یوحنا ۱۹
د عیسی د مرګ حکم
( متی ۲۷: ۱۵-۳۱، مرقس ۱۵: ۶-۲۰ او لوقا ۲۳: ۱۳-۲۵)
۱ بیا پېلاطوس عیسی ونیو او په قمچینو یې وواهه. ۲ او عسکرو یې د اغزو تاج جوړ کړ، هغۀ ته یې ور په سر کړ او بانجاني چپنه یې ورواغوسته ۳ هغوی هغۀ ته راتلل او ویل یې: سلام ای د یهودو پاچا! او څپېړې یې ورکولې. ۴ بیا پېلاطوس بهر راووت او هغوی ته یې وویل: دا دی هغه مې بیا تاسو ته راوست ترڅو پوه شئ چې ما په هغۀ کې هېڅ ګناه ونه موندله. ۵ بیا عیسی بهر راغی، د اغزو تاج یې په سر ؤ او بانجاني چپنه یې ور اغوستې وه نو پېلاطوس وویل: وګورئ! دا دی هغه سړی. ۶ او کله چې لویو مذهبي مشران او د سپېڅلې کور ساتونکو هغه ولید نو نارې یې وهلې چې: پرصلیب یې وخېژوه، پرصلیب یې وخېژوه! نو پېلاطوس هغوی ته وویل: تاسو یې ونیسئ او پرصلیب یې وخېژوئ، ځکه ما په هغۀ کې هېڅ ډول ګناه ونه موندله. ۷ یهودو ځواب ورکړ چې، موږ شریعت لرو او زموږ د شریعت له مخې د هغۀ مرګ اړین دی، ځکه هغۀ دعوه کړې ده چې دخدای زوی دی. ۸ او کله چې پېلاطوس دا واورېدل نو ډېر زیات ووېرېد. ۹ هغه بېرته دخپل کارځای ته ننوت او له عیسی څخه یې پوښتنه وکړه چې: ته د کوم ځای یې؟ خو عیسی هېڅ ځواب ورنکړ. ۱۰ پېلاطوس هغۀ ته وویل : آیا ته ما سره خبرې نه کوې؟ خو تاته دا مالومه نده چې زه د دې واک لرم ترڅو تا آزاد کړم او دا ځواک هم راسره دی چې پرصلیب دې وخېژوم؟ ۱۱ عیسی ځواب ورکړ: که چېرې خدای تاته ځواک نه وای درکړای نو تا پرما هېڅ قدرت نه درلود، ځکه چا چې زه تاته سپارلی یم هغه ډېر ګناهګار دی. ۱۲ او له همغې شیبې وروسته پېلاطوس ډېره هڅه کوله ترڅو هغه آزاد کړي خو یهودو پرله پسې نارې وهلې چې: که چېرې تا دا سړی آزاد کړ نو ته د رومي قیصر خیرخواه نه یې، ځکه هرڅوک چې د پاچاهۍ دعوی کوي هغه د پاچا دښمن دی. ۱۳ او کله چې پېلاطوس دا واورېدل نو عیسی یې بهر راوست او خپله په هغه ځای کې چې د حکم د چوترې په نامه یادېږي او په ارامي ژبه کې ورته جباتا وايي د قضاوت پرچوکۍ کېناست. ۱۴ او دا غرمې ته نږدې د فسحې د تیارۍ ورځ وه نو یهودو ته یې وویل: وګورئ دا دی ستاسو پاچا! ۱۵ هغوی نارې کړې: هغه یوسئ، هغه یوسئ او پرصلیب یې وخېژوئ، نو پېلاطوس هغوی ته وویل: آیا ستاسو پاچا پرصلیب وخېژوم؟ لویومذهبي مشرانو ځواب ورکړ: موږ له قیصر پرته بل پاچا نلرو. ۱۶ بیا یې هغه، هغوی ته وسپاره ترڅو پرصلیب یې وخېژوي او هغوی عیسی ونیوه.عیسی پرصلیب
( متی۲۷: ۳۲-۴۴، مرقس ۱۵: ۲۱-۳۲ او لوقا ۲۳: ۲۶-۴۳)
۱۷ هغۀ خپل صلیب راپورته کړی ؤ او کوپړۍ نومي ځای ته راغلل چې په ارامي ژبه کې ورته ګولګتا وایي. ۱۸ او هلته یې هغه پرصلیب وخېژاوه او دوه تنه نور هم، یو ښي او بل کیڼ لور ته او عیسی د هغوی په منځ کې ؤ. ۱۹ پېلاطوس یوه لوحه ولیکله او د صلیب لپاسه یې وځړوله چې پرې لیکل شوي وو: عیسی ناصري د یهودو پاچا! ۲۰ او دغه لوحه ډېرو یهودو ولوستله، ځکه په کوم ځای کې یې چې عیسی پرصلیب وخېژاوه ښار ته نږدی ؤ او هغه یې په ارامي، یوناني او لاطیني ژبولیکلې وه. ۲۱ بیا د یهودو لویو مذهبي مشرانو پېلاطوس ته وویل: ته داسې مه لیکه چې د یهودو پاچا بلکې داسې ولیکه چې هغۀ ویل زه د یهودو پاچا یم. ۲۲ پېلاطوس ځواب ورکړ: