بائبل Bible
Pashton Bible

یوحنا ۱۸

د عیسی نیول کېدل

( متی۲۶: ۴۷-۵۶، مرقس۱۴: ۴۳-۵۰ او لوقا ۲۲: ۴۷-۵۳ )

۱ او لدې خبرو وروسته عیسی له خپلو شاګردانو سره د قیدرون له درې څخه پورېوت، هلته یو باغ ؤ او له خپلو شاګردانو سره ورننوت.  ۲ او هغه ځای یهودا ته چې د هغۀ جاسوسي یې کوله مالوم ؤ، ځکه عیسی به ډېر ځلې له خپلو شاګردانو سره هلته غونډې کولې‌‌‌.  ۳ نو یهودا له یوې ډلې عسکرو او د سپېڅلي کور له ساتونکو سره چې په ډیوو، مشالونو او وسلو سمبال وو او د لویومذهبي مشرانو او فریسیانو له لوري رالېږل شوي وو باغ ته ورننوت.  ۴ نو عیسی سره لدې چې پوهېده څه به ورپېښېږي بهر راووت او له هغوی څخه یې پوښتنه وکړه، تاسو څوک لټوئ؟  ۵ هغوی ورته ځواب ورکړ، ناصري عیسی، نو عیسی هغوی ته وفرمایل: هو! هغه زه یم. او یهودا چې د هغۀ جاسوسي یې کوله له هغوی سره ولاړ ؤ.  ۶ او کله یې چې هغوی ته وفرمایل چې هغه زه یم نو هغوی پشا لاړل او پرمځکه ولوېدل.  ۷ هغۀ بیا له هغوی څخه پوښتنه وکړه، څوک لټوئ؟ هغوی وویل: ناصري عیسی.  ۸ عیسی هغوی ته وفرمایل: ما تاسو ته وویل چې هغه زه یم، که چېرې تاسو ما غواړئ نو دا نور پرېږدئ چې لاړ شي  ۹ ترڅو د هغۀ، هغه خبره پوره شي چې فرمایلې يې وو: تا چې ماته څوک راکړي ما له هغوی څخه یو هم ندی ضایع کړی. ۱۰ پدې وخت کې شمعون پطروس خپله توره راوویستله، د مذهبي مشرانو د مشر پرخادم یې ګوذار وکړ او د هغۀ ښي غوږ یې غوڅ کړ او هغه خادم ملوک نومېده.  ۱۱ نو عیسی پطروس ته وفرمایل: خپله توره په پوښ کې واچوه، کومه پیاله چې پلار ماته راکړې آیا هغه ونه څښم؟ 

عیسی د اناس په وړاندې

۱۲ بیا د عسکرو ډلې د خپل قوماندان او د سپېڅلي کور له یهودي ساتونکو سره یو ځای عیسی ونیوه او ویې تړلو.  ۱۳ هغه یې لومړی اناس ته راوست چې د کیاپاس خسر ؤ او هغه هماغه کال د مذهبي مشرانو مشر ؤ.  ۱۴ کیاپاس هغه سړی ؤ چې یهودو ته یې مشوره ورکړې وه چې د دوی لپاره غوره ده ترڅو یو سړی د قام لپاره مړ شي. 

د پطروس لومړی انکار

( متی ۲۶: ۶۹-۷۰، مرقس ۱۴: ۶۶-۶۸ او لوقا ۲۲: ۵۵-۵۷)

۱۵ شمعون پطروس او یو بل شاګرد د عیسی پسې روان شول، دغه بل شاګرد د مذهبي مشرانو له مشر سره پېژندګلوي درلوده نو ځکه هغه له عیسی سره دمذهبي مشرانو د مشر کور ته ورننوت  ۱۶ او پطروس له دروازې څخه بهر ایسار شو، بیا هغه شاګرد چې د مذهبي مشرانو له مشر سره یې پېژندګلوي درلوده بهر راووت او له هغې خادمې انجلۍ سره يې خبرې وکړې چې په دروازه کې یې څارنه کوله او پطروس یې دننه وېوړ.  ۱۷ بیا هغې خادمې انجلۍ چې په دروازه کې وه پطروس ته وویل: آیا ته د دې سړي له شاګردانو څخه نه یې؟ نو هغۀ وویل: نه، زه نه یم.  ۱۸ خادمانو او د سپېڅلی کور ساتونکو د سکرو اور بَل کړی ؤ، ولاړ وو او ځانونه یې تودول ځکه چې یخنې وه، نو پطروس هم له هغوی سره ځان توداوه. 

