بائبل Bible
Pashton Bible

یوحنا ۶

پنځه زره تنو ته خوراک ورکول

( متی ۱۴: ۱۳-۲۱، مرقس۶: ۳۰-۴۶ او لوقا ۹: ۱۰-۱۷ )

۱ او لدې وروسته عیسی د ګلیل د بحیرې بلې غاړې ته چې د تبریاس بحیره ورته وایي لاړ.  ۲ اودخلکو یوه لویه ګڼه ورپسې وه ځکه چې هغوی هغه مُعجزې لیدلې وې چې هغۀ د ناروغانو د روغتیا لپاره کولې  ۳ نو عیسی هلته غره ته وخوت او له شاګردانو سره کېناست.  ۴ د یهودو د فسحې اختر هم نږدی ؤ  ۵ او کله چې عیسی پورته وکتل نو یوه لویه ګڼه یې ولیدله چې د هغۀ لور ته راروانه وه، نو فیلیپوس ته یې وفرمایل: له کومه ځایه ډوډۍ راوپېرو ترڅو دا خلک یې وخوري؟  ۶ او دا یې د هغۀ د آزمېښت په موخه وفرمایل، ځکه هغه ښه پوهېده چې څه وکړي  ۷ فیلیپوس ځواب ورکړ: په دوو سوو دینارو به هم دومره ډوډۍ ونشي ترڅو دا خلک لږه لږه وخوري  ۸ له شاګردانو څخه یې یو تن اندریاس چې د شمعون پطروس ورور ؤ هغۀ ته وویل  ۹ دلته یو هلک دی چې د اوربشو پنځه ډوډۍ او دوه کبان ورسره دي، خو هغه به د دې ګڼې لپاره بس نشي.  ۱۰ عیسی وفرمایل: خلک کېنوئ، هلته ډېر واښه وو او هغه سړي چې نږدې پنځه زره تنه وو هلته کېناستل  ۱۱ بیا عیسی ډوډۍ واخیسته، شُکر یې وویست او شاګردانو هغو ناستو خلکو ته ورکړه او همدغه شان یې له کبانو سره هم وکړل او هغوئ چې څومره غوښتل نو هغومره یې ورکړل  ۱۲ او کله چې ټول ماړه شول نو خپلو شاګردانو ته یې وفرمایل: د ډوډی پاتې شوې ټوټې راټولې کړئ ترڅو ضایع نشي.  ۱۳ نو پاتې ټوټې یې راټولې کړې او د اوربشو د پنځو ډوډیو له پاتې شویو ټوټو څخه یې دولس ټوکرۍ ډکې کړې.  ۱۴ او کله چې خلکو د عیسی دا مُعجزه ولیدله نو ویې ویل: په حقیقت کې دا هماغه وعده شوی نبي دی چې باید نړۍ ته راغلی وای  ۱۵ خو کله چې عیسی پوه شو چې هغوی غواړي ترڅو راشي، په زور یې بوځي او خپل پاچا یې کړي نو هغه بېرته غره ته ستون شو. 

عیسی د اوبو لپاسه ګرځي

(متی ۱۴: ۲۲-۳۳ ، او مرقس۶: ۴۵-۵۲)

۱۶ او کله چې ماښام شو نو شاګردان یې د بحیرې لوري ته لاړل  ۱۷ په کشتۍ کې کېناستل او د بحیرې بلې غاړې یانې کپرناحوم ته روان شول، کله چې تیاره شوه نو عیسی لا د هغوی سره نه ؤ یوځای شوی  ۱۸ او د تېز باد له امله دبحیرې اوبه په څپو راغلې  ۱۹ او کله چې هغوی څلور پنځه کیلومتره مخکې لاړل نو عیسی یې ولید چې د اوبو لپاسه د کشتۍ لور ته راروان دی، نو سخت ووېرېدل  ۲۰ خو عیسی هغوی ته وفرمایل چې، مه وېرېږئ دا زه یم.  ۲۱ او کله چې هغوی وغوښتل چې هغه کشتۍ ته راولي نو سمدلاسه کشتۍ هغې سیمې ته ورسېدله چې دوی ورته تلل.  ۲۲ بله ورځ هغو خلکو چې د بحیرې بلې غاړې ته ولاړ وو ولیدل چې له هغې کشتۍ پرته چې د عیسی شاګردان پکې سپاره شوي وو، هلته بله کشتۍ نه وه او عیسی هم په هغې کې سپور شوی نه ؤ.  ۲۳ خو له تبریاس څخه نورې کشتۍ هماغه ځای ته راورسېدلې چې مالک ډوډۍ ته برکت ورکړی ؤ او خلکو خوړلې وه.  ۲۴ او کله چې خلکو ولیدل چې عیسی او شاګردان یې هلته نشته نو په کشتیو کې سپاره شول او د عیسی په لټه کې کپرناحوم ته روان شول. 

