بائبل Bible
Pashton Bible

یوحنا ۳

عیسی او نیقودیموس

۱ او له فریسیانو څخه یوتن چې نیقودیموس نومېده او د یهودو مشر ؤ  ۲ د شپې عیسی ته راغی او هغۀ ته یې وویل: استاذه! موږ پوهېږو چې ته هغه ښوونکی یې چې د خدای له لوري راغلی یې، ځکه هېڅوک نشي کولای چې ستا پشان مُعجزې وکړي، خو هغه څوک چې خدای له هغۀ سره وي.  ۳ نو عیسی ځواب ورکړ، په یقین سره تاته وایم، ترڅو چې سړی دویم ځلي پېدا نشي نو نشي کولای چې د خدای پاچاهي وویني.  ۴ نو نیقودیموس هغۀ ته وویل، څنګه کېدای شي چې یو سړی بوډا شي او بیا دویم ځلي پېداشي؟ آیا کېدای شي چې هغه دمور ګېډې ته ننوځي او بیا وزېږېږي؟  ۵ عیسی ځواب ورکړ: په یقین سره تاته وایم، ترڅو چې یو سړی له اوبو او سپېڅلي روح څخه پېدا نشي نو هېڅکله به د خدای پاچاهۍ ته داخل نشي.  ۶ هغه چې له جسم څخه پېدا کېږي جسم دی او هغه چې له سپېڅلي روح څخه پېدا کېږي روح دی،  ۷ نو ما چې تاته څه وویل، په هغې مه حېرانېږه چې تاسو باید دویم ځلې وزېږېږئ.  ۸ باد هر لور ته لګېږي، ته یې غږ هم اورې خو پدې نپوهېږې چې له کومه ځایه راځي او کوم لور ته ځي، نو هرڅوک چې له سپېڅلي روح څخه وزېږېږي هغه هم همداسې وي.  ۹ نیقودیموس هغۀ ته وویل: څنګه امکان لري چې داسې یو کار وشي؟  ۱۰ نو عیسی هغۀ ته ځواب ورکړ: آیا ته چې د یهودو ښوونکی یې تر اوسه په دې شیانو نپوهېږې؟  ۱۱ په یقین سره تاته وایم، موږ هغه څه وایو چې پرې پوهېږو او هغه څه مو چې لیدلي د هغې ګواهي ورکوو، خو تاسو زموږ ګواهي نه منئ.  ۱۲ کله چې زه د مځکنیو چارو په هکله خبرې کوم تاسو یې نه منئ، نو که چېرې د آسماني چارو په هکله وغږېږم نو تاسو به یې څنګه ومنئ؟  ۱۳ او هېڅوک پورته آسمان ته ندی ختلی، خو هغه څوک چې له آسمانه راکوز شو، یانې د انسان زوی.  ۱۴ او لکه څرنګه چې موسی په دښته کې مار پورته کړ، نو همدغه شان باید د انسان زوی هم پورته کړای شي  ۱۵ ترڅو هرڅوک چې پرهغۀ ایمان راوړي نو تلپاتې ژوندون ومومي  ۱۶ ځکه خدای له نړۍ سره دومره مینه وکړه چې خپل یواځینی زوی یې ورکړ ترڅو هرڅوک چې پر هغۀ ایمان راوړي نو هلاک نشي، بلکې تلپاتې ژوندون ومومي.  ۱۷ ځکه خدای خپل زوی د دې لپاره نړۍ ته ندی رالېږلی ترڅو د خلکو قضاوت وکړي، بلکې د دې لپاره چې د هغۀ پوسیله نړۍ وژغورل شي  ۱۸ څوک چې پر هغۀ ایمان راوړي نو له هغوی څخه به پوښتنه ونشي، خو څوک چې پر هغۀ ایمان رانوړي نو سر له اوسه پر هغۀ حکم شوی دی، ځکه چې د خدای پر یواځیني زوی یې ایمان ندی راوړی  ۱۹ او د پوښتنې لامل دا دی چې رڼا نړۍ ته راغله، خو خلکو د رڼا په پرتله له تیارې سره ډېره مینه کوله، ځکه چې د هغوی کارونه بد وو.  ۲۰ ځکه هرڅوک چې بد کار کوي نو هغه له رڼا سره دښمني کوي او د رڼا مخې ته نه راځي ترڅو د هغۀ بد کارونه څرګند نشي.  ۲۱ خو هر هغه څوک چې نیکي کوي، نو د رڼا مخې ته راځي ترڅو څرګند شي چې د هغۀ کارونه د خدای په وسیله دي. 

د عیسی په هکله د یحیی وېنا

۲۲ لدې وروسته عیسی او د هغۀ شاګردان د یهودیې سیمې ته لاړل، هغه له هغوی سره هلته تم شو او تعمید یې ورکاوه.  ۲۳ او یحیی له سالیم سره نږدې په عینون کې تعمید ورکاوه، ځکه چې هلته اوبه ډېرې وې نو خلک به ورته راتلل او تعمید به یې اخیست  ۲۴ او دغه مهال لا یحیی په زندان کې اچول شوی نه ؤ  ۲۵ او هغه وخت د یحیی د شاګردانو او یو یهودي تر منځ د پاکوالي په هکله بحث وشو.  ۲۶ نو یحیی ته راغلل او هغۀ ته یې وویل: استاذه! هغه سړی چې د اردن په بله غاړه لتا سره ؤ او تا د هغۀ په هکله ګواهي ورکوله، هغه تعمید ورکوي او ټول خلک هغۀ ته ورځي  ۲۷ نو یحیی ځواب ورکړچې، هېڅوک نشي کولای چې څه شی تر لاسه کړي خو هغه څه چې له آسمانه ورته ورکړل شي.  ۲۸ تاسو خپله پرما ګواه یاست چې ما وویل زه مسیح نه یم، بلکې زه د هغۀ نه مخکې رالېږل شوی یم  ۲۹ ناوې د زوم وي خو د زوم ملګری چې هلته ولاړ وي نو د هغۀ د غږ په اورېدو ډېر خوشالېږي، نو ځکه زما دا خوشالي هم پوره شوه  ۳۰ باید هغه لوی او زه وړوکی شم.  ۳۱ څوک چې لپاسه راځي، نو د ټولو لپاسه وي او څوک چې د مځکې وي نو هغه د مځکې پورې اړه لري او دنیوي خبرې کوي، خو څوک چې له آسمانه راځي هغه د ټولو لپاسه وي.  ۳۲ هغۀ چې څه لیدلي او اورېدلي دي نو د هغې ګواهي ورکوي خو هېڅوک د هغۀ ګواهي نه مني.  ۳۳ او چا چې د هغۀ ګواهي ومنله نو هغۀ اقرار وکړ چې خدای رېښتینی دی ۳۴ څوک چې خدای رالېږلی وي نو هغه د خدای کلام بیانوي، ځکه چې خدای خپل روح بې‌اندازې ورکوي.  ۳۵ پلار له زوی سره مینه کوي او هرڅه یې هغۀ ته سپارلي دي  ۳۶ څوک چې پر زوی ایمان راوړي نو تلپاتې ژوندون لري، خو څوک چې د زوی اطاعت ونکړي نو هغه به دا ژوندون ونه ویني، بلکې پرهغۀ به د خدای غضب وي. 

د معياري پښتو ژباړه د چاپ حق دی © 2022‑2026 افغان کلیسا. تاسو کولی شئ د شخصي او غیر تجارتي استعمال لپاره ډاونلوډ او توزیع کړئ.