بائبل Bible
Pashton Bible

یوحنا ۲۱

عیسی مسیح په دریم ځل شاګردانو ته ښکاره کېږي

۱ لدې وروسته عیسی د ګلیل د بحیرې په غاړه بیا خپل ځان شاګردانو ته ښکاره کړ او د هغۀ ښکاره کېدل پدې ډول وو.  ۲ شمعون پطروس او توما چې په غبرګوني مشهور ؤ، نتنائیل چې د ګلیل د قانا اوسېدونکی ؤ، د زبدي زامن او دوه نور شاګردان هلته راټول وو  ۳ نو شمعون پطروس هغوی ته وویل: زه ځم ترڅو د کبانو ښکار وکړم، هغوی ورته وویل: موږ هم لتا سره ځو، ټول لاړل خو په هغه شپه یې هېڅ هم ونه نیول.  ۴ او کله چې سهارشو نوعیسی دبحیرې په غاړه ولاړ ؤ خو شاګردان یې پوه نشول چې عیسی دی.  ۵ نو عیسی هغوی ته وفرمایل: ماشومانو! څه مو ونیول که نه؟ هغوی ورته وویل: نه.  ۶ هغۀ ورته وویل: د کشتۍ ښي لور ته جالونه واچوئ نو کبان به ونیسئ. او هغوی همداسې وکړل، نو د کبانو د ډېرښت له کبله هغوی ونشو کولای ترڅو جال راوباسي  ۷ نو بیا هغه شاګرد چې عیسی ورسره ډېره مینه کوله پطروس ته وویل: داخو مالک دی اوکله چې شمعون پطروس واورېدل چې داخو مالک دی نو خپل کمیس یې واغوست او بحیرې ته یې ودانګل، ځکه چې هغه د کار لپاره ځان بربنډ کړی ؤ.  ۸ خو هغه نور په کشتۍ کې راغلل او د کبانو جال یې راکښلو، ځکه چې له وچې څخه لرې نه بلکې سل ګزه وړاندی وو.  ۹ او کله چې وچې ته راغلل نو ویې لیدل چې د سکرو اور بل ؤ، کب پرې ایښې ؤ او ډوډۍ هم ورسره وه.  ۱۰ نو عیسی هغوی ته وفرمایل: له هغو کبانو څخه چې اوس مو نیولي دي لږ څه راوړئ.  ۱۱ شمعون پطروس لاړ او جال یې لاندې مځکې ته راکش کړ او جال له یوسلودرې پنځوسو غټو کبانو څخه ډک ؤ، سره لدې چې کبان دومره ډېر وو خو بیا هم جال څیرې نشو.  ۱۲ بیا عیسی هغوی ته وفرمایل: راشئ سبا ناری وخورئ، خو له شاګردانو څخه یو هم دا جرأت ونکړ چې له هغۀ څخه پوښتنه وکړي چې ته څوک یې؟ ځکه پوهېدل چې مالک دی.  ۱۳ بیا عیسی راغی، ډوډۍ او کبان یې هغوی ته ورکړل  ۱۴ او له مړو څخه د راژوندي کېدو وروسته دا دریم ځل ؤ چې عیسی خپل ځان شاګردانو ته ښکاره کړ. 

پطروس سره د عیسی خبرې

۱۵ له سبا ناري وروسته عیسی شمعون پطروس ته وفرمایل: ای د یوحنا زوی شمعونه! آیا ته ما سره تر دوی زیاته مینه لرې؟ هغۀ ورته وویل: هو مالکه، ته پوهېږې چې زه لتا سره ډېره مینه لرم، نو ورته یې وفرمایل: زما ګډورو ته خواړه ورکړه.  ۱۶ بیا یې ترې دویم ځلي پوښتنه وکړه: ای د یوحنا زوی شمعونه! آیا ماسره مینه کوې؟ نو هغۀ ته یې وویل: هو مالکه، ته پوهېږې چې لتاسره مینه لرم، نو هغۀ ته یې وفرمایل: زما د پسونو ساتنه وکړه.  ۱۷ بیا یې په دریم ځل ترې پوښتنه وکړه: ای د یوحنا زوی شمعونه! آیا ماسره مینه کوې؟ نو پطروس غمژن شو، ځکه په دریم ځل یې ترې پوښتنه وکړه چې ماسره مینه کوې نو هغۀ وویل: مالکه! ته په هرڅه باندې پوه یې او ته پوهېږې چې زه لتا سره مینه کوم، نوعیسی ورته وفرمایل: زما پسونو ته خواړه ورکړه.  ۱۸ په یقین سره تاته وایم کله چې ځوان وې نو خپله ملا به دې تړله او چېرې به دې چې غوښتل نو هغې لور ته به تللې، خو کله چې بوډا شې نو خپل لاسونه به وغزوې او نور خلک به ستا ملا وتړي او هغې لور ته به دې بوځې چېرې چې ستا د تګ تکل هم نه وي.  ۱۹ او هغۀ دا خبره د دې لپاره وکړه چې پطروس به داسې ووژل شي چې په خپل مرګ سره به خدای ته جلال ورکړي. او کله یې چې دا وویل نو بیا یې هغۀ ته وفرمایل چې ما پسې راشه. 

عیسی او پر هغۀ ګران شاګرد

۲۰ او کله چې پطروس زیر شو نوهغه شاګرد یې ولید چې عیسی ته ګران ؤ او د هغوی تر شا روان ؤ او دا هماغه شاګرد ؤ چې ماښام مهال یې د هغۀ پرسینه ډډه وهلې وه او له هغۀ څخه یې پوښتنه کړې وه چې مالکه، هغه څوک دی چې تا به تسلیم کړي؟  ۲۱ او کله چې پطروس هغه ولید نو له عیسی څخه یې پوښتنه وکړه: مالکه! د هغۀ عاقبت به څه وي؟  ۲۲ نو عیسی هغۀ ته وفرمایل: که چېرې زما دا اراده وي چې زما د راتګ پورې دې هغه پاتې شي نو تا پورې څه اړه لري؟  ۲۳ دغه خبره په ټولو شاګردانو کې خپره شوه او دا مطلب یې ترې واخیست چې ګوندې هغه به نه مړ کېږي، خو عیسی دا نه وو ویلي چې هغه به نه مړ کېږي یواځې دایې وفرمایل، که چېرې زما دا رضا وي چې هغه دې زما تر راتګ پورې پاتې شي، نو تا پورې څه اړه لري؟  ۲۴ او دا هماغه شاګرد دی چې دا هرڅه یې ولیکل او د هغې ګواهي ورکوي او موږ پوهېږو چې دهغۀ ګواهي رېښتینې ده  ۲۵ او عیسی داسې نور ډېر کارونه وکړل چې، که چېرې هر یو په تفصیل سره ولیکل شي نو زه فکر کوم چې هغه لیکل شوي کتابونه به په نړۍ کې هم ځای نشي. 

د معياري پښتو ژباړه د چاپ حق دی © 2022‑2026 افغان کلیسا. تاسو کولی شئ د شخصي او غیر تجارتي استعمال لپاره ډاونلوډ او توزیع کړئ.