یوحنا ۱۳
عیسی د خپلو شاګردانو پښې وینځي
۱ او د فسحې له اختر نه وړاندې کله چې عیسی ته مالومه شوه چې لدې نړۍ څخه د پلار لور ته هغۀ د تلو وخت رارسېدلی نو له خپلو پېروانو سره چې پدې نړۍ کې یې ورسره مینه لرله تر پایه مینه وکړه. ۲ او د ماښام له ډوډۍ نه مخکې ابلیس د شمعون اسخریوطي د زوی یهودا په زړه کې دا فکر اچولی ؤ ترڅو د هغۀ جاسوسي وکړي ۳ او عیسی پدې پوهېده چې پلار هغۀ ته هرڅه ورکړي دي، هغه د خدای له لوري راغلی او بېرته د خدای لورته روان دی ۴ نو هغه د ماښام له ډوډی خوړلو وروسته راپاڅېد، خپلې جامې یې وویستلې، یو څادر یې واخیست او له ملا څخه یې تاو کړ. ۵ بیا یې په لګن کې اوبه واچولې او د شاګردانو د پښو په وینځلو یې پېل وکړ او په هغه څادر یې وچولې چې له ملا څخه یې تاو کړی ؤ. ۶ او کله چې شمعون پطروس ته ورسېد نو هغۀ ورته وویل: مالکه! آیا ته زما پښې وینځې؟ ۷ نوعیسی ځواب ورکړ: زه چې څه کوم اوس ته په هغې نپوهېږې، خو وروسته به پوه شې. ۸ نو پطروس هغۀ ته وویل: زه به هېڅ کله تا پرېنږدم چې زما پښې ووینځې. عیسی هغۀ ته وفرمایل: که زه ستا پښې ونه وینځم نو ته به زما نه بېبرخې اوسي. ۹ شمعون پطروس هغۀ ته وویل: مالکه! نو بیا نه یواځې زما پښې بلکې زما لاسونه او سر هم ووینځه. ۱۰ نوعیسی وفرمایل: چا چې لامبلې وي نو هغه له پښو وینځلو پرته وینځلو ته ضرورت نلري، هغه ټول پاک دی او تاسو پاک یاست، خو ټول نه. ۱۱ ځکه هغۀ خپل جاسوس پېژانده نو ځکه یې وفرمایل: تاسو ټول پاک نه یاست. ۱۲ او کله یې چې د هغوی پښې ووینځلې نو خپلې جامې یې واغوستې او هغوی ته یې وفرمایل: آیا تاسو پوه شوئ چې ما لتاسو سره څه وکړل؟ ۱۳ تاسو ماته استاذ او مالک وایاست او دا ښه وایاست ځکه چې زه یم. ۱۴ نو کله چې زه مالک او استاذ یم او ستاسو پښې مې ووینځلې نو تاسو ته هم لازم دي چې یو د بل پښې ووینځئ. ۱۵ او تاسو ته مې دا یوه بیلګه پرېښوده نو تاسو هم هغه څه وکړئ کوم چې ما لتاسو سره وکړل. ۱۶ زه په یقین سره تاسو ته وایم چې خادم له بادار څخه لوی ندی او نه استازی له استوونکي څخه. ۱۷ که چېرې تاسو پدې پوهېږئ نو بختور یاست که پرهغې عمل هم وکړئ. ۱۸ ستاسو ټولو په هکله نه وایم، ما چې څوک غوره کړي زه هغوی پېژنم خو د دې لپاره چې د صحیفې خبره پوره شي: هغه څوک چې زما سره ډوډۍ خوري هغه زما پرخلاف راپورته شوی دی. ۱۹ زه اوس تاسو ته د هغې پېښې له رامنځ ته کیدو د مخه وایم ترڅو پدې ایمان راوړئ چې زه هماغه یم ۲۰ زه په یقین سره تاسو ته وایم چې څوک زما استازی ومني نو هغۀ زه ومنلم او چا چې زه ومنلم نو زما رالېږونکی یې منلی دی.د خپل جاسوس په هکله د عیسی پېش بینی
