اعمالو ۲
د سپېڅلي روح نازلیدل
۱ او کله چې د پنطیکاست ورځ راغله او ټول شاګردان په یوه ځای کې سره را ټول شوي وو ۲ نو ناڅاپه د آسمان له لوري، تېز باد ته ورته یو غږ راغی او په هغه ټول کور کې چې دوی ناست وو اورېدل کېده ۳ او هغوی د اور د لمبو په څېر ژبې ولیدلې چې په خپلو کې بېل شوې وې او په هغوی هر یو باندې نازلې شوې ۴ هغوی ټول له سپېڅلي روح څخه ډک شول او لکه څرنګه چې سپېڅلي روح د خبرو کولو ځواک ورکړ، نو په پردۍ ژبو یې خبرې کول پېل کړل ۵ او هغه وخت په اورشلیم کې د آسمان لاندې قامونه څخه راغلي خدای پرسته یهودیان اوسېدل ۶ کله چې هغوی دا غږ واورېد نو را ټول شول او سخت حېران وو، ځکه چې هر چا پخپله ژبه د رسولانو خبرې اورېدې ۷ او په حېرانتیا سره یې ویل: آیا دا ټول ګلیلیان ندي چې خبرې کوي؟ ۸ نو دا څنګه ممکنه ده چې موږ ټول د هغوی پېغام پخپلو ژبو اورو ۹ یانې موږ پارتیان، مادیان، ایلامیان، د مېسوتوپامیې اوسېدونکي، د یهودیې، کپدوکیې، پونطوس او آسیا ۱۰ د فریحیې، پمفیلیې، د مصر او لبیا د سیمو چې له قیروان سره نښتې دي او هم رومي مسافرین ۱۱ یهودیان او نوي یهودیان شوي خلک، د کریتیان او عربان، موږ ټول اورو چې هغوی د خدای لوی کارونه زموږ په خپلو ژبو کې بیانوي ۱۲ هغوی ټول حېران او پرېشانه وو او یو بل ته یې ویل، ددې څه مطلب دی؟ ۱۳ خو ځینو په ملنډو سره ویل چې دوی په شرابو مست شوي دي.د پطروس موعظه
۱۴ خو پطروس له هغو یوولسو سره پاڅېد او په لوړ غږ سره یې وویل: ای یهودو او د اورشلیم اوسېدونکو! زما خبره واورئ او ځان پوه کړئ ۱۵ لکه څرنګه چې تاسو فکر کوئ، دا خلک د شرابو په نېشه کې مست ندي، ځکه چې اوس خو د سهار نهه بجې دي ۱۶ بلکې دا هغه څه دي چې یوئیل نبي د هغې په هکله ویلي وو: ۱۷ خدای فرمايي چې په آخره زمانه کې به داسې کېږي چې زه به خپل روح په هر چا نازلوم، ستاسو زامن او لورګانې به نبوت کوي، ستاسو ځوانان به رؤیا او سپین ږیري به مو خوبونه ویني ۱۸ او زه به په هماغو ورځو کې پرخپلو وینځو او غلامانو باندې هم خپل روح نازلوم او هغوی به نبوت کوي ۱۹ او زه به په آسمان کې هم حېرانوونکي کارونه وکړم او پر مځکه به خپلې نخښې ښکاره کړم، یانې وینه اور او تور لوګی ۲۰ د مالک د لویي او روښانه ورځې تر راتلو وړاندې به د لمر سترګه توره شي او سپوږمۍ به د وینې رنګ واخلي ۲۱ او څوک چې د مالک نوم اخلي، هغه به وژغورل شي ۲۲ اې اسرائیلیانو! دې خبرو ته غوږ شئ، عیسی ناصري یو سړی ؤ چې خدای تاسو ته په مُعجزو، حېرانوونکو کارونو او نخښو سره ښکاره کړ، څه چې خدای د هغۀ پوسیله ستاسو په مخ کې وکړل، تاسو پرې خبر یاست ۲۳ هغه سړی چې خدای دخپل خاص پلان او علم په اساس تاسو ته وسپاره خو تاسو هغه د بېدینه خلکو پواسطه پر صلیب وخېژاوه او مړ موکړ ۲۴ خو خدای هغه را ژوندی کړ او د مرګ له عذابه یې خلاص کړ، ځکه دا ناشونې وه ترڅو هغه د مرګ په منګولو کې پاتې شي ۲۵ لکه چې داؤد د هغۀ په هکله