یوحنا ۵
د حوض په غاړه روغتیا ورکول
۱ او لدې وروسته عیسی د یهودو په اختر کې دګډون لپاره بر اورشلیم ته لاړ. ۲ په اورشلیم کې د پسونو د دروازې ترڅنګ یو حوض دی چې په ارامې ژبه کې ورته بېتحِېسدا وايي او پنځه دالانونه لري ۳ چې په هغو کې به ګڼ شمیر ناروغان، ړانده، ګوډان او شلان پراته وو. ۴ او د اوبو د خوځېدو انتظار به یې کاوه،ځکه کله به چې دخدای فرښته په حوض کې داخله شوه او اوبه به يې وخوځولې او په ناروغانو کې به چې څوک ترټولو لومړی حوض ته ورکوز شو، نو له هر ډول ناروغۍ څخه به روغ شو. ۵ او هلته یو سړی ؤ چې له اته دیرش کلونو راهېسې په ناروغۍ اخته ؤ. ۶ او کله چې عیسی هغه پروت ولید نو پوه شو چې له ډېرې مودې راهیسې ناروغ دی، نو هغۀ ته یې وفرمایل: آیا غواړې چې روغ شې؟ ۷ ناروغ ځواب ورکړ: ای ښاغلیه! کله چې اوبه خوزېږي زه څوک نلرم ترڅو ما په حوض کې کوز کړي، بلکې ترڅو چې زه ورځم نو له ما څخه وړاندې بل ورکوز شوی وي. ۸ نو عیسی هغۀ ته وفرمایل: راپورته شه، بستره دې واخله او روان شه! ۹ نو هماغه شېبه هغه سړی روغ شو، خپله بستره یې واخیسته او روان شو او هغه د خالي ورځ وه. ۱۰ نو یهودو هغه سړي ته چې روغ شوی ؤ وویل: نن د خالي ورځ ده او تاته روا نده چې خپله بستره يوسې. ۱۱ خو هغۀ ورته په ځواب کې وویل: چا چې ماته روغتیا راکړه نو هغۀ راته وویل چې بستره دې واخله او لاړ شه. ۱۲ نو له هغۀ څخه یې پوښتنه وکړه، هغه څوک دی چې تاته یې وویل خپله بستره واخله او لاړ شه؟ ۱۳ خو هغه روغ شوی سړی نه پوهېدۀ چې هغه څوک ؤ، ځکه هلته ګڼه ګوڼه وه او عیسی پناه شوی ؤ. ۱۴ او له هغې وروسته عیسی هغه سړی په سپېڅلي کور کې ولیداو ورته یې وفرمایل: اوس چې ته روغ شوی یې نو نوره ګناه مه کوه تر څو لدې زیات تکلیف درپېښ نشي. ۱۵ هغه سړی لاړ او یهودیان یې خبر کړل چې کوم سړي ماته روغتیا راکړې هغه عیسی دی. ۱۶ او لدې کبله یهودو عیسی ځوراوه، ځکه چې دا کار یې د خالي په ورځ کړی ؤ. ۱۷ خو عیسی هغوی ته ځواب ورکړ: زما پلار لا تراوسه کار کوي او زه هم کار کوم. ۱۸ او پدې خبره یهودیان نور هم د هغۀ د مرګ په لټه کې شول، ځکه هغۀ نه یواځې دا چې د خالی ورځ ماتوله، بلکې خدای ته یې خپل پلار ویل او پدې ډول یې له خدای سره ځان برابر ګڼلو.د زوی واک
۱۹ بیا عیسی هغوی ته وفرمایل: زه په یقین سره تاسو ته وایم چې زوی پخپله هېڅ کار نشي کولای، پرته له هغه کار نه چې خپل پلار یې په کولو لیدلی وي، ځکه څه چې پلار کوي نو زوی هم هماغه شان کوي ۲۰ ځکه چې پلار له زوی سره مینه کوي اوخپل ټول کارونه هغۀ ته څرګندوي او تر دې لوی کارونه به هم هغۀ ته وښايي ترڅو تاسو حېران شئ. ۲۱ او لکه څرنګه چې پلار مړي راژوندي کوي او هغوی ته ژوند ورکوي نو همدغه راز زوی هم چې هرچاته وغواړي ژوند ورکوي. ۲۲ ځکه پلار هېڅکله د چا په هکله قضاوت نه کوي بلکې ټول قضاوت یې خپل زوی ته سپارلی دی ۲۳ ترڅو چې، ټول د زوی درناوی وکړي، همغسې چې پلار ته درناوی کوي. او څوک چې د زوی درناوی نکوي هغه د هغۀ پلار درناوی نکوي چاچې زوی رالېږلی دی. ۲۴ او په یقین سره تاسو ته وایم، هرڅوک چې زما خبرې واوري