بائبل Bible
Pashton Bible

یوحنا ۸

د زنا کارې ښځې بخښل

۱ خو عیسی د زیتونو غره ته لاړ.  ۲ او سهار د وخته بیا سپېڅلي کور ته راغی، ټول خلک ورته راغونډ شول، هغه کېناست او هغوی ته یې تعلیم ورکاوه.  ۳ د شرعې عالمانو او فریسیانو هغه ښځه راوستله چې په زنا کې یې نيولې وه او د ټولو په منځ کې یې ودروله  ۴ او هغۀ ته یې وویل استاذه! دا ښځه مو په زنا کې نیولې ده  ۵ او موسی موږ ته په شریعت کې حکم کړی چې دا ډول ښځې باید سنګسارې شي، ته پدې هکله څه وايې؟  ۶ او دا یې د آزمېښت په موخه هغۀ ته وویل، ترڅو پرهغۀ کوم تور ولګوي، خو عیسی ټیټ شو او په ګوته يې د مځکې پرمخ لیکل کول.  ۷ او کله چې هغوی په خپله پوښتنه ټینګار وکړ نو هغه نېغ ودرېد او هغوی ته یې وفرمایل: لتاسو څخه چې چا ګناه نه وي کړې نو لومړی کاڼې دې هغه وار کړي.  ۸ او یو ځل بیا هغه ټیټ شو او پرمځکه یې لیکل پیل کړل.  ۹ کله چې هغوی دا خبره واورېدله نو پداسې حال کې چې مشران یې ترې مخکې ؤ، یو یو بهر لاړل او عیسی له هغې ښځې سره چې په منځ کې ولاړه وه یواځې پاتې شو.  ۱۰ بیا عیسی ودرېد او هغې ته یې وفرمایل: ای ښځې! هغوی څه شول؟ آیا هېچا هم ته ملامته نکړې؟  ۱۱ ښځې وویل: مالکه! هېچا هم نه، نو عیسی ورته وفرمایل: زه هم تا نه ملامتوم لاړه شه او بیا ګناه مه کوه.  

