بائبل Bible
Pashton Bible

یوحنا ۱۴

عیسی د خدای لور ته یواځینۍ لاره ده

۱ ستاسو زړونه دې غمژن نشي، پرخدای ایمان ولرئ او پرما هم ایمان ولرئ.  ۲ زما د پلار په کور کې خونې ډېرې دي او که نه نو تاسو ته به مې ویلي وو چې زه ځم ترڅو ستاسو لپاره ځای تیار کړم؟  ۳ که زه هلته لاړ شم او تاسو لپاره ځای تیار کړم نو بیا راځم او تاسو به له ځان سره بوځم، په کوم ځای کې چې زه یم تاسو به هم هلته واوسېږئ.  ۴ او کوم ځای ته چې زه روان یم تاسو ته هغه لاره مالومه ده.  ۵ توما ورته وویل: مالکه! موږ نه پوهېږو چې ته چېرې ځې نوڅنګه به لارپېدا کړو؟  ۶ عیسی هغۀ ته وفرمایل: زه لار، رېښتیا او ژوندون یم. او هېڅوک زما له وسیلې پرته پلارته نشي راتلای.  ۷ که چېرې تاسو زه پېژندلای نو زما پلار به مو هم پېژندلای او لدې وروسته هغه پېژنئ اوهغه مولیدلی دی.  ۸ فیلیپوس هغۀ ته وویل: مالکه! موږ ته پلار وښایه او دا زموږ لپاره بسیا کوي.  ۹ عیسی هغۀ ته وفرمایل: فیلیپوسه! دا دومره موده چې لتاسو سره وم، لا تر اوسه دې زه پېژندلای نه یم؟ چا چې زه ولیدم نو هغۀ پلار لیدلی دی، نو ته څنګه وایې چې پلار راته وښایه؟  ۱۰ آیا باور نه کوې چې زه په پلار کې یم او پلار په ما کې دی؟ کومې خبرې چې تاسو ته کوم هغه له خپل ځان څخه نه کوم بلکې دخپل پلار لخوا، کوم چې په ما کې مېشت دی او هغه په ما کې کار کوي.  ۱۱ په ما ایمان راوړئ ځکه چې زه په پلار کې یم او پلار په ما کې دی او که نه نو زما د کارونو په وجه پرما ایمان راوړئ.  ۱۲ په یقین سره تاسو ته وایم: څوک چې پر ما ایمان راوړي نو هغه کارونه به وکړي کوم چې زه کوم بلکې تر دې لوی کارونه به هم وکړي، ځکه چې زه د پلار لور ته روان یم.  ۱۳ او هرڅه چې زما په نوم وغواړئ نو زه به یې درکړم ترڅو پلار په زوی کې جلال ومومي.  ۱۴ که چېري تاسو لما څخه زما په نوم هرڅه وغواړئ زه به یې وکړم. 

د سپېڅلي روح وعده

۱۵ او که چېرې زما سره مینه کوئ نو زما حکمونه ومنئ.  ۱۶ او زه به له پلارڅخه وغواړم ترڅو تاسو ته یو بل مرستیال درکړي او هغه به د تل لپاره تاسو سره وي  ۱۷ یانې هماغه رېښتینی روح چې نړۍ نشي کولای هغه ومني ځکه هغه نه ویني او نه یې پېژني خو تاسو هغه پېژنئ، ځکه چې لتاسوسره اوسېږي او په تاسو کې به وي.  ۱۸ زه تاسو یتیمان نپرېږدم او بېرته تاسو ته راځم.  ۱۹ لږه شېبه وروسته به دا نړۍ نور ما ونه ویني خو تاسو به مې وینئ. ځکه چې زه ژوندی یم نو تاسو به هم ژوندي یاست.  ۲۰ نو په هغه ورځ به پوه شئ چې زه په پلار کې یم، تاسو په ما کې یاست او زه په تاسو کې یم.  ۲۱ څوک چې زما حکمونه ومني او پرهغې عمل وکړي نو دا هغه څوک دی چې ما سره مینه کوي او څوک چې ما سره مینه کوي نو زما پلار به له هغۀ سره مینه وکړي، زه به له هغۀ سره مینه وکړم او خپل ځان به ورته ښکاره کړم.  ۲۲ نو یهودا(نه اسخریوطي یهودا) هغۀ ته وویل: مالکه! ولې غواړې چې موږ ته خپل ځان وښایې، نه نړۍ ته؟  ۲۳ عیسی ځواب ورکړ: څوک چې زما سره مینه کوي نو هغه به زما له وېنا سره سم عمل کوي او زما پلار به له هغوی سره مینه کوي، موږ به هغوی ته ورشو او هغوی سره به خپل کور جوړ کړو.  ۲۴ او څوک چې زما سره مینه نه کوي هغه زما په وېنا عمل نه کوي او کوم کلام چې تاسو اورئ هغه زما ندی بلکې دا د پلار کلام دی چې زه یې رالېږلی یم.  ۲۵ او دا شیان مې تاسو ته وویل پداسې حال کې چې زه لا تاسو سره یم  ۲۶ خو مرستیال یانې سپېڅلی روح چې پلار به یې زما په نوم راولېږي هغه به تاسو ته د هرڅه په هکله تعلیم درکړي او ما چې تاسو ته څه ویلي دي، هغه ټول به دریاد کړي.  ۲۷ زه تاسو ته سلامتي پرېږدم او خپله سلامتي تاسو ته درکوم، کومه چې نړۍ تاسو ته نشي درکولای خو زه یې تاسوته درکوم، نوستاسو زړونه دې اندېښمن نشي او مه وېرېږئ.  ۲۸ تاسو واورېدل چې ما تاسو ته وویل، زه لتاسو څخه ځم او بیا تاسو ته راځم، که چېرې زما سره مو مینه کولای نو تاسو به خوشاله شوي وای چې زه پلار ته ور روان یم ځکه چې پلار زما څخه لوی دی.  ۲۹ او ما تاسو ته له وړاندې نه ویلي دي چې کله دا هرڅه پېښ شي نو ایمان راوړئ.  ۳۰ لدې وروسته به تاسو سره ډېرې خبرې ونکړم ځکه چې د دې نړۍ سردار راځي او هغه پرما هېڅ قدرت نلري.  ۳۱ زه هغه کار کوم چې پلار ماته امر کړی دی ترڅو نړۍ پدې پوهه شي چې زه له پلار سره مینه کوم. نو راځئ چې لدې ځای څخه لاړشو. 

د معياري پښتو ژباړه د چاپ حق دی © 2022‑2026 افغان کلیسا. تاسو کولی شئ د شخصي او غیر تجارتي استعمال لپاره ډاونلوډ او توزیع کړئ.