بائبل Bible
Pashton Bible

یوحنا ۴

عیسی او سامرۍ ښځه

۱ او کله چې فریسیان خبرشول چې عیسی دیحیی په پرتله ډېر شاګردان پېدا کړي او تعمید ورکوي  ۲ سره لدې چې عیسی په خپله نه بلکې د هغۀ شاګردانو تعمید ورکاوه،  ۳ نو یهودیه یې پرېښوده او بیا ګلیل ته لاړ  ۴ او پکار وو چې هغه له سامریې څخه تېرشي  ۵ نو د سامریې یو ښار ته چې سوخار نومېده ورسېد او داهغې مځکې ته نږدې ؤ، کومه چې یعقوب خپل زوی یوسف ته ورکړې وه  ۶ او هلته د یعقوب کوهې هم ؤ، تقریباً غرمې مهال ؤ عیسی د سفر په وجه ستړی شوی ؤ او د کوهي په غاړه ناست ؤ  ۷ چې یوه سامرۍ ښځه د اوبو راویستلو لپاره راغله نو عیسی هغې ته وفرمایل: ماته لږې اوبه راکړه.  ۸ دغه مهال د عیسی شاګردان د خوراک اخیستلو لپاره ښار ته تللي وو  ۹ سامرۍ ښځې هغۀ ته وویل: دا څنګه کېدای شي ځکه چې ته یو یهودي او زه سامرۍ ښځه یم او ته زما څخه اوبه غواړې؟ ځکه چې یهودو له سامریانو سره مړی او ژوندی نه درلود.  ۱۰ عیسی هغې ته ځواب ورکړ: که چېرې ته د خدای پر نعمت پوهېدلې او دا چې څوک چې لتا څخه اوبه غواړي څوک دی، نو تا به له هغۀ څخه غوښتي وو او هغۀ به تاته د ژوندون اوبه درکړې وای.  ۱۱ نو ښځې هغۀ ته وویل: ښاغلیه! ته خو هېڅ شی هم نلرې تر څو اوبه پرې راوباسې او دا کوهی ډېر ژور دی، نو ته به له کومه ځایه ماته د ژوندون اوبه راکړې؟  ۱۲ آیا ته زموږ له نیکه یعقوب څخه هم ډېر لوی یې؟ چا چې موږ ته دا کوهی راکړ او هغۀ پخپله، زامنو او څارویو به یې له هغې څخه اوبه څښلې  ۱۳ خوعیسی هغې ته وفرمایل: هر څوک چې دا اوبه وڅښي نو بیا به هم تږی کېږي  ۱۴ خو زه چې چا ته اوبه ورکړم او هغه وڅښي نو هېڅکله به تږی نشي، بلکې کومې اوبه چې زه ورکوم هغه به د هغه انسان په دننه کې په یوه چینه بدلې شي چې د تل لپاره به بهېږي او هغۀ ته به تلپاتې ژوندون ورکوي  ۱۵ نو ښځې هغۀ ته وویل: مالکه! هغه اوبه ماته هم راکړه ترڅو زه نوره تږې نشم او دلته د اوبو ویستلو لپاره رانشم.  ۱۶ عیسی هغې ته وفرمایل: لاړه شه خپل مېړه ته غږ کړه او بیا دلته راشه  ۱۷ ښځې هغۀ ته وویل: زه مېړه نلرم، نو عیسی ورته وفرمایل: ته رېښتیا وايې چې مېړه نلرې  ۱۸ ځکه چې تا پنځه مېړونه لرل، خو اوس چې کوم یو لرې هغه ستا مېړه ندی، دا خبره دې رېښتیا ده.  ۱۹ نو ښځې ورته وویل: مالکه! ماته داسې ښکاري چې ته نبي یې.  ۲۰ زموږ پلرونو په دې غره کې عبادت کاوه خو تاسو یهودیان وایاست چې په اورشلیم کې یو داسې ځای دی چې بايد هلته عبادت وشي  ۲۱ نو عیسی وفرمایل: ای ښځې! یقین وکړه چې داسې وخت راتلونکی دی چې نه به تاسو په دې غره کې او نه په اورشلیم کې د پلار عبادت وکړئ  ۲۲ تاسو سامریان دهغه چاعبادت کوئ چې هغه نه پېژنئ، خو موږ دهغه چا عبادت کوو چې هغه پېژنو،ځکه چې خلاصون د یهودو لخوا دی.  ۲۳ داسې وخت راتلونکی دی، بلکې اوس هم دی چې رېښتیني عبادت کوونکي به په روح او رېښتیا سره د پلار عبادت وکړي، ځکه پلار هم دغه ډول عبادت کوونکي غواړي.  ۲۴ خدای روح دی او هرڅوک چې د هغۀ عبادت کوي نو باید په روح او رېښتیا سره د هغۀ عبادت وکړي.  ۲۵ نو ښځې هغۀ ته وویل: زه پوهېږم چې مسیح یانې مسح کړی شوی راتلونکی دی او کله چې هغه راشي نو موږ ته به هرڅه وښايي،  ۲۶ عیسی هغې ته وفرمایل: زه هماغه یم چې لتا سره خبرې کوم.  ۲۷ او په دغه وخت کې د عیسی شاګردان بېرته راغلل نو هغوی حېران شول چې له یوې ښځې سره خبرې کوي نو یوه هم څه ونه ویل چې ته څه کوې، یا ولې له هغې سره خبرې کوې؟  ۲۸ نو هماغه شېبه ښځې خپل منګی کېښود، ښار ته لاړه او خلکو ته یې وویل  ۲۹ راشئ او یو سړی وګورئ، ما چې هرڅه کړي وو هغه ټول یې راته وویل، آیا دا مسیح ندی؟  ۳۰ نوخلک له ښاره راووتل اوهغۀ ته راتلل.  ۳۱ دغه مهال شاګردانو یې له هغۀ څخه غوښتنه وکړه ویې ویل: ای استاذه! څه شی وخوره.  ۳۲ نو هغۀ ورته وفرمایل: زه د خوړلو لپاره خوراک لرم خو تاسو د هغې په هکله نپوهېږئ  ۳۳ نو شاګردانو یو بل ته وویل: کېدای شي چا ورته خوراک راوړی وي.  ۳۴ نوعیسی هغوی ته وفرمایل: زما خوراک دا دی ترڅو د خپل رالېږونکي غوښتنه پرځای کړم او دهغۀ کار پای ته ورسوم.  ۳۵ آیا تاسو نه وایاست چې د لَو موسم ته څلور میاشتې پاتې دي؟ ګورئ! زه تاسو ته وایم، سترګې پورته کړئ او فصل ته وګورئ لَو تیار دی.  ۳۶ لَوګري خپله اجوره اخلي او د تلپاتې ژوندون لپاره فصل راټولوي، ترڅو کروندګر او لَوګري سره یوځای خوښي وکړي.  ۳۷ او دلته دا متل رېښتیا کېږي چې: یو یې کري او بل یې رېبي.  ۳۸ ما تاسو ولېږلئ ترڅو هغه څه لَو کړئ چې تاسو پکې کړاو ندی لیدلی، نورو خواري وکړه او تاسو د هغوی په خوارۍ کې شامل شوئ. 

