اعمالو ۴
پطروس او یوحنا د یهودو د جرګې په وړاندې
۱ او هغوی لاخلکو ته وېنا کوله چې مذهبي مشران، د سپېڅلي کور د ساتونکو قوماندان او صدوقیان پرهغوی ورغلل ۲ او سخت خفه شول چې هغوی خلکو ته تعلیم ورکوي او وايي چې عیسی بیا له مړو څخه را ژوندی شوی او مړي به د عیسی پوسیله ژوندي شي ۳ هغوی پطروس او یوحنا ونیول او د یوې شپې لپاره یې بندیان کړل، ځکه چې ماښام ؤ ۴ خو ډېرو خلکو چې دغه پېغام واورېد هغوي ایمان راوړ چې شمېر یې پنځه زره تنو ته رسېده ۵ بله ورځ د يهودو مشران او د شرعې عالمان په اورشلیم کې سره را ټول شول ۶ چې د مذهبي مشرانومشرحناس، کیاپاس، یوحنا، سکندر او د مذهبي مشرانو د مشر د کورنۍ ټول خلک هم پکې موجود وو ۷ هغوی رسولان جرګې ته وړاندې کړل او پوښتنې یې ترې پېل کړې، هغوی پوښتنه وکړه چې: تاسو په کوم ځواک او د چا په نوم دا کار کړی دی؟ ۸ بیا پطروس چې له سپېڅلي روح نه ډک شوی ؤ ځواب یې ورکړ: ای چارواکو او د قام مشرانو! ۹ که چېرې تاسو له موږ څخه د هغه ناروغه سړي د روغتیا په هکله پوښتنه کوئ، چې څنګه روغ شو ۱۰ نو تاسو او د اسرائیلو ټول قام دې پوه شي چې: دغه سړی د عیسی مسیح ناصري د نوم په قدرت روغ جوړ ولاړ دی، کوم چې تاسو پر صلیب وخېژاوه او خدای هغه بیا له مړو څخه راژوندی کړ ۱۱ دا هماغه ګټ دی چې تاسو ګلکارانو رد کړی ؤ، خو هغه د وداني اصلی ګټ وګرځېد ۱۲ بل په هېچا کې ژغورنه نشته، ځکه په ټوله نړۍ کې بل داسې نوم چا ته ندی ورکړل شوی چې د هغې پوسیله موږ ژغورنه ترلاسه کړو ۱۳ کله چې هغوی د پطروس او یوحنا زړورتیا ولیده او پوه شول چې دوی خو عام او نالوستي خلک ؤ او ویې پېژندل چې دوی خو دعیسی ملګري وو نو سخت حېران شول ۱۴ او کله چې هغوی هغه سړی ولید چې له هغوی سره روغ جوړ ولاړ ؤ، نو له هغوی سره هېڅ دلیل نه ؤ ۱۵ نو هغوی ته یې امر وکړ ترڅو د جرګې نه ووځي او خپله یې پدې موضوع بحث پېل کړ ۱۶ او ويې ویل چې لدې خلکو سره څه وکړو؟ ځکه په اورشلیم کې ټول خلک خبر دي چې د دوی په لاس حېرانوونکې مُعجزه ښکاره شوې او موږ ترې انکار نشو کولای ۱۷ خو د دې لپاره چې دا خبره نوره هم په خلکو کې خپره نشي، نو غوره به وي چې هغوی ته اخطار ورکړو ترڅو لدې وروسته د عیسی په نوم له چا سره خبرې ونکړي ۱۸ بیا یې هغوی دننه راوبلل او اخطار یې ورکړ چې د عیسی په نوم به هېڅ ډول خبرې یا تعلیم نه ورکوي ۱۹ خو پطروس او یوحنا ځواب ورکړ: تاسو پخپله قضاوت وکړئ چې آیا د خدای په نزد دا خبره سمه ده چې موږ دې د هغۀ پرځای ستاسو حکم ومنو ۲۰ موږ چې څه لیدلي او اورېدلي، نو