بائبل Bible
Pashton Bible

یوحنا ۱۲

پرعیسی عطر اچول

( متی۲۶: ۶-۱۳ او مرقس ۱۴: ۳-۹)

۱ نو د فسحې له اختر څخه شپږ ورځې وړاندې عیسی بېت‌عنیا ته راغی چېرې چې د اېلعازر کور ؤ، کوم چې هغۀ له مړو څخه راژوندی کړی ؤ.  ۲ او هلته یې د هغۀ لپاره مېلمستیا جوړه کړه، مرتا خدمت کاوه او اېلعازر هم له نورو مېلمنو سره یوځای له عیسی سره ناست ؤ.  ۳ نو مریمې یوه پېمانه د سنبلو سوچه عطر راوړل او د عیسی پرپښو یې واچول او بیا یې د هغۀ پښې په خپلو وېښتانو وچې کړې، تردې چې ټول کور د عطرو بوی ونیوه.  ۴ خو د هغۀ له شاګردانو څخه یو تن د شمعون زوی یهودا اسخریوطي کوم چې د هغۀ جاسوسي وکړه وویل:  ۵ ولې دا عطر په درې سوه سېکو خرڅ نکړای شول ترڅو غریبانو ته ورکړل شوي وای؟  ۶ هغۀ دا خبره پدې خاطر ونکړه چې ګوندې هغه د غریبانو خواخوږی ؤ بلکې هغه په خپله غل ؤ ځکه د هدایاو کڅوړه چې هغۀ ته سپارل شوې وه او کومې پیسې به چې په هغې کې راټولېدې نو له هغې څخه به یې غلا کولې.  ۷ عیسی وفرمایل: هغه یواځې پرېږدئ، هغې دا عطر واخیستل چې زما د ښخولو د ورځې لپاره یې وساتي  ۸ ځکه چې غریبان به تل لتاسو سره وي خو زه به د تل لپاره تاسو سره نه یم.  ۹ او کله چې د یهودو یوه غټه ډله پدې پوهه شوه چې عیسی هلته دی نو راغلل، نه یواځې د عیسی لپاره بلکې د اېلعازر د لیدنې لپاره هم، کوم چې یې له مړو څخه راژوندی کړی ؤ.  ۱۰ بیا لوی مذهبي مشرانو پلان جوړکړ چې اېلعازر هم مړ کړي  ۱۱ ځکه چې ډېر یهود د هغۀ له امله عیسی ته ورتلل او پرهغۀ یې ایمان راوړلو. 

عیسی په بریالیتوب اورشلیم ته داخلېږي

( متی ۲۱: ۱-۱۱، مرقس ۱۱: ۱-۱۱ او لوقا ۱۹: ۲۸-۴۰)

۱۲ او د هغې ورځې په سبا کله چې ګڼ شمېر خلک د اختر لپاره اورشلیم ته راغلي وو او هغوی واورېدل چې عیسی اورشلیم ته را روان دی  ۱۳ نو د خرما د ونې څانګې یې راواخیستې او د هغۀ هرکلي ته را ووتل او نارې یې وهلې چې د خدای ثنا دې وي، مبارک دې وي هغه څوک چې د مالک په نوم راځې یانې د اسرائیلو پاچا!  ۱۴ عیسی یو کوټی وموند او پرهغې سپور شو، لکه څرنګه چې لیکل شوي دي  ۱۵ ای د صهیون لورې! ګوره مه وېرېږه، دا دی ستا پاچا پرکوټي سپور راروان دی.  ۱۶ په پېل کې د عیسی شاګردان پدې پوه نشول خو کله چې عیسی جلال ته ورسېد نو هغوی ته وریاد شول چې دا شیان د هغۀ په هکله لیکل شوي وو او همدغه شان یې له هغۀ سره کړي وو.  ۱۷ کله چې عیسی اېلعازر له قبر نه راوبللو او له مړو څخه یې بیا را ژوندی کړ نو کومو خلکو چې هلته شتون درلود، هغوی چې څه لیدلي او اوریدلي ؤ په هغې یې ګواهي ورکړه.  ۱۸ او له همدې امله هغې ډلې د هغۀ هرکلی وکړ، ځکه هغوی اوریدلي وو چې هغۀ دا مُعجزه کړې ده.  ۱۹ نو فریسیانو یو بل ته وویل: تاسو وینئ چې هېڅ ګټه مو ونکړه، دا دی ټوله نړۍ د هغۀ پسې روانه ده.  

یونانیان د عیسی په لټه کې

۲۰ او د هغو خلکو له ډلې څخه چې په اختر کې د عبادت لپاره راغلي وو ځینې یونانیان هم وو.  ۲۱ او هغوی فیلیپوس ته چې د ګلیل د بېت‌صېدا اوسېدونکی ؤ راغلل او ورته یې وویل: مالکه! موږ غواړو چې عیسی ووینو.  ۲۲ بیا فیلیپوس راغی او اندریاس ته یې وویل، اندریاس او فیلیپوس لاړل عیسی ته یې وویل.  ۲۳ نو عیسی هغوی ته ځواب ورکړ: هغه وخت رارسېدلی چې د انسان زوی جلال ومومي.  ۲۴ په یقین سره تاسو ته وایم که چېرې د غنمو یوه دانه په خاوره کې ونه لوېږي او مړه نشي نو یواځې پاتې کېږي او که چېرې مړه شي نو ډېرې دانې ترې زرغونېږي.  ۲۵ څوک چې له خپل ژوند سره مینه کوي نو له لاسه به یې ورکړي خو څوک چې پدې نړۍ کې له خپل ژوند څخه کرکه کوي نو هغه به يې د تلپاتې ژوندون لپاره وساتي.  ۲۶ که څوک زما خدمت کوي نو زما پېروي دې وکړي نو چېرې چې زه یم، هلته به هم زما خادم وي او څوک چې زما خدمت وکړي نو زما پلار به هغۀ ته عزت ورکړي. 

