لوقا ۲۲
د عیسی د وژلو د سیسه
( متی ۲۶: ۱-۵، مرقس ۱۴: ۱-۲، یوحنا ۱۱: ۴۵-۵۳)
۱ نو لکه څرنګه چې د پتیرې ډوډۍ اختر چې په فسحې باندې مشهور ؤ رانږدې شو، ۲ نو لوی مذهبي مشران او د شرعې عالمان پدې لټه کې ؤ، چې څنګه هغه ووژني، ځکه چې هغوی له خلکو څخه وېرېدل. ۳ بیا شېطان په یهودا کې چې اسخریوطي بلل کېده ننوت او هغه له دولسو څخه یو تن ؤ. ۴ هغه لاړ، له لوی مذهبي مشرانو او د افسرانو سره یې مشوره وکړه چې څه ډول د هغۀ جاسوسی وکړي. ۵ هغوی خوشاله شول او ویې منل چې پیسې به ورته ورکړي. ۶ یهودا هوکړه وکړه او د فرصت په لټه کې ؤ چې هغه له خلکو څخه په پټه هغوی ته وسپاري.د پتیرې د ډوډی د اختر تیاري
( متی ۲۶: ۱۷-۲۵، مرقس ۱۴: ۱۲-۲۱، یوحنا ۱۳: ۲۱-۳۰)
۷ او بیا د پتیرې ډوډۍ د اختر ورځ چې باید په هغې کې د فسحې ګډوری قربانی کړي راورسېد. ۸ نو عیسی پطروس او یوحنا ولېږل او ورته یې وفرمایل: لاړ شئ او زموږ لپاره فسحه تیاره کړﺉ، ترڅو ویې خورو. ۹ هغوی ورته وویل: په کوم ځای کې غواړې چې تیاره یې کړو؟ ۱۰ هغوی ته یې وفرمایل: واورﺉ، کله چې ښار ته ننوځئ، یو سړی به د اوبو له منګي سره لتاسو سره مخامخ شي، هغه چې کوم کور ته ننوځي، تاسو هم د هغۀ پسې لاړ شئ. ۱۱ او د کور خاوند ته وواياست: استاذ وایي چې د میلمنو خونه چېرې ده، یانې هلته چې زه به له خپلو شاګردانو سره د فسحې ډوډۍ وخورم؟ ۱۲ هغه به تاسو ته یوه لویه فرش شوې بالاخانه دروښايي، نو هلته زموږ لپاره د فسحې تیاری وکړﺉ. ۱۳ هغوی لاړل او لکه څرنګه چې ورته ویل شوی ؤ، هر څه یې په هماغه ډول وموندل او فسحه یې تیاره کړه.د مالک ماښامنی
( متی ۲۶: ۲۶-۳۰، مرقس ۱۴: ۲۲-۲۶، اول قرنتیان ۱۱: ۲۳-۲۵)
۱۴ کله چې هغه ساعت راورسېد نو له دولسو رسولانو سره پر ډودۍ کېناست، ۱۵ او هغوی ته یې وفرمایل: زړۀ مې ډېر غوښتل ترڅو له کړاو ګاللو څخه وړاندې دا فسحه له تاسو سره وخورم. ۱۶ ځکه تاسو ته وایم: نور به لدې څخه ونخورم ترڅو چې د خدای په پاچاهۍ کې د دې مقصد پوره نشي. ۱۷ بیا یې پیاله واخیسته، شکر یې پرې وکړ او ویې فرمایل: دا واخلئ او په خپلو کې یې وویشئ، ۱۸ ځکه چې تاسو ته وایم، لدې وروسته به ترهغې د انګورو د مېوې اوبه ونه څښم، ترڅو چې د خدای پاچاهي رانشي. ۱۹ او ډوډۍ یې واخیسته، شکر یې پرې وویست، ماته یې کړه، هغوی ته یې ورکړه او ویې فرمایل: دا زما بدن دی چې تاسو ته درکول کېږي، دا زما په یاد همدغسې کوﺉ. ۲۰ همدغه راز له ماښامي خوړلو وروسته یې پیاله راواخیسته او ویې فرمایل: دا پیاله زما په وینه کې یو نوی تړون دی چې ستاسو لپاره توئیږي. ۲۱ خوپوه شئ چې دجاسوس لاس ماسره پر دسترخوان باندې دی. ۲۲ ځکه چې په حقیقت کې د انسان زوی هغه لور ته روان دی چې د هغۀ لپاره ټاکل شوی دی، خو افسوس پرهغه چا چې له هغۀ سره خیانت کوي. ۲۳ بیا هغوی یو له بل څخه په پوښتنو پېل وکړ چې له هغوی څخه به څوک داسې کار کوي.د لويۍ په هکله بحث
