اعمالو ۳
د شل سړي روغول
۱ یوه ورځ ماسپښین درې بجې پطروس او یوحنا دعبادت لپاره سپېڅلي کور ته تلل ۲ نو یو سړی چې له موره پېدایشي شل ؤ او خلکو به هره ورځ دخدای دکور له دروازې سره چې ورته ښکلې دروازه هم وايي د خېر غوښتو لپاره کېناوه ۳ او کله چې هغۀ پطروس او یوحنا ولیدل چې د خدای کور ته ننوځي، نوخېریې ترې وغوښت ۴ نو پطروس او یوحنا هغۀ ته په غور سره ولیدل او پطروس ورته وویل، موږ ته وګوره ۵ بیا هغه سړي په غور سره پطروس ته وکتل او د خېرات تمه یې ترې کوله. ۶ نو پطروس ورته وویل: ما سره سپین او سره زر نشته خوڅه چې لرم هغه تاته درکوم، د ناصري عیسی مسیح په نامه پاڅېږه او وګرځه ۷ بیا یې هغه له ښي لاس څخه ونیو، پورته یې کړ، نو سمدلاسه د هغۀ په پښو او بندونو کې ځواک پېدا شو ۸ هغۀ ټوپ کړ، په پښو ودرېد او روان شو، هغه له هغوی سره سپېڅلي کورته ننوت او د خدای په ثنا ویلو یې پېل وکړ ۹ هر چا هغه په ګرځېدو او د خدای په ثنا ویلو ولید ۱۰ او ويې پېژانده چې دا هغه سړی دی کوم چې به دسپېڅلي کور د ښکلې دروازې سره ناست او خېر به یې غوښته، نو د هغه کار له امله چې له هغۀ سره شوی ؤ، هک حېران شول.په سپېڅلي کورکې د پطروس موعظه
۱۱ او پداسې حال کې چې هغه د پطروس او یوحنا پورې کلک نښتی ؤ، نو خلک په حېرانتیا سره دسلیماني دالان لورته په ځغاسته ورغلل ۱۲ کله چې پطروس ولیدل چې خلک دهغوی لور ته را روان دي نو هغوی ته یې وویل: ای اسرائیلیانو! ولې پدې کار سره حېران شوئ، ولې زموږ لور ته داسې ګورئ چې ګوندې موږ دغه سړي ته په خپل ځواک او تقوی سره روغتیا ورکړې ده ۱۳ د ابراهیم، اسحاق او یعقوب خدای او زموږ د نیکونو خدای، خپل خادم عیسی ته جلال ورکړ، خو تاسو عیسی وسپاره ترڅو ووژل شي او کله چې پېلاطوس د هغۀ د خوشې کولو فېصله وکړه نو تاسو د پېلاطوس په مخکې انکار وکړ ۱۴ یانې له هغه سپېڅلي او رېښتیني څخه مو انکار وکړ او د یو فاتل دخوشې کولو غوښتنه مو وکړه ۱۵ او تاسو د ژوند ورکولو سردار وواژه، خو خدای هغه بیا له مړو څخه را ژوندی کړ او موږ د دې خبرې ګواهان یو ۱۶ دغه سړی چې تاسو وینئ او پېژنئ، د عیسی د نوم د قدرت په وسیله ځواک ورکړل شو او د هغۀ په نوم د ایمان په وسیله روغ جوړ شو ۱۷ خو اوس ای وروڼو! کله چې تاسو او ستاسو چارواکو دا کار د غفلت له مخې وکړ ۱۸ خو خدای پدې توګه هغه پېش بینۍ چې د خپلو ټولو نبیانو په واسطه یې کړې وې چې مسیح به راځي او کړاونه به ویني، پوره کړې ۱۹ نو توبه وکړئ او د خدای لور ته را وګرځئ، ترڅو ګناهونه مو وبخښل شي ۲۰ د مالک له حضورڅخه به پر تاسو د آرامښت وخت راشي او هغه به تاسوته عیسی چې مسیح دی بیا درولېږي، کوم چې د تاسو لپاره ټاکل شوی دی ۲۱ او لکه څرنګه چې له پېله خدای د خپلو سپېڅلو نبیانو په وسیله فرمایلي، هغه به ترهغې په آسمان کې پاتې شي، ترڅو چې هرڅه بیا نوي شي ۲۲ موسی هم فرمایلي وو: مالک خدای به تاسو لپاره ستاسو له خلکو څخه زما پشان یو نبي وټاکي، نو هغه چې هرڅه وايي تاسو د هغۀ خبره واورئ ۲۳ او څوک چې د هغۀ خبروته غوږ ونه نیسي او هغه ونه مني نو هغه به په بشپړ ډول له خپلوخلکوڅخه وویستل شي ۲۴ همدغه راز سمویل او ټولو هغو نبیانو چې له هغۀ څخه وروسته راغلل د اوسني وخت پېش بینی یې کړې وه ۲۵ تاسو د نبیانو وارثین یاست او په هغې وعده کې شامل یاست کومه چې خدای ستاسو له پلرونو سره کړې وه، کله چې هغۀ ابراهیم ته وفرمایل: ستا له نسل څخه به د مځکې ټول خلک برکت ومومي ۲۶ او کله چې خدای خپل خادم غوره کړ نو لومړی یې تاسو ته درولېږه ترڅو تاسو ته برکت درکړي او پتاسو کې هر یو له بدو لارو څخه راوګرځوي.د معياري پښتو ژباړه د چاپ حق دی © 2022‑2026 افغان کلیسا. تاسو کولی شئ د شخصي او غیر تجارتي استعمال لپاره ډاونلوډ او توزیع کړئ.