له عیسی څخه پوښتنې

( متی۲۶: ۵۹-۶۶، مرقس ۱۴: ۵۵-۶۴ او لوقا۲۲: ۶۶-۷۱ )

۱۹ نو د مذهبي مشرانومشر له عیسی څخه د هغۀ د شاګردانو او تعلیم په هکله پوښتنه وکړه.  ۲۰ عیسی هغۀ ته ځواب ورکړ: ما ټولې نړۍ ته په ډاګه خبرې کولې، ما هر وخت په کنیسه او سپېڅلي کور کې چېرې چې ټول یهودیان راټولېدل تعلیم ورکاوه او په پټه مې هېڅ هم ندي ویلي.  ۲۱ ولې زما څخه پوښتنه کوې؟ له هغو خلکو څخه پوښتنه وکړه چې زما خبرې یې اوریدلي دي، دا چې ما هغوی ته څه ویل او هغوی پوهېږي چې ما څه ویل.  ۲۲ او کله چې هغۀ دا هرڅه وویل نو له افسرانو څخه یو تن چې هلته ولاړ ؤ هغۀ ته په مخ څپېړه ورکړه او ویې ويل: آیا د مذهبي مشرانو مشر ته داسې ځواب ورکوې؟  ۲۳ عیسی ځواب ورکړ: که بد مې ویلې وي نو په بدو مې ګواهي ورکړه او که نه نو بیا ولې ما وهې؟  ۲۴ بیا اناس هغه لاس تړلی د مذهبي مشرانو مشر کیاپاس ته ورولېږه. 

د پطروس دویم او دریم انکار

( متی۲۶: ۷۱- ۷۵، مرقس ۱۴: ۶۹-۷۲ او لوقا ۲۲: ۵۸-۶۲)

۲۵ شمعون پطروس هلته ولاړ ؤ او خپل ځان یې توداوه چې ځینو ورته وویل: آیا ته هم د هغۀ له شاګردانو څخه نه یې؟ نو هغۀ انکار وکړ او ویې ویل: نه زه نه یم.  ۲۶ بیا د مذهبي مشرانو مشر یو تن خادم چې د هغه سړي خپلوان ؤ، کوم چې پطروس د هغۀ غوږ غوڅ کړې ؤ هغۀ ته وویل: آیا ما ته له هغۀ سره په باغ کې نه وې لیدلی؟  ۲۷ نو پطروس بیا انکار وکړ او په همدغه وخت کې چرګ بانګ وکړ. 

عیسی د پېلاطوس په دربار کې

( متی ۲۷: ۱ -۲ او ۱۱- ۱۴، مرقس ۱۵: ۱-۵ او لوقا ۲۳: ۱-۵)

۲۸ او سهار له وخته یې هغه د کیاپاس له کور څخه د والي د کارځای ته وېوړ او یهودیان د والی د کارځای ته دننه نشول ترڅو پلیت نشي او وکولای شي چې د فسحې خوراک وخوري.  ۲۹ نو پېلاطوس هغوی ته بهر راووت او له هغوی څخه یې پوښتنه وکړه چې، تاسو پدې سړي څه دعوی لرئ؟  ۳۰ نو هغۀ ته یې ځواب ورکړ: که چېرې دی مجرم نه وای نو تاته به مو نه سپاره  ۳۱ پېلاطوس هغوی ته وویل: تاسو هغه بوځئ او د خپل شریعت په اساس د هغۀ فېصله وکړئ، نو یهودو هغۀ ته وویل: موږ د چا د وژلو واک نلرو  ۳۲ او پدې ډول د عیسی هغه خبره پوره شوه چې هغه باید په څه ډول مرګ مړ شي.  ۳۳ پېلاطوس بیا د خپل کارځای ته ننوت، عیسی یې راوغوښت او پوښتنه یې ترې وکړه: آیا ته د یهودو پاچا یې؟  ۳۴ عیسی ځواب ورکړ: آیا ته دا له ځانه وايې او که نورو زما په هکله تاته ویلي دي؟  ۳۵ پېلاطوس ځواب ورکړ: آیا زه یهودي یم؟ ستا قام او لویو مذهبي مشرانو ته ماته سپارلی یې، تا څه کړي دي؟  ۳۶ عیسی ځواب ورکړ: زما پاچاهي د دې نړۍ نده، که چېرې زما پاچاهي د دې نړۍ وای، نو زما خادمان به جنګیدلي وای ترڅو یهودو ته ونه سپارل شم، خوزماپاچاهي ددې نړۍ پاچاهي نده.  ۳۷ بیا پېلاطوس هغۀ ته وویل: نو ته پاچا یې؟ عیسی ځواب ورکړ: ته وايې چې زه پاچا یم، زه د دې مقصد لپاره پېدا شوی یم او د دې مقصد لپاره نړۍ ته راغلی یم ترڅو د رېښتیاو ګواهي ورکړم او څوک چې رېښتیا خوښوي، هغه زما خبره اوري.  ۳۸ نو پېلاطوس هغۀ ته وویل: رېښتیا څه ته وايي؟ او کله یې چې دا وویل نو بیا یهودو ته ورووت او هغوی ته یې وویل: ما په دې سړي کې هېڅ جرم ونه موند.  ۳۹ خو ستاسو رواج دا دی چې د فسحې په اختر کې ستاسو لپاره یو تن آزاد کړم، نو آیا غواړئ چې ستاسو لپاره د یهودو پاچا آزاد کړم؟  ۴۰ بیا ټولو نارې کړې: نه، موږ دا سړی نه غواړو، باراباس آزاد کړه او باراباس یو لاره شکوونکی غل ؤ. 

د معياري پښتو ژباړه د چاپ حق دی © 2022‑2026 افغان کلیسا. تاسو کولی شئ د شخصي او غیر تجارتي استعمال لپاره ډاونلوډ او توزیع کړئ.