څه مې چې لیکل، هغه مې ولیکل. ۲۳ او کله چې عسکرو عیسی پرصلیب وخېژاوه نو د هغۀ جامې یې څلور برخې کړې او هر عسکر ته یې یوه برخه ورکړه او چپنه یې پرېښوده ځکه چې چپنې درز نه درلود او ټوله یوه ټوټه ګنډل شوې وه ۲۴ نو عسکرو یو بل ته وویل: دا به نه ټوټه کوو بلکې پچه به پرې واچوو، ترڅو د صحیفې لیکنه پوره شي چې وايي: زما جامې یې په خپلو کې ووېشلې او زما په چپنه يې پچه واچوله، نو عسکرو همدغه شان وکړل. ۲۵ او د عیسی له صلیب سره د هغۀ مور او ترور، د کلوپا ښځه مریمه او مجدلیه مریمه ولاړې وې. ۲۶ او کله چې عیسی خپله مور له خپل ګران شاګرد سره په څنګ کې ولاړه ولیده نو خپلې مور ته يي وفرمایل: مورې! دا ستا زوی دی. ۲۷ او هغه شاګرد ته یې وفرمایل: دا ستا مور ده، نو هماغه شېبه هغه شاګرد هغه خپل کور ته بوتله.عیسی خپل روح سپاري
( متی ۲۷: ۴۵-۵۶، مرقس ۱۵: ۳۳-۴۱ او ۲۳: ۴۴-۴۹ )
۲۸ او له هغې وروسته کله چې عیسی پوه شو چې هرڅه پوره شوي دي، نو ویې ویل: زه تږی یم، ترڅو د صحیفې پېش بینې بشپړه شي. ۲۹ او هلته له سرکې ډک لوښی ایښې ؤ، هغوی یو اسفنج له سرکې څخه ډک کړ، د یوې لختې په څوکه یې کېښود او د هغۀ خُلې ته یې ورنږدې کړ ۳۰ او کله یې چې سرکه په خُله کي ورکېښوده نو هغۀ وفرمایل: دا پوره شو! سر يې ښکته کړ او ساه یې ورکړه. ۳۱ او لکه څرنګه چې دا د فسحې دتیارۍ ورځ وه او باید د خالی په ورځ مړي پر صلیب نوای پاتې شوي، ځکه چې خالی ډیره لویه ورځ وه نو یهودو له پېلاطوس څخه وغوښتل ترڅو د مړو پښې ماتې کړي او مړي دې راکوز کړای شي. ۳۲ بیا عسکر راغلل او د هغو دوو تنو پښې یې ماتې کړې چې له هغۀ سره پر صلیب خېژول شوي وو ۳۳ خو کله چې عیسی ته راغلل او ویې لیدل چې هغه له مخکې مړ دی نو د هغۀ پښې یې ماتې نکړې. ۳۴ خو په عسکرو کې یو تن د هغۀ څنګ ته ورغی او د هغۀ پښتۍ یې په نیزه ووهله چې سمدستي ترې وینې او اوبه روانې شوې. ۳۵ او څوک چې د دې پېښې ګواه دی هغه دا وايي او د هغۀ ګواهي رېښتینې ده او هغه رېښتیا وايي ترڅو تاسو هم ایمان راوړئ. ۳۶ او دا کارونه وشول تر څو د صحیفو دا لیکنه پوره شي چې وايي: د هغۀ یو هډوکی به هم مات نشي. ۳۷ او په یو بل آیت کې وايي: څوک یې چې په نېزه وواهه نو هغۀ ته به وګوري.د عیسی تدفین
( متی ۲۷: ۵۷-۶۱، مرقس ۱۵: ۴۲-۴۷ او لوقا ۲۳: ۵۰-۵۶)
۳۸ او له هغې وروسته یوسف چې د اریمتې اوسېدونکی ؤ او د یهودو له وېرې په پټه دعیسی شاګرد ؤ له پېلاطوس څخه غوښتنه وکړه ترڅو د عیسی مړی یوسي، پېلاطوس ورته اجازه ورکړه نو هغه راغی او د عیسی مړی یې ویوړ ۳۹ او نیقودیموس څوک چې شپې د وخته عیسی ته ورغلی ؤ، هغۀ هم سل لیټره مُر او عود چې نږدې څلور دیرش کیلوګرامه کېږي راوړل. ۴۰ هغوی د عیسی جسد راواخیست او د یهودو د رواج له مخې یې په عطرو او کفن کې راونغښت. ۴۱ او په کوم ځای کې چې هغه پرصلیب وخېژول شو، هغې ته نږدې یو باغ ؤ او په باغ کې یو نوی قبر ؤ چې تراوسه پکې څوک ښخ کړای شوی نه ؤ. ۴۲ او لکه څرنګه چې د یهودو د تیارۍ ورځ وه او قبر هم نږدې ؤ نو دوی عیسی هلته دفن کړ.د معياري پښتو ژباړه د چاپ حق دی © 2022‑2026 افغان کلیسا. تاسو کولی شئ د شخصي او غیر تجارتي استعمال لپاره ډاونلوډ او توزیع کړئ.