یوحنا ۱۷
عیسی شاګردانو ته دعا کوي
۱ او لدې وېنا وروسته عیسی خپلې سترګې د آسمان لور ته پورته کړې او ويې فرمایل: ای پلاره! هغه شېبه رارسېدلې چې خپل زوی ته جلال ورکړې ترڅو زوی هم تاته جلال درکړي ۲ ځکه چې تا د بشر واک هغۀ ته سپارلی ترڅو ټولوته تلپاتې ژوندون وروبخښي. ۳ او تلپاتې ژوندون دا دی چې تا وپېژني چې ته یواځینی رېښتینی خدای يې او عیسی مسیح هغه څوک دی کوم چې تا رالېږلی دی. ۴ ما تاته د مځکې پرمخ جلال درکړ او کوم کار دې چې راسپارلی ؤ هغه مې بشپړ کړ. ۵ ای پلاره! اوس ماته په خپل حضور کې جلال راکړه، هغه جلال کوم چې مې د نړۍ له پېدایښت څخه وړاندې لتا سره درلود. ۶ ما ستا نوم د نړۍ هغو خلکو ته ښکاره کړ کوم چې تا له نړۍ څخه ماته راکړي دي، هغوی ستا وو او تا ماته راکړي وو او هغوی ستا کلام منلی دی. ۷ او اوس هغوی پوهېږي چې هرڅه چې تا ماته راکړي هغه ستا له لوري دي. ۸ ځکه کوم کلام چې تا ماته راکړی ؤ، ما هغوی ته وسپاره او هغوی ومانه او په رېښتیا سره پوه شول چې زه لتا څخه راوتلی یم او هغوی په دې ایمان راوړ چې تا زه رالېږلی یم. ۹ زه د هغوی لپاره دعا کوم او د نړۍ لپاره یې نه کوم، بلکې د هغو لپاره چې تا ماته راکړي دي ځکه چې هغوی ستا دي. ۱۰ څه چې زما دي هغه ستا دي او څه چې ستا دي هغه زما دي او ما په هغوی کې جلال موندلی دی. ۱۱ لدې وروسته زه په نړۍ کې نه یم خو دوی پدې نړۍ کې دي او زه تاته درځم، ای پاکه پلاره! کوم خلک چې تا ماته راکړي دي هغوی په خپل نوم سره وساته ترڅو یو واوسي، لکه څرنګه چې موږ دواړه یو یُو. ۱۲ ترڅو چې زه پدې نړۍ کې له دوی سره وم نو څوک چې تا ماته راکړي وو هغوی مې ستا په نوم وساتل او یو هم هلاک نشو، پرته د هلاکت د زوی نه، ترڅو دصحیفو لیکنه پوره شي. ۱۳ خو زه اوس تاته در روان یم او د کومو شیانو په هکله چې ما په نړۍ کې له دوی سره خبرې وکړې، هغه دا وې چې پدوی کې دې زما خوشالي بشپړه شي. ۱۴ ما ستا کلام دوی ته ورکړ خو نړۍ لدوی څخه کرکه وکړه ځکه چې دوی له نړۍ څخه نه دي، لکه څرنګه چې زه لدې نړۍ څخه نه یم ۱۵ زه تا ته دا دعا نه کوم ترڅو دوی لدې نړۍ څخه وباسې بلکې دا چې هغوی له شېطان څخه وژغورې. ۱۶ دوی له نړۍ څخه نه دي، لکه څرنګه چې زه له نړۍ څخه نه یم ۱۷ دوی د رېښتینولۍ په وسیله سپېڅلي وګرځوه، ځکه چې ستا کلام رېښتینی دی ۱۸ لکه څرنګه چې تا زه دې نړۍ ته رالېږلی یم، همدغه راز ما هم دوی نړۍ ته لېږلي دي. ۱۹ او اوس زه د دوی لپاره ځان سپېڅلی کوم ترڅو دوی هم په رېښتینولۍ کې سپېڅلي شي ۲۰ او زه نه یواځې د دوی لپاره دعا کوم بلکې د هغوی لپاره هم دعا کوم، څوک چې د دوی د کلام پوسیله پرما ایمان راوړي. ۲۱ ترڅو ټول یو شي، لکه څرنګه چې ای پلاره! ته په ما کې یې او زه پتا کې، چې دوی هم په موږ کې یو واوسي ترڅو نړۍ ایمان راوړي چې زه تا رالېږلی یم. ۲۲ او کوم جلال چې تا ماته راکړی ؤ ما دوی ته ورکړ، ترڅو یو واوسي، لکه څرنګه چې موږ یو یُو. ۲۳ زه په دوی کی یم او ته په ما کې، چې دوی په بشپړ ډول یو وي نو بیا به نړۍ په دې پوهه شي چې تا زه رالېږلی یم او له هغوی سره دې داسې مینه وکړه لکه څرنګه چې دې ما سره کوله. ۲۴ ای پلاره! کوم خلک چې تا ماته راکړي نو زه غواړم چې په کوم ځای کې زه اوسم هغوی هم زما سره وي، ترڅو هغه جلال وویني کوم چې تا ماته راکړی دی، ځکه چې تا د نړۍ تر جوړښت وړاندې زما سره مینه کړې ده. ۲۵ ای رېښتیني پلاره! نړۍ ته نه پېژندې، خو زه تا پېژنم او دوی پوهېږي چې زه تا رالېږلی یم. ۲۶ او ما ستا نوم دوی ته وروپېژانده او نور به یې هم وروپېژنم ترڅو هغه مینه چې تا زما سره کړې په دوی کې واوسي او زه هم پدوی کې واوسم.د معياري پښتو ژباړه د چاپ حق دی © 2022‑2026 افغان کلیسا. تاسو کولی شئ د شخصي او غیر تجارتي استعمال لپاره ډاونلوډ او توزیع کړئ.