بائبل Bible
Pashton Bible

اعمالو ۶

د اوو کسانو ټاکل

۱ او په هغو ورځو کې چې د عیسی د شاګردانو شمېر مخ په ډېرېدو ؤ نو یوناني ژبو یهودو له عبراني ژبو یهودو څخه شکایت وکړ چې هغوی د کونډو د ورځني خوراک په ویش کې بې غوري کوي  ۲ نو دولسو رسولانو ټول شاګردان راوبلل او ورته یې وویل: دا مناسبه نده چې موږ نورو ته د ډوډۍ رسولو لپاره د خدای د کلام له رسولو څخه غافله شو  ۳ نو ای ملګرو! تاسو اووه نیک نومي خلک چې له سپېڅلي روح څخه ډک او پوه وي غوره کړئ، ترڅو موږ ورته دا مسؤلیت وسپارو  ۴ او موږ خپله په دعا او تعلیم کې مشغول اوسو  ۵ دا وړاندېز د ټولو خوښ شو، نو سټېفان چې له ایمان او سپېڅلي روح څخه ډک ؤ او همدغه راز فیلیپوس، پروکروس، نیکانور، تیمونی، پرمنیاس او نیکولاوس چې د انطاکیې اوسېدونکی ؤ او څه موده وړاندې یهودي شوی ؤ، یې غوره کړل  ۶ دوی رسولانو ته معرفي شول، هغوی ورته دعا وکړه او لاسونه یې پرې کېښودل  ۷ د خدای کلام مخ په خپرېدو ؤ او په اورشلیم کې د عیسی د پېروانو شمېر مخ په ډېرېدو ؤ، ډېرو مذهبي مشرانو هم ایمان راوړ. 

د سټېفان نیول

۸ سټېفان چې له فېض او ځواک څخه ډک ؤ، نو د خلکو په منځ کې یې مُعجزې او لوی کارونه ښکاره کول  ۹ نو د آزادو شویو یهودو له کنیسې څخه څه مخالفین راپورته شول چې له هغوی سره دکرینې، سکندریې، کلکیې او آسیې د سیمو بهودیان هم وو او له سټیفان سره یې بحث پېل کړ  ۱۰ خو د هغۀ د حکمت او روح د ځواکمنو خبرو پر وړاندې ټینګ نشول  ۱۱ بیا هغوی په پټه نور خلک ولمسول ترڅو پرهغۀ تور پورې کړي چې ګوندې هغوی د هغۀ له خُلې څخه د موسی او د خدای پر ضد د کُفر خبرې اورېدلي دي  ۱۲ هغوی خلک، د قام مشران او د شرعې عالمان ولمسول د سټېفان پسې شول هغه یې ونیوه او جرګې ته یې حاضر کړ  ۱۳ هغوی د دروغو ګواهي ورکړه او ویې ویل چې: دا سړی له پېله ددې سپېڅلي کور او د موسی د شریعت پرخلاف خبرې کوي  ۱۴ موږ لده څخه اورېدلي چې عیسی ناصري به د خدای دغه سپېڅلی کور وران کړي او د موسی راکړي دودونه به بدل کړي  ۱۵ په جرګې کې ناستو خلکو په هغۀ کې سترګې ښخې کړې وې او د هغۀ مخ د فرښتې پشان ځلیده. 

د معياري پښتو ژباړه د چاپ حق دی © 2022‑2026 افغان کلیسا. تاسو کولی شئ د شخصي او غیر تجارتي استعمال لپاره ډاونلوډ او توزیع کړئ.