یوحنا ۱۰
د پسونو د شپول مثال
۱ په یقین سره تاسو ته وایم، څوک چې د پسونو شپول ته په دروازه نه ورننوځي او له بلې لارې ور اوړي نو هغه غل او داړه مار دی. ۲ خو هغه چې له دروازې ورننوځي هغه د پسونو شپونکی دی. ۳ څوکیدار هغۀ ته ور خلاصوي، پسونه د هغۀ غږ پېژني، خپل پسونه په نوم رابلي او هغوی بهر بیایي. ۴ او کله چې خپل پسونه بهر یوسي او د هغوی په مخ کې روان وي نو پسونه دهغۀ پسې روان وي، ځکه چې د هغۀ غږ پېژني. ۵ خو د نا آشنا سړي پسې هېڅکله نه ځي بلکې له هغۀ څخه تښتي ځکه چې د نا آشنا سړي غږ نپېژني. ۶ عیسی هغوی ته دا مثال راوړ خو هغوی نپوهېدل چې هغه هغوی ته څه وایي. ۷ نو عیسی بیا هغوی ته وفرمایل: په یقین سره تاسو ته وایم چې زه د پسونو د شپول دروازه یم. ۸ ټول هغه خلک چې له ما څخه وړاندې راغلي وو هغوی غله او داړه مار وو او پسونو دهغوی خبرو ته غوږ کېنښود. ۹ زه دروازه یم، هرڅوک چې زما له لارې ننوځي نو خلاصون به ومومي، په دروازه به ځي او راځي او څرن ځای به هم پېدا کوي. ۱۰ غل راځي ترڅو غلا وکړي، قتل او تباهي وکړي، خو زه راغلی یم ترڅو خلک ژوندون ومومي او په بشپړ ډول آرامه وي. ۱۱ زه ښه شپونکی یم او ښه شپونکی د پسونو لپاره خپل ځان هم قربانوي. ۱۲ خو هغه مزدور چې شپونکی نه وي او پسونه د هغۀ نه وي، نوکله چې وویني لېوه راشي نو پسونه پرېږدي او خپله تښتي، نو لېوه رمه راونیسي او خوره وره یې کړي ۱۳ هغه تښتي، ځکه چې مزدور دی او د پسونو په فکر کې نه دی ۱۴ زه ښه شپونکی یم زه خپل پسونه پېژنم او هغوی ما پېژني. ۱۵ لکه څرنګه چې پلار ما پېژني، نو زه پلارپېژنم او زه خپل ځان د پسونو لپاره قربانوم ۱۶ او زه نور پسونه هم لرم چې هغوی لدې شپول څخه نه دي، زه باید هغوی هم دلته راولم، هغوی به زما غږ واوري نو بیا به یوه رمه شي او شپونکی به هم یو وي ۱۷ او لدې کبله پلار زما سره مینه کوي چې زه خپل ځان قربانوم ترڅو یې بیا مومم ۱۸ دا زما څخه څوک په زور نه اخلي بلکې زه یې په خپله خوښه قربانوم، زه دا قدرت لرم چې هغه قربان کړم او دا واک هم لرم چې بیا یې ترلاسه کړم او دا حکم خپل پلار ماته راکړی دی. ۱۹ بیا د دې خبرې په وجه د یهودو ترمنځ اختلاف پېدا شو. ۲۰ له هغوی څخه ډېرو وویل چې هغه پېریان لري او لېونی دی، ولې د هغۀ خبرو ته غوږ نیسئ؟ ۲۱ خو نورو وویل، څوک چې پیریانو نیولی وي هغه داسی خبرې نکوي، آیا یو پېریانی کولای شي چې د ړوند سترګې بینا کړي؟یهودیان له مسیح څخه انکار کوي
۲۲ دغه وخت په اورشلیم کې د وقف اختر ؤ او دا ژمې ؤ ۲۳ او عیسی د سپېڅلي کورپه سلیماني برانډه کې ګرځېده. ۲۴ نو یهودیان له هغۀ څخه راچاپېره شول او ورته یې وویل: ترڅو به موږ په شک کې ساتې؟ که چېرې ته مسیح یې نو موږ ته ښکاره ووایه. ۲۵ عیسی هغوی ته وفرمایل: ما تاسو ته وویل خو تاسو یقین نه کوئ، کوم کارونه چې زه د خپل پلار په نوم ترسره کوم هغه زما ګواه دی. ۲۶ خوتاسو پرې یقین نه کوئ ځکه تاسو زما پسونه نه یاست. ۲۷ زما پسونه زما غږ اوري، زه هغوی پېژنم او ما پسې راځي. ۲۸ زه هغوی ته تلپاتې ژوندون ورکوم، هغوی به هېڅکله هم هلاک نشي او هېڅوک هم نشي کولای چې هغوی زما له لاسه وباسي ۲۹ زما پلار چې دوی یې ماته راکړي، هغه تر ټولو لوی دی او هېڅوک نشي کولای چې هغوی زما د پلار له لاسه وباسي. ۳۰ زه او پلار یو یُو. ۳۱ یهودو یوځل بیا عیسی پسې کاڼي راواخیستل ترڅو هغه سنګسار کړي ۳۲ عیسی هغوی ته وفرمایل: ما دخپل پلار له لوري تاسو لپاره ډېرښه کارونه وښودل نو د کوم ښه کار لپاره ما سنګساروئ؟ ۳۳ یهودو ورته وویل: موږ ستا د نېک کار په وجه تا نه سنګساروو بلکې ستا د کُفر له کبله، ځکه چې ته انسان یې خو د خدایۍ دعوه کوې. ۳۴ عیسی ځواب ورکړ: آیا ستاسو په شریعت کې لیکل شوي ندي چې، ما وویل: تاسو خدایان یاست ۳۵ نو که چېرې خدای هغه کسان چې کلام ورکړل شوی خدایان وبلل او دا ناشونې ده چې د خدای کلام لمنځه لاړ شي ۳۶ نو بیا تاسو ولې یواځې پدې وجه په ما د کُفر تور پورې کوئ چې ما وویل زه د خدای زوی یم؟ ۳۷ که چېري زه د خپل پلار کارونه نه کوم نو په ما ایمان مه راوړئ ۳۸ خو که کوم یې او تاسو په ما ایمان نه راوړئ نو بیا زما په کارونو ایمان راوړئ، ترڅو پوه شئ او باور وکړئ چې پلار په ما کې دی او زه په هغۀ کې یم. ۳۹ هغوی یو ځل بیا هڅه وکړه چې هغه ونیسي خو د هغوی له لاسونو څخه ووت. ۴۰ او بیا د اردن بلې غاړې ته لاړ، کوم ځای کې چې یحیی د تعمید غسل ورکړی ؤ او هلته پاتې شو. ۴۱ ډېر خلک هغۀ ته راتلل او هغوی ویل چې یحیی موږ ته یوه مُعجزه هم ونکړه خو د دې سړي په هکله چې یحیی څه ویلي وو هغه رېښتیا دي. ۴۲ نو ډېرو خلکو هلته پرهغۀ ایمان راوړ.د معياري پښتو ژباړه د چاپ حق دی © 2022‑2026 افغان کلیسا. تاسو کولی شئ د شخصي او غیر تجارتي استعمال لپاره ډاونلوډ او توزیع کړئ.