عیسی د نړۍ رڼا ده

۱۲ عیسی بیا خلکو ته وېنا وکړه او ویې فرمایل: زه د نړۍ رڼا یم، څوک چې ما پسې راشي هغه به په تیاره کې نه ګرځي بلکې د ژوندون رڼا به ومومي.  ۱۳ فریسیانو هغۀ ته وویل: ته پرخپل ځان ګواهي ورکوې نو ځکه ستا ګواهي رېښتینې نده.  ۱۴ عیسی ځواب ورکړ: که چېرې زه پرخپل ځان هم ګواهي ورکوم نو زما ګواهي رېښتینې ده، ځکه زه پوهېږم چې له کومه ځایه راغلی یم او چېرې ځم، خو تاسو نپوهېږئ چې زه له کومه ځایه راغلی یم او چېرې ځم.  ۱۵ تاسو انساني قضاوت کوئ خو زه پرهېچا قضاوت نه کوم.  ۱۶ او که زه چېرې قضاوت هم وکړم نو زما قضاوت رېښتینی دی، ځکه کله چې زه قضاوت کوم نو یواځې نه یم زما رالېږونکی پلار هم زما سره وي.  ۱۷ او همدغه راز ستاسوپ په شریعت کې هم لیکل شوي چې د دوو کسانو ګواهي رېښتینې ده.  ۱۸ زه پرخپل ځان ګواهي ورکوم او همدغه راز زما رالېږونکی پلار هم زما ګواهي ورکوي.  ۱۹ نو هغۀ ته يې وویل: ستا پلار چېرې دی؟ عیسی ځواب ورکړ چې، نه خو ما تاسو پېژنئ او نه زما پلار او هرکله مو چې زه وپېژندم نو زما پلار به هم وپېژنئ.  ۲۰ او عیسی دا خبرې د سپېڅلي کور په بېت‌المال کې وکړې، کله یې چې هلته تعلیم ورکاوه، خو هېچا هغه ونه نیوه ځکه چې د هغۀ نېټه لا نه وه رارسیدلې.  ۲۱ یوځل بیا عیسی هغوی ته وفرمایل: زه لتاسو څخه ځم او تاسو به ما لټوئ او په خپلو ګناهونو کې به مړه شئ او چېرې چې زه ځم تاسو هلته راتلای نشئ.  ۲۲ نو یهودو وویل: آیا د ځان وژنې تکل یې کړی چې وايي داسې ځای ته ځم چې تاسوهلته راتلای نشئ؟  ۲۳ نو هغوی ته یې وفرمایل: تاسو د مځکې پورې اړه لرئ او زه د آسمان پورې، تاسو د دې نړۍ یاست خو زه لدې نړۍ څخه نه یم  ۲۴ نو لدې کبله مې تاسو ته وویل چې په خپلو ګناهونو کې به مړه شئ، ځکه که چېرې باور ونکړئ چې زه هغه یم نو په خپلو ګناهونو کې به مړه شئ  ۲۵ نو هغۀ ته یې وویل: ته څوک یې؟ عیسی ورته وفرمایل: زه هماغه یم چې له پېله مې تاسو ته ویلي دي.  ۲۶ زه ډېر څه لرم چې ستاسو په هکله یې ووایم او قضاوت وکړم، خو زما رالېږونکی رېښتینی دی او هغه څه چې ما له هغۀ څخه اوریدلي دي، نړۍ ته یې اعلانوم  ۲۷ خو هغوی پوه نشول چې د پلار په هکله ورسره خبرې کوي  ۲۸ عیسی هغوی ته وفرمایل: کله چې تاسو د انسان زوی پورته وخېژوئ نو هغه وخت به پوه شئ چې زه هغه یم او پخپله خوښه کار نه کوم بلکې یواځې هغه خبرې کوم چې پلار ماته دهغې تعلیم راکړی دی  ۲۹ او هغۀ چې زه رالېږلی یم زما سره دی، هېڅکله ما یواځې نپرېږدي، ځکه چې زه تل دهغۀ د خوښې کارونه ترسره کوم.  ۳۰ او کله چې هغۀ دا خبرې وکړې نو ډېرو پرې ایمان راوړ. 

آزادی او غلامی

۳۱ بیا عیسی هغو یهودوته چې پرهغۀ یې ایمان راوړی ؤ وفرمایل: که چېرې تاسو زما په کلام کې پاتې شئ نو زما رېښتیني شاګردان به یئ.  ۳۲ حقیقت به وپېژنئ او حقیقت به تاسو آزاد کړي.  ۳۳ نو هغوی هغۀ ته ځواب ورکړ: موږ د ابراهیم اولاد یو او هېڅکله د چا غلامان نه وو، نو ته څنګه وایې چې تاسو به آزاد شئ؟  ۳۴ خوعیسی ځواب ورکړچې په یقین سره تاسو ته وایم هرڅوک چې ګناه کوي نو هغه د ګناه غلام دی.  ۳۵ غلام د تل لپاره د کورنۍ غړی نه ګڼل کېږي خو زوی تل پاتې کېږي.  ۳۶ خو که چېرې زوی تاسو آزاد کړي نو په رېښتیا به آزاد شئ.  ۳۷ زه پوهېږم چې تاسو د ابراهیم اولاد یاست خو غواړئ چې ما ووژنئ او زما کلام په تاسو کې ځای ونه مومي.  ۳۸ زه هغه څه وایم چې د خپل پلار په حضور کې مې لیدلي دي او تاسو هغه څه کوئ چې له خپل پلار څخه مو اورېدلي دي.  ۳۹ هغوی ځواب ورکړ، زموږ پلار خو ابراهیم دی، نوعیسی هغوی ته وفرمایل: که چېرې تاسو د ابراهیم اولاد یاست نو تاسو به هغه څه کړي وو کوم چې ابراهیم کول  ۴۰ خو اوس غواړئ چې ما ووژنئ او زه هغه سړی یم چې تاسو ته مې په رېښتیا د خدای هغه خبرې در ورسولې چې له هغۀ څخه مې اوریدلي دي، ابراهیم داسې کار ونکړ.  ۴۱ تاسو هغه کارونه کوئ کوم چې ستاسو پلار کول. نو هغوی هغۀ ته وویل: موږ حرامیان نه یو او یو پلار لرو چې هغه خدای دی.  ۴۲ عیسی هغوی ته وفرمایل: که چېري خدای ستاسو پلار وای نو تاسو به زما سره مینه کوله ځکه زه د خدای له لوري راغلی او دلته یم، زه پخپله خوښه نه یم راغلی بلکې هغۀ رالېږلی یم  ۴۳ ولی تاسو زما په خبرو نپوهېږئ؟ دا ځکه چې تاسو زما کلام اوریدلی نشئ.  ۴۴ تاسو د خپل پلار ابلیس بچې یاست او تاسو په خپله خوښه د هغۀ غوښتنې پوره کوئ، هغه له پېله قاتل ؤ او په رېښتیاو ولاړ ندی ځکه چې په هغۀ کې هېڅ رېښتیا نشته، کله چې هغه دروغ وایي نو د خپل فطرت په اساس یې وایي ځکه چې هغه دروغژن او د دروغو پلار دی.  ۴۵ او زه چې رېښتیا وایم نو لدې کبله په ما باور نه کوئ.  ۴۶ پتاسو کې داسې څوک شته چې پرما ګناه ثابته کړي؟ او که زه رېښتیا وایم نو بیا ولې پرما باور نه کوئ؟  ۴۷ څوک چې د خدای وي نو هغه د خدای کلام اوري او تاسو یې ځکه نه اورئ چې د خدای څخه نه یاست. 

