لوقا ۱۸
د یوې کونډې او قاضي مثال
۱ او همدغه راز یې هغوی ته یو مثال راوړ، چې هغوی تل دعا وکړي او هېڅکله زړه ونه بایلي. ۲ نو ویې فرمایل: په یو ښار کې یو قاضي ؤ چې نه له خدای څخه وېرېده او نه یې د خلکو درنښت کاوه، ۳ په هماغه ښار کې یوه کونډه وه چې ده ته راتله او ویل یې: زما د دښمن پرخلاف ماته انصاف راکړه ۴ هغۀ ډېره موده د هغې پروا ونکړه، خو څه وخت وروسته یې له ځانه سره وویل: که څه هم زه له خدايه وېره نلرم او د خلکو درنښت نکوم، ۵ خو بیا هم دا کونډه ما تنګوي، نو زه باید هغې ته انصاف ورکړم، که نه نو هر وخت به راځي او ماته به کړاو راکوي. ۶ نو مالک وفرمایل: واورﺉ، چې دا بیانصافه قاضي څه وایي. ۷ آیا خدای به خپلو غوره شوو سره انصاف ونکړي او اوږد زغم به ورته ونلري، کوم چې شپه او ورځ هغۀ ته فریاد کوي؟ ۸ تاسو ته وایم چې ډېر ژر به د هغوی سره انصاف وکړي. خو کله چې د انسان زوی راشي نو آیا د مځکې پرمخ به ایمان بیا مومي؟د یو فریسي او مالیه ټولوونکي مثال
۹ همدغه راز یې دا مثال د هغو خلکو لپاره راوړ چې پر ځان یې ډاډ درلود چې رېښتیني دي او نور یې سپک ګڼل ۱۰ دوه تنه چې یو فریسي او بل مالیه ټولوونکی ؤ، د دعا لپاره سپېڅلي کور ته لاړل. ۱۱ هغه فریسي ودرېد او په دې ډول یې له ځانه سره دعا وکړه، ای خدايه! ستا شکر کوم چې د نورو په شان حریص، بېانصافه او زناکار نه یم او نه د دې مالیه ټولوونکي په څېر یم. ۱۲ په اونۍ کې دوه ورځې روژه نیسم او هغه څه چې لاس ته راوړم د هغې لسمه برخه هم ورکوم. ۱۳ خو هغه مالیه ټولوونکی لري ولاړ ؤ، تر دې چې نه یې غوښتل خپلې سترګې د آسمان لور ته پورته کړي، خو خپله سینه یې ووهله او ویې وویل: ای خدايه! پر ما ګنهګار رحم وکړه. ۱۴ تاسو ته وایم چې، دغه سړی بخښل شوی خپل کور ته لاړ، نه هغه بل، ځکه هر هغه څوک چې ځان لوړ ګڼي، نو ټیټ به شي او هرڅوک چې ځان عاجزه کړي، نو سر لوړی به شي.عیسی کوچنيانو ته برکت ورکوي
( متی ۱۹: ۱۳-۱۵، مرقس ۱۰: ۱۳-۱۶)
۱۵ همدغه راز هغوی به کوچنيان ورته راوستل، ترڅو هغوی لمس کړي، خو کله چې شاګردانو دا ولیدل نوهغوی یې وستغل. ۱۶ خو عیسی هغوی راوبلل او ورته یې وفرمایل: پرېږدﺉ چې کوچنيان ماته راشي، د هغوی مخنیوی مه کوﺉ، ځکه چې د خدای پاچاهي د همدغه ډول خلکو پورې اړه لري. ۱۷ په یقین سره تاسو ته وایم، هرڅوک چې د خدای پاچاهي د ماشوم په څېر ونه مني، هېڅکله به هغې ته دننه نشي.ځوان شتمن
( متی ۱۹: ۱۶-۳۰، مرقس ۱۰: ۱۷-۳۱)
