بائبل Bible
Pashton Bible

یوحنا ۱۵

زه رېښتينی تاک یم

۱ زه رېښتینی تاک یم او زما پلار باغوان دی.  ۲ نو کومه څانګه چې په ما کې مېوه ونه نیسي هغه پرې کوي، خو کومه چې مېوه ونیسي نوهغه اصلاح کوي ترڅو ډېره مېوه ونیسي.  ۳ اوس تاسو د هغه کلام له امله چې تاسو ته مې درکړی دی پاک یاست  ۴ نو تاسو په ماکې واوسېږئ، زه به په تاسو کې واوسېږم. او لکه څرنګه چې یوه څانګه په تاک کې له پاتې کېدو پرته نشي کولای مېوه ونېسي نو همدغه راز تاسو هم ترهغه وخته مېوه نشئ نیولی ترڅو چې په ما کې ونه اوسېږئ.  ۵ زه تاک یم او تاسو څانګې، څوک چې په ما کې اوسېږي نو زه به په هغۀ کې واوسېږم او ډېره مېوه به ونیسي ځکه چې تاسو لما پرته هېڅ هم نشئ کولای.  ۶ او څوک چې په ما کې نه اوسېږې نو هغه به د وچې څانګې په څېر بهر وغورځول شي، وچې څانګې به یوځای ته راغونډې کړای شي، په اور کې به وغورځول شي او وبه سوزول شي.  ۷ که چېرې تاسو په ما کې واوسېږئ او زما کلام پتاسو کې واوسېږي نو چې څه هم غواړئ د هغې غوښتنه وکړئ تاسو ته به درکړل شي.  ۸ زما د پلار جلال پدې کې دی چې تاسو ډېره مېوه ونیسئ او زما شاګردان شئ.  ۹ او لکه څرنګه چې پلار زما سره مینه کوي، زه هم لتاسو سره هماغه شان مینه کوم نو زما په مینه کې واوسېږئ.  ۱۰ که چېرې زما پر حکمونو عمل وکړئ نو زما په مینه کې به واوسیږئ، لکه څرنګه چې ما د خپل پلار پر حکمونو عمل کړی او د هغۀ په مینه کې اوسېږم.  ۱۱ دا مې تاسو ته وویل ترڅو زما خوشالي په تاسو کې وي او ستاسو خوشالي بشپړه شي.  ۱۲ دا زما امر دی چې یو له بل سره مینه وکړئ، لکه څرنګه چې ما لتاسو سره مینه کړې ده.  ۱۳ او لدې څخه بله لویه مینه نشته چې یو څوک د خپلو ملګرو لپاره ځان قربان کړي.  ۱۴ او تاسو زماملګري یاست خوکه چېرې زما حکمونه ومنئ.  ۱۵ نور به تاسوخادمان نه بولم ځکه خادم نپوهېږي چې د هغۀ بادار څه کوي، خو ما تاسو خپل ملګري بللي یاست، ځکه هر څه مې چې له پلارڅخه اورېدلي هغه مې تاسو ته بیان کړي دي.  ۱۶ تاسو زه غوره کړی نه یم بلکې ما تاسو غوره کړي یاست او تاسو مې ټاکلي یاست چې لاړ شئ او مېوه ونیسئ، هغه مېوه چې تلپاتې ده، ترڅو هرڅه چې له پلار څخه زما په نوم وغواړئ نو تاسو ته یې درکړي.  ۱۷ زما حکم تاسو ته دادی چې یو له بل سره مینه وکړئ. 

د نړۍ کرکه

۱۸ که نړۍ لتاسو څخه کرکه کوي نو پوه شئ چې ترتاسو وړاندې یې زما څخه هم کرکه کړې ده.  ۱۹ که چېرې تاسو د نړۍ پورې اړه درلودای نو نړۍ به تاسو سره د خپلو په شان مینه کړې وای، خو داچې تاسو د نړۍ نه یاست او ما تاسو له نړۍ څخه غوره کړي یاست نو پدې وجه نړۍ لتاسو څخه کرکه کوي.  ۲۰ هغه څه مې چې وویل هغه یاد ساتئ، خادم له خپل بادار څخه لوی نه وي، داچې دوی زه وکړولم نو تاسو به هم وکړوي، که چېرې دوی زما کلام منلی وای نو ستاسو به یې هم منلی وای.  ۲۱ دوی به زما د نوم پخاطر لتاسو سره دا ټول شیان وکړي ځکه چې زما رالېږونکی نپېژني.  ۲۲ که چېرې زه راغلی نه وای او له هغوی سره مې خبرې کړې نه وای نو هغوی به ګناهګار نه وو، خو اوس د خپلې ګناه لپاره هېڅ ډول عذر نلري  ۲۳ څوک چې زما څخه کرکه کوي نو هغه به زما له پلارڅخه هم کرکه کوي  ۲۴ که چېرې ما په هغوی کې داسې کارونه نه وای کړي، کوم چې زما پرته بل هېچا هم ندي کړي نو هغوی به ملامته نه وای،خو اوس یې چې ولیدل دوی بیا هم زما او زما له پلار څخه کرکه کوي  ۲۵ ترڅو هغه خبره پوره شي کومه چې د هغوی په شریعت کې لیکل شوې ده: او هغوی زما څخه بې‌سببه کرکه وکړه  ۲۶ خو لکه څرنګه چې تاسوته د پلار له لوري څخه مرستیال یانې د حقیقت هغه روح کوم چې له پلار څخه راوځي درلېږم، نو هغه به په ما ګواهي ورکړي.  ۲۷ او تاسو به هم په ما ګواهي ورکړئ ځکه چې له پېل څخه زما سره وئ.  

د معياري پښتو ژباړه د چاپ حق دی © 2022‑2026 افغان کلیسا. تاسو کولی شئ د شخصي او غیر تجارتي استعمال لپاره ډاونلوډ او توزیع کړئ.