بائبل Bible
Pashton Bible

یوحنا ۱

کلام جسم شو

۱ په ازل کې کلام ؤ او کلام د خدای سره ؤ او کلام خدای ؤ  ۲ او هغه په ازل کې د خدای سره ؤ.  ۳ هرڅه د هغۀ پواسطه پېدا شول او هېڅ شی له هغۀ پرته پېدا نه شو  ۴ په هغۀ کې ژوندون ؤ او ژوندون د انسانانو رڼا وه.  ۵ رڼا په تیاره کې ځلېږي او تیاره پرهغې برلاسې نشوه.  ۶ یو سړی د خدای له لوري راولېږل شو او دهغۀ نوم یحیی ؤ  ۷ هغه د ګواهۍ لپاره راغی ترڅو د رڼا ګواهي ورکړي او ټول خلک پرهغۀ ایمان راوړي  ۸ هغه خپله رڼا نه ؤ، بلکې راغی ترڅو پرهغې رڼا ګواهي ورکړي  ۹ او هغه حقیقي رڼا چې ټولو ته روښنایي ورکوي نړۍ ته راتلونکې وه  ۱۰ هغه په نړۍ کې ؤ او نړۍ د هغۀ پواسطه پېدا شوه، خو نړۍ هغه ونه پېژانده.  ۱۱ هغه خپل ځای ته راغی، خو د هغۀ خپلو خلکو هغه ونه منلو  ۱۲ خو کومو خلکو چې هغه ومنلو او د هغۀ په نوم یې ایمان راوړ، هغوی ته یې حق ورکړ ترڅو د خدای بچیان شي  ۱۳ ځکه هغوی نه له وینې، نه له جسماني غوښتنې او نه د انسان په رضا، بلکې له خدای څخه پېدا شول.  ۱۴ نو کلام جسم شو او زموږ په منځ کې مېشت شو، هغه له جلال او ریښتینولۍ څخه ډک ؤ او موږ د هغۀ جلال ولید، هغه جلال چې د پلار د یواځیني زوی لایق دی  ۱۵ یحیی پرهغۀ ګواهي ورکړه او نارې یې وهلې چې، دا هغه څوک دی چې ما به د هغۀ په هکله ویل چې زما څخه وروسته به راځي خو زما څخه به لومړی شي، ځکه زما څخه وړاندې یې شتون درلود  ۱۶ د هغۀ له ډکون څخه موږ ټول برخمن شو، دفېض لپاسه فېض  ۱۷ ځکه چې شریعت د موسی پواسطه ورکړل شو، خو فېض او حقیقت دعیسی مسیح پواسطه راغلل.  ۱۸ خدای هېڅکله هېچا هم ندی لیدلی خو د خدای یواځیني زوی چې له ټولو نه پلار ته نږدې دی د پلار په څنګ کې دی، هغۀ موږ ته راوپېژانده. 

د یحیی ګواهي

( متی ۳ : ۱-۱۲، مرقس ۱: ۱-۸ او لوقا ۳: ۱-۱۸ )

۱۹ او دا د یحیی ګواهي ده، کله چې یهودو له اورشلیم څخه مذهبي مشران او لاویان ورولېږل، ترڅو له هغۀ څخه پوښتنه وکړي چې ته څوک یې  ۲۰ نو هغۀ اعتراف وکړ او انکار یې ونکړ، هغۀ اقرار وکړ چې زه مسیح نه یم  ۲۱ او هغوی له هغۀ څخه پوښتنه وکړه چې بیا ته څوک یې، آیا ته الیاس یې؟ نو هغۀ وویل: زه هغه نه یم، آیا ته هغه نبي یې چې موږ یې په تمه یو؟ ویې ویل، نه  ۲۲ بیا یې هغۀ ته وویل، نو ته څوک یې، ترڅو موږ هغو خلکو ته ځواب ولرو چا چې موږ رالېږلي یو او ته د ځان په هکله څه وايې؟  ۲۳ نو ويې وویل، زه په دښته کې د هغه نارې وهونکي ناره یم چې وایي: د خدای لاره نېغه کړئ، لکه چې اشعیا نبي ویلي وو  ۲۴ نو قاصدان چې فریسیان وو  ۲۵ له هغۀ څخه يې پوښتنه وکړه: که چېرې ته نه مسیح، نه الیاس او نه نبي یې نو بیا ولې تعمید ورکوې؟  ۲۶ یحیی هغوی ته ځواب ورکړ، زه تاسو ته په اوبو تعمید درکوم، خو ستاسو په منځ کې داسې څوک ولاړ دی چې تاسو هغه نه پېژنئ  ۲۷ هغه چې زما څخه وروسته راځي حتی زه د دې لیاقت نلرم ترڅو د هغۀ د څپلیو بندونه پرانیزم.  ۲۸ او دا پېښه په بېت‌عنیا کې، چې د اردن بلې غاړې ته دی او یحیی به خلکو ته تعمید ورکاوه رامنځ ته شوه. 