د انسان زوی به پورته وخېژول شي

۲۷ اوس زما ځان په ستونزه کې دی او زه څه ووایم؟ ای پلاره! ما لدې ساعت څخه وژغوره، بلکې زه د همدې لپاره دې ساعت ته رارسېدلی یم.  ۲۸ ای پلاره!خپل نوم ته جلال ورکړه نو هماغه شېبه له آسمانه یو غږ راغی چې: ما جلال ورکړی او بیا به هم جلال ورکړم.  ۲۹ نو کومه ډله چې هلته حاضره وه، کله یې چې دا واورېدل نو ویې ویل: دا د تندر غږ ؤ او ځینو نورو وویل: فرښتې له هغۀ سره خبرې وکړې.  ۳۰ عیسی هغوی ته وفرمایل: دا غږ زما لپاره نه بلکې ستاسو لپاره راغی.  ۳۱ اوس د دې نړۍ د قضاوت وخت دی او د دې نړۍ سردار به بهر وغورځول شي.  ۳۲ او کله چې زه له مځکې څخه پورته کړای شم نو ټول به ځان ته راکاږم.  ۳۳ او دا د هغې خبرې لور ته اشاره وه چې هغه به په کوم ډول مرګ مړشي.  ۳۴ نوهغوخلکو ځواب ورکړ، موږ له شریعت څخه اورېدلي چې مسیح به تل ترتله پاتې وي نو ته څنګه وایې چې د انسان زوی باید پورته کړای شي؟ او دا د انسان زوی څوک دی؟  ۳۵ عیسی هغوی ته وفرمایل: د لږې مودې لپاره رڼا لتاسو سره ده نو ترڅو چې رڼا لتاسو سره ده په رڼا کې لاړ شئ ترڅو تیاره ترتاسو مخکې نشي. او څوک چې تیاره کې په لاره ځي نو نپوهېږي چې چېرې ځي. ۳۶ ترڅو چې رڼا لتاسو سره ده نو پر رڼا ایمان راوړئ ترڅو د رڼا زامن شئ او کله چې عیسی دا وفرمایل نو لاړ او له هغوی څخه پټ شو. 

د یهودو بې‌ايماني

۳۷ او سره لدې چې عیسی د هغوی په وړاندې ډېرې مُعجزې ښکاره کړې وې خو هغوی پرهغۀ ایمان رانه وړ  ۳۸ ترڅو هغه کلام پوره شي کوم چې اشعیا نبي ویلی ؤ: ای مالکه! آیا زموږ په خبروچا یقین کړی، آیا د خدای مټ چاته څرګند شوی دی؟  ۳۹ او په همدې وجه هغوی ونشو کولای چې ایمان راوړي ترڅو د اشعیا نبي دا خبره هم پوره شي:  ۴۰ او هغۀ د هغوی سترګې ړندې کړې دي او د هغوی زړونه یې سخت کړي دي، هسې نه چې په خپلو سترګو وویني او په خپلو زړونو کې پرې پوه شي او راوګرځي او زه هغوی ته روغتیا ورکړم.  ۴۱ او دا خبرې اشعیا هغه وخت وکړې کله یې چې د هغۀ جلال ولید او د هغۀ په هکله یې خبرې وکړې.  ۴۲ سره لدې ډېرویهودي مشرانوپرهغۀ ایمان راوړخو د فریسیانو له وېرې یې اقرار ونکړ چې ګوا کې هغوی له کنیسې څخه ونه شړي.  ۴۳ ځکه چې هغوی دخدای دجلال پرځای دخلکوجلال خوښاوه.  ۴۴ بیا عیسی په لوړ غږ سره وویل: چا چې پرما ایمان راوړ نو هغه نه یواځې پرما بلکې پرهغه چا ایمان راوړی چې زه یې رالېږلی یم.  ۴۵ او چا چې زه ولیدم نو زما رالېږونکی یې لیدلی دی.  ۴۶ زه نړۍ ته د رڼا په شان راغلی یم او څوک چې پرما ایمان راوړي نو په تیاره کې به پاتې نشي  ۴۷ او څوک چې زما کلام واوري او ایمان رانوړي نو زه به د هغۀ په هکله قضاوت ونکړم ځکه زه د نړۍ د قضاوت لپاره راغلی نه يم بلکې د دې لپاره راغلی یم ترڅو نړۍ وژغورم.  ۴۸ څوک چې ما رد کړي او زما کلام ونه مني نو داسې قاضي شته چې د هغۀ قضاوت وکړي، یانې زما هغه کلام چې ما ویلی دی او هغه به پرې د قیامت په ورځ قضاوت وکړي.  ۴۹ ځکه زه له خپل ځان څخه خبرې نکوم، خو هغه پلار چې زه یې رالېږلی یم هغۀ ماته امر کړی چې څه ووایم او څنګه یې ووایم  ۵۰ او زه پوهېږم چې د هغۀ امر تلپاتې ژوندون دی نو څه چې پلار ماته ویلي زه هم هماغه وایم. 

د معياري پښتو ژباړه د چاپ حق دی © 2022‑2026 افغان کلیسا. تاسو کولی شئ د شخصي او غیر تجارتي استعمال لپاره ډاونلوډ او توزیع کړئ.