د هغې په هکله له وېنا څخه نشو منع کېدای ۲۱ جرګې هغوی ته په کلکه اخطار ورکړ او خوشې یې کړل، هغوی پوهېدل چې دوی ته سزا ورکول ناشونې ده، ځکه ټول خلک د شوي کار له امله د خدای په ثنا ویلو بوخت وو ۲۲ او په کوم سړي چې دا مُعجزه څرګنده شوې وه د هغۀ عمر له څلویښتو کلونو پورته ؤ ۲۳ کله چې پطروس او یوحنا آزاد شول نو هغوی خپلو ملګرو ته ورغلل او هغه څه چې لوی مذهبي مشرانو او د قام مشرانو ورته ویلي وو، هغوی ته یې وویل ۲۴ او کله چې هغوی دا هرڅه واورېدل، نو ټولو په یوۀ زړۀ خدای ته داسې دعا وکړه: ای مالکه! ای د آسمان، مځکې بحر او هرهغه څه چې پدوی کې دي، د هغې پېداکوونکیه! ۲۵ تا د سپېڅلي روح پوسیله د خپل خادم او زموږ د نیکه داؤد په خُله فرمایلي وو: ولې د نړۍ خلک په قهرشول او ولې قامونه بیځایه توطیې کوي؟ ۲۶ د نړۍ پاچاهان را پورته شول او حاکمان د مالک او د هغۀ د مسیح پر ضد سره یو ځای شول ۲۷ په حقیقت کې هیرودیس، پنطوس پېلاطوس، له غېر یهودو او اسرائیلو سره پدې ښار کې ستا د سپېڅلي خادم عیسی، کوم چې تا مسح کړی، پر ضد را ټول شول ۲۸ ترڅو ټول هغه کارونه تر سره کړي، کوم چې تا په خپل قدرت او ارادې سره مقرر کړي وو ۲۹ نو اوس ای مالکه! د هغوی ګواښونو ته پاملرنه وکړه او خپلو خادمانو ته ځواک ورکړه چې په ډاډ سره ستا کلام بیان کړي ۳۰ خپل لاس را اوږد کړه ترڅو ستا دسپېڅلي خادم عیسی په نامه د روغتیا ورکولو مُعجزې او حېرانوونکي کارونه جاري پاتې شي ۳۱ او کله چې د هغوی دعا پای ته ورسېده، نو د هغوی د را ټولیدو کور ولړزېد او ټول له سپېڅلي روح څخه ډک شول او د خدای کلام یې په زړورتیا سره بیان کړ.د ایماندارانو تر منځ یووالی
۳۲ ټول ایمانداران په زړۀ او ځان سره یو لاس وو او هېچا خپله شتمني، خپله نه ګڼله، بلکې ټول د یوبل په شتمنۍ کې سره شریک وو ۳۳ رسولانو په لوی قدرت سره د مالک عیسی د بیا را ژوندي کېدو ګواهي ورکوله، نو پرخلکو یې ډېر تاثیر کاوه او د خدای فېض له هغوی سره ؤ ۳۴ په هغوی کې هېڅوک هم محتاج نه وو، ځکه هر چا چې مځکه یا کور درلود نو هغه یې خرڅول او دهغې قیمت یې راوړلو ۳۵ او پیسې یې رسولانو ته ورکولې او هغوی به د بیوزلو په منځ کې ویشلې ۳۶ لکه یوسف چې د لاوی قبیلی څخه ؤ او رسولانو ورته برنابا یانی تشویقوونکی ویل، چې اصلا د قبرص اوسېدونکی ؤ ۳۷ هغۀ مځکه درلوده چې خرڅه یې کړه او پیسې یې رسولانو ته وسپارلې.د معياري پښتو ژباړه د چاپ حق دی © 2022‑2026 افغان کلیسا. تاسو کولی شئ د شخصي او غیر تجارتي استعمال لپاره ډاونلوډ او توزیع کړئ.