وايي : مالک تل زما سره دی، ځکه هغه زما ښي لاس ته دی، نو هېڅکله به ونه ښوېږم ۲۶ نو لدې کبله زما زړه خوشالي او ژبه مې خوښي بیانوي. او بدن مې په هیله کې مېشت دی ۲۷ ځکه ته زما ځان مړینې ته نپرېږدې اوته نپرېږدې ترڅو ستا سپېڅلي لمنځه لاړ شي ۲۸ تا ماته د ژوند لارې ښودلي دي او په خپل شتون کې به مې په خوښۍ کې راونغاړې ۲۹ ای ملګرو! باید په ډاګه ووایم چې زموږ نیکه داؤد مړ شو، ښخ کړای شو او قبریې ترننه همدلته دی ۳۰ او لکه څرنګه چې هغه نبي ؤ او خدای هغۀ ته قسم خوړلی ؤ چې د هغۀ له نسل څخه به یو تن د هغۀ پرتخت کېني ۳۱ نو له وړاندې یې د مسیح د بیا راژوندي کېدو پېش بینی وکړه او ویې ویل: هغه مړینې ته پرېنښودل شو او د هغۀ بدن هېڅکله خاورې نشو ۳۲ خدای همدغه عیسی له مړوڅخه راژوندی کړ او موږ ټول د هغۀ ګواهان يو ۳۳ او اوس چې هغه د خدای ښي لاس ته وخېژول شو، نو وعده شوی سپېڅلی روح یې له پلارڅخه واخیست او پر موږ یې نازل کړ، اؤ دا هرڅه تاسو وینئ او اورئ ۳۴ ځکه داؤد خو هېڅکله هم آسمان ته پورته نه وو تللی، خو پخپله وايي: مالک خدای زما مالک ته وویل چې تر هغې زما ښي لاس ته کېنه ۳۵ ترڅو چې ستا دښمنان ستا د پښو لاندې کړم ۳۶ نو اې اسرائیلو! په یقین سره ومنئ، کوم عیسی چې تاسو پرصلیب کړ، خدای همغه مالک او مسیح ګرځولی دی ۳۷ او کله چې هغوی دا هر څه واورېدل، نو زړونه یې مات شول، له پطروس او نورو رسولانو څخه یې پوښتنه کوله چې، ای وروڼوموږڅه وکړو؟ ۳۸ پطروس هغوی ته وویل: توبه وباسئ او هر یو دخپلو ګناهونو د بخښنې په موخه د عیسی مسیح په نوم تعمید واخلئ، نو تاسو به دسپېڅلي روح نعمت ترلاسه کړئ ۳۹ ځکه دا وعده ستاسو، ستاسو د اولادونو او د هغو ټولو خلکو لپاره ده چې لرې دي، یانې هرڅوک چې زموږ مالک خدای یې ځان ته راوبلي ۴۰ او هغه پداسې ډېرو خبرو او دلایلو سره هغوی ته نصیحت وکړ او ویې ویل: خپل ځانونه لدې خرابې پېړۍ څخه وساتئ ۴۱ کومو خلکو چې دا خبرې ومنلې نو هغوی ته یې تعمید ورکړ او په هغه ورځ نږدې درې زره کسان له هغوی سره یو ځای شول ۴۲ او هغوی خپل ځانونه د رسولانو د تعلیم اورېدو، ورورګلویز ملګرتیا د ډوډی ټوټې کولو او دعا کولو ته وقف کړي وو.د ایماندارو ګډ ژوند
۴۳ هرڅوک له خدایه وېرېدل او له رسولانو څخه حېرانوونکي کارونه او مُعجزې ښکاره کېدې ۴۴ ټول ایمانداران سره یولاس او په هرڅه کې شریک وو ۴۵ هغوی خپل مال او شتمنۍ خرڅولې او اړینو خلکوته به یې پیسې ویشلې ۴۶ هغوی به هره ورځ په یوه زړۀ په سپېڅلي کور کې سره راټولېدل، په کورونو کې به يې شریکه ډوډۍ ماتوله او خپل خوراک به یې په خوشالۍ او پاک زړه شریکاوه ۴۷ د خدای ثنا یې ویله او ټولو خلکو یې درناوی کاوه اوهره ورځ چې څومره خلکوژغورنه موندله، مالک خدای به د هغوی په ډله کې ور اضافه کول.د معياري پښتو ژباړه د چاپ حق دی © 2022‑2026 افغان کلیسا. تاسو کولی شئ د شخصي او غیر تجارتي استعمال لپاره ډاونلوډ او توزیع کړئ.