اعمالو ۸
ساؤل کلیسا ځوروي
۱ او ساؤل له هغو کسانو څخه ؤ چې د اسټیفان پرمرګ راضي ؤ، نو په هماغه ورځ د اورشلیم د کلیسا ربړول پېل شول او له رسولانو پرته نور ټول ایمانداران د یهودیې او سامريې په سیموکې خواره واره شول ۲ ایماندارانو سټېفان ښخ کړ او ډېر ویر ژړا یې پرې وکړه ۳ پدغه موده کې ساؤل غوښتل ترڅو د کلیسا بنسټ ونړوي، هغه کور په کور ګرځېده، ایمانداران سړي او ښځې یې را نیول او په زندان کې یې اچول.په سامریه کې د زیري وعظ
۴ او هغه ایمانداران چې خواره واره شوي وو، هغوی چې چېرې تلل نو دکلام تعلیم یې ورکاوه ۵ نو فیلیپوس د سامریې یو ښار ته ولاړ او هلته یې د مسیح په هکله وعظ وکړ ۶ او خلکو په ډېر شوق سره د فیلیپوس خبرې اورېدې او کومې مُعجزې چې هغۀ کولې هغه یې لیدلې ۷ پدې ډول چې له ډېرو پېریان نیولو څخه پېریان په چیغو سره راوتل او ډېرو شلانو او ګوډانو روغتیا وموندله ۸ او په هغه ښارکې لویه خوشالي راغله ۹ او په هغه ښار کې شمعون نومې یو سړی ؤ چې له څه مودې راهیسې یې په جادو سره د ډېرو سامریانو پام د خپل ځان لور ته را اړولی ؤ او ځان یې د لویې مرتبې مالک ګڼلو ۱۰ او هغوی ټولو لویانو او کوچنیانو د هغۀ خبرې په غور سره اورېدې او ویل یې چې دا سړی د خدای هغه قدرت دی چې ورته لوی ویل کېږي ۱۱ هغوی ځکه د هغۀ خبرې اورېدلې چې له ډېرې مودې راهیسې یې هغوی د خپل جادو له کبله حېران کړي وو ۱۲ خوکله چې هغوی ټولو د فیلیپوس په هغه زیري ایمان راوړ، کوم یې چې د خدای د پاچاهۍ او د عیسی مسیح د نوم په هکله اوراوه، نو هغو ټولو ښځو او سړو تعمید واخیست ۱۳ تر دې چې خپله شمعون هم ایمان راوړ او تعمید یې واخیست او له هغې وروسته له فیلیپوس سره ؤ او کله یې چې د هغۀ په لاس حېرانوونکي کارونه او مُعجزې لیدلې نو حېران پاتې کېده ۱۴ او کله چې رسولانو په اورشلیم کې واورېدل چې سامریانو دخدای کلام منلی، نوهغوی پطروس او یوحنا ورولېږل ۱۵ هغوی هلته لاړل او د ایماندارانو لپاره یې دعا وکړه ترڅو پر هغوی سپېڅلی روح نازل شي ۱۶ ځکