بائبل Bible
Pashton Bible

اعمالو ۷

د سټېفان وېنا

۱ بیا د مذهبي مشرانو مشر له سټېفان څخه پوښتنه وکړه چې، آیا دا تورونه رېښتیا دي  ۲ نو سټېفان ځواب ورکړ: اې وروڼو او پلرونو! ما ته غوږ شئ! د جلال مالک خدای زموږ پلار ابراهیم ته هغه وخت ښکاره شو، کله چې هغه حاران ته له هجرته وړاندې په میسوپوتامیه کې اوسېده  ۳ نو خدای ورته وفرمایل: خپل وطن او خپلوان پرېږده او هغې سیمې ته لاړ شه چې زه یې درته ښایم  ۴ او پدې توګه هغه د کلدانیانو له سیمې څخه ووت او په حاران کې مېشت شو او د ابراهیم د پلار له مړینې وروسته خدای هغه دې ځای ته راوست چې نن پکې تاسو مېشت یاست  ۵ خدای هغۀ ته یو لویشت ځای هم ورنکړ چې هغه یې خپل وګڼي، خو وعده یې ورسره وکړه چې دغه ځایونه به لده وروسته د هغۀ اولاد ته ورکړي، سره لدې چې هغه وخت د هغۀ اولاد هم نه ؤ  ۶ او خدای ورته داسې وفرمایل: د ابراهیم اولاد به د پردیو په مځکه د مسافرو پشان ژوند وکړي، تر څلورسوو کلونو پورې به غلامان وي او ظلم به ورسره کېږي  ۷ همدغه راز خدای وفرمایل: او کوم قام چې دوی غلامان کړي وي، زه به هغوی ته سزا وکړم او له هغې پس به هغوی آزاد شي او هغوی به په همدې ځای کې زما عبادت کوي  ۸ بیا خدای له ابراهیم سره د ختنې وعده وکړه او کله چې له ابراهیم څخه اسحاق پېدا شو، نو په اتمه ورځ یې هغه سنت کړ او په همدې ترتیب اسحاق خپل زوی یعقوب او یعقوب خپل زامن سنت کړل او بیا هغوی د دولسو قامونو مشران شول  ۹ خو د یوسف وروڼو دکینې لمخې هغه په مصر کې خرڅ کړ اوخدای د هغۀ مل ؤ  ۱۰ او خدای هغه له ټولو کړاوونو څخه خلاص کړ او هغۀ ته یې داسې فضل او حکمت ورکړ چې د مصر پاچافرعون ته د خوښې وړ وګرځېد او فرعون هغه د ټول مصر او سلطنت واکدار وټاکه  ۱۱ خو کله چې په ټول مصر او د کنعان په سیمه کې سخته قحطي راغله، نو زموږ له پلرونو سره د خوراک لپاره هېڅ هم نه وو  ۱۲ خو کله چې یعقوب واورېدل چې په مصر کې غنم پېدا کېږي، نو زموږ پلرونه یې په لومړي ځل هلته ولېږل  ۱۳ په دویم ځل یوسف خپلو وروڼو ته ځان ور وپېژانده او فرعون د هغۀ له کورنۍ څخه خبر شو  ۱۴ نو یوسف خپل پلار یعقوب او ټولو خپلوانو ته چې شمېره یې پنځه اویا تنو ته رسېده مصرته د راتلو بلنه ورکړه  ۱۵ بیا یعقوب مصر ته لاړ او هلته هغه خپله، زموږ د پلار او نیکونو سره مړه شول  ۱۶ او د هغوی مړي یې د شکېم ښار ته ویوړل او هلته یې په هغې هدیره کې ښخ کړل چې ابراهیم له بني جمور څخه په بیه اخیستې وه  ۱۷ او کله چې له ابراهیم سره د خدای د کړې وعدې وخت رانږدې شو، نو په مصر کې زموږ د قام شمېره زیاته شوه  ۱۸ تر دې چې په مصر کې یو بل پاچا قدرت ته ورسېد، چې هغه یوسف نه پېژانده  ۱۹ هغه زموږ له قام سره ټګي وکړه او زموږ مشران یې په ظلم دیته اړ ویستل چې خپل نوي زېږول شوي بچي بهر وغورځوي ترڅو ژوندي پاتې نشي ۲۰ او په همدغه وخت کې موسی پېدا شو، هغه یو ښکلی ماشوم او د خدای خوښ ؤ، هغه تر دریو میاشتو پورې د خپل پلار په کورکې وساتل شو  ۲۱ او کله چې هغه بهر وغورځول شو نو د فرعون لور هغه راواخیست او د زوی پشان یې وروزلو  ۲۲ نو موسی د مصریانو د پوره حکمت او پوهې تعلیم وموند او هغه په ټولو کارونو او کلام کې ښه وړتیا وموندله  ۲۳ او کله چې هغه د څلویښتو کالو شو نو په زړۀ کې یې تلوسه پېدا شوه ترڅو له خپلو وطندارانو اسرائیلو سره لیده کاته وکړي  ۲۴ او کله چې هغۀ ولیدل چې په هغوی کې له یو تن سره زیاتی وشو، نو د هغۀ د مرستې لپاره ورغی، له مصري څخه يې د هغۀ بدل واخیست او مړ یې کړ  ۲۵ هغۀ فکر کاوه چې د هغۀ وطنداران به پوه شي چې خدای د ده پواسطه هغوی ته خلاصون ورکوي، خو هغوی پوه نشول  ۲۶ بله ورځ هغۀ دوه کسان ولیدل چې یو له بل سره جګړه کوله، نو هغۀ هڅه وکړه ترڅو د هغوی جګړه ختمه کړي، نو موسی ورته وویل: ای ځوانانو! تاسو خو وروڼه یاست نو ولې یو له بل سره جنګېږئ؟  ۲۷ خو کوم سړي چې له خپل ګاونډي سره زیاتی کاوه، نو هغه یې ټیله کړ او ور ته یې وویل: ته لا چا، زموږ ترمنځ قاضي او حاکم ټاکلی یې؟  ۲۸ آیا ته هم غواړې چې د پروني مصري په څېر ما هم مړ کړې؟  ۲۹ موسی د دې خبرې په اورېدو سخت وډار شو، لدې ځایه وتښتید او د مدیان په سیمه کې استوګن شو او هلته د هغۀ دوه زامن پېداشول ۳۰ او له څلویښت کلونه وروسته، د سینا د غره په لمن کې، په یوه لمبې وهونکي بوټي کې فرښته هغۀ ته ښکاره شوه  ۳۱ موسی د هغې په لیدو حېران شو او کله چې د هغې د لیدو لپاره ورنږدې شو نو د مالک غږ یې واورېد چې:  ۳۲ زه ستا د پلرونو خدای یم، زه د ابراهیم، اسحاق او یعقوب خدای یم، موسی له وېرې په رپېدو شو او ورته یې کتلی نشو  ۳۳ بیا مالک هغۀ ته وفرمایل: څپلۍ دې وباسه! په کوم ځای کې چې ته ولاړ یې، دا سپېڅلې مځکه ده  ۳۴ ما خپل خلک لیدلي چې په مصرکې څومره کړاو ګالي، د هغوی اسویلي مې اورېدلي او زه د هغوی د خلاصون لپاره را کوز شوی یم، نو رازه چې زه تا مصر ته ولېږم  ۳۵ او هغه موسی چې همدغو اسرائیلیانو پدې الفاظو سره رد کړی وو چې: ته لا چا، زموږ تر منځ قاضي او حاکم ټاکلی یې؟ نو همدغه سړی خدای حاکم او خلاصوونکی وټاکه او د هغې فرښتې پوسیله یې ولېږه، کومه چې ورته په بوټي کې ښکاره شوې وه  ۳۶ همدغه موسی ؤ چې هغوی یې له مصرڅخه بهر وویستل او په مصر، سرې بحیرې او څلویښت کاله يې په صحرا کې حېرانوونکي کارونه او مُعجزې ښکاره کولې ۳۷ دا هماغه موسی دی چې اسرائیلو ته یې وویل: خدای به ستاسو لپاره د خپل قام څخه زما پشان یو نبي پېدا کړي  ۳۸ او دا موسی ؤ چې په دښته کې زموږ د پلرونو یانې دخدای دقام په غونډه کې د هغوی سره ؤ او فرښتې ورسره دسینا په غرۀ کې خبرې وکړې، هلته هغۀ دخدای ژوندی کلام تر لاسه کړ ترڅو موږ ته یې راورسوي  ۳۹ خو زموږ پلرونو د هغۀ مشري ونه منله، هغه یې رد کړ او هغوی غوښتل چې بېرته مصر ته ستانه شي ۴۰ او هارون ته یې وویل چې هغوی ته داسې خدایان جوړ کړي چې له هغوی څخه مخکې روان وي او هغوی وویل: هغه موسی چې موږ یې له مصر څخه راووېستلو، نپوهېږو چې په هغۀ باندې څه وشول  ۴۱ نو هماغه وخت هغوی د خوسکی په شان یو بت جوړ کړ او هغۀ ته یې قرباني وکړه او په خپل لاس د جوړ شوي شي لپاره یې جشن وکړ  ۴۲ خو خدای له هغوی څخه مخ واړاوه او هغوی یې پرېښودل ترڅو د آسماني ستورو عبادت وکړي، لکه څرنګه چې د انبیاؤ په کتابونو کې لیکل شوي دي: ای بني اسرائیلو! آیا تاسو پدې څلویښتو کلونو کې پدې دښته کې زما لپاره قربانۍ او نذرانې راوړي دي؟  ۴۳ نه، بلکې تاسو خو د ملوک کېږدۍ او د رفان خدای ستوری د ځان لپاره واخیست، هغه انځورونه چې تاسو د عبادت لپاره جوړ کړي وو، نو زه به تاسو د بابل نه هم اخوا وشړم  ۴۴ زموږ پلرونو په دښته کې د ګواهۍ کېږدۍ درلوده او دا هماغه کېږدۍ وه چې خدای موسی ته امر وکړ چې په کوم شکل دې لیدلې وه، په هماغه شکل یې جوړه کړه  ۴۵ او کله چې زموږ پلرونو د هغو قامونو سیمې ونیولې، کوم چې خدای د دوی په وړاندې وویستل، نو دغه کېږدۍ یې له یوشع سره راوړه او د داؤد تر وخته هلته ولاړه وه  ۴۶ له داؤد څخه خدای راضي ؤ او هغۀ خدای ته سوال وکړ چې ماته د یعقوب دخدای لپاره دایمي استوګن ځای راکړه  ۴۷ خو دا سلیمان ؤ چې د هغۀ لپاره یې کور جوړ کړ  ۴۸ سره لدې چې لوی خدای د انسانانو په جوړ کړي کور کې نه اوسېږي، لکه څرنګه چې نبي فرمايي:  ۴۹ آسمان زما تخت او مځکه زما د پښو تکېه ځای دی، تاسو به زما لپاره څه ډول کور جوړ کړئ؟ مالک فرمایي چې زما آرام ځای چېري دی؟  ۵۰ آیا دا ټول شیان ما په خپلو لاسونو ندي پېداکړي؟  ۵۱ ای سرکښه قامه! تاسو لا تر اوسه په زړونو کې کافر او رېښتیاو ته کاڼه یاست، تاسو د خپلو پلرونو په څېر تل له سپېڅلي روح سره په جګړه یاست  ۵۲ آیا داسې یو نبي هم شته چې ستاسو پلرونو کړولی نه وي؟ هغوی هغه نبیان ووژل کومو چې د رېښتیني د راتلو پېش بینی کړې وه او اوس تاسو د هغۀ رېښتیني جاسوسي وکړه او هغه مو مړکړ  ۵۳ تاسو ته د فرښتې پوسیله شریعت درکړل شو خو تاسو پرې عمل ونه کړ. 

