یوحنا ۱۱
د اېلعازر مرګ او ژوندي کېدل
۱ او اېلعازر نومې سړی ناروغه ؤ، هغه د بېتعنیا اوسېدونکی ؤ کوم چې د مریمې او د هغې د خور مرتا کلی ؤ. ۲ او دا هغه مریمه وه چې په مالک یې عطر اچولي وو او د هغۀ پښې یې په خپلو وېښتانو وچې کړې وې او د هغې ورور اېلعازر ناروغه ؤ. ۳ نو د هغۀ خویندو عیسی ته پیغام ولېږه ویې ویل: مالکه! ته چې له چا سره مینه کوې هغه ناروغه دی. ۴ او کله چې عیسی دا واورېدل نو ويې فرمایل: دا ناروغتیا مرګوني نده بلکې دا د خدای د جلال د څرګندونې لپاره ده، ترڅو د خدای زوی لدې لارې جلال ومومي. ۵ لکه څرنګه چې عیسی له مرتا او د هغې له خور او اېلعازر سره مینه درلوده ۶ خوکله یې چې واورېدل چې هغه ناروغ دی، نو په کوم ځای کې چې ؤ هملته دوه ورځې تم شو. ۷ او له هغې وروسته یې خپلو شاګردانو ته وفرمایل: راځئ چې بېرته یهودیې ته لاړ شو ۸ نو شاګردانو یې هغۀ ته وویل استاذه! ډېره موده نده شوې چې یهودو غوښتل تا سنګسار کړي، آیا ته غواړې چې بیا هلته لاړ شې؟ ۹ عیسی ځواب ورکړ: آیا ورځ دولس ساعته نده؟ که چېرې څوک د ورځې ګرځي هېڅکله به تیندک ونخوري ځکه چې هغه د دې نړۍ رڼا ویني ۱۰ خو که چېرې څوک په شپه کې ګرځي نو خامخا به تیندک خوري، ځکه چې رڼا پکې نشته. ۱۱ تر دې وېنا وروسته عیسی وفرمایل: زموږ دوست اېلعازر وېده دی او زه ورځم ترڅو هغه راویښ کړم. ۱۲ د هغۀ شاګردانو وویل: مالکه! که چېرې وېده وي نو روغ به شي. ۱۳ عیسی د هغۀ د مړینې په هکله خبره کوله خو هغوی ګمان کاوه چې ګوندې د هغۀ د عادي خوب په هکله وايي. ۱۴ خو بیا عیسی هغوی ته په ډاګه وویل چې اېلعازر مړ شوی دی ۱۵ نو تاسو لپاره خوشاله یم چې هلته نه وم ځکه اوس کولای شئ چې ایمان راوړئ، راځئ چې هغۀ ته ورشو ۱۶ او بیا توما چې غبرګونی هم ورته وايي نورو شاګردانو ته وویل: راځئ چې موږ هم لاړ شو ترڅو له هغۀ سره مړه شو.عیسی قیامت او ژوندون دی
۱۷ او کله چې عیسی هلته ورسېد نو خبر شو چې د الېعازر له ښخېدو څخه څلور ورځې تېرې شوي دي. ۱۸ او بېتعنیا تقریباً درې کیلومتره له اورشلیم څخه لرې ؤ ۱۹ او تردې دمه ګڼ شمېر یهودیان، مریمې او مرتا ته د هغوی د ورور د غمرازۍ لپاره راغلي وو. ۲۰ او کله چې مرتا د عیسی له راتګ څخه خبره شوه نو د هغۀ هرکلي ته راووتله، خو مریمه په کور کې پاتې شوه. ۲۱ نو مرتا عیسی ته وویل: مالکه! که چېرې ته دلته وای نو زما ورور به نه مړ کېده. ۲۲ خو اوس هم پوهېږم چې ته له خدایه هرڅه وغواړې نو خدای به یې تاته درکړي ۲۳ عیسی هغې ته وفرمایل: ستا ورور به بیا راژوندی شي. ۲۴ مرتا هغۀ ته وویل: پوهېږم چې هغه به راژوندی شي خو دقیامت په ورځ ۲۵ نو عیسی هغې ته وفرمایل: زه قیامت او ژوندون یم، څوک چې پرما ایمان راوړي که چېري هغه مړ هم شي نو بیا به راژوندی شي. ۲۶ او څوک چې ژوندی وي او پرما ایمان راوړي نو تر ابده به مړنشي، آیا ته پدې باور لرې؟ ۲۷ هغې وویل، هو مالکه! زه ایمان لرم چې ته مسیح د خدای زوی یې کوم چې نړۍ ته راتلونکی دی. ۲۸ او کله یې چې دا وویل نو لاړه او خپله خور مریمه یې په پټه راوبلله او ورته یې وویل: استاذ راغلی او تا غواړي. ۲۹ او کله چې هغې دا واورېدل نو ژر را پاڅېدله او د هغۀ څنګ ته راغله. ۳۰ او عیسی لا کلي ته نه ؤ رسېدلی بلکې په هماغې ځای کې ؤ، چېرې چې مرتا هغه لیدلی ؤ ۳۱ او کوم یهودیان چې هغې ته د غمرازۍ لپاره راغلي وو، کله یې چې ولیدل مریمه له کور څخه په منډه ده نو د هغې پسې شول، ځکه هغوی دا فکر کاوه چې ګوندې هغه قبر ته د ژړا لپاره روانه ده ۳۲ نو مریمه هغې ځای ته لاړه چېرې چې عیسی ؤ او کله یې چې هغه ولید نو پرپښو ورپرېوته او ویې ویل، مالکه! که چېرې ته دلته وای نو زما ورور به نه مړ کېده. ۳۳ او کله چې عیسی هغه او ورسره یهودیان په ژړا ولیدل نو یو اسویلې یې وکړ او ډېر زهیر شو ۳۴ او پوښتنه یې وکړه چې، هغه مو په کوم ځای کې ښخ کړی دی؟ هغۀ ته یې وویل، مالکه راشه اوګوره! ۳۵ نو عیسی په ژړا شو. ۳۶ یهودو وویل: وګورئ هغه ورته څومره ګران ؤ ۳۷ له هغوی څخه ځینو وویل: آیا دغه سړی چې د هغه ړوند سړي سترګې یې بینا کړې وې، آیا دا یې نشو کولای ترڅو هغه یې له مرګ څخه ژغورلی وای؟اېلعازر ژوندی کېږي
۳۸ عیسی بیا یو اسویلې وکړ او د قبر څنګ ته ورغی او دا یو غار ؤ چې ګټ ورته ایښودل شوی ؤ. ۳۹ عیسی وفرمایل: ګټ پورته کړئ، نو د مړي خور مرتا هغۀ ته وویل: مالکه! اوس به هغۀ بوی کړی وي ځکه چې څلور ورځې پرې تېرې شوې دي. ۴۰ نو عیسی هغې ته وفرمایل: آیا ما تاته ندي ویلي چي، که چېرې ایمان ولرې نو د خدای جلال به ووینې؟ ۴۱ نو ګټ یې د قبر له خُلې څخه پورته کړ، عیسی پورته د آسمان لور ته وکتل او ویې فرمایل: ای پلاره! ستا شُکر په ځای کوم چې تا زما واورېدل ۴۲ او زه پوهېږم چې ته تل زما خبره اورې، خو د دې حاضرې ډلې په خاطر مې وویل ترڅو دوی ایمان راوړي چې تا زه رالېږلی یم ۴۳ او کله یې چې دا وفرمایل نو په لوړ غږ یې وویل: ای اېلعازره! بهر راووځه. ۴۴ نو هغه مړ سړی چې پښې او لاسونه یې په کفن کې تړلي وو او مخ یې په دستمال کې نغښتی ؤ بهر راووت، عیسی هغوی ته وفرمایل: هغه پرانېزئ او پرېږدئ چې لاړ شي.د عیسی د وژلو پلان
( متی ۲۶: ۱ - ۵، مرقس ۱۴: ۱ - ۲ او لوقا ۲۲: ۱ - ۲ )
۴۵ بیا هغه ګڼ شمېر یهودیان چې له مریمې سره راغلي وو او هغه څه یې ولیدل چې عیسی وکړل نو پر هغۀ یې ایمان راوړ. ۴۶ خو ځینې یې فریسیانو ته ورغلل او له هغو کارونو څخه یې خبر کړل چې عیسی کړي وو ۴۷ بیا لوی مذهبي مشرانو او فریسیانو جرګه راغونډه کړه او ویې ویل: موږ باید څه وکړو؟ ځکه دغه سړی ډېرې مُعجزې ښکاره کوي ۴۸ او که چېرې هغه همداسې پرېږدو نو ټول به پر هغۀ ایمان راوړي، رومیان به راشي او زموږ ملک او قام به ونیسي. ۴۹ له هغوی څخه یو تن چې کیاپاس نومېده او په هغه کال د مذهبي مشرانومشر ؤ هغوی ته وویل: تاسو هېڅ نه پوهېږئ ۵۰ او فکر نه کوئ چې تاسو لپاره ګټوره ده ترڅو یو تن د قام لپاره مړ شي، نه دا چې ټول ملت برباد او لمنځه لاړ شي. ۵۱ او دا یې له ځانه ونه ویل بلکې دا چې په هغه کال، هغه د مذهبي مشرانو مشر ؤ نو پېش بینی یې وکړه چې عیسی باید د قام لپاره مړ شي. ۵۲ او نه یواځې د قام لپاره، بلکې ددې لپاره چې د خدای خواره واره بچي په یوځای کې سره راغونډ کړي. ۵۳ او له همغې ورځې وروسته هغوی د هغۀ د وژلو پلان جوړ کړ ۵۴ او لدې وروسته عیسی د یهودو په منځ کې ښکاره نه ګرځېده بلکې له هغې ځایه راووت، هغه سیمه یې پرېښوده او د صحرا له لوري افرایم نومي ښار ته لاړ او له خپلو شاګردانو سره هلته مېشت شو. ۵۵ او کله چې د یهودو د فسحې اختر رانږدې شو نو له فسحې وړاندې ډېر خلک له کلیو څخه اورشلیم ته راغلل ترڅو ځانونه پاک کړي. ۵۶ هغوی د عیسی په لټه کې وو او کله چې په سپېڅلي کور کې ولاړ وو نو یو بل ته ویل: څه ګمان کوئ آیا د اختر لپاره به رانشي؟ ۵۷ لوی مذهبي مشرانو او فریسیانو امر کړی ؤ چې که هرڅوک د هغۀ په هکله خبر ترلاسه کړي نو موږ ته دې ووايي ترڅو هغه ونیسو.د معياري پښتو ژباړه د چاپ حق دی © 2022‑2026 افغان کلیسا. تاسو کولی شئ د شخصي او غیر تجارتي استعمال لپاره ډاونلوډ او توزیع کړئ.