عیسی او ابراهیم

۴۸ نو یهودو ورته په ځواب کې وویل: آیا زموږ دا خبره رېښتیا نه ده چې ته سامری یې او پېریان لرې؟  ۴۹ عیسی ورته وفرمایل: زه پېریان نلرم بلکې د خپل پلار درناوی کوم، خو تاسو زما سپکاوی کوئ.  ۵۰ زه دخپل جلال غوښتونکی نه یم، خو داسې څوک شته چې هغه یې غواړي او قضاوت هم کوي.  ۵۱ زه په یقین سره تاسوته وایم چې څوک زما پرکلام عمل کوي نو هغه به هېڅکله مړنشي.  ۵۲ نو یهودو هغۀ ته وویل: موږ اوس پوه شو چې ته پېری لرې، ځکه چې ابراهیم او انبیاء‎ مړه دي خو ته وايې چې څوک زما پرکلام عمل وکړي نو تر ابده به مرګ ونه ویني.  ۵۳ آیا ته زموږ له پلار ابراهیم څخه چې مړ شو او له هغو نبیانو څخه چې مړه شول لوی یې؟ ته خپل ځان څه شی‎ ګڼې؟  ۵۴ عیسی ځواب ورکړ: که چېرې زه خپل ځان ته جلال ورکړم نو زما جلال کومه مانا نلري، خو دا زما پلار دی چې ماته جلال راکوي، هماغه څوک چې تاسو وایئ زموږ خدای دی.  ۵۵ تاسو هغه نه پېژنئ خو زه هغه پېژنم او که چېرې زه ووایم چې هغه نه پېژنم نوبیا به ستاسوپشان دروغژن یم، زه هغه پېژنم او د هغۀ پروېناو عمل کوم.  ۵۶ ستاسو پلار ابراهیم ډېره خوښي کوله ترڅو زما ورځ وویني، هغۀ ولیده او خوشاله شو.  ۵۷ یهودو هغۀ ته وویل: ته لا د پنځوسو کلونو هم نه یې نو ابراهیم دې څنګه ولید؟  ۵۸ نو عیسی هغوی ته وفرمایل: په یقین سره تاسو ته وایم، مخکې لدې چې ابراهیم پېدا شي، نو ماشتون درلود.  ۵۹ هغوی عیسی پسې کاڼې راواخیستل ترڅو سنګسار یې کړي، خو عیسی ځان پټ کړ، د هغوی لمنځه تېر شو او له سپېڅلي کور څخه ووت. 

د معياري پښتو ژباړه د چاپ حق دی © 2022‑2026 افغان کلیسا. تاسو کولی شئ د شخصي او غیر تجارتي استعمال لپاره ډاونلوډ او توزیع کړئ.