۲۴ بیا د هغوی په منځ کې دابحث پېل شو چې په هغوی کي کوم یو لوی دی. ۲۵ نو هغۀ هغوی ته وفرمایل: د غېر یهودیانو پاچایان پرهغوی واکمني کوي او هغه څوک چې پرهغوی واکمني کوي دخلکو خېرخواه ګڼل کېږي، ۲۶ خو تاسو داسې مه اوسېږئ، پتاسو کې تر ټولو مشر باید تر ټولو ځان کشر وګڼي او ستاسو مشر باید ستاسو خادم وي. ۲۷ ځکه کوم یو لوی دی؟ هغه چې دسترخوان ته ناست دی یا هغه څوک چې خدمت کوي؟ آیا هغه لوی نه دی چې دسترخوان ته ناست دی؟ خو بیا هم زه ستاسو په منځ کې د یو خادم په شان یم. ۲۸ تاسو هغه خلک یاست چې زما په آزمېښتونو کې زما سره لاړ وئ. ۲۹ زه تاسو هغې پاچاهۍ ته غوره کوم، کومه چې زما پلار ماته ټاکلې ده ۳۰ ترڅو زما په پاچاهۍ کې تاسو زما له دسترخوان څخه وخورﺉ، وڅښئ او پر تختونو ناست د بني اسرائیلو پر دولسو قبیلو قضاوت وکړﺉ.د پطروس د انکار په هکله پېش بینی
( متی ۲۶: ۳۱-۳۵، مرقس ۱۴: ۲۷-۳۱، یوحنا ۱۳: ۳۶-۳۸)
۳۱ او مالک وفرمایل: شمعونه، شمعونه! دا چې شېطان وغوښتل تاسو د غنمو په څېر غلبیل کړي، ۳۲ خو ما ستا لپاره دعا وکړه چې ایمان دې لمنځه لاړ نشي او کله چې راوګرځې نو خپل وروڼه ځواکمن کړه. ۳۳ خو پطروس هغۀ ته وویل: ای مالکه! زه حاضر یم چې تا سره زندان او مړینې دواړو ته لاړ شم. ۳۴ هغۀ ورته وفرمایل: ای پطروسه! زه تا ته وایم، نن ورځ به چرګ تر هغې بانګ ونه کړي، ترڅو چې ته درې ځلې زما څخه انکار ونکړې چې ته ما نه پېژنې.د سختیو په هکله پېش بینی
۳۵ او هغۀ هغوی ته وفرمایل: کله چې ما تاسو د پیسو له کڅوړې، بکسې او څپلیو پرته ولېږلئ، آیا تاسو کوم شي ته محتاجه شوﺉ؟ هغوی وویل نه. ۳۶ نو هغوی ته یې وفرمایل: خو اوس چې هرڅوک د پیسو کڅوړه لري، هغه دې راواخلي او همدغه راز خپله بکسه هم او که څوک توره نلري نو خپله چپنه دې خرڅه کړي او یوه توره دې واخلي، ۳۷ ځکه تاسو ته وایم چې دا لیکنه باید زما په هکله پوره شي چې هغه په باغیانو کې وشمېرل شو. ځکه زما په هکله چې هرڅه لیکل شوي دي، هغه به پوره شي. ۳۸ هغوی وویل: ګوره مالکه! دا دي دوه توري. هغۀ ورته وفرمایل: دا بس دي.د زیتونو په غرۀ کې دعا
( متی ۲۶: ۳۶-۴۶، مرقس ۱۴: ۳۲-۴۲)
۳۹ او لکه څرنګه چې د هغۀ عادت ؤ نو بهر ووت او د زیتونو غرۀ ته لاړ، نو شاګردان یې هم ورپسې لاړل. ۴۰ او کله چې هغه ځای ته ورسېد نو هغوی ته یې وفرمایل: دعا وکړﺉ چې په آزمېښت کې و نه لوېږﺉ. ۴۱ هغه له هغوی څخه د یو کاڼي د ویشتلو په واټن لري شو، په ګونډو شو، دعا یې وکړه او ویې فرمایل: ۴۲ ای پلاره: که چېرې ستا رضا وي، نو دا پیاله زما څخه لري کړه، خو زما رضا نه، بلکه ستا رضا دې پوره شي. ۴۳ او بیا یوه فرښته له آسمانه راغله چې هغۀ ته ځواک ورکړي ۴۴ او لکه څرنګه چې هغه په پريشانۍ کې ؤ نو نور یې هم په جوش سره دعا وکړه او خوَلې یې د وینې د غټو څاڅکو په څېر پرمځکه توئیدلې. ۴۵ او کله چې له دعا څخه راپورته شو نو خپلو شاګردانو ته راغی او هغوی یې د غم له امله ویده وموندل. ۴۶ بیا یې هغوی ته وفرمایل: ولې ویده یاست؟ پاڅېږﺉ او دعا وکړﺉ، ترڅو په آزمېښت کې و نه لوېږﺉ.د عیسی نیول کېدل
( متی ۲۶: ۴۷-۵۶، مرقس ۱۴: ۴۳-۵۰، یوحنا ۱۸ : ۳-۱۱)
