لوقا ۲۱
د کونډې سخاوت
( مرقس ۱۲: ۴۱-۴۴)
۱ او کله چې عیسی پورته وکتل، نو ویې لیدل چې شتمن خپلې ډالۍ د هدایاو په صندوق کې اچوي، ۲ همدغه راز هغۀ ولیدل چې یوې بېوزلې کونډې د سیلورو دوه سېکې په هغې کې واچولې. ۳ نو ویې فرمایل: زه تاسو ته وایم، چې دې غریبې کونډې له هغو ټولو څخه ډېرې واچولې. ۴ ځکه چې دې ټولو له خپل زیاتي مال څخه ډالۍ واچولې، خو دې ښځې له خپلې ټولې غریبۍ سره، خپله ټوله شتمني ورواچوله.د سپېڅلي کور د ورانیدو پېش بینی
( متی ۲۴: ۱-۲، مرقس ۱۳: ۱-۲)
۵ او ځینو د سپېڅلي کور په هکله خبرې کولې او د هغو ښکلو تیږو او هدایاؤ صفتونه یې کول چې سپېڅلی کور پرې ښایسته کړای شوی ؤ، عیسی ورته وفرمایل: ۶ دا شیان چې تاسو یې ګورﺉ، داسې ورځې به راشي، چې دلته به یوه تیږه د بلې لپاسه پاتې نشي، ترڅو ونه نړول شي.د تکلیفونو او کړاونو نخښې
(متی ۲۴: ۳-۱۴، مرقس ۱۳: ۳-۱۳)
۷ هغوی له هغۀ څخه پوښتنه وکړه: ای استاذه! دا هرڅه به څه وخت رامنځ ته کېږي؟ او د دې پېښو د رانږدې کېدو نخښې به څه وي؟ ۸ هغۀ وفرمایل: پام کوﺉ چې بېلارې نشئ، ځکه چې ډېر به زما په نوم راشي او وبه وایي چې زه هغه يم او هغه وخت رانږدې دی، نو د هغوی پسې مه ځیٔ. ۹ او کله چې د جنګونو او ګډوډیو خبرونه واورﺉ، نو مه وېرېږﺉ، دا شیان باید لومړی رامنځ ته شي، خو پایله یې سمدلاسه نه راځي. ۱۰ بیا یې هغوی ته وفرمایل: قام به له قام او پاچاهي به د پاچاهۍ پرخلاف شي، ۱۱ سختې زلزلې به په بیلابیلو ځایونو کې اوچکالۍ او بلاګانې به راشي او په آسمان کې به ویروونکې منظرې او لویې نخښې راښکاره شي. ۱۲ خو لدې ټولو ترمخه به تاسو ونیسي او کړاوونه به درکړي، تاسو به کنیسو او زندانونو ته وسپاري، تاسو به د دې لپاره چې زما نوم درپورې دی د پاچایانو او حاکمانو مخې ته ودروي. ۱۳ خو دا به ستاسو لپاره د ګواهۍ ورکولو موقع وي. ۱۴ نو په خپلو زړونو کې د ځواب ورکولو لپاره له مخکې څخه فکر مه کوﺉ. ۱۵ ځکه چې زه به تاسو ته داسې ژبه او حکمت درکړم چې ټول دښمنان به له هغې سره مقاومت او بحث ونشي کړای. ۱۶ او ستاسو مور او پلار، وروڼه، خپلوان او دوستان به له تاسو سره خیانت وکړي او ځينې له تاسو څخه به ووژني. ۱۷ او ټول خلک به زما د نوم په وجه ستاسو څخه کرکه وکړي، ۱۸ خو ستاسو د سر یو ویښته به هم کم نشي. ۱۹ او تاسو به د صبر په وجه خپل ځانونه وګټئ.د اورشلیم د ورانېدو پېش بینی
( متی ۲۴: ۱۵-۲۱، مرقس ۱۳: ۱۴-۱۹)
