لوقا ۲۴
د عیسی بیا راژوندي کېدل
( متی ۲۸: ۱-۱۰، مرقس ۱۶: ۱- ۸، یوحنا ۲۰: ۱-۱۰)
۱ د اونۍ په لومړۍ ورځ، سهار د وخته یې هغه تیاره کړي خوشبویي حنوط له ځانه سره واخیسته او قبر ته راغلې. ۲ خو ګټ د قبر له خُلې څخه رغړول شوی ولید. ۳ خو کله چې دننه ورغلې نو د مالک عیسی مړی یې و نه موندلو ۴ او هغوی لا حېرانې ولاړې وې چې ناڅاپه دوه سړي په ځليدونکوجامو کې د هغوی ترڅنګ ودرېدل، ۵ کله چې هغوی ووېرېدلې او خپل سرونه یې مځکې ته ټيټ کړي ؤ، نو هغو سړو ورته وویل: ولې ژوندي د مړو په منځ کې لټوﺉ؟ ۶ هغه دلته نشته بلکې پاڅېدلی دی، هغه څه چې یې په ګلیل کې تاسو ته ویلي ؤ، هغه رایاد کړﺉ، ۷ چې ویل یې: ضرورې ده چې د انسان زوی به دګنهګارو خلکو لاسونو ته وسپارل شي، په صلیب به وخېژول شي او په دریمه ورځ به بیا راپورته شي. ۸ نو د هغۀ خبرې یې رایادې کړې. ۹ بیا له قبره راستنې شوې، هغه یوولس رسولان او نور ټول یې لدې ټولو کارونو څخه خبر کړل. ۱۰ داخبرې مریمې مجدلیې، یونا، مریمې د یعقوب مور او نورې چې ورسره وې، رسولانو ته وکړې. ۱۱ خو د هغوی خبرې ورته عبث ښکاره شوې او پر هغوی یې باور ونکړ، ۱۲ خو پطروس پاڅېد، د قبر لور ته یې منډه کړه، ورکوز شو او له کفن پرته یې نور هېڅ هم و نه لیدل او له رامنځته شوې پېښې څخه حېران بېرته ستون شو.عماؤس ته په لار
( مرقس ۱۶: ۱۲-۱۳)
۱۳ په هماغه ورځ له هغوی څخه دوه تنه د عماؤس نومې کلي ته چې له اورشلیم څخه اووه میله لري دی روان ؤ ۱۴ او یو له بل سره یې د دې ټولو رامنځته شوو پېښو په تړاو خبرې کولې. ۱۵ او کله چې دوی په بحث او خبرو بوخت ؤ، ناڅاپه خپله عیسی ورنږدې شو او له هغوی سره روان شو، ۱۶ خو د هغوی په سترګو پرده واچول شوه ترڅو هغه ونه پېژني. ۱۷ هغۀ ورته وفرمایل: په لار کې د تللو پر وخت ستاسو د بحث موضوع څه وه؟ هغوی پداسې حال کې چې غمژن ؤ ودرېدل. ۱۸ یو یې چې کلیوپاس نومیده په ځواب کې ورته وویل: ګواکې په اورشلیم کې له سیلانیانو څخه یوازې ته یې چې د وروستیو ورځو له رامنځته شوو پېښوڅخه خبر نه یې؟ ۱۹ هغوی ته یې وفرمایل: څه خبره شوې ده؟ هغوی ورته وویل: د عیسی ناصري په هکله، چې هغه د خدای او ټولو خلکو په وړاندې په وېنا او عمل کې ځواکمن نبي ؤ ۲۰ او دا چې څه ډول لوی مذهبي مشرانو او حاکمانو هغه په مړینې محکوم کړ او پرصلیب یې وخېژاوه. ۲۱ خو موږ هیله من ؤ چې همدی به اسرائیلو ته ژغورنه ورکړي. پر دې ټولو سر بېره نن د دې پېښې د رامنځته کېدو دریمه ورځ ده. ۲۲ او زموږ ځینو ښځو موږ حېران کړي یو، ځکه کله چې نن سهار وختي هغوی قبر ته تللې وې، ۲۳ خو د هغۀ مړی یې ونه موند، هغوی راستنې شوې او ویې ویل چې په رؤیا کې یې فرښتې ولیدلې چې ویل یې، هغه راژوندی شوی دی. ۲۴ بیاځینې خلک چې زموږ سره وو، قبر ته لاړل او څه چې ښځو ویلي ؤ، ویې لیدل خوهغه یې و نه لید. ۲۵ بیا یې هغوی ته وفرمایل: ای ناپوهانو او د انبیاؤ د وېناو په منلو کې د ناراستو زړونو لرونکو! ۲۶ آیا ضروري نه وو چې مسیح دا کړاوونه وویني او خپل جلال ته ورسېږي؟ ۲۷ بیا یې له موسی او ټولو انبیاؤ څخه پېل وکړ او په هره برخه کې یې هغه خبرې تشریح کړې کومې چې په صحیفو کې راغلې وې. ۲۸ کله چې هغوی هغې کلي ته نږدې شول، کوم ته چې ورروان ؤ، نو هغۀ داسې ښکاره کړه چې ګوندې نور هم مخکې روان دی ۲۹ خو هغوی ټینګار وکړ او ویې ویل: زموږ سره پاتې شه، ځکه چې ماښام نږدې دی او ورځ هم پای ته رسېدلې، نو دننه شو او له هغوی سره پاتې شو. ۳۰ او کله چې له هغوی سره دخوراک لپاره کېناست، ډوډۍ یې را واخیسته، برکت یې ورکړ، ماته یې کړه او هغوی ته یې ورکړه. ۳۱ ناڅاپه د هغوی سترګې خلاصې شوې او هغه یې وپېژانده، خو هغه د هغوی له نظر څخه پناه شو. ۳۲ هغوی یو بل ته وویل: کله چې په لارکې هغۀ زموږ سره خبرې کولې او د صحیفو تفسیر یې کاوه، آیا زموږ زړونو لمبې نه کولې؟ ۳۳ او هماغه وخت پاڅېدل، اورشلیم ته ستانه شول، هلته یې یوولس شاګردان او نور خلک ورسره ومندل. ۳۴ او ویل یې، په حقیقت کې مالک راژوندی شوی او شمعون ته ښکاره شوی دی. ۳۵ هغو د لارې پېښې بیان کړې او هم دا چې څه ډول یې د ډوډۍ ماتولو پر مهال هغه پېژندلی ؤ.عیسی خپلو شاګردانو ته ځان ښکاره کوي
( متی ۲۸: ۱۶-۲۰، مرقس ۱۶: ۱۴-۱۸، یوحنا ۲۰: ۱۹-۲۳، اعمالو ۱: ۶ - ۸)
۳۶ هغوی لا د دې پېښو په هکله خبرې کولې، چې ناڅاپه عیسی د هغوی په منځ کې ودرېد او هغوی ته یې وویل: پر تاسو دې سلامتي وي. ۳۷ هغوی وبوږنېدل، ووېرېدل او ګمان یې وکړ چې کوم پېری ګوري. ۳۸ خو هغوی ته یې وفرمایل: ولې وارخطا شوﺉ؟ او د څه لپاره ستاسو په زړونو کې وسوسې پېدا کېږي؟ ۳۹ زما لاسونه او پښې وګورﺉ، چې زه خپله يم، پر ما لاس کېږدﺉ او وګورﺉ، ځکه چې پېری غوښه او هډوکي نلري خوتاسو وینئ چې زه یې لرم. ۴۰ کله یې چې دا وفرمایل، نو خپل لاسونه او پښې یې هغوی ته وښودل. ۴۱ لا تر اوسه هغوی د خوښۍ په موخه باور نه ؤ کړي او حېران پاتي ؤ، چې ورته یې وفرمایل: آيا دلته د خوراک لپاره څه لرﺉ؟ ۴۲ هغوی ورته یوه ټوټه وریت شوی کب کېښود، ۴۳ نو هغه یې واخیست او د هغوی په مخ کې یې وخوړلو. ۴۴ بیا یې هغوی ته وفرمایل: دا زما هغه خبرې دي کله چې زه لتاسو سره وم او تاسو ته به مې ویلې: هغه څه چې د موسی په تورات، د انبیاؤ په صحیفو او زبور کې زما په هکله لیکل شوي دي باید پوره شي. ۴۵ بیا یې د هغوی ذهنونه روښانه کړل ترڅو د صحیفو په لیکنو پوه شي ۴۶ او هغوی ته یې وفرمایل: او په همدې لیکل شوي چې مسیح به کړاو وزغمي او په دریمه ورځ به له مړو څخه راپورته شي. ۴۷ او د هغۀ په نوم به ټولو قامونو ته د توبې او له ګناه څخه د بخښنې پېغام اعلان شي چې د هغې پېل به له اورشلیم څخه وي. ۴۸ او تاسو پردې ټولو شیانو ګواهان یاستئ. ۴۹ او دا وګورﺉ چې زه د خپل پلار ژمنه تاسو ته درلېږم، خو تاسو ترهغې پدې ښار کې پاتې شئ، ترڅو له لوړ ځواک څخه برخمن شئ.آسمان ته ختل
( مرقس ۱۶: ۱۹-۲۰، اعمالو ۱: ۹-۱۱)
۵۰ او هغوی یې له ښار څخه بهر تر بیتعنیا پورې بوتلل، خپل لاسونه یې پورته کړل او هغوی ته یې برکت ورکړ. ۵۱ او پداسې حال کې چې هغوی ته یې برکت ورکاوه له هغوی څخه بېل شو او د آسمان لور ته وېوړل شو. ۵۲ هغوی د هغۀ عبادت وکړ او په ډېرې خوشالۍ د اورشلیم لورته ستانه شول، ۵۳ په پرله پسې توګه په سپېڅلي کور کې وو او د خدای ستاينه یې کوله.د معياري پښتو ژباړه د چاپ حق دی © 2022‑2026 افغان کلیسا. تاسو کولی شئ د شخصي او غیر تجارتي استعمال لپاره ډاونلوډ او توزیع کړئ.