږده چې د هغوی خبرو ته غوږ کېږدي.  ۳۰ هغۀ وویل: نه، ای زموږ پلار ابراهیمه! که له مړو څخه څوک هغوی ته ورشي نو توبه به وباسي.  ۳۱ هغۀ ته یې وویل: که هغوی د موسی او انبیاؤ خبرو ته غوږ کېنږدي، نو که څوک له مړو څخه هم راپاڅېږي، دوی به یې پروا ونکړي. 

د معياري پښتو ژباړه د چاپ حق دی © 2022‑2026 افغان کلیسا. تاسو کولی شئ د شخصي او غیر تجارتي استعمال لپاره ډاونلوډ او توزیع کړئ.