بائبل Bible
Pashton Bible

یوحنا ۱۶

۱ او دا مې تاسو ته وویل ترڅو تیندک ونه خورئ.  ۲ تاسو به له کنیسو څخه بهر کړي، بلکې داسې یو وخت به راشي که څوک تاسو ووژني نو ګمان به کوي چې ګوندې د خدای خدمت کوي.  ۳ او دا هرڅه به د دې لپاره تاسو سره کوي چې نه پلار پېژني او نه ما.  ۴ او دا هرڅه مې د دې لپاره تاسو ته وویل چې کله د هغې د پېښېدو وخت راورسېږي نو تاسو زما خبرې رایادې کړئ. او دا هرڅه مې له پیل څخه تاسو ته ونه ویل ځکه چې زه خپله لتاسو سره وم. 

د سپېڅلي روح کار

۵ او زه اوس خپل رالېږونکي ته ورروان یم او په تاسوکې هېڅوک زما څخه دا پوښتنه نه کوي چې چېرې ځې؟  ۶ خو زما پدې خبرو چې تاسو ته مې وکړې ستاسو زړونه غمژن شول.  ۷ او زه تاسو ته رېښتیا وایم چې زما تلل ستاسو لپاره ګټور دي ځکه که چېرې لاړ نشم نو مرستیال به تاسو ته رانشي، خو زه ځم ترڅو هغه تاسو ته راولېږم.  ۸ او کله چې هغه راشي نو نړۍ به د ګناه، رېښتینولۍ او انصاف په هکله ملامته کړي،  ۹ د ګناه په هکله، ځکه چې په ما ایمان نه راوړي  ۱۰ او د رېښتینولۍ په هکله، ځکه چې زه پلار ته ځم او تاسو به بیا ما ونه وینئ،  ۱۱ او د قضاوت په هکله، ځکه چې د دې نړۍ سردار محکوم شوی دی.  ۱۲ او نور ډېر شیان هم شته چې باید تاسو ته یې ووایم خو اوس یې د اورېدو طاقت نلرئ.  ۱۳ خو کله چې دحقیقت روح راشي نو هغه به تاسو ته ټول حقیقت در زده کړي ځکه چې هغه له خپله ځانه خبرې نه کوي بلکې هغه څه به وايي چې اورېدلي یې وي او تاسو ته به د راتلونکو پېښو په هکله خبر درکوي.  ۱۴ او هغه به ماته جلال راکړي ځکه چې زما څخه به یې اخلي او تاسو به پرې خبروي.  ۱۵ هرڅه چې زما د پلار دي هغه زما دي، نو ځکه مې وویل چې زما څخه به یې اخلي او تاسو به پرې خبروي. 

غم او خوشالي

۱۶ لږه شېبه وروسته به ما ونه وینئ خو لږ وخت وروسته به بیا ما ووینئ.  ۱۷ نو ځینو شاګردانو یو بل ته وویل: ولې هغه وايي چې لږه شېبه وروسته به ما ونه وینئ خو لږ وخت وروسته به بیا ما ووینئ ځکه چې خپل پلار ته ورځم؟  ۱۸ هغوی وویل: د دې لږ وخت څخه د هغۀ څه مقصد دی؟ چې هغه د هغې په هکله خبرې کوي موږ نه پوهېږو چې هغه څه وايي.  ۱۹ او کله چې عیسی پوه شو چې هغوی غواړي چې ترې پوښتنه وکړي نو هغوی ته یې وفرمایل: آیا تاسو په خپلو کې دا بحث کوئ چې، لږه موده وروسته به ما ونه وینئ خو لږ وخت وروسته به بیا ما ووینئ؟  ۲۰ نو په یقین سره تاسو ته وایم چې تاسو به ژړا او وېر کوئ خو نړۍ به خوشالي کوي او سره لدې چې تاسو به په غم کې ډوب یاست خو ستاسو غم به په خوښۍ بدل شي.  ۲۱ ښځه د زېږون پرمهال اندېښمنه وي ځکه چې د هغې د زېږون وخت رارسېدلی وي خو کله چې ماشوم وزېږوي نو بیا هغه کړاو نه یادوي او خوشاله وي چې یو انسان په نړۍ کې وزېږید.  ۲۲ نو تاسو هم اوس مهال اندېښمن یاست خو کله چې بیا تاسو ووینم نو ستاسو زړونه به خوشاله شي او هېڅوک نشي کولای ترڅو هغه خوښي لتاسو څخه واخلي.  ۲۳ او په هغه ورځ به تاسو زما څخه هېڅ ډول پوښتنه نه کوئ او په یقین سره تاسو ته وایم، هرڅه چې زما په نوم له پلار څخه وغواړئ نو هغه به يې تاسو ته درکړي.  ۲۴ او تر اوسه مو زما په نوم څه شی ندی غوښتی نو ویې غواړئ چې درکړل شي او ستاسو خوښي پوره شي. 

زه پر نړۍ بریالی شوی یم

۲۵ دا هرڅه مې تاسو ته په مثالونو کې بیان کړل خو داسې وخت به راشي چې نور به په مثالونو کې لتاسو سره خبرې ونکړم او په ډاګه به د پلار په هکله تاسو سره خبرې وکړم.  ۲۶ په هغه ورځ به زما په نوم وغواړئ او زه دا نه وایم چې زه به ستاسو لپاره پلار ته سوال کوم  ۲۷ ځکه چې تاسو پلار ته ګران یاست او داځکه چې زه تاسو ته ګران یم او پر ما مو ایمان راوړی چې زه له خدای څخه راغلی یم.  ۲۸ زه له پلار څخه راغلی یم او نړۍ ته راننوتی یم، اوس دا نړۍ پرېږدم او خپل پلار ته ورځم.  ۲۹ شاګردانو هغۀ ته وویل: اوس ته په ډاګه خبرې کوې او په مثالونو کې هېڅ خبرې نه کوې.  ۳۰ موږ اوس پوه شو چې ته په هرڅه پوهېږې او لازمه نده چې څوک لتا څخه پوښتنه وکړي، نو لدې کبله موږ باور لرو چې ته له خدای څخه راغلی يې.  ۳۱ نو عیسی ځواب ورکړ: آیا اوس پرما باور لرئ؟  ۳۲ ګورئ داسې وخت راروان دی، بلکې راغلی هم دی چې تاسو به خواره واره شئ او هر یو به خپلو کورونو ته لاړ شئ او ما به یواځې پرېږدئ خو زه یواځې نه یم ځکه چې پلار زما سره دی.  ۳۳ او دا هرڅه مې تاسو ته وویل ترڅو په ما کې ستاسو سلامتيا وي، په نړۍ کې به تاسو ته کړاو وي خو زړور اوسئ ځکه چې زه پر نړۍ بریالی شوی یم. 

د معياري پښتو ژباړه د چاپ حق دی © 2022‑2026 افغان کلیسا. تاسو کولی شئ د شخصي او غیر تجارتي استعمال لپاره ډاونلوډ او توزیع کړئ.