بائبل Bible
Pashton Bible

لوقا ۱۷

د ګناهونو وسوسې

( متی ۱۸: ۶-۷، او ۲۱-۲۲، مرقس ۹: ۴۲)

۱ بیا هغۀ خپلو شاګردانو ته وفرمایل: له وسوسو سره به خامخا مخامخ کیږو خو افسوس دې وي پر هغه چا چې د هغې لامل ګرځي.  ۲ د هغۀ لپاره به دا ښه وي چې د ژرندې پَل ورته په غاړه کې واچول شي او په بحیره کې وغورځول شي، لدې چې یو له دې کوچنیو څخه وښویوي.  ۳ پام وکړﺉ! که چېرې ورور دې در سره بدي وکړي، نو ویې ستغه او که توبه وکړي، نو ویې بخښه.  ۴ او که هغه د ورځې اوه ځلې درسره بدي وکړي او اوه ځلې راشي او درته ووايي، چې ما توبه کړې نو هغه وبخښه. 

د ایمان ځواک

۵ بیا رسولانو مالک ته وویل: زموړ ایمان زیات کړه،  ۶ نو مالک وفرمایل: که چېرې تاسو د شړشمو د دانې په اندازه ایمان لرلی، نو تاسو کولای شول چې د توت دغې ونې ته وواياست، چې له رېښو سره راووځه او په بحیره کې وکرل شه او هغې به ستاسو څخه اطاعت کړی ؤ.  ۷ نو که چېرې د یو کس خادم له قُلبې کولو او پسونو څرولو وروسته راشي، آیا د هغۀ بادار به ورته ووایي چې راشه او زما سره پر دسترخوان کېنه؟  ۸ نه بلکې هغه به ورته ووایي چې زما لپاره د ماښام ډوډۍ تیاره کړه او ملا تړلی زما خدمت ته ودرېږه، ترڅو زه خوراک او څښاک وکړم او بیا وروسته به ته خوراک او څښاک وکړې  ۹ آیا هغه به له خادم څخه مننه وکړي چې ورسپارل شوي کارونه یې سرته رسولي دي؟  ۱۰ همدغه راز کله چې تاسو هم په هغو شیانو چې درته امر شوی دی عمل وکړﺉ، نو باید وواياست چې، موږ د ستاینې وړ خادمان نه یو بلکې موږ یواځې خپله دنده ترسره کړې ده. 

لسو تنو جزامیانو ته روغتیا ورکول

۱۱ او کله چې عیسی اورشلیم ته تللو نو د ګلیل او سامریې له منځ څخه تېر شو.  ۱۲ او یو کلي ته د ننوتو پرمهال لس تنه جزامي ناروغان له هغۀ سره مخامخ شول، لري ودرېدل  ۱۳ او په لوړ غږ یې وویل: ای عيسی استاذه! پر موږ رحم وکړه.  ۱۴ هغوی ته یې وکتل او ورته ویې فرمایل: لاړ شئ او ځانونه مذهبي مشرانو ته وښايئ. کله چې هغوی روان شول نو پاک شول.  ۱۵ کله چې له هغوی څخه یو تن ولیدل چې روغ شوی دی، نو راوګرځېد او په لوړ غږ سره یې د خدای ستاینه وکړه،  ۱۶ ځان یې د عیسی په پښو کې پر مخ وغورځولو، له هغۀ څخه یې مننه وکړه. او دغه کس یو سامري ؤ.  ۱۷ بیا عیسی ځواب ورکړ، آيا ټول لس تنه پاک نشول؟ بیا هغه نهه تنه چېري دي؟  ۱۸ آیا له دې پردي پرته بل څوک نه ؤ چې راستون شوی وای او د خدای ستاینه یې کړی وای؟  ۱۹ نو هغه سړي ته یې وفرمایل: پاڅېږه او لاړ شه، ستا ایمان تا ته روغتیا درکړه. 

د خدای د پاچاهۍ راتلل

( متی ۲۴: ۲۳-۲۸: او ۳۷-۴۱)

۲۰ او کله چې فریسیانو له هغۀ څخه پوښتنه وکړه چې د خدای پاچاهي به څه وخت راشي، هغۀ ورته په ځواب کې وفرمایل: د خدای پاچاهي په څارنه نه راځي،  ۲۱ او نه به هم څوک ووايي، چې وګورﺉ دلته ده، یا وګورﺉ هلته ده، ځکه چې په حقیقت کې د خدای پاچاهي ستاسو په منځ کې ده.  ۲۲ بیا یې شاګردانو ته وفرمایل: هغه ورځې به راشي، چې تاسو به د انسان د زوی له ورځو څخه د يوې ورځې د لیدلو هیله ولرﺉ، خو وبه یې نه ګورﺉ.  ۲۳ خلک به تاسو ته ووایي، چې وګورﺉ دلته دی، یا وګورﺉ هلته دی! خو تاسو د هغوی پسې مه ځئ او دهغوی پېروي مکوﺉ.  ۲۴ ځکه د انسان زوی به پخپله ورځ کې د هغې برېښنا په څېر وي چې د آسمان لاندې له یوې څنډې څخه تر بلې څنډې پورې بریښي.  ۲۵ خو لومړی باید هغه ډېر کړاوونه وګالي او د دې نسل لخوا به رد شي.  ۲۶ لکه څرنګه چې د نوح په ورځو کې ؤ، همدغه راز به د انسان د زوی په ورځو کې هم وي.  ۲۷ هغوی تر هغې ورځې پورې خوړل، څښل او ودونه یې کول، ترڅو چې نوح کشتۍ ته ننوت، سیلاب راغی او ټول یې هلاک کړل.  ۲۸ همدغه راز د لوط په ورځو کې هم ؤ چې هغوی به خوړل، څښل، اخیستل، پلورل، کرل او جوړول،  ۲۹ خو په هغه ورځ چې لوط له سدوم څخه بهر لاړ، نو له آسمانه اور او سلفر و اورېدل او هغوی ټول یې له منځه وېوړل.  ۳۰ نو د انسان د زوی راتلل به هم په همدغه ډول وي.  ۳۱ نو په هغه ورځ کې، هرڅوک چې د چت لپاسه وي او د هغۀ مالونه په کور کې وي، باید راکوز نشي ترڅو هغه پورته کړي او همدغه راز څوک چې په پټي کې وي باید راستون نشي.  ۳۲ د لوط ښځه په یاد ولرﺉ.  ۳۳ هرڅوک چې د خپل ځان د ساتلو کوښښ وکړي، نو د لاسه به یې ورکړي او څوک چې ځان ورکړي هغه به یې وژغوري.  ۳۴ تاسو ته وایم، په هغه شپه کې چې دوه تنه په یو کټ کې وي، نو یو به بوتلل شي او بل به پرېښودل شي،  ۳۵ دوه ښځې چې یو ځای کې مېچن کوي، یوه به واخیستل شي او بله به پاتې شي.  ۳۶ دوه تنه چې په پټي کې وي، یو به واخیستل شي او بل به پرېښودل شي.  ۳۷ نو هغوی هغۀ ته وویل: چېرې ای مالکه؟ هغۀ ورته وفرمایل: چېرې چې مرداره وي نو ټپوسان هلته سره راغونډېږي. 

د معياري پښتو ژباړه د چاپ حق دی © 2022‑2026 افغان کلیسا. تاسو کولی شئ د شخصي او غیر تجارتي استعمال لپاره ډاونلوډ او توزیع کړئ.