۴۷ او هغۀ لا خبرې کولې چې یوه ډله راغله او له هغو دولسو څخه یو تن چې یهودا نومیده، له نورو څخه رامخکې او عیسی ته نږدې شو، ترڅو هغه ښکل کړي. ۴۸ خو عیسی هغۀ ته وفرمایل: ای یهودا! آیا ته د انسان زوی له ښکلولو سره ورسپارې؟ ۴۹ کله چې د هغې شاو خوا کسانو ولیدل چې څه پېښږي، نو ورته یې وویل: مالکه! آیا په توره یې ووهو؟ ۵۰ له هغوی څخه یو تن د مذهبي مشرانو د مشر پرخادم ګوذار وکړ او د هغۀ ښي غوږ یې پرې کړ، ۵۱ عیسی وفرمایل، همدومره یې بس دی! بیا یې دهغۀ غوږ لمس کړ او روغتیا يي ورکړه. ۵۲ بیا عیسی لوی مذهبي مشرانو، د سپېڅلي کور ساتونکو افسرانو او مشرانو ته چې هغۀ پسې راغلي ؤ وفرمایل: آیا تاسو د غلۀ د نيولو پسې له تورو او کوتکو سره راغلي یاست؟ ۵۳ زه خو هره ورځ تاسو سره په سپېڅلي کور کې وم نو تاسو زما لور ته لاس را اوږد نکړ، خو دا ستاسو وخت او د تیارې واکمني ده.له عیسی څخه د پطروس انکار
( متی ۲۶: ۵۷-۵۸ او ۶۹-۷۵، مرقس ۱۴: ۵۳- ۵۴ او ۶۶-۷۲)
۵۴ بیا یې هغه ونیوه او د مذهبي مشرانو د مشر کور ته یې وېوړ، پطروس له لري ورپسې روان ؤ. ۵۵ هغوی د انګړ په منځ کې اور بل کړ، ګېر چاپېره ترې یو ځای کېناستل او پطروس هم د هغوی په منځ کې کېناست. ۵۶ هغه وخت یوې وینځې چې هغه یې د اور رڼا ته ناست ولید، هغۀ ته یې په دقت سره وکتل او ویې ویل: دا سړی هم له هغۀ سره ؤ. ۵۷ خو هغه منکر شو او ویې ویل: ای ښځې زه هغه نه پېژنم. ۵۸ لږ ځنډ وروسته یو بل هغه ولید او ویې ویل: ته هم له هغوی څخه یې، پطروس وویل: ای سړیه! زه نه یم. ۵۹ نږدې یو ساعت تیر شو یو بل تن په کلکه تصدیق کړه او ویې ویل: په یقین سره دا سړی هم ورسره ؤ ځکه چې گلیلي دی. ۶۰ خو پطروس وویل: ای سړیه! زه نه پوهېږم چې ته څه وايي. په هماغه شېبه کې چې دا یې ویلې، چرګ بانګ ورکړ. ۶۱ مالک مخ ورواړو او پطروس ته یې وکتل. پطروس ته د مالک خبرې وریادې شوې چې هغۀ ته یې کړې وې: مخکې لدې چې چرګ بانګ وکړي، ته به درې ځلې زماڅخه انکار وکړې. ۶۲ پطروس بهر لاړ او سخت یې وژړل.د عیسی سپکاوی
( متی ۲۶: ۶۷-۶۸، مرقس ۱۴: ۶۵)
۶۳ او هغو کسانو چې د عیسی ساتنه کوله، هغه یې ووهلو او د هغۀ سپکاوی یې وکړ، ۶۴ د هغۀ سترګې یې وتړلې، پرمخ یې څپېړې ورکړې او له هغۀ څخه یې پوښتنه کوله، ویل یې: د نبوت له مخې ووایه چې ته چا ووهلې؟ ۶۵ هغوی د هغۀ پر خلاف نور ډېر شیان وویل او سپکاوی یې کول.عیسی د سنهیډرن جرګې په مخ کې
( متی ۲۶: ۵۹-۶۶، مرقس ۱۴: ۵۳- ۶۵، یوحنا ۱۸: ۱۹-۲۴)
۶۶ کله چې ورځ شوه، نو د قام مشران، لوی مذهبي مشران او د شرعې عالمان سره را ټول شول او هغه یې خپلې جرګې ته راوست ۶۷ او ویې ویل: که چېرې ته مسیح یې نو موږ ته ووایه. هغۀ ورته وفرمایل که زه تاسو ته ووایم نو پر ما به باور ونکړﺉ، ۶۸ او که زه درڅخه پوښتنه وکړم، نو ځواب به رانکړﺉ. ۶۹ خو لدې وروسته به د انسان زوی دخدای دځواک ښي لاس ته کیني. ۷۰ هغوی ټولو وویل: نوته د خدای زوی یې؟ هغۀ ورته وفرمایل: تاسو خپله وایاست چې زه یم. ۷۱ هغوی وویل: نور موږ ګواهانو ته څه اړتیا لرو؟ ځکه چې د هغۀ له خپلې ژبې څخه مو واورېدل.د معياري پښتو ژباړه د چاپ حق دی © 2022‑2026 افغان کلیسا. تاسو کولی شئ د شخصي او غیر تجارتي استعمال لپاره ډاونلوډ او توزیع کړئ.