یوحنا ۷
د عیسی د وروڼو بیایماني
۱ لدې وروسته عیسی په ګلیل کې ګرځېده او نه یې غوښتل چې یهودیې ته لاړ شي، ځکه چې یهودو د هغۀ د وژلو تکل درلود. ۲ نو کله چې د یهودو د کېږدیو اختر ؤ نږدې ؤ ۳ نو وروڼو یې هغۀ ته وویل: لدې ځای څخه ووځه او یهودیې ته لاړ شه ترڅو ستا شاګردان هم ستا هغه کارونه وویني کوم چې ته کوې ۴ ځکه څوک چې غواړي مشهور شي نو هغه پټ کارونه نه کوي، که چېرې غواړې دا کارونه وکړې نو خپل ځان نړۍ ته ښکاره کړه. ۵ د هغۀ وروڼو هم پرهغۀ ایمان نه درلود. ۶ نو عیسی هغوی ته وفرمایل: زما وخت لا ندی رارسېدلی خو ستاسو لپاره هر وخت سم دی. ۷ نړۍ لتاسو څخه کرکه نشي کولای خو زماڅخه کرکه کوي، ځکه چې زه پرهغوی ګواهي ورکوم چې کارونه یې بد دي. ۸ تاسو دې اختر ته لاړ شئ او زه اوس دې اختر ته نه درځم، ځکه چې تر اوسه زما وخت ندی رارسېدلی. ۹ او کله یې چې هغوی ته دا هرڅه وفرمایل نو په ګلیل کې پاتې شو.عیسی په اورشلیم کې
۱۰ او کله چې د هغۀ وروڼه اختر ته لاړل نو عیسی هم په ښکاره نه بلکې په پټه لاړ. ۱۱ یهودو په اختر کې د هغۀ لټون کاوه او ویل یې چې هغه چېرې دی؟ ۱۲ او دخلکو په منځ کې هم د هغۀ په هکله ګونګوسی ؤ، چا ویل چې ښه سړی دی او نورو ویل چې نه، د قام ګمراه کوونکی دی. ۱۳ خو د یهودو له وېرې هېچا د هغۀ په هکله ښکاره خبرې نه کولې. ۱۴ د اختر په منځ کې عیسی سپېڅلي کورته لاړ اوتعلیم یې ورکاوه. ۱۵ یهودیان ډېرحېران شول او ویل یې: دغه سړی سره لدې چې نالوستی دی نو دومره علم یې څنګه حاصل کړ؟ ۱۶ عیسی ورته په ځواب کې وفرمایل: دا تعلیم زما نه، بلکې زما د رالېږونکي دی. ۱۷ که څوک وغواړي چې د خدای رضا پرځای کړي، نو هغه به د دې تعلیم په هکله پوه شي چې واقعاً د خدای له لوري دی یا زه له ځانه خبرې کوم. ۱۸ څوک چې له ځانه خبرې کوي هغه خپل شان او شوکت غواړي، خو څوک چې د خپل رالېږونکي د شان او شوکت غوښتونکی وي، هغه رېښتینی وي او په هغۀ کې هېڅ ډول ناراستي نه وي. ۱۹ آیا موسی تاسوته شریعت ندی درکړی؟ خو پتاسو کې داسې څوک نشته چې پرشریعت عمل وکړي، نو بیا د څه لپاره غواړئ چې ما ووژنئ؟ ۲۰ هغوی ټولو ورته په ځواب کې وویل: په تا پېریان ناست دي، څوک غواړي چې تا ووژني؟ ۲۱ عیسی په ځواب کې وفرمایل: ما یوکار وکړ او تاسو ټول حېران شوئ ۲۲ وګورئ موسی تاسو ته د سنتولو شریعت درکړ او دا د موسی له لوري نه ؤ، بلکې ستاسو د نیکونو له وخته راروان ؤ او تاسو د خالي په ورځ سړی سنتوئ. ۲۳ نو که چېرې تاسو د خالي په ورځ د دې لپاره سنتول کوئ چې د موسی شریعت مات نشي، نو بیا ماته ولی غصه یاست چې د خالي په ورځ مې یو سړي ته بشپړه روغتیا ورکړه؟ ۲۴ نو ظاهري بڼې ته په کتلو فېصله مه کوئ بلکې په انصاف سره فېصله کوئ.آیا همدغه مسیح دی؟
