بائبل Bible
Pashton Bible

اعمالو ۵

حنانیا او سَفیره

۱ خو یو بل سړی چې حنانیا نومېده، له خپلې مېرمنې سَفیرې سره يې یوه ټوټه مځکه خرڅه کړه  ۲ او د خپلې مېرمنې په سلا یې د قیمت څه برخه له ځان سره وساتله، نورې پیسې یې راوړې او رسولانو ته یې ورکړې  ۳ نو پطروس ورته وویل: اې حنانیا! ولې شېطان ته تسلیم شوې چې سپېڅلي روح ته دروغ وايې او د پیسو یوه برخه دې ځان ته وساتله؟  ۴ ترڅو چې هغه مځکه تا سره وه آیا ستا نه وه؟ اوکله چې خرڅه شوه نو پېسې ستا نه وې؟ نو تا ولې داسې فېصله وکړه، تا یواځې انسانانو ته نه بلکې خدای ته هم دروغ ویلي دي  ۵ او کله چې حنانیا دا خبرې واورېدې نو پرمځکه را ولوېد او ساه یې ورکړه، نورو ټولو خلکو چې دا خبرې واورېدې نو سخت ووېرېدل  ۶ بیا ځوانان را پاڅېدل، کفن یې ورکړ او ښح یې کړ  ۷ درې ساعته وروسته د هغۀ ښځه چې لدې هر څه نا خبره وه راننوته  ۸ پطروس له هغې څخه پوښتنه وکړه: آیا مځکه مو په همدې قیمت خرڅه کړه؟ هغې وویل: هو، په همدې قیمت  ۹ نو پطروس ورته وویل: بیا ولې تاسو دواړو د مالک د روح آزمېښت کاوه؟ ګوره په دروازه کې هغه خلک ولاړ دي چې همدا شېبه یې ستا خاوند ښخ کړ او اوس به تا هم یوسي  ۱۰ بیا هماغه شېبه هغه د پطروس په پښو کې راولوېده او ساه يې ورکړه او کله چې ځوانان دننه راغلل نو هغه یې مړه وموندله، نو هغه یې هم پورته کړه او د خاوند په خوا کې یې ښخه کړه  ۱۱ ټولې کلیسا او کومو خلکو چې دا خبره واورېده، نو سخت ووېرېدل. 

مُعجزې او حېرانوونکي کارونه

۱۲ رسولانو د خلکو په منځ کې ډېرې مُعجزې او حېرانوونکي کارونه کول او په یو ځای په سلیماني دالان کې راغونډېدل  ۱۳ خلکو د هغوی ډېر درناوی کاوه او چاهم له هغوی سره د ګډون کولو جرأت نه کاوه  ۱۴ ډېرو سړو او ښځو چې پرمالک ایمان راوړ نو له هغوی سره یوځای شول  ۱۵ تر دې چې ناروغان به یې په بسترو او کټونو کې اچول او کوڅو ته یې راویستل، ترڅو له هغه ځایه د تېرېدو پر مهال د پطروس سیوری په یو او بل ولوېږي  ۱۶ د اورشلیم د شاوخوا پرتو سیمو خلکو به هغه کسان ورته راوستل چې ناروغه وو، یا پېریانو نیولي وو او ټولو به روغتیا موندله. 

