لوقا ۱۹
عیسی د زکای په میلمستیا کې
۱ کله چې هغه اریحا ته ننوت او د هغې له منځه تېرېده، ۲ نو هلته د زکای په نوم یو تن ؤ، هغه د مالیه ټولوونکو مشر او ډېر شتمن ؤ. ۳ هغۀ غوښتل ترڅو عیسی وګوري چې څه ډول دی، خو د خلکو د بیړ له امله یې ونشو کولای، ځکه چې قد یې لنډ ؤ ۴ نو مخکې یې منډه کړه او د چنار ونې ته وخوت ترڅو هغه وويني، ځکه چې هغه له هغې لارې تېرېده. ۵ کله چې عیسی هغه ځای ته ورسېد، پورته یې وکتل او ورته یې وویل: ای زکايه! ژر را کوز شه ځکه چې زه نن خامخا ستا په کور کې پاتې کېږم. ۶ نو هغه په بیړه لاندې راکوز شو او په خوښۍ یې د هغۀ هرکلی وکړ ۷ او کله چې ټولو دا ولیدل، نو ګورېدل او ویل یې چې، هغه د یو ګنهګار سړي کور ته د میلمستیا لپاره ورغی. ۸ خو زکای ودرېد او مالک ته یې وویل: وګوره مالکه! خپله نیمه برخه شتمني بیوزلو ته ورکوم او د هر چا مال مې چې په نا حقه اخیستی وي، څلور چنده بېرته ورکوم. ۹ عیسی هغۀ ته وفرمایل: نن دې کور ته خلاصون مخه کړې ده، ځکه دا هم د ابراهیم اولاد دی. ۱۰ ځکه د انسان زوی راغلی ترڅو ورک شوي بیامومي او ویې ژغوري.د پاچا او لسو خادمانو مثال
( متی ۲۵: ۱۴-۳۰)
۱۱ او کله چې هغوی دا واورېدل، هغۀ ورته یو بل مثال هم وړاندې کړ، ځکه چې هغه اورشلیم ته نږدې ؤ او هغوی ګمان کولو چې د خدای پاچاهي باید سمدلاسه ښکاره شي. ۱۲ نو ویې فرمایل: یو خانداني سړی یو لري هیواد ته لاړ ترڅو د ځان لپاره پاچاهي ترلاسه کړي او بېرته راستون شي، ۱۳ نو خپل لس خادمان یې راوغوښتل، هغوی ته یې د سرو زرو لس سېکې ورکړې او ورته یې وویل: زما تر راستنېدو پورې پرې تجارت وکړﺉ. ۱۴ خودخپل وطن خلکو ورسره کینه کوله، دهغۀ پسې یې جرګه ولېږله او ورته یې وویل: موږ نه غواړو چې دا سړی پر موږ حکومت وکړي. ۱۵ او کله چې هغه راستون شو، پداسې حال کې چې پاچاهي یې نیولې وه، نو خپلو هغو خادمانو ته یې چې سېکې ورکړې وې امر وکړ، ترڅو حاضر شي او وګوري چې هر یو په تجارت کې څومره ګټه کړې ده. ۱۶ لومړنی راغی او ویې ویل: ای مالکه! ستا د سرو زرو یوې سېکې، لس سېکې ګتلي دي. ۱۷ هغۀ ته یې وویل: شاباس! ای ښه خادمه، څرنګه چې ته په یو لږ شي کې ایمانداره وې، نو پر لسو ښارونو واکمني وکړه. ۱۸ بل راغی او ویې ویل: ای مالکه! ستا د سرو زرو یوې سېکې، پنځه سېکې ګټه کړې ده. ۱۹ هغۀ ته یې هم وویل: پر پنځو ښارونو واکمني وکړه. ۲۰ دریم راغی او ویې ویل: ای مالکه! دا ده ستا د سرو زرو سېکه، هغه مې په دستمال کې نغښتې او ساتلې ده، ۲۱ له تا څخه مې وېره درلوده، ځکه چې ته ډېر سخت مزاجه سړی یې، هغه څه چې دې ایښي نه وي هغه غواړې او هغه څه لَو کوې چې تا کرلي نه وي. ۲۲ ورته یې وویل: ای پاتې خادمه! زه ستا په خپله خُله تا ملامتوم، ته چې پدې پوهېدې چې زه سخت مزاجه سړی یم، هغه څه غواړم کوم چې مې ایښي نه وي او هغه څه ریبم چې مې کرلي نه وي، ۲۳ نو ولې دې زما پیسې په بانک کې ندي ایښي ترڅو د راستنېدو پر مهال مې له ګټې سره اخیستی وای؟ ۲۴ او حاضرو خلکو ته یې وویل: له ده څخه د سرو زرو سېکه واخلئ او د لسوسیکو خاوند ته یې ورکړﺉ. ۲۵ خو هغوی ورته وویل: ای مالکه! هغه خو لس سېکې لري. ۲۶ هغۀ وفرمایل: ځکه زه تاسو ته وایم، هر څوک چې څه لري، هغۀ ته به نور هم ورکړل شي او هرڅوک چې یې نلري، نو هغه څه چې لري حتی هغه به هم ترې واخیستل شي. ۲۷ خو زما هغه دښمنان چې نه یې غوښتل زه پرې حکومت وکړم، دلته راولئ او زما په مخکې یې ووژنئ.اورشلیم ته په بریالیتوب ننوتل