او زما په رالېږونکي ایمان راوړي، نو تلپاتې ژوندون لري. او د قضاوت لاندې به رانشي، ځکه چې له مرګ څخه ژوندون ته راغلی دی. ۲۵ په یقین سره تاسو ته وایم چې یو داسې وخت راتلونکی دی، بلکې همدا اوس راغلی دی چې مړي به د خدای د زوی غږ اوري او هرڅوک یې چې واوري نو راژوندی به شي. ۲۶ لکه څرنګه چې پلار په خپل ځان کې ژوند لري، نوځکه یې خپل زوی ته هم د ژوند واک ورکړی دی ترڅو په خپل ځان کې ژوند وکړي. ۲۷ او هغۀ ته یې دا واک هم ورکړی ترڅو قضاوت وکړي، ځکه چې د انسان زوی دی ۲۸ او پدې هم تعجب مه کوئ، ځکه داسې یو وخت راتلونکی دی چې کوم خلک په قبرونو کې دي هغوی به هم د هغۀ غږ واوري ۲۹ او بهر به راووځي، نو چاچې نیکي کړي وي د تلپاتې ژوندون لپاره او چا چې بد کړي وي د قضاوت لپاره به راپورته کړای شي. ۳۰ او زه پخپله هېڅ هم نشم کولای، بلکې څرنګه چې اورم هماغه شان قضاوت کوم او زما قضاوت عادلانه دی، ځکه زه د خپلې رضا نه، بلکې د هغه پلار د رضا غوښتونکی یم چا چې زه رالېږلی یم.د عیسی ګواهان
۳۱ که چېرې زه پرخپل ځان ګواهي ورکړم نو زما ګواهي به رېښتینې نه وي. ۳۲ بلکې یو بل څوک شته چې پر ما ګواهي ورکوي او زه پوهېږم چې هغه زما په هکله کومه ګواهي ورکوي هغه رېښتینې ده. ۳۳ تاسو یحیی ته خلک ولېږل او هغۀ په رېښتیاؤ ګواهي ورکړه ۳۴ زه انساني ګواهۍ ته اړتیا نلرم بلکې ستاسود ژغورنې لپاره دا خبرې کوم ۳۵ هغه یو بلېدونکی او ځلېدونکی څراغ ؤ او تاسو وغوښتل ترڅو د هغۀ رڼا ته یوه شېبه خوښي وکړئ ۳۶ خو زه له یحیی څخه هم لویه ګواهي لرم، ځکه کوم کارونه چې پلار ماته سپارلي دي باید هغه بشپړ کړم، یانې کوم کارونه چې زه کوم پرما ګواهي ورکوي چې زه پلار رالېږلی یم. ۳۷ او پلار چې زه یې رالېږلی یم، هغه خپله پرما ګواهي ورکړې ده، چې تاسو هېڅکله د هغۀ غږ ندی اورېدلی او نه مو د هغۀ صورت لیدلی دی ۳۸ او د هغۀ کلام په تاسو کې ځای ندی موندلی، ځکه څوک چې پلار راولېږه تاسو پرهغۀ ایمان رانه وړ. ۳۹ تاسو صحیفې لټوئ او ګمان کوئ چې په هغو کې به تلپاتې ژوندون بیا مومئ او هماغه صحیفې زما ګواهي ورکوي ۴۰ خو بیا هم تاسو نه غواړئ چې زما څنګ ته راشئ ترڅو ژوندون بیا مومئ. ۴۱ زه له خلکو څخه د جلال تمه نلرم ۴۲ خو زه تاسو پېژنم چې په زړونو کې د خدای سره مینه نه لرئ. ۴۳ زه د خپل پلار په نوم راغلی یم او تاسو ما نه منئ، خو که چېرې څوک پخپل نوم راشي نو هغه به ومنئ. ۴۴ تاسو څنګه کولای شئ چې ایمان راوړئ، پداسې حال کې چې یو له بل څخه د عزت تمه کوئ او هغه عزت نه غواړئ کوم چې د یواځیني خدای له لوري څخه دی؟ ۴۵ ګمان مه کوئ چې زه به د پلار په وړاندې تاسو ملامته کړم، خو داسې څوک شته چې ستاسو مدعي دی او هغه موسی دی چې تاسو د هغۀ پورې خپلې هیلې تړلي دي. ۴۶ ځکه که چېرې تاسو پر موسی ایمان درلودای نو پرما به مو هم ایمان راوړی ؤ، ځکه هغۀ زما په هکله لیکلي دي. ۴۷ خو کله چې د هغۀ پرلیکنو ایمان نه راوړئ نو زما خبرې به څنګه ومنئ؟د معياري پښتو ژباړه د چاپ حق دی © 2022‑2026 افغان کلیسا. تاسو کولی شئ د شخصي او غیر تجارتي استعمال لپاره ډاونلوډ او توزیع کړئ.