( متی ۲۶: ۲۰ - ۲۵، مرقس ۱۴: ۱۷ - ۲۱ او لوقا ۲۲: ۲۱ - ۲۳)
۲۱ لدې وېنا وروسته عیسی روحاً اندېښمن شو او په ډاګه یې وفرمایل: په یقین سره تاسو ته وایم چې یو لتاسو څخه به زما جاسوسي وکړي. ۲۲ نو شاګردانو یې یو بل ته وکتل او شکمن شول چې د چا په هکله داسې وايي ۲۳ او د هغۀ له شاګردانو څخه یو تن چې عیسی سره نږدې ناست ؤ او عیسی له هغۀ سره مینه کوله ۲۴ نو شمعون پطروس هغۀ ته اشاره وکړه ترڅو له عیسی څخه پوښتنه وکړي چې دچا په هکله خبره کوي. ۲۵ نو هغه شاګرد عیسی ته ورنږدې شو او پوښتنه یې ترې وکړه مالکه! هغه څوک دی؟ ۲۶ عیسی ځواب ورکړ، دا هغه سړی دی چې زه د ډوډۍ دا برخه لمدوم او ورته یې ورکوم، بیا یې هغه لمده کړه او د شمعون اسخریوطي زوی یهودا ته یې ورکړه. ۲۷ او د ډوډی له خوړلو وروسته شېطان په هغۀ کې ننوت، نو عیسی هغۀ ته وفرمایل: هرڅه چې کوې ژر یې وکړه. ۲۸ خو په ناستو خلکو کې یو هم پدې پوه نشو چې دا خبره یې د څه لپاره وکړه. ۲۹ ځکه چې یهودا د هدایاو د کڅوړې مسئول ؤ نو ځینو دا فکر وکړ چې عیسی هغۀ ته وفرمایل چې د اختر لپاره څه اړتیاوې راوپېري، یا دا چې غریبانو ته څه ورکړي. ۳۰ او کله یې چې د ډوډۍ یوه نوړۍ واخیسته نو سمدلاسه بهر لاړ او دا شپه وه. ۳۱ او کله چې هغه بهر لاړ نو عیسی وفرمایل: اوس د انسان زوی جلال وموند او خدای په هغۀ کې جلال وموند. ۳۲ او که چېرې خدای د هغۀ په وسیله جلال مومي نو خدای به هغۀ ته هم جلال ورکړي او ژر به یې ورکړي. ۳۳ ای زما بچو! زه د لږ وخت لپاره تاسو سره یم، بیا به مې لټوئ او لکه څرنګه مې چې یهودو ته ویلي وو او تاسو ته هم وایم، کوم ځای ته چې زه ځم تاسو هلته نشئ راتلای.نوی حکم
۳۴ او تاسو ته نوی حکم درکوم چې یو له بل سره مینه وکړئ، لکه څرنګه چې ما لتاسو سره مینه کړې ترڅو تاسو هم یو له بل سره مینه وکړئ ۳۵ که چېرې تاسو یو له بل سره مینه کوئ نو ټول خلک به پدې پوه شي چې تاسو زما شاګردان یاست.د پطروس د انکار په هکله پېش بینی
( متی ۲۶: ۳۱ - ۳۵، مرقس ۱۴: ۲۷ - ۳۱ او لوقا ۲۲: ۳۱-۳۴)
۳۶ شمعون پطروس ورته وویل: مالکه! چېرې ځې؟ عیسی ځواب ورکړ: چېرې چې زه ځم اوس ته نشې کولای چې ما پسې راشې خو وروسته به راشې. ۳۷ پطروس ورته وویل: مالکه! ولې نشم کولای چې اوس تا پسې درشم؟ ستا لپاره به خپل ځان هم قربان کړم ۳۸ نو عیسی ځواب ورکړ: آیا رېښتیا به زما لپاره خپل ځان قربان کړې؟ په یقین سره درته وایم، وړاندې لدې چې چرګ بانګ وکړي نو ته به درې ځلې زما څخه انکار وکړې.د معياري پښتو ژباړه د چاپ حق دی © 2022‑2026 افغان کلیسا. تاسو کولی شئ د شخصي او غیر تجارتي استعمال لپاره ډاونلوډ او توزیع کړئ.