بائبل Bible
Pashton Bible

اعمالو ۱

۱ ای تیوفیلوسه! ما پخپل لومړي کتاب کې ټول هغه څه ولیکل چې عیسی دهغې په کولو او تعلیم ورکولو پېل وکړ  ۲ ترهغې ورځې چې هغۀ خپلوغوره کړو رسولانوته دسپېڅلي روح په وسیله لارښوونه وکړه اوپورته آسمان ته وېوړل شو  ۳ هغۀ له خپل مړینې څخه وروسته هغوی ته ځان وښود او هغوی ته یې د دې خبرې ثبوت ورکړچې هغه ژوندی دی، څلوېښت ورځې به هغوی ته ښکاره کېده او د خدای د پاچاهۍ په هکله به یې تعلیم ورکاوه  ۴ او ترڅو چې د هغوی په منځ کې ؤ، نو هغوی ته یې دا امر وکړ چې: له اورشلیم څخه مه وځئ، بلکې د پلار هغې وعدې ته منتظر اوسئ چې د هغې په هکله مې تاسوته ویلي وو  ۵ یحیی په اوبو سره تعمید ورکاوه، خو څو ورځې وروسته به تاسو ته په سپېڅلي روح سره تعمید درکړل شي. 

آسمان ته د عیسی مسیح پورته کېدل

۶ او کله چې ټول سره را ټول شوي وو نو هغوی ورڅخه پوښتنه وکړه چې: مالکه! آیا هغه وخت راغلی چې ته یو ځل بیا اسرائیل ته پاچاهي راوګرځوې؟  ۷ نو عیسی ځواب ورکړ: تاسو ته مناسبه نده ترڅو د هغو وختونو او تاریخونو په هکله ځان خبرکړئ کوم چې پلار په خپل واک کې ساتلي دي  ۸ خو کله چې سپېڅلی روح نازل شي نو تاسو به ځواکمن شئ او تاسو به په اورشلیم، ټوله یهودیه، سامریه او د نړۍ تر لرې پرتو سیمو پورې زما ګواهان واوسئ  ۹ او کله چې هغۀ دا وفرمایل، پداسې حال کې چې هغوی ټولو ورته کتل پورته وېوړل شو اویوې ورېځې هغه، د هغوی له سترګو څخه پناه کړ  ۱۰ او کله چې روان ؤ او هغوی د آسمان لورته سترګې نیولې وې، نو دوه تنه چې سپینې جامې یې اغوستې وې د هغوی په څنګ کې ودرېدل  ۱۱ او ویې ویل: ای ګلیلیانو! ولې دلته ولاړ یاست او پورته د آسمان لور ته ګورئ؟ همدغه عیسی کوم چې لتاسو څخه آسمان ته پورته بوتلل شو، بېرته به په همدغه لار راځي، په کومه چې تاسو د تګ په وخت ولید.  

د یهودا پر ځای د متیاس ټاکل

۱۲ بیا شاګردان د زیتون له غرۀ څخه چې له اورشلیم څخه د یوکیلومتر په واټن پروت دی اورشلیم ته راستانه شول  ۱۳ او کله چې ښار ته ننوتل نو هغې بالاخانې ته چې دهغوی استوګن ځای ؤ، لاړل، پطروس، یوحنا، یعقوب، اندریاس، فیلیپوس، توما، برتولما، متی د حلفي زوی یعقوب، شمعون ننګیالی او د یعقوب زوی یهودا  ۱۴ هغوی ټولو په یوۀ زړۀ دعا کوله او له هغوی سره ښځې هم وې چې پکې مریم دعیسی مور او د هغۀ وروڼه هم شامل وو  ۱۵ او په هغو ورځوکې پطروس د وروڼو په منځ کې چې شمېر یې یوسلو شل تنه ؤ، ودرېد او ویې فرمایل:  ۱۶ ای وروڼو! د خدای د کلام هغه پېش بینی چې سپېڅلي روح د یهودا په هکله د داؤد په ژبه کړې وه، چې هغه به دعیسی د نیولو لپاره جاسوسي کوي، باید پوره شوې وای  ۱۷ ځکه هغه په موږ کې شمېرل کېده او پدې کار کې زموږ ملګری ؤ  ۱۸ هغه دخپلې جاسوسۍ دقیمت په بدل کې یو پټی واخیست، یهودا هلته سرښکته راپرېوت، ګېډه یې وشلېده او کولمې یې راووتې  ۱۹ پدې خبره د اورشلیم ټول اوسېدونکي خبر شول او هغه پټي ته یې په خپله ژبه کې د حقل دم، یانې د ویني د پټي نوم ورکړ  ۲۰ ځکه په زبور کې داسې لیکل شوي دي: د هغۀ کور دې وران ویجاړ شي او داسې څوک دې پاتې نشي چې په هغۀ کې واوسېږي، همدغه راز لیکل شوي دي: او هغه کار دې بل ته وسپارل شي  ۲۱ نو لدې کبله یوتن چې پدغې ټوله موده کې چې مالک عیسی زموږ سره ؤ  ۲۲ باید د هغۀ د بیا را ژوندي کېدو دګواه په توګه زموږ سره وي، یانې له هغې ورځې څخه چې یحیی په اوبو تعمید ورکاوه، تر هغې ورځې پورې چې هغه زموږ څخه پورته کړای شو ۲۳ او هغوی د دوو تنو وړاندیز وکړ، یوسف چې په برسبا هم مشهور ؤ «او یوستوس یې هم ورته ویل». او دویم متیاس  ۲۴ بیا هغوی دعا وکړه او ویې ویل: ای مالکه! ته چې د ټولو انسانانو له زړونو څخه خبر یې، موږ ته دا وښایه چې پدې دوو تنو کې کوم یو تا غوره کړی دی  ۲۵ ترڅو د دې خدمت او رسالت مالک شي کوم چې یهودا پریښې او هغه ځای ته لاړ چې دهغې لایق ؤ  ۲۶ بیا پچه د متیاس په نوم راووته او له هغې وروسته هغه د یوولسو رسولانو په ډله کې وشمېرل شو. 

د معياري پښتو ژباړه د چاپ حق دی © 2022‑2026 افغان کلیسا. تاسو کولی شئ د شخصي او غیر تجارتي استعمال لپاره ډاونلوډ او توزیع کړئ.