۲۵ او بیا د اورشلیم ځینو اوسېدونکو وویل: آیا دا هماغه سړی ندی چې د وژلو تکل یې لري؟ ۲۶ دا دی اوس ښکاره خبرې کوي او هېڅ هم ورته نه وايي، آیا زموږ مشرانو یقین کړی چې په حقیقت کې همدغه مسیح دی؟ ۲۷ موږ دا سړی پېژنو چې د کوم ځای دی خو کله چې مسیح راشي نو هېڅوک به یې ونپېژني چې د کوم ځای دی. ۲۸ او کله چې عیسی په سپېڅلي کور کې تعلیم ورکاوه نو په لوړ غږ سره یې وویل: تاسو ما پېژنئ او پدې هم پوهېږئ چې د کوم ځای یم، زه پخپله راغلی نه یم، خو زما رالېږونکی رېښتینی دی چې تاسو هغه نه پېژنئ. ۲۹ خو زه هغه پېژنم، ځکه چې زه له هغۀ څخه یم او هغۀ زه رالېږلی یم. ۳۰ هغه مهال هغوی غوښتل چې هغه ونیسي خو هېڅا پرهغۀ لاس وانه چولو ځکه چې د هغۀ نېټه لا رارسیدلې نه وه. ۳۱ او له هغې ډلې څخه ډېرو خلکو پرهغۀ ایمان راوړ او ویې ویل: آیا کله چې مسیح راشي نو لدې سړي څخه به ډېرې مُعجزې ښکاره کړي؟مذهبي مشران د عیسی د نیولو په لټه کې
۳۲ او کله چې فریسیانو د هغۀ په هکله د خلکو ګونګوسی واورېد نو فریسیانو او لوی مذهبي مشرانو د سپېڅلي کور ساتونکي ورولېږل ترڅو هغه ونیسي. ۳۳ نو هغه وخت عیسی وفرمایل: د لږې مودې لپاره تاسو سره یم او بیا خپل رالېږونکي ته ورځم. ۳۴ ما به ولټوئ خو پېدا به مې نکړئ، ځکه په کوم ځای کې چې زه اوسېږم تاسوهلته نشئ راتلای. ۳۵ نو یهودو یو بل ته وویل: هغه به چېرې لاړ شي چې موږ به یې پېدا نکړو، آیا اراده لري هغو خلکو ته ورشي چې په یونانیانو کې خواره واره پراته دي او یونانیانو ته تعلیم ورکړي؟ ۳۶ او دا څه خبره ده چې ویې کړه، ما به ولټوئ خو پېدا به مې نکړئ، ځکه په کوم ځای کې چې زه اوسېږم تاسو هلته نشئ راتلای.د ژوندون د اوبو سرچینه
۳۷ او په آخره ورځ چې د اختر لویه ورځ وه، عیسی ودرېد او په لوړ غږ سره یې وفرمایل: هرڅوک چې تږی وي نو ماته دې راشي او ودې څښي. ۳۸ څوک چې پر ما ایمان راوړي، لکه څرنګه چې صحیفې وايي: د هغوی له زړونو څخه به د ژوندیو اوبو سیندونه جاري شي. ۳۹ او دا یې د سپېڅلي روح په هکله وفرمایل، چې هرڅوک پرهغۀ ایمان راوړي نو هغه به بیا مومي، ځکه چې ترهغه وخته سپېڅلی روح نه ؤ نازل شوی اوعیسی خپل جلال ته هم رسېدلی نه ؤ. ۴۰ هغه وخت له هغې ډلې څخه ځینو خلکو چې کله د هغۀ دا خبرې واورېدلې نو ویې ویل: په رېښتیا چې دا سړی هماغه نبي دی. ۴۱ ځینو وویل: دا مسیح دی او ځینو نورو وویل: آیا مسیح به له ګلیل څخه راځي؟ ۴۲ آیا صحیفې نه وایي چې مسیح به د داؤد له نسل څخه وي، او د بېتلحم په کلي کې هلته چې داؤد اوسېده راښکاره شي؟ ۴۳ او د هغۀ په هکله د خلکو په منځ کې اختلاف پېدا شو. ۴۴ او ځینو غوښتل چې هغه ونیسي خو هېچا هم هغۀ ته لاس وانچولو.د یهودي مشرانو بیایمانی
۴۵ او کله چي دسپېڅلي کورساتونکي لویو مذهبي مشرانو او فریسیانو ته ورستانه شول نو هغوی ورته وویل: ولې مو هغه رانه ووست؟ ۴۶ نو د سپېڅلي کور ساتونکو ورته په ځواب کې وویل: هېڅوک هم داسې خبرې نه کوي لکه دا سړی یې چې کوي. ۴۷ نو فریسیانو هغوی ته وویل: آیا تاسو هم ګمراه شوي یاست؟ ۴۸ آیا په مشرانو یا فریسیانو کې چا پرهغۀ ایمان راوړی دی؟ ۴۹ خو دغه ډله چې په شریعت نپوهېږي لعنتیان دي. ۵۰ نو نیقودیموس چې د شپې هغۀ ته راغلی ؤ او یو له هغوی څخه ؤ هغوی ته یې وویل: ۵۱ آیا زموږ شریعت پرته لدې چې د چا خبره واوري او یا د هغۀ د کار په هکله پلټنه وکړي پرچا حکم کوي؟ ۵۲ هغوی ورته په ځواب کې وویل: آیا ته هم ګلیلي یې؟ پلټنه وکړه او وګوره چې هېڅ نبي له ګلیل څخه ندی راپورته شوی. ۵۳ بیا هغوی ټول خپلو کورونو ته لاړلد معياري پښتو ژباړه د چاپ حق دی © 2022‑2026 افغان کلیسا. تاسو کولی شئ د شخصي او غیر تجارتي استعمال لپاره ډاونلوډ او توزیع کړئ.