یوحنا ۹
د پېدایشي ړوند بینا کول
۱ او کله چې په لار تېرېده نو یو پېدایشي ړوند یې ولید. ۲ شاګردانو ورڅخه پوښتنه وکړه استاذه! ګناه چا کړي ده دې سړي او که د ده مور او پلار چې دی ړوند پېدا شوی دی؟ ۳ عیسی ځواب ورکړ: نه خو دې سړي کومه ګناه کړې او نه د هغۀ مور او پلار، بلکې داځکه ړوند پېدا کړی شوی چې دخدای قدرت په ده کې څرګند شي. ۴ ترڅو چې ورځ ده نو موږ باید کار وکړو او زما د رالېږونکي په کارونو کې بوخت واوسو او شپه راروانه ده چې په هغې کې هېڅوک هم کار نشي کولای. ۵ ترڅو چې زه پدې نړۍ کې یم نو د دې نړۍ رڼا یم. ۶ دا یې وفرمایل او خپلې لاړې یې په مځکه توکړې، په لاړو یې خټه جوړه کړه او هغه یې د ړوند په سترګو ومږله ۷ او هغۀ ته یې وفرمایل: لاړ شه او د سیلوم (چې مانا یې ده لیږل شوی)، په حوض کې یې ووینځه نو هغه لاړ او سترګې یې ووینځلې او کله چې راستون شو نو بینا شوی ؤ. ۸ نو ګاونډیانو او هغو خلکو چې دی یې تر دې وړاندې لیدلی ؤ چې ګدایي یې کوله وویل: آیا دا هماغه سړی ندی چې دلته به ناست ؤ او ګدايي به يې کوله؟ ۹ ځینو وویل: هو دا هماغه دی او ځینو وویل نه، د هغۀ همشکله دی نو هغۀ په خپله وویل: هو، زه هماغه یم. ۱۰ نو هغۀ ته یې وویل: ستا سترګې څنګه بینا شوې؟ ۱۱ هغۀ ځواب ورکړ: یوسړی چې عیسی ورته وايي، خټه یې جوړه کړه او زما په سترګو یې ومږله او ماته یې وویل چې د سیلوم حوض ته لاړ شه او ويې وینځه، زه لاړم ومې وینځلې او بینا شوم. ۱۲ هغۀته یې وویل: هغه سړی چېرې دی؟ هغۀ ورته وویل: نپوهېږم.د پېدایشي ړوند په هکله څېړنه
۱۳ نو هغه سړی چې پخوا ړوند ؤ هغه یې فریسیانو ته راوست ۱۴ او هغه ورځ چې عیسی خټه جوړه کړې وه او د هغۀ سترګې یې بینا کړې وې د خالي ورځ وه. ۱۵ نو فریسیانو ترې بیا پوښتنه وکړه چې څنګه بینا شوې؟ هغوی ته یې وویل: زما په سترګو یې خټه ومږله، ما ووینځلې او بینا شوم. ۱۶ نو ځینو فریسیانو وویل: هغه سړی د خدای له لوري ندی، ځکه چې د خالي درناوی نه کوي،خو نورو وویل: یو ګناهګارسړی څنګه کولای شي چې دا ډول مُعجزې ښکاره کړي؟ او د هغوی په منځ کې اختلاف پېدا شو. ۱۷ بیا یې ړوند سړي ته وویل: ته د هغۀ په هکله څه وايې چې ستا سترګې یې بینا کړې؟ هغۀ وویل چې هغه یو نبي دی. ۱۸ نو یهودو پدې باور ونکړ چې دا سړی واقعاً ړوند ؤ او بینا شوی دی، تردې چې د بینا شوي پلار او مور یې راوغوښتل ۱۹ او له هغوی څخه یې پوښتنه وکړه چې، ستاسو دا زوی چې وايي ړوند پېدا شوی نو اوس څنګه بینا شو؟ ۲۰ پلار او مور یې ځواب ورکړ، موږ پوهېږو چې دا زموږ زوی دی او ړوند پېدا شوی ؤ. ۲۱ دا چې اوس بینا شوی موږ نپوهېږو چې چا د هغۀ سترګې بینا کړي دي، هغه بالغ دی، له هغۀ څخه پوښتنه وکړئ ترڅو خپل احوال پخپله بیان کړي. ۲۲ د هغۀ پلار او مور ځکه داسې وویل چې له یهودو څخه سخت وېرېدل، ځکه یهودو دا پتېلې وه چې که هرڅوک دا اقرار وکړي چې عیسی مسیح دی نو له کنیسې څخه به یې وشړي. ۲۳ نو لدې کبله د هغۀ مور او پلار داسې وویل چې هغه بالغ دی، تاسو له هغۀ څخه پوښتنه وکړئ. ۲۴ نوهغه سړی چې پخوا ړوند ؤ، بیا یې راوغوښت او ورته یې وویل: د خدای شکر وکړه، موږ پوهېږو چې هغه سړی سخت ګناهګار دی. ۲۵ هغۀ ځواب ورکړ، دا چې ګناهګار دی یا ندی زه نپوهېږم، خو دومره پوهېږم چې زه ړوند وم او اوس بینا شوی یم. ۲۶ بیا یې هغۀ ته وویل: لتا سره یې څه وکړل او څنګه يې ستا سترګې بینا کړې؟ ۲۷ هغۀ ځواب ورکړ: اوس خو مې تاسو ته هرڅه وویل، آیا تاسو وانوریدل نوتاسوبیا دڅه لپاره غواړئ چې واورئ؟ آیا تاسوهم غواړئ ترڅو د هغۀ شاګردان شئ؟ ۲۸ نو هغۀ ته یې ښکنځلې وکړې او ورته یې وویل: ته د هغۀ شاګرد یې خو موږ د موسی شاګردان یو. ۲۹ موږ پوهېږو چې خدای له موسی سره خبرې وکړې،خوپدې نپوهېږوچې داسړی له کومه ځایه راغلی دی ۳۰ هغه سړي بیاځواب ورکړ: عجیبه خبره ده چې تاسو اوس هم نپوهېږئ چې هغه د کوم ځای دی، حال دا چې زما سترګې یې بینا کړې ۳۱ او دا ښکاره خبره ده چې خدای د ګناهګارانو دعا نه اوري، خو که څوک خدای پرسته وي او د هغۀ پروېنا عمل کوي نو د هغۀ دعا اوري. ۳۲ د نړۍ له پېدایښته تر اوسه اورېدل شوي ندي چې چا د یو پېدایشي ړوند سترګې بینا کړي وي ۳۳ او که چېرې دا سړی د خدای له لوري نه وي نو هېڅ هم نشي کولی. ۳۴ نو هغۀ ته یې وویل: ته څوک یې چې موږ ته لار ښوونه کوې؟ ته خو په ګناه کې پېدا شوی او لوی شوی یې. او هغه یې وشړلو.روحاني ړانده
۳۵ او کله چې عیسی واورېدل چې هغه یې شړلی دی، نو هغه یې پېدا کړ او ورڅخه یې پوښتنه وکړه چې آیا ته د انسان پر زوی ایمان لرې؟ ۳۶ هغۀ ورته وویل: مالکه! هغه څوک دی ترڅو پرهغۀ ایمان راوړم؟ ۳۷ عیسی هغۀ ته وفرمایل: تا هغه لیدلی او څوک چې تاسره خبرې کوي هغه هماغه دی. ۳۸ نو هغۀ وویل: ای مالکه! ایمان راوړم او بیا یې د هغۀ عبادت وکړ. ۳۹ بیا عیسی وفرمایل: زه دې نړۍ ته د قضاوت لپاره راغلی یم ترڅو ړانده بینا او بینایان ړانده کړم. ۴۰ ځینې فریسیان چې هغۀ سره نږدې ولاړ وو، کله یې چې دا خبره واورېده نو ویې ویل: آیا موږ ړانده یو؟ ۴۱ نو عیسی هغوی ته وفرمایل: که چېرې تاسو ړانده وای نو په تاسو به هېڅ ګناه نه وه، خو دا چې وايئ بینا یو نو ستاسو ګناه پاتې کېږي.د معياري پښتو ژباړه د چاپ حق دی © 2022‑2026 افغان کلیسا. تاسو کولی شئ د شخصي او غیر تجارتي استعمال لپاره ډاونلوډ او توزیع کړئ.