عیسی د ژوند ډوډۍ ده

۲۵ او کله چې خلکو هغه د بحيرې بلې غاړې ته وموند نو ورته یې وویل: استاذه! ته کله دلته راغلې؟  ۲۶ عیسی ورته په ځواب کې وفرمایل: په یقین سره تاسو ته وایم چې تاسو پدې وجه ما نه لټوئ چې ګوندې زما څخه مو مُعجزې لیدلي، بلکې پدې خاطر چې هغه ډوډۍ مو وخوړله او ماړه شوئ.  ۲۷ د فاني خوراک لپاره خواري مه کوئ، بلکې د هغه خوراک لپاره کار وکړئ چې د تلپاتې ژوندون پورې پاتې کېږي، کوم چې به د انسان زوی تاسوته درکړي، ځکه چې پلار خدای پرهغې مهر لګولی دی.  ۲۸ بیا هغوی هغۀ ته وویل: موږ څه وکړو ترڅو د خدای لپاره کار وکړو؟  ۲۹ عیسی هغوی ته ځواب ورکړ: د خدای کار دا دی چې پرهغه چا ایمان راوړئ چې هغۀ رالېږلی دی.  ۳۰ نو هغوی هغۀ ته وویل: آیا کومه مُعجزه ښکاره کولی شې ترڅو پر تا ایمان راوړو؟ ته به څه وکړې؟  ۳۱ زموږ نیکونو په دښته کې من خوړل، لکه څرنګه چې لیکل شوي دي: هغۀ له آسمانه هغوی ته ډوډۍ ورکړه ترڅو ویې خوري.  ۳۲ نو عیسی هغوی ته وفرمایل: په یقین سره تاسو ته وایم چې، موسی تاسو ته له آسمانه ډوډۍ نه وه درکړې بلکې زما پلار تاسو ته له آسمانه حقیقي ډوډۍ درکوي  ۳۳ ځکه د خدای ډوډۍ هغه ده چې له آسمانه راکوزېږي او نړۍ ته ژوندون وربخښي.  ۳۴ نو هغۀ ته یې وویل: مالکه! دغه ډوډۍ د تل لپاره موږ ته راکوه.  ۳۵ نو عیسی هغوی ته وفرمایل: زه د ژوند ډوډۍ یم، څوک چې ماته راشي نو هېڅکله به اوږی نشي او څوک چې پرما ایمان راوړي نو هېڅکله به تږی نشي.  ۳۶ خو ما تاسو ته وویل: سره لدې چې زه مو لیدلی یم خو ایمان نه راوړئ.  ۳۷ هرڅوک چې پلار ماته راکړي، هغوی به زما لور ته راشي او څوک چې زما لور ته راشي نو زه به هېڅکله هغه بهر ونه شړم.  ۳۸ ځکه زه له آسمانه د دې لپاره راکوز شوی نه یم ترڅو په خپله خوښه کار وکړم، بلکې د هغۀ په خوښه چې زه یې رالېږلی يم.  ۳۹ او زما د رالېږونکي پلار رضا دا ده چې کوم خلک یې ماته راکړي له هغوی څخه یو هم ورک نکړم او د قیامت په ورځ هغوی راپورته کړم.  ۴۰ او زما د پلار خوښه دا ده چې هر څوک زوی وویني او پرهغۀ ایمان راوړي نو تلپاتې ژوندون به ولري او زه به د قیامت په ورځ هغه راپورته کړم.  ۴۱ نو یهودیان د هغۀ په هکله یو له بل سره وګورېدل، ځکه هغۀ دا ویلي وو چې، زه هغه ډوډۍ یم کومه چې له آسمانه راکوزه شوې ده.  ۴۲ او هغوی وویل: آیا دا د یوسف زوی عیسی ندی چې موږ یې مور او پلار پېژنو؟ نو بیا څنګه دی وایي چې زه له آسمانه راکوز شوی یم؟  ۴۳ عیسی هغوی ته ځواب ورکړچې یو له بل سره مه ګوریګئ.  ۴۴ هېڅوک نشي کولای چې ماته راشي، پرته له هغه چا چې زما پلار يې زما لور ته راولي، کوم چې زه رالېږلی یم، او زه به د قیامت په ورځ هغوی راپورته کړم.  ۴۵ او دا انبیاو لیکلي چې، هغوی ټول به له خدای څخه تعلیم واخلي، نو چاچې له خدای څخه واورېدل اوتعلیم یې واخیست، هغه به ماته راځي  ۴۶ او هېچا پلار ندی لیدلی، خو پرته له هغه چا څخه څوک چې د خدای له لورې راغلی نو هغۀ پلار لیدلی دی.  ۴۷ په یقین سره تاسو ته وایم، څوک چې ایمان راوړي نو هغه به تلپاتې ژوندون ولري  ۴۸ زه د ژوند ډوډۍ یم.  ۴۹ ستاسو پلرونو په دښته کې من وخوړل خو مړه شول.  ۵۰ خو دا هغه ډوډۍ ده چې له آسمانه راکوزه شوې هرڅوک یې چې وخوري نو هغه به مړنشي.  ۵۱ زه د ژوندون هغه ډوډۍ یم چې له آسمانه راکوزه شوې ده، که څوک دغه ډوډۍ وخوري نو تل ترتله به ژوندی پاتې شي او کومه ډوډۍ چې زه ورکوم هغه زما بدن دی چې د نړۍ د ژوندون لپاره یې ورکوم.  ۵۲ بیا یهودیان یو له بل سره په جګړه شول او ویل یې چې، دا سړی څنګه کولای شي خپل بدن موږ ته د خوراک لپاره راکړي؟  ۵۳ نوعیسی هغوی ته وفرمایل: په یقین سره تاسو ته وایم، که چېرې د انسان د زوی بدن ونه خورئ او دهغۀ وینه ونه څښئ، نو ترهغې پورې به په خپل ځان کې ژوندون ونه وینئ.  ۵۴ او څوک چې زما بدن وخوري او زما وینه وڅښي، نوهغه د تلپاتې ژوندون خاوند دی او زه به د قیامت په ورځ هغه راپورته کړم.  ۵۵ ځکه چې زما بدن رېښتینی خوراک او زما وینه رېښتینی څښاک دی.  ۵۶ او هغه څوک چې زما بدن وخوري او زما وینه وڅښي، نو هغه به په ما کې پاتي کېږي او زه به په هغۀ کې پاتې شم.  ۵۷ لکه څرنګه چې زه ژوندي پلار راولېږلم او زه د پلار په وجه ژوندی یم، نو همدغه راز څوک چې زما بدن وخوري نو هغه هم زما په وجه ژوندی کېږي.  ۵۸ دا هغه ډوډۍ ده چې له آسمانه راکوزه شوې، نه هغه ډوډۍ چې ستاسو پلرونو وخوړله او مړه شول، بلکې څوک چې دا ډوډۍ وخوري نو تل ترتله به ژوندی پاتې شي.  ۵۹ او دا خبرې یې هغه مهال وکړې کله یې چې د کپرناحوم په کنیسه کې تعلیم ورکاوه. 