سامریان پرعیسی مسیح ایمان راوړي

۳۹ او د هغې ښځې د ګواهۍ له امله په هغه ښار کې ډېرو سامریانو پر هغۀ ایمان راوړ چې: هغۀ ماته ټول هغه څه وویل کوم چې ما کړي وو.  ۴۰ او کله چې سامریان هغۀ ته راغلل نو له هغۀ څخه یې غوښتنه وکړه ترڅو له هغوی سره پاتې شي، نو دوه ورځې هلته پاتې شو.  ۴۱ او نورو ډېرو د هغۀ د کلام پواسطه ایمان راوړ  ۴۲ او هغوی هغې ښځې ته وویل: موږ اوس یواځې ستا د خبرې له کبله پرهغۀ ایمان نلرو، ځکه موږ خپله له هغۀ څخه اورېدلي او پوه شوي یو چې هغه په رېښتیا د نړۍ ژغورونکی دی.  ۴۳ نوکله چې دوه ورځې تېرې شوې له هغه ځایه راووت او د ګلیل لور ته روان شو  ۴۴ ځکه عیسی په خپله فرمایلي وو چې یو نبي ته په خپل وطن کې درناوی نه کېږي.  ۴۵ او کله چې ګلیل ته راغی نو ګلیلیانو د هغۀ هرکلی وکړ، ځکه هغه څه چې هغۀ په اورشلیم کې د اختر پر مهال کړي وو، هغو ټولو هغه لیدلي وو، ځکه چې هغوی ټولو په اختر کې ګډون درلود. 

د یو افسر زوی ته روغتیا ورکول

۴۶ او عیسی یوځل بیا د ګلیل قانا نومي سیمې ته لاړ، چېرې چې هغۀ له اوبو څخه شراب جوړ کړي وو. او هلته يو دولتي افسر ؤ چې زوی یې په کپرناحوم کې ناروغه پروت ؤ.  ۴۷ او کله یې چې واورېدل عیسی له یهودیې څخه ګلیل ته راغلی، نو هغۀ ته راغی او په زارۍ یې ورته وویل ترڅو لاندې راشي او د هغۀ زوی ته روغتیا ورکړي، ځکه چې مرګي حال ؤ.  ۴۸ نو عیسی هغۀ ته وفرمایل: ترڅو چې تاسو نښې او مُعجزې ونه وینئ نو هېڅکله ایمان نه راوړئ.  ۴۹ خو افسر هغۀ ته وویل: مالکه! مخکې لدې چې زوی مې مړشي لاندې راشه.  ۵۰ خوعیسی هغۀ ته وفرمایل: کور ته لاړ شه نو زوی به دې ژوندی پاتې شي، هغه سړي د عیسی په خبره باور وکړ او روان شو.  ۵۱ هغه لا په لار کې ؤ چې خادمان یې له هغۀ سره مخامخ شول او زیری یې ورکړ چې د هغۀ زوی مخ په رغېدو دی.  ۵۲ نو هغۀ پوښتنه وکړه چې هغه کله روغ شو؟ هغوی ورته وویل، پرون ماسپښین تبې پرېښې دی.  ۵۳ نو پلار یې پوه شو چې په همدغه وخت کې عیسی دا خبره کړې وه چې ستا زوی به ژوندی پاتې شي، نو هغۀ او د هغۀ ټولې کورنۍ پرې ایمان راوړ.  ۵۴ او له یهودیې څخه ګلیل ته له راتګ وروسته دا د عیسی دویمه مُعجزه وه چې ښکاره یې کړه. 

د معياري پښتو ژباړه د چاپ حق دی © 2022‑2026 افغان کلیسا. تاسو کولی شئ د شخصي او غیر تجارتي استعمال لپاره ډاونلوډ او توزیع کړئ.