بائبل Bible
Pashton Bible

یوحنا ۲۰

د عیسی مسیح بیا راژوندي کېدل

( متی ۲۸: ۱ - ۸، مرقس ۱۶: ۱-۸ او لوقا ۲۴: ۱-۱۲ )

۱ او د یکشنبې په ورځ سحر د وخته چې لا سمه رڼا شوې نه وه نو مریمه مجدلیه قبر ته راغله او ويې لیدل چې د قبرله خُلې څخه ګټ لرې شوی ؤ.  ۲ نو په منډه منډه شمعون پطروس او هغه بل شاګرد ته چې عیسی ته ګران ؤ ورغله او هغوی ته یې وویل: هغوی مالک له قبر څخه ویستلی او مالومه نده چې چېرې یې ښخ کړی دی.  ۳ نو پطروس او هغه بل شاګرد راپاڅېدل او د قبر لور ته روان شول.  ۴ هغوی دواړو منډې وهلې خو هغه بل شاګرد له پطروس څخه وړاندې قبر ته ورسېد.  ۵ هغه ورټیټ شو او ویې لیدل چې کفن هلته پروت دی خو وردننه نشو.  ۶ بیا شمعون پطروس د هغۀ پسې راغی، قبر ته ورننوت او د کتان کفن یې ولید چې هلته پروت ؤ  ۷ او کوم دستمال چې د عیسی سر یې پرې تړلی ؤ له کفن سره نه ؤ خو بېل په یوه ځای کې رانغښتی پروت ؤ  ۸ او بیا هغه شاګرد چې مخکې راغلی ؤ هغه هم قبر ته ننوت، ویې لیدل او یقین یې وکړ  ۹ ځکه ترهغه وخته هغوی د خدای په کلام پوه نه وو چې باید هغه له مړو څخه راپورته شي.  ۱۰ او بیا هغه دواړه شاګردان خپل ځای ته ستانه شول. 

عیسی مریمې مجدلیې ته ځان ښکاره کوي

( متی ۲۸: ۹-۱۰ او مرقس ۱۶: ۹-۱۱)

۱۱ خو مریمه له قبر څخه بهر ولاړه وه او ژړېدله، کله چې هغې د ژړا په حالت کې قبر ته سر وردننه کړ  ۱۲ نو هلته یې په سپینو جامو کې دوه فرښتې ولیدلې چې د مړي په ځای کې یوه د سر او بله د پښو لور ته ناسته وه.  ۱۳ هغوی ورته وویل: ای ښځې ولې ژاړې؟ نو هغې ورته وویل: زما مالک یې لدې ځایه وړی دی او نپوهېږم چې چېرې یې دفن کړی دی.  ۱۴ او کله یې چې دا وویل نو شاته یې وکتل، نو ویې لیدل چې عیسی هلته ولاړ دی خو ویې نه پېژانده چې هغه عیسی دی.  ۱۵ عیسی هغې ته وفرمایل: ای ښځې ولې ژاړې؟ ته څوک لټوې؟ هغې دا ګمان وکړ چې ګوندې باغوان دی نو ورته یې وویل: باداره! که چېرې تا هغه وړی وي نو ماته ووایه چې هغه دې په کوم ځای کې ښخ کړی دی ترڅو زه هغه یوسم.  ۱۶ نو عیسی هغې ته وفرمایل: ای مریمې! نو هغې، هغۀ ته مخ وروګرځاوه او په ارامي ژبه کې یې ورته وویل: ربوني، چې مانا یې ده استاذه.  ۱۷ نو عیسی هغې ته وفرمایل: ما لمس نکړې، ځکه چې تراوسه خپل پلار ته پورته تللی نه یم خو زما وروڼو ته ورشه او ورته ووایه چې زه د خپل پلار او ستاسو پلار، د خپل خدای او ستاسو د خدای لور ته روان یم.  ۱۸ نو مریمه مجدلیه راغله او شاګردان یې خبر کړل چې ما مالک ولید او داسې یې راته وفرمایل. 

عیسی خپلو شاګردانو ته ځان ښکاره کوي

(متی ۲۸: ۱۶-۲۰، مرقس ۱۶: ۱۴-۱۸ او لوقا ۲۴: ۳۶-۴۹)

۱۹ او هماغه ورځ ماښام چې د یکشنبې ورځ وه نو شاګردان د یهودو له وېرې په یوځای کې راټول شوي وو او ټولې دروازې یې بندې کړې وې چې ناڅاپه عیسی راغی، دهغوی په منځ کې ودرېد او ویې فرمایل: پتاسو دی سلامتي وي.  ۲۰ بیا یې خپل لاسونو او پښتۍ هغوی ته وښودلې او کله چې شاګردانو مالک ولید نو ډېر خوشاله شول.  ۲۱ بیا عیسی هغوی ته وفرمایل: په تاسو دې سلامتي وي، لکه څرنګه چې پلار زه رالېږلی یم نو همدغه شان زه هم تاسو لېږم  ۲۲ او کله یې چې دا وویل نو پرهغوی یې پوکې وکړ او ويې فرمایل: سپېڅلی روح واخلئ.  ۲۳ که چېرې تاسو د چا ګناهونه وبخښئ هغوی به وبخښل شي خو که تاسو هغوئ ونه بخښئ نو هغوی به ونه بخښل شي. 

عیسی او توما

۲۴ او توما چې له دولسو شاګردانو څخه یو ؤ او په غبرګوني هم مشهور ؤ، د عیسی د راتګ پرمهال هلته نه ؤ.  ۲۵ نو نورو شاګردانو هغه خبر کړ چې مالک مو لیدلی، نو هغوی ته یې وویل: ترڅو چې مې د هغۀ په لاسونو کې د میخونو سوري نه وي لیدلي او په کوم ځای کې چې میخونه ټک وهل شوي پرهغې مې ګوتې نه وي وهلي او د هغۀ پښتۍ مې لمس کړی نه وي نو یقین به ونکړم.  ۲۶ او اته ورځې وروسته کله چې شاګردان بیا په یو کور کې راټول وو نو توما هم هلته ؤ او ټولې دروازې تړلې وې، ناڅاپه عیسی راغی او د هغوی په منځ کې ودرېد او ویې فرمایل: په تاسو دې سلامتي وي.  ۲۷ او توما ته یې وفرمایل: خپله ګوته دلته کېږده او زما لاسونه وګوره، خپل لاس را اوږد کړه او زما په پښتۍ یې ولګوه، نور شک مه کوه او یقین وکړه.  ۲۸ نو توما وویل: زما مالکه زما خدایه!  ۲۹ نو عیسی ورته وفرمایل: کله دې چې ولیدم نو ایمان دې راوړ؟ بختور دي هغه خلک چې زه یې لیدلی نه یم او ایمان راوړي  ۳۰ او عیسی د خپلو شاګردانو په وړاندې لدې پرته نورې ډېرې مُعجزې هم وکړې چې پدې کتاب کې لیکل شوي ندي.  ۳۱ خو دومره لیکل شوي ترڅو ایمان راوړئ چې عیسی، مسیح او د خدای زوی دی او د ایمان په وسیله د هغۀ په نوم کې ژوندون ولرئ. 

د معياري پښتو ژباړه د چاپ حق دی © 2022‑2026 افغان کلیسا. تاسو کولی شئ د شخصي او غیر تجارتي استعمال لپاره ډاونلوډ او توزیع کړئ.