لوقا ۲۰
د عیسی واکمني
) متی ۲۱: ۲۳-۲۷، مرقس ۱۱: ۲۷-۳۳)
۱ او یوه ورځ چې عیسی په سپېڅلي کور کې خلکو ته د ښه زیري تعلیم ورکاوه، نو لوی مذهبي مشران د شرعې عالمان او د قام مشران راغلل ۲ او هغۀ ته یې وویل: موږ ته ووایه چې ته په کوم واک سره دا کارونه کوې؟ او چا تاته دا واک درکړی؟ ۳ نو هغۀ ځواب ورکړ: زه هم له ستاسو څخه یوه پوښتنه کوم، ما ته ځواب راکړﺉ، ۴ آیا د یحیې تعمید د آسمان له لوري ؤ که د انسان له لوري؟ ۵ هغوی په خپل منځ کې بحث وکړ او ویې ویل: که چېرې ووایو چې د آسمان له لوري ؤ، نو هغه به ووایي، چې ولې مو پرې ایمان رانه وړ؟ ۶ او که ووایو چې د انسان له لوري ؤ، نو ټول خلک به موږ سنګسار کړي، ځکه هغوی پدې باور دي چې یحیی نبي ؤ. ۷ نو ځواب یې ورکړ: موږ نه پوهېږو چې له کومه ځایه ؤ. ۸ عیسی هغوی ته وویل: زه هم تاسو ته دا نه وایم چې په کوم واک سره دا کارونه کوم.د ظالمو اجاره دارانو کیسه
( متی ۲۱: ۳۳-۳۶، مرقس ۱۲: ۱-۱۲)
۹ او خلکو ته یې دا مثال بیان کړ چې، یو سړي د انګورو یو باغ نیال کړ، هغه یې اجاره دارانو ته په اجاره ورکړ او خپله له هغه هیواد څخه د اوږدې مودې لپاره په سفرلاړ. ۱۰ د انګورو په موسم کې یې خپل یو خادم اجاره دارانو ته ورولېږه، ترڅو د باغ حاصل هغۀ ته ورکړي. خو اجاره دارانو هغه وواهه او خالي لاس یې بېرته ورولېږه. ۱۱ بیا یې بل خادم ورولېږه، هغه یې هم وواهه، د هغۀ سپکاوی یې وکړ او تش لاس یې ولېږه ۱۲ بیا یې دریم ورولېږه، هغه یې هم ټپي کړ او بهر یې وغورځاوه. ۱۳ بیا د انګورو د باغ خاوند وویل: څه باید وکړم؟ خپل ګران زوی به ورولېږم، کېدای شي د هغۀ لحاظ به وکړي. ۱۴ خو کله چې اجاره دارانو هغه ولید، نو یو له بل سره یې سلا وکړه او ویې ویل: دا یې وارث دی، راځئ چې ویې وژنو، تر څو میراث یې موږ ته پاتې شي. ۱۵ نو هغه یې د انګورو له باغه بهر وویست او ویې واژه. اوس به د انګورو د باغ خاوند د هغوی سره څه وکړي؟ ۱۶ هغه به راشي او ټول اجاره داران به ووژني او د انګورو باغ به نورو ته ورکړي. کله چې هغوی دا واورېدل نو ویې ویل: هېڅکله به داسې ونشي. ۱۷ خو هغۀ د هغوی لور ته وکتل او ویې فرمایل: نو بیا دا څه لیکل شوي دي؟ هغه ګټ چې معمارانو رد کړ هغه د ودانۍ د تهداب د کنج اصلي ګټ وګرځېد، ۱۸ هرڅوک چې پدې ګټ راولوېږي ټوټې ټوټې به شي او کله چې هغه په چا راولوېد، نو خاورې ايرې به یې کړي.قیصر ته د مالیې ورکول
( متی ۲۲: ۱۵-۲۲، مرقس ۱۲: ۱۳-۱۷)
۱۹ لویو مذهبي مشرانو او د شرعې عالمانو غوښتل چې هماغه وخت هغه ونیسي، ځکه پوهېدل چې دا مثال یې د همدوی په هکله ورکړی ؤ خوله خلکو څخه وېرېدل. ۲۰ او د هغۀ څارنه یې کوله، جاسوسان یې ور ولېږل کومو چې خپل ځانونه رېښتیني ښودل، ترڅو هغه په خبرو کې ملامته کړي او بیا یې والی ته چې د ځواک او واک څښتن دی وسپاري. ۲۱ بیا یې له هغۀ څخه پوښتنه وکړه او ویې ویل: ای استاذه! موږ پوهېږو، هغه څه چې ته وایې او د هغې ښوونه کوې، هغه رېښتیا دي، ته د هېچا تر منځ توپېر نه کوې، بلکه په رېښتینولۍ سره د خدای د لارې تعلیم ورکوې. ۲۲ آيا موږ ته روا ده چې قیصر ته مالیه ورکړو که نه؟ ۲۳ هغه د هغوی په مکارۍ پوه شو او هغوی ته یې وفرمایل: ۲۴ ما ته یو دینار وښاياست، د چا انځور او لیکنه لري؟ ځواب یې ورکړ، د قیصر. ۲۵ هغوی ته یې وفرمایل: نو بیا د قیصر مال قیصر ته او د خدای مال خدای ته ورکړئ. ۲۶ هغوی ونشو کولای ترڅو هغه د خلکو په مخکې په کومه خبره ونیسي، نو د هغۀ له ځوابه هک حيران او غلي پاتې شول.له مړینې وروسته را ژوندي کېدل
( متی ۲۲: ۲۳ - ۳۳، مرقس ۱۲: ۱۸-۲۷)
۲۷ او ځینې صدوقيان چې د مړینې وروسته له بیا ژوندون څخه منکر ؤ، ورته راغلل او له هغۀ څخه یې پوښتنه وکړه: ۲۸ ای استاذه! موسی موږ ته لیکلي، که چېرې د چا ورور ښځه ولري او بېاولاده مړ شي، نو ورور یې مجبوره دی چې د هغۀ له ښځې سره واده وکړي ترڅوخپل ورور ته اولاد پېدا کړي. ۲۹ اوس اوه وروڼه ؤ، لومړني ښځه وکړه او بېاولاده مړ شو، ۳۰ بیا دویم هغې ښځې سره واده وکړ، هغه هم بېاولاده مړ شو، ۳۱ بیا دریم هغه وکړه او په همدې توګه تر اووم ورور پورې ټولو همداسې وکړل، خو یو هم اولاد پېدا نکړ او مړه شول. ۳۲ او لدې ټولو وروسته هغه ښځه هم مړه شوه. ۳۳ نو په قیامت کې به هغه د کوم یو ښځه وي، ځکه چې ټولو اوو واړو له هغې سره واده وکړ؟ ۳۴ عیسی په ځواب کې هغوی ته وفرمایل: د دې دنیا زامن ودونه کوي او ودونه ورسره کېږي. ۳۵ خو هغه چې د راتلونکې دنیا او له مړینې څخه د بېرته راژوندي کېدو لایق ګڼل شوي دي، نه ودونه کوي او نه ورسره واده کېږي. ۳۶ ځکه ناشونې ده چې بیا مړه شي، هغوی به د فرښتو په شان وي ځکه چې هغوی له مړینې څخه بیا راژوندي شوي دي نو د خدای زامن بلل کېږي. ۳۷ او دا چې مړي بیا راژوندي کېږي، موسی هم د بلیدونکي بوټي په پېښه کې وښودل، څرنګه چې مالک خدای یې، د ابراهیم خدای، د اسحاق خدای او د یعقوب خدای وګاڼه. ۳۸ ځکه چې هغه د مړو نه، بلکه د ژوندو خدای دی او ټول د هغۀ په نزد ژوندي دي. ۳۹ نو ځینو د شرعې عالمانو په ځواب کې وویل: ای استاذه! ډېر ښه دې وویل، ۴۰ او له هغې وروسته چا جرأت ونکړ چې له هغۀ څخه پوښتنه وکړي.داؤد او مسیح
( متی ۲۲: ۴۱-۴۶، مرقس ۱۲: ۳۵-۳۸ )
۴۱ بیا یې هغوی ته وفرمایل: څنګه هغوی ویلی شي چې مسیح د داؤد زوی دی؟ ۴۲ پداسې حال کې چې خپله داؤد د زبور په کتاب کې وايي: مالک خدای زما مالک ته وویل: زما ښي لاس ته کېنه، ۴۳ ترڅو ستا دښمنان ستا تر پښو لاندې کړم، ۴۴ نو کله چې داؤد هغه مالک ګڼي، څنګه به د هغۀ زوی وي؟د عالمانو ستغل
( متی ۲۳: ۱-۳۶، مرقس ۱۲: ۳۸-۴۰)
۴۵ او کله چې ټولو خلکو غوږ نیولی ؤ، نو خپلو شاګردانو ته یې وفرمایل: ۴۶ د شرعې له هغو عالمانو څخه ځان وساتئ، چې په اوږدو چپنو کې ګرځي، په بازارونو کې له روغبړ، په کنیسو کې له لوړو څوکیو او په میلمستیاګانو کې له لوړو ځایونو سره مینه لري. ۴۷ هغوی د کونډو کورونه غصبوي او د ځان ښودنې په موخه اوږدې دعاګانې کوي، دوی به سخت محکوم شي.د معياري پښتو ژباړه د چاپ حق دی © 2022‑2026 افغان کلیسا. تاسو کولی شئ د شخصي او غیر تجارتي استعمال لپاره ډاونلوډ او توزیع کړئ.