لوقا ۲۳
عیسی د پېلاطوس په دربار کې
( متی ۲۷: ۱-۲، او ۱۱-۱۴، مرقس ۱۵: ۱-۵، یوحنا ۱۸: ۲۸-۳۸)
۱ بیا د هغوی ټوله ډله پاڅېده، هغه یې پېلاطوس ته وېوړ ۲ او پدې ډول یې د هغۀ په تورنولو پېل وکړ، موږ دا سړی موندلی چې ولس یې بېلارې کاوه، خلک قیصر ته له مالیې ورکولو څخه منع کوي او وايي چې خپله مسیح یانې پاچا دی. ۳ پېلاطوس له هغۀ څخه پوښتنه وکړه، ویې ویل: آيا ته د یهودانو پاچا یې؟ هغۀ په ځواب کې ورته وفرمایل: ته وایې. ۴ نو پېلاطوس لوی مذهبي مشرانو او حاضرو خلکو ته وویل چې زه پدې سړي کې هېڅ ډول ګناه نه وینم. ۵ خو هغوی ټينګار کاوه او ویل یې چې هغه ټول قام خوځولی او په ټوله یهودیه کې تعلیم ورکوي، له ګلیل څخه پېل شو او تر دې ځایه راورسېد.عیسی د هیرودیس په دربار کې
۶ کله چې پېلاطوس دا واورېدل، نو پوښتنه یې وکړه، آيا دا سړی ګلیلي دی؟ ۷ کله چې خبر شو چې هغه د هیرودیس تر واک لاندې سیمي پورې اړه لري، نو هغه یې هیرودیس ته ولېږلو چې هغه هم په هغو ورځو کې په اورشلیم کې ؤ. ۸ کله چې هیرودیس عیسی ولید نو ډېر خوشاله شو، ځکه هغه له اوږدې مودې راهیسې غوښتل ترڅو هغه وویني، ځکه چې د هغۀ په هکله یې ډېر څه اورېدلي وو او پدې تمه ؤ چې له هغۀ څخه څه مُعجزه وویني. ۹ بیا هغۀ ورڅخه ډېرې پوښتنې وکړې، خو هغۀ ورته هېڅ ځواب ورنکړ. ۱۰ لوی مذهبي مشران او د شرعې عالمان ودرېدل او په عیسی یې سخت توروڼه ولږول. ۱۱ بیا هیرودیس او د هغۀ عسکرو د هغۀ سپکاوی وکړ، ملنډې یې ورپورې ووهلې، یوه ځلیدونکي چپنه یې ورواغوسته او بېرته یې پېلاطوس ته ورولېږلو. ۱۲ په هماغه ورځ هیرودیس او پېلاطوس یو له بل سره دوستان شول، ځکه چې لدې وړاندې د هغوی دواړو ترمنځ دښمني وه.د عیسی د مړینې فېصله
(متی ۲۷: ۱۵-۲۶، مرقس ۱۵: ۶-۱۵، یوحنا ۱۸: ۳۹ - ۱۹: ۱۶)
۱۳ بیاپیلاطوس لوی مذهبي مشران،حاکمان اوخلک راوغوښتل ۱۴ او هغوی ته یې وویل: تاسو دا سړی ماته د هغه چا په صفت راوستی چې خلک بېلارې کوي، خو وګورﺉ چې اوس ما هغه ستاسو په مخکې وآزمایۀ او په هغۀ کې مې هغه جرم و نه موندکوم چې تاسوپرې تورلګولی دی ۱۵ اونه هم هیرودیس، ځکه چې هغه یې بېرته موږ ته راولېږه او دا چې هېڅ داسې کار یې ندی کړی، ترڅو دهغۀ د مړینې لامل وګرځي. ۱۶ نو هغۀ ته به سزا ورکړم او آزاد به یې کړم، ۱۷ ځکه هغۀ ته ضروري وه، چې هر اختر کې یو بندي هغوی ته آزاد کړي. ۱۸ ټولو په لوړ غږ سره وویل: دا سړی لمنځه یوسه او موږ ته باراباس آزاد کړه. ۱۹ او هغه یو سړی ؤ چې په ښار کې د یو بغاوت او وژنې په تور زندان ته اچول شوی ؤ. ۲۰ پېلاطوس چې غوښتل یې عیسی آزاد کړي، یو ځل بیا هغوی ته وویل. ۲۱ خو هغوی چیغې کړې اوویې ویل: په صلیب یې وخېژوه، په صلیب یې وخېژوه! ۲۲ د دریم ځل لپاره یې هغوی ته وویل: ولې، څه ګناه یې کړي ده؟ ما په هغۀ کې د هغۀ د وژلو هېڅ جرم و نه موند، نو هغۀ ته سزا ورکوم او پرېږدم یې چې لاړ شي. ۲۳ خو هغوی په لوړ غږ سره ټينګار کاوه او غوښتل یې چې هغه بايد په صلیب وخېژول شي او د هغوی نارې غالبه شوې. ۲۴ نو پېلاطوس د هغوی د خوښې فېصله وکړه. ۲۵ او هغه غوښتل شوی سړی یې پرېښود کوم چې د بغاوت او وژنې په جرم زندان ته غورځول شوی ؤ، خو عیسی یې د هغوی خوښې ته وسپاره.پاچا پر صلیب
( متی ۲۷: ۳۲-۴۴، مرقس ۱۵: ۲۱-۳۲، یوحنا ۱۹: ۱۷-۲۷)
۲۶ او کله چې یې هغه وېوړ، نوهغوی شمعون قیرواني ونیوه چې له کلي څخه راروان ؤ او صلیب یې ورته په اوږه کړ او هغه یې صلیب پر اوږه د عیسی پسې روان کړ. ۲۷ او ګڼ شمېرخلک ورپسې وو چې په هغوی کې ښځې هم وې چې ځانونه یې وهل او پرهغۀ یې ویر کاوه ۲۸ عیسی هغوی ته مخ کړ او ویې فرمایل: ای د اورشلیم لوڼو! زما لپاره مه ژاړئ، خودخپل ځان او اولادلپاره وژاړئ ۲۹ ځکه داسې ورځې راتلونکې دي چې هغوی به ووایِي: بختورې دي هغه شنډې ښځې او هغه رحِمونه چې اولاد یې ندی زېږولی او هغه سینې چې شيده یې ندي ورکړي ۳۰ او هغه وخت به هغوی غرونو ته ووايي: په موږ راولوېږﺉ او غونډيو ته به ووایي چې موږ پټ کړﺉ. ۳۱ ځکه که چېرې هغوی دا کارونه له لوند لرګې سره وکړل، نوله وچې سره به څه وکړي؟ ۳۲ همدغه راز دوه نور مجرمان یې هم روان کړي ؤ، ترڅو له هغۀ سره پر صلیب شي. ۳۳ کله چې هغوی کوپړي نومې ځای ته ورسېدل، هغه یې هلته پر صلیب وخېژاوه او هغه دوه مجرمان یې هم ورسره وخېژول، یو د هغۀ ښي او بل کیڼ لورته. ۳۴ او عیسی وفرمایل: ای پلاره! دوی وبخښه، ځکه دوی نه پوهېږي چې څه کوي. عسکرو د هغۀ پرجامو پچه واچوله اوپه خپلو منځو کې یې سره وویشلې. ۳۵ خلک د نندارې لپاره ولاړ وو او چارواکو په ملنډو سره ویل: نور يي ژغورل، که چېرې داسړی د خدای غوره شوی مسیح وي، نو اوس دې خپل ځان وژغوري. ۳۶ عسکرو هم هغۀ پورې ملنډې وکړې، خواته یې نږدې شول، سرکه یې ورته وړاندې کړه، ۳۷ او ویل یې: که ته د یهودو پاچا یې، نو خپل ځان وژغوره. ۳۸ د هغۀ د سر لپاسه یوه لوحه لګول شوې وه چې پرې لیکل شوي وو: دا د یهودو پاچا دی ۳۹ او یو له هغو دوو مجرمانو څخه چې له هغۀ سره ځړول شوي وو، په پېغور هغۀ ته وویل: که چېرې ته مسیح یې، نو بیا خپل ځان او موږ وژغوره. ۴۰ خو هغه بل هغه ورټلو او ورته یې وویل: آیا ته له خدايه نه وېرېږې؟ ځکه چې ته هم په همدې حکم محکوم یې. ۴۱ او موږ په انصاف سره، ځکه چې موږ د خپلو کړو سزا موندلې ده، خو دغه سړي هېڅ غلط کار ندی کړی ۴۲ نو عیسی ته یې وویل، ای مالکه! کله چې خپلې پاچاهۍ ته ورسېږې، نو ما په یاد ساته، ۴۳ عیسی هغۀ ته وفرمایل: په یقین سره تا ته وایم، ته به نن زما سره په جنت کې اوسې.د عیسی مړینه
(متی ۲۷: ۴۵-۵۶، مرقس ۱۵: ۳۳-۴۱، یوحنا ۱۹: ۲۸-۳۰)
۴۴ د غرمې وخت ؤ او په ټوله مځکه تیاره خپره شوه او د ماسپښین تر دریو بجو پورې تیاره وه ۴۵ د لمر رڼا پټه شوه او د سپېڅلي کور پرده دوه ټوټې شوه. ۴۶ عیسی په زوره چیغه ووهله او ویې ویل: ای پلاره! زه خپل روح ستا لاسونو ته سپارم، دا یې وفرمایل او ساه یې ورکړه. ۴۷ کله چې د ده په ساتنه ګمارل شوی افسر دا هرڅه ولیدل، نو دخدای ستاينه یې وکړه او ویې ویل: بېشکه دا سړی رېښتینی ؤ. ۴۸ هغه خلک چې دې نندارې ته راټول شوي وو کله چې یې دا پېښې ولیدلې، نو خپلې سینې یې وهلې او بېرته ستانه شول. ۴۹ د هغۀ ټول پېژندګلو او هغه ښځې چې له ګلیل څخه ورپسې راغلې وې، په لري واټن کې ولاړې وې او دا هر څه یې لیدل.د عیسی تدفین
(متی ۲۷: ۵۷-۶۱، مرقس ۱۵: ۴۲-۴۷، یوحنا ۱۹: ۳۸-۴۲)
۵۰ هلته د یوسف په نوم یو سړی چې د جرګې غړی او یو نیک او رېښتینی سړی ؤ ۵۱ هغۀ د جرګې له پریکړې او کردار سره هوکړه نه درلوده. هغه د یهودانو د ارمتیې نومې ښار څخه ؤ او د خدای د پاچاهۍ په انتظار ؤ. ۵۲ هغه پېلاطوس ته ورغی او د عیسی مړی یې ترې وغوښت. ۵۳ بیا یې هغه راکوز کړ، په کتان کې یې راتاو کړ او په ګټ کې کیندل شوی قبر کې یې کېښود، چې لدې وړاندې په کې بل څوک نه ؤ اېښودل شوی. ۵۴ دا د تیارۍ ورځ وه او سبا د خالي ورځ راتلونکی وه. ۵۵ او هغه ښځې چې د هغۀ پسې له گلیل څخه راغلې وې، ورپسې لاړې، قبر او د هغۀ د کېښودو څرنګوالی یې ولید. ۵۶ نو بیا ستانه شول، حنوط او خوشبویه تیل یې تیار کړل او د شریعت د حکم په اساس یې د خالي په ورځ آرام وکړ.د معياري پښتو ژباړه د چاپ حق دی © 2022‑2026 افغان کلیسا. تاسو کولی شئ د شخصي او غیر تجارتي استعمال لپاره ډاونلوډ او توزیع کړئ.