د رسولانو نیول کېدل

۱۷ بیا د مذهبي مشرانو مشر او ورسره ملګري صدوقیان د کینې له مخې پورته شول  ۱۸ هغوی رسولان ونیول او په زندان کې یې واچول  ۱۹ خو دمالک یوې فرښتې د شپې مهال هغوی ته د زندان دروازې پرانیستې، هغوی یې بهر را وویستل او ورته یې وویل:  ۲۰ لاړشئ په سپېڅلي کور کې ودرېږئ اوخلکو ته د نوي ژوندون په هکله خبرې وکړئ  ۲۱ نو لکه څرنګه چې هغوی ته ویل شوي وو هغوی سهار مهال سپېڅلي کور ته ننوتل او په تعلیم ورکولو یې پېل وکړ او کله چې د مذهبي مشرانومشر له خپلوملګرو سره راغی، نو د اسرائیلو د مشرانو جرګه یي راوبلله او خلک یې ولېږل ترڅو رسولان له زندان څخه راولی  ۲۲ خو کله چې ساتونکي زندان ته ننوتل نو رسولان یې هلته ونه موندل، هغوی راستانه شول او خبر یې ورکړ چې:  ۲۳ موږ زندان بشپړ بند ولید، څارونکي په دروازو کې په خپلو ځایونو ولاړ وو، خو کله مو چې دروازه خلاصه کړه نو هېڅوک پکې نه وو  ۲۴ او کله چې د سپېڅلي کور د ساتونکو قوماندان او لوی مذهبي مشرانو دا هرڅه واورېدل، نو حېران پاتې شول چې د دې کار پایلې به څه وي  ۲۵ بیا یو تن هغوی ته خبر راوړ چې کوم کسان تاسو په زندان کې اچولي وو، هغوی هلته د خدای په کور کې ولاړ دي او تعلیم ورکوي  ۲۶ بیاقوماندان د سپېڅلي کور د ساتونکو سره لاړ او هغوی یې راوستل، خو هغوی سره یې له هېڅ ډول زوره کار وانخیست، ځکه وېرېدل چې خلک یې سنګسار نکړي  ۲۷ او کله یې چې هغوی راوستل، د جرګې په وړاندې یې ودرول، نو د مذهبي مشرانو مشر خپلې خبرې پدې ډول پېل کړې:  ۲۸ موږ تاسو په کلکه منع کړي وئ چې پدې نوم به تعلیم نه ورکوئ، خو تاسو دا تعلیم په ټول اورشلیم کې خپور کړی او هڅه کوئ چې د هغه سړي وینه زموږ په غاړه واچوئ  ۲۹ خو پطروس او د هغۀ ملګرو رسولانو ځواب ورکړ چې: موږ د انسانانو څخه نه، بلکې د خدای اطاعت کوو  ۳۰ زموږ د پلرونو او نیکونو خدای عیسی بیا را ژوندی کړ، کوم چې تاسو وژلی او پرصلیب مو خېژولی ؤ  ۳۱ دا هغه څوک دی چې خدای خپل ښي لاس ته کېنولی، هغه یې سردار او ژغورونکی وګرځاوه تر څو بني اسرائیلو ته د توبې او ګناهونو د بخښنې فرصت ورکړي  ۳۲ موږ د دې هرڅه ګواهان یو او همدغه راز سپېڅلي روح چې خدای یې خپلواطاعت کونکو ته ورکوي  ۳۳ پدې خبرو د هغوی زړۀ وچاودید او هوډ یې وکړ ترڅو رسولان ووژني  ۳۴ خو په جرګه کې یو فریسي ؤ چې غمالاییل نومېده چې د شریعت استاذ او په خلکو کې ډېر محترم وو راپورته شو او وړاندېز یې وکړ چې دا خلک دې د لږې شېبې لپاره بهر وویستل شي  ۳۵ او بیا یې خلکو ته وویل: اې اسرائیلیانو! د دې خلکو په هکله په فېصله کولو کې لږ فکر وکړئ  ۳۶ ځکه څه موده مخکې تیوداس نومي سړي هم دعوه کړې وه چې مهم سړی دی او نږدې څلور سوه تنه ورسره ملګري شوي وو، بیا هغه ووژل شو او د هغۀ ټول ملګري خواره واره شول  ۳۷ له هغې وروسته د سرشمېرنې په ورځو کې د ګلیل د سیمې یهودا نومی را پورته شو او ډېرو خلکو د هغه په لمسون بغاوت وکړ، هغه هم ووژل شو او ټوله ډله يې خوره وره شوه  ۳۸ اوس لدې خلکو سره کار مه لرئ، زه تاسو ته وایم چې دوی پرېږدئ، ځکه که چېرې د دوی په وېنا او عمل کې د انسانانو لاس وي نو دا به خپله لمنځه لاړ شي  ۳۹ او که د خدای له لوري وي نو تاسو یې هېڅکله هم لمنځه نشې وړلی او د خدای سره مقابله مه کوئ، هغوی د غمالائیل مشوره ومنله  ۴۰ رسولان یې بیا دننه راوبلل، په دورو یې ووهل او هغوی ته یې امر وکړ چې د عیسی په نوم تعلیم مه ورکوئ او بیا یې رسولان پرېښودل  ۴۱ او رسولان له جرګې څخه پدې خوشالۍ راووتل چې هغوی د عیسی په نوم د سپکاوي وړ وګرځېدل  ۴۲ او هغوی هره ورځ په سپېڅلي کور او په کورونو کې تعلیم ورکاوه او دا زیری یې ورکاوه چې عیسی، مسیح دی.  

د معياري پښتو ژباړه د چاپ حق دی © 2022‑2026 افغان کلیسا. تاسو کولی شئ د شخصي او غیر تجارتي استعمال لپاره ډاونلوډ او توزیع کړئ.