۱۸ یو حاکم له هغۀ څخه پوښتنه وکړه: ای ښه استاذه! څه وکړم، تر څو تلپاتې ژوندون لاسته راوړم؟ ۱۹ عیسی ورته وفرمایل: ولې ما ته ښه وایې، پداسې حال کې چې له خدای پرته بل هېڅوک ښه ندی. ۲۰ په احکامو پوهېږې: زنا مه کوه، قتل مه کوه، غلا مه کوه، په دروغو ګواهي مه ورکوه او د خپل پلار او مور احترام کوه. ۲۱ هغۀ وویل: ما له ځوانۍ څخه دغه ټول کارونه ترسره کړي دي. ۲۲ کله چې عیسی دا واورېدل نو هغۀ ته یې وفرمایل: اوس هم د یو شي کموالی لرې، هرڅه چې لرې خرڅ یې کړه او پر بیوزلو یې وویشه، نو بیا به په آسمان کې خزانه ولرې، بیا راشه او زما پېروي وکړه. ۲۳ کله یې چې دا واورېدل، نو غمژن شو، ځکه چې هغه بډایه سړی ؤ. ۲۴ خو کله چې عیسی هغه غمژن ولید، نو ویې فرمایل: د یو شتمن لپاره څومره ګرانه ده چې د خدای پاچاهۍ ته ورننوځي، ۲۵ د ستنې له ستومي څخه د اوښ تېرېدل آسانه دي، لدې چې شتمن د خدای په پاچاهۍ کې ننوځي. ۲۶ اوریدونکو وویل: نو څوک کولای شي چې خلاصون ومومي؟ ۲۷ هغۀ وفرمایل: هغه څه چې د انسانانو لپاره ناشووني دي، د خدای لپاره شووني دي. ۲۸ پطروس وویل: وګوره، موږ له هر څه لاس اخیستی دی او ستا پسې روان یو. ۲۹ بیا یې هغوی ته وفرمایل: په یقین سره تاسو ته وایم داسې هېڅوک نشته چې د خدای د پاچاهۍ لپاره خپل کور، ښځه، وروڼه، مور پلار، یا خپل اولاد پرېږدي، ۳۰ نو هغه به په دې دنیا کې څو چنده بدله واخلي او په آخرت کې به تلپاتې ژوندون ولري.د خپل مړینې په هکله د عيسی دریمه پېش بینې
( متی۲۰: ۱۷-۱۹، مرقس ۱۰: ۳۲-۳۴)
۳۱ بیا یې هغه دولس ګوښه کړل او هغوی ته یې وفرمایل: دا دی موږ اوس اورشلیم ته ځو او هغه څه چې انبیاؤ د انسان د زوی په هکله لیکلي، ټول به پوره شي. ۳۲ هغه به غېر یهودو ته وسپارل شي، پر هغۀ به ملنډې ووهي، سپکاوی به یې وکړي او لاړې به پرې تو کړي. ۳۳ هغه به په متروکو ووهي او وبه یې وژني. او په دریمه ورځ به بیا راژوندی شي. ۳۴ خو هغوی پدې هکله نه پوهېدل، دا خبره له هغوی څخه پټه ساتل شوې وه او هغه څه چې ویل کېدل دوی پرې نه پوهېدل.په اریحا کې د ړوند سوالګر بینا کول
( متی ۲۰: ۲۹-۳۴، مرقس ۱۰: ۴۶-۵۲)
۳۵ او کله چې هغه اریحا ته نږدې شو، یو ړوند سوالګر د لارې پر غاړه ناست ؤ او سوال یې کاوه. ۳۶ همدا چې له هغه ځایه یې د تیرېدونکې ډلې غږ واورېد نو پوښتنه یې وکړه: څه شوي دي؟ ۳۷ هغوی ورته وویل چې ناصري عیسی لدې ځایه تېرېږي. ۳۸ نو چیغې یې کړې او ویې ویل: ای عیسی، ای د داؤد زویه! پر ما رحم وکړه. ۳۹ او هغه خلک چې مخته تلل هغه یې وستغلو ترڅو غلی شي، خو هغۀ نورهم په لوړ غږ چيغې کړې: ای د داؤد زویه! پرما رحم وکړه. ۴۰ هغه وخت عیسی ودرېد او امر یې وکړ ترڅو یې د هغۀ خوا ته راولي، کله چې ورنږدې شو، له هغۀ څخه یې پوښتنه وکړه، ۴۱ څه غواړې چې درته یې وکړم؟ هغۀ وویل ای مالکه! غواړم چې بینا شم. ۴۲ عیسی هغۀ ته وفرمایل: بینا شه، ستا ایمان تاته روغتیا درکړه. ۴۳ او هغه سمدلاسه بینا شو او پداسې حال کې چې د خدای ستاینه یې کوله، د عيسی پسې روان شو. ټولو خلکو چې دا هر څه ولیدل، نو د خدای ستاینه یې وکړه.د معياري پښتو ژباړه د چاپ حق دی © 2022‑2026 افغان کلیسا. تاسو کولی شئ د شخصي او غیر تجارتي استعمال لپاره ډاونلوډ او توزیع کړئ.