بائبل Bible
Pashton Bible

یوحنا ۲

د ګلیل په قانا کې واده

۱ او په دریمه ورځ د ګلیل په قانا کې واده ؤ او د عیسی مور هم هلته وه،  ۲ عیسی او د هغۀ شاګردان هم واده ته بلل شوي وو.  ۳ او کله چې د هغوی شراب ختم شول نو د عیسی مور هغۀ ته وویل: هغوی نور شراب نلري  ۴ نو عیسی هغې ته وفرمایل: مورې! دا نو زما پورې څه اړه لري؟ زما وخت لا تراوسه ندی رارسېدلی.  ۵ خو مور یې خادمانو ته وویل: هغه چې تاسو ته څه وايي هماغه شان وکړئ.  ۶ او هلته د اوبو شپږ سنګي چاټۍ ایښې وې چې په هره یوه کې د شلو څخه تر دیرشو ګیلنو ګنجایش ؤ چې د یهودو د پاکېدو په مراسموکې ترې کار اخیستل کېده.  ۷ نو عیسی خادمانو ته وفرمایل چې، چاټۍ له اوبو ډکې کړئ او هغوی ترخُلې ډکې کړې.  ۸ بیا هغوی ته یې وفرمایل: اوس لږ څه ترې واخلئ او د محفل مشر ته یې یوسئ، نو هغوی یوړل  ۹ او کله چې د محفل مشر هغه اوبه چې اوس په شرابو بدلې شوې وې وڅښلې او هغۀ ته مالومه نه وه چې له کومه ځایه یې راوړي دي، خو خادمان چې چاټۍ له اوبو ډکې کړې وې په هرڅه پوهېدل،  ۱۰ نو د محفل مشر د واده ځوان ته وویل: ټول خلک ښه شراب لومړی ورکوي او کله چې خلک نېشه شي نو بیا کمزوري ورکوي خو تا ښه شراب تراوسه ساتلي دي  ۱۱ او دا د عیسی لومړۍ مُعجزه وه چې د ګلیل په قانا کې یې وکړه، خپل جلال یې ښکاره کړ اوشاګردانو یې پرې ایمان راوړ.  ۱۲ لدې وروسته هغه له خپلې مور، وروڼو او شاګردانو سره کښته کپرناحوم ته لاړ او هلته څو ورځې پاتې شو. 

د سپېڅلي کور پاکول

( متی ۲۱: ۱۲-۱۳، مرقس ۱۱: ۱۵ - ۱۷ او لوقا ۱۹: ۴۵-۴۶ )

۱۳ او لکه څرنګه چې د یهودو د فسحې اختر نږدې ؤ نو عیسی اورشلیم ته لاړ  ۱۴ او هغۀ په سپېڅلي کور کې هغه خلک ولیدل چې غوایان، پسونه او کوترې یې پلورلې اوصرافان هلته ناست وو  ۱۵ نو له پړي څخه یې قمچینه جوړه کړه او ټول يې له سپېڅلي کورڅخه بهر وشړل، پسونه، غوایان، هرڅه او د صرافانو سیکې یې وشیندلې او د هغوی میزونه یې نسکور کړل  ۱۶ او کوترو خرڅونکو ته یې وفرمایل: دا لدې ځایه بهر کړئ او زما د پلار له کور څخه د خرڅلاو خونه مه جوړوئ.  ۱۷ نو هغه وخت شاګردانو ته وریاد شول چې لیکل شوي دي: ستا د کور غیرت په ما اور بل کړی دی.  ۱۸ نو یهودو هغۀ ته وویل: آیاکومه مُعجزه ښایې ترڅو ثابته کړي چې ته حق لرې دا کارونه وکړې؟  ۱۹ عیسی هغوی ته په ځواب کې وفرمایل: دا سپېڅلی کور وران کړئ، نو زه به یې بیا په درې ورځو کې بېرته ودان کړم.  ۲۰ یهودو وویل: دا سپېڅلی کور په شپږڅلوېښتو کلونو کې جوړ شوی دی او ته یې راته په درې ورځو کې جوړوې؟  ۲۱ خو هغۀ د خپل بدن د سپېڅلي کور په هکله خبره کوله.  ۲۲ او کله چې له مړو څخه راپورته شو نو شاګردانو ته یې وریاد شول چې دا یې هغوی ته ویلي ؤ، نو په لیکنو او د عیسی په وېناو یې یقین راغی. 

عیسی ټول خلک پېژني

۲۳ او په هغو ورځو کې چې عیسی د فسحې د اختر لپاره په اورشلیم کې ؤ، نو ډېرو خلکو چې د هغۀ مُعجزې ولیدلې او پر هغۀ یې ایمان راوړ  ۲۴ خو عیسی پر هغوی اعتماد ونکړ، ځکه چې هغۀ ټول ښه پېژندل  ۲۵ او هغۀ اړتیا نه درلوده ترڅو څوک ورته د انسان په هکله ګواهي ورکړي، ځکه هغه ښه پوهېده چې د انسان په باطن کې څه شی دي. 

د معياري پښتو ژباړه د چاپ حق دی © 2022‑2026 افغان کلیسا. تاسو کولی شئ د شخصي او غیر تجارتي استعمال لپاره ډاونلوډ او توزیع کړئ.