د خدای ګډوری

۲۹ او د هغې ورځې په سبا کله چې یحیی ولیدل چې عیسی د هغۀ لور ته راروان دی نو هغۀ وویل: وګورئ! دا د خدای ګډوری دی چې د نړۍ ګناه پورته کوي  ۳۰ او دا هغه څوک دی چې ما به د هغۀ په هکله ویل چې زما څخه وروسته به یو کس راځي، چې د هغۀ رتبه زما څخه لوړه ده ځکه چې زما څخه وړاندې یې شتون درلود  ۳۱ ما هغه نه پېژانده، خو زه راغلم او په اوبو تعمید ورکوم ترڅو هغه بني اسرائیلو ته وروپېژنم.  ۳۲ یحیی خپلې ګواهۍ ته ادامه ورکړه او ويې ویل: ما د خدای روح د یوې کوترې په څېر ولید چې له آسمانه راکوز شو او پر هغۀ یې ځای ونیو  ۳۳ ما هغه نه پېژانده، خو چا چې زه رالېږلی یم ترڅو په اوبو سره تعمید ورکړم، هغۀ ماته وفرمایل: هرکله چې ووینې چې روح پرچا نازل شي او پرهغۀ ځای ونیسي، نو هغه به په سپېڅلي روح سره تعمید ورکوي  ۳۴ نو ما ولیدل او ګواهي ورکوم چې دا د خدای زوی دی. 

د عیسی لومړني شاګردان

۳۵ او بله ورځ هم یحیی له خپلو دوو تنو شاګردانو سره ولاړ ؤ  ۳۶ چې عیسی د هغۀ له څنګه تېریده، نو یحیی د هغۀ لور ته وکتل او ویې ویل: وګورئ! دا د خدای پسۀ دی  ۳۷ او کله چې هغو دوو شاګردانو د هغۀ خبره واورېدله، نو د هغۀ پسې روان شول.  ۳۸ کله چې عیسی شاته وکتل نو ویې لیدل چې هغه دوه تنه د هغۀ پسې روان وو، نو هغوی ته یې وفرمایل: تاسو د څه شي لټون کوئ؟ هغوی وویل، ربّي، یانې ای استاذه! ته چېرې اوسېږې؟  ۳۹ نو عیسی ځواب ورکړ، راشئ او وګورئ، نو هغوی راغلل او ویې لیدل چې هغه چېرې اوسېږي او هغه ورځ یې له هغۀ سره تېره کړه، ځکه چې د مازدیګر څلور بجې وې.  ۴۰ او له هغو دوو څخه یو تن چې د یحیی د خبرو له اورېدلو وروسته عیسی پسې لاړ، د شمعون پطروس ورور اندریاس ؤ  ۴۱ هغه تر ټولو د مخه شمعون وموند او ورته یې وویل: موږ مسیح یانې مسح شوی موندلی دی.  ۴۲ او کله یې چې هغه عیسی ته راوست نو عیسی هغۀ ته وکتل او ورته یې وفرمایل: ته د یوحنا زوی شمعون یې، چې تر دې وروسته به کیپاس یانې پطروس وبلل شې.  ۴۳ او کله چې سبا عیسی غوښتل ګلیل ته لاړ شي نو فیلیپوس یې وموند او هغۀ ته یې وفرمایل چې زما پسې راشه  ۴۴ او فیلیپوس هم د اندریاس او پطروس دښار بېت‌صېدا اوسېدونکی ؤ.  ۴۵ فیلیپوس نتنائیل پېدا کړ او ورته یې وویل: هغه کس چې موسی په شریعت کې او انبیاو د هغۀ یادونه کړې موږ هغه موندلی دی، هغه د ناصري یوسف زوی عیسی دی  ۴۶ نتنائیل هغۀ ته وویل: آیا کېدای شي چې په ناصریه کې هم ښه شی پېدا شي؟ نو فیلیپوس هغۀ ته وویل: راشه او وګوره!  ۴۷ او کله چې عیسی نتنائیل ولید چې د هغۀ لور ته راروان دی نو ویې فرمایل: دا یو رېښتینی اسرائیلي دی چې پده کې هېڅ ډول ټګي نشته.  ۴۸ نتنائیل هغۀ ته وویل: ما څنګه پېژنې؟ نو عیسی ورته په ځواب کې وفرمایل: وړاندې لدې چې فیلیپوس تا راوبلي، کله چې ته د اینځر د ونې لاندې وې نو ما ولیدلې  ۴۹ نو نتنائیل ځواب ورکړ: استاذه! ته د خدای زوی يې، ته د اسرائیلو پاچا یې  ۵۰ عیسی ورته وفرمایل: آیا دا چې تاته مې وویل چې ته مې د اینځر د ونې لاندې ولیدې، نو تا ایمان راوړ؟ لدې وروسته به تر دې هم لوی شیان ووینې.  ۵۱ بیا هغۀ وفرمایل: تاسو ته په یقین سره وایم چې آسمان به پرانېستی ووینئ او د خدای فرښتې به په داسې حال کې ووینئ چې د انسان د زوی په وړاندې پورته او ښکته کېږي.  

د معياري پښتو ژباړه د چاپ حق دی © 2022‑2026 افغان کلیسا. تاسو کولی شئ د شخصي او غیر تجارتي استعمال لپاره ډاونلوډ او توزیع کړئ.