د تلپاتې ژوندون په هکله خبرې

۶۰ او د هغۀ ډېرو شاګردانو چې کله دا واورېدل نو ویې ویل: داخبره ډېره سخته ده، څوک کولی شي چې هغه واوري؟  ۶۱ کله چې عیسی په خپله پوه شو چې شاګردان یې پدې هکله ګونګوسی کوي نو هغوی ته یې وفرمایل: آیا دا خبرې تاسوته تیندک درکوي؟  ۶۲ خو کله چې د انسان زوی ووینئ چې خپل لومړني ځای ته خېژي نو بیا به څه فکر کوئ؟  ۶۳ دا روح دی چې ژوند ورکوي او بدن هېڅ ګټه نلري او کوم کلام چې زه تاسو ته وایم هغه روح او ژوندون دی.  ۶۴ خو بیا هم په تاسو کې ځینې داسې دي چې ایمان نه راوړي، ځکه عیسی له پېله پوهېده چې څوک ایمان نه راوړي او هغه څوک دی چې د هغۀ جاسوسي به وکړي.  ۶۵ نو ویې فرمایل: لدې کبله مې تاسو ته وویل چې هېڅوک نشي کولای ماته راشي ترڅو پلار ورته دا توفیق ورنکړي.  ۶۶ نو هماغه وخت د هغۀ ډېر شاګردان له هغۀ څخه وګرځېدل او بیا یې د هغۀ ملګرتیا ونکړه.  ۶۷ نو عیسی هغو دولسو شاګردانو ته وفرمایل: آیا تاسو هم غواړئ چې لاړ شئ؟  ۶۸ نو شمعون پطروس ځواب ورکړ: مالکه چاته ورشو؟ د تلپاتې ژوندون خبرې خو لتا سره دي  ۶۹ او موږ ایمان راوړی او پېژندلی مو یې چې ته د خدای سپېڅلی یې.  ۷۰ عیسی هغوی ته ځواب ورکړ: آیا ما تاسو دولس غوره کړي نه یاست؟ حال داچې یو لتاسو څخه ابلیس دی.  ۷۱ او دا یې د شمعون اسخریوطي د زوی یهودا په هکله وویل، ځکه هغه له دولسو څخه یو تن ؤ چې د عیسی د جاسوسۍ تکل یې درلود. 

د معياري پښتو ژباړه د چاپ حق دی © 2022‑2026 افغان کلیسا. تاسو کولی شئ د شخصي او غیر تجارتي استعمال لپاره ډاونلوډ او توزیع کړئ.