( متی ۲۱: ۱-۱۱، مرقس ۱۱: ۱-۱۱، یوحنا ۱۲: ۱۲-۱۹)
۲۸ او کله یې چې دا هرڅه وفرمایل، نو هغه مخکې شو او د اورشلیم لور ته روان شو ۲۹ او کله چې هغه بیتفاجي او بیتعنیا ته ورنږدې شو کوم چې د زیتونو په غرۀ کې ودان دي، نو خپل دوه تنه شاګردان یې ولېږل، ۳۰ او ورته یې وویل: دغه مخامخ کلي ته لاړ شئ او کله چې ورننوځئ، نو یو کوټی به ووینئ چې هلته به تړلی وي او تر اوسه پرې هېڅوک سپور شوی ندی، هغه راپرانیزﺉ او دلته یې راولئ. ۳۱ او که څوک لتاسو څخه پوښتنه وکړي چې ولې دا پرانیزﺉ؟ نو ورته وواياست چې مالک ته پکار دی. ۳۲ نو لېږل شوي لاړل او لکه څرنګه چې یې ورته فرمایلي وو، هماغه شان یې وموندل. ۳۳ او کله یې چې کوټی پرانیستو، نو خاوندانو یې هغوی ته وویل: ولې کوټی پرانیزﺉ؟ ۳۴ هغوی ورته وویل: مالک ته پکار دی. ۳۵ نو هغه یې عیسی ته راوست او خپلې چپنې یې پر کوټی واچولې او عيسی یې پرهغۀ سپور کړ ۳۶ او کله چې هغه تللو نو ډېرو خلکو ورته خپلې چپني په لار کې واچولې. ۳۷ او کله چې هغه د زیتونو د غرۀ لمنې ته مخ په کوزېدو ؤ، نو ټولو شاګردانو د هغو لویو کارونو له امله چې یې لیدلي ؤ، په خوښۍ او لوړ غږ سره د خدای په ستاینې پېل وکړ او ویل یې: ۳۸ مبارک دی هغه پاچا کوم چې د مالک خدای په نوم راځي، سلامتي دې وي په آسمان کې، او جلال دې وي په لوړ آسمان کې ۳۹ د خلکو له منځ څخه ځینو فریسیانو پر هغۀ غږ وکړ: ای استاذه! خپل شاګردان غلي کړه. ۴۰ خو هغۀ ورته په ځواب کې وویل: زه تاسو ته وایم، که چېرې دوی غلي شي نو تیږي به په چیغو شي. ۴۱ او کله چې هغه نږدې شو او ښار یې ولید نو پرې یې وژړل ۴۲ او ویې فرمایل: که چېرې نن ورځ تا ته دا مالومه وای چې کوم شیان سوله راولي خو اوس دا ستا له نظر څخه پټه ده. ۴۳ ځکه داسې ورځې به په تا راشي چې ستا دښمنان به له تا څخه ګیرچاپېره مورچې جوړي کړي او له تا څخه به راتاو شي او له هر لوري به دې را ګیر کړي، ۴۴ ته او ستا بچي به په تا کې دننه تر خاورو لاندې کړي او په تا کې به یوه ګټ د بل لپاسه پرېنږدي، ځکه چې تا خپل ټاکل شوی وخت ونه پېژانده.له سپېڅلي کور څخه د سوداګرو شړل
( متی ۲۱: ۱۲-۱۷، مرقس ۱۱: ۱۵-۱۹، یوحنا ۲: ۱۳-۲۲)
۴۵ او کله چې هغه سپېڅلي کور ته ننوت نو د هغو کسانو په بهر راویستلو یې پېل وکړ کوم چې هلته په پېرلو او پلورلو بوخت ؤ، ۴۶ او هغوی ته یې وفرمایل: دا لیکل شوي دي چې زما کور د عبادت ځای دی، خو تاسو ترې د غلو سمڅه جوړه کړې ده. ۴۷ او هغۀ به هره ورځ په سپېڅلي کور کې تعلیم ورکاوه، خو لوی مذهبي مشرانو، د شرعې عالمانو او د قام مشرانو هڅه کوله ترڅو هغه له منځه یوسي. ۴۸ خو هېڅ یې له لاسه پوره نه ؤ، ځکه چې ټولو خلکو په ډېرې پاملرنې سره هغۀ ته غوږ اېښوده.د معياري پښتو ژباړه د چاپ حق دی © 2022‑2026 افغان کلیسا. تاسو کولی شئ د شخصي او غیر تجارتي استعمال لپاره ډاونلوډ او توزیع کړئ.