د سټېفان سنګسارول

۵۴ او کله چې هغوی دا هرڅه واورېدل نو سخت غصه شول او هغۀ ته یې غاښونه وچېچل  ۵۵ خو سټېفان چې له سپېڅلي روح څخه ډک ؤ او د آسمان لور ته یې په ځېر سره کتل، هغۀ د خدای جلال اوعیسی د خدای ښي لاس ته ولاړ ولید  ۵۶ نو هغۀ وویل: ګورئ! آسمان پرانیستی دی او زه د انسان زوی د خدای ښي لاس ته ولاړ وینم  ۵۷ لدې خبرې سره هغوی چیغې کړې، خپل غوږونه یې بند کړل او پرهغۀ یې ورمنډې کړې  ۵۸ هغه یې له ښاره بهر وویست او سنګسار یې کړ او کومو کسانو چې د هغۀ پرخلاف ګواهي ورکړې وه، هغوی خپلې جامې د ساؤل نومي ځوان په پښو کې کېښودې  ۵۹ او کله چې هغوی سټېفان سنګساراوه نو هغۀ چیغې کړې او ويې ویل: ای مالکه عیسی! زما روح قبول کړه  ۶۰ بيا هغه په ګونډو شو او په لوړ غږ سره یې وویل: ای مالکه! دوی پدې ګناه مه نیسه، دا يې وویل او ساه یې ورکړه. 

د معياري پښتو ژباړه د چاپ حق دی © 2022‑2026 افغان کلیسا. تاسو کولی شئ د شخصي او غیر تجارتي استعمال لپاره ډاونلوډ او توزیع کړئ.