۲۰ خو کله چې اورشلیم د لښکرو په محاصره کې ووینئ، نو پوه شئ چې د هغې د ورانېدو وخت رانږدې شوی دی. ۲۱ نو څوک چې په یهودیه کې وي، غرونو ته دې وتښتي او څوک چې په ښار کې وي نو بهر دې لاړ شي او څوک چې له ښار څخه بهر وي نو ښار ته دې نه ننوځي. ۲۲ ځکه چې دا به د بدل اخیستلو وخت وي، ترڅو هغه څه چې لیکل شوي دي پوره شي. ۲۳ لیکن په هغو ورځو کې دې افسوس وي پر هغو امیدوارو او یا شیدې ورکوونکو ښځو، ځکه چې د مځکې پر مخ به سخت تکلیف او پر دې خلکو به د خدای غضب وي. ۲۴ هغوی به د تورو مخې ته وغورځول شي او ټولو هیوادونو ته به په اسارت بوتلل شي. او اورشلیم به د غېر یهودو تر پښو لاندې شي، تر هغې چې د غېر یهودو دوران پای ته و نه رسېږي.د انسان د زوی راتګ
( متی ۲۴: ۲۹-۳۱، مرقس ۱۳: ۲۴-۲۷)
۲۵ په لمر، سپوږمۍ او ستورو کې به نخښې ښکاره شي او قامونه به د مځکې پر مخ د بحر له شره هار او څپو څخه تنګ او پریشانه وي. ۲۶ د انسانانو زړونه به پر مځکه باندې د پېښېدونکو پېښو او وېرې له امله کمزوري شي، ځکه چې آسماني ځواکونه به سره وخوځول شي. ۲۷ نو هغوی به د انسان زوی وګوري، چې په وریځ کې به له خپل ځواک او لوی جلال سره راشي. ۲۸ کله چې دا شیان پېل شي تاسو نېغ ودرېږئ او خپل سرونه اوچت کړﺉ، ځکه چې ستاسو خلاصون نږدې دی.د اینځر د ونې مثال
( متی ۲۴: ۳۳-۳۵، مرقس ۱۳: ۲۸ - ۳۱)
۲۹ او هغوی ته یې دا مثال بیان کړ: د اینځر ونې او ټولو ونو ته ځیر شئ، ۳۰ هر کله چې غوټۍ وسپړي، نو تاسو پخپله وینئ او پوهېږئ چې دوبی رانږدې دی. ۳۱ په همدې ډول کله چې د دې ټولو شیانو رامنځته کېدل ووینئ نو پوه شئ چې د خدای پاچاهي نږدې شوې ده. ۳۲ زه تاسو ته په یقین سره وایم چې دا نسل به ترهغې لمنځه لاړ نشي ترڅو چې دا ټولې پېښې رامنځ ته شوې نه وي. ۳۳ آسمان او مځکه به لمنځه لاړ شي، خو زما کلام به هېڅکله لمنځه لاړ نشي.بېداره اوسئ
۳۴ نو خپل ځان ته پام کوئ، ګواکې ستاسو زړونه پرعیاشۍ، نېشو او دنیاوي فکرونو درانده شي او هغه ورځ به ناڅاپه پر تاسو راشي. ۳۵ ځکه چې هغه ورځ په هر هغه چا راتلونکې ده چې په دې دنیا کې اوسېږي. ۳۶ نو هر وخت بېداره اوسئ او دعا کوﺉ، ترڅو ځواک ولرﺉ چې د دې ټولو پېښېدونکو شیانو څخه ځان وژغورﺉ او د انسان د زوی په وړاندې د درېدو جوګه شئ. ۳۷ هغۀ به د ورځې له خوا په سپېڅلي کور کې تعلیم ورکولو او د شپې لخوا به بهر تللو او د زیتونو په نوم غرۀ کې به پاتې کېده، ۳۸ او ټول خلک به سهار له وخته په سپېڅلي کور کې ورته راتلل، ترڅو د هغۀ خبرې واوري.د معياري پښتو ژباړه د چاپ حق دی © 2022‑2026 افغان کلیسا. تاسو کولی شئ د شخصي او غیر تجارتي استعمال لپاره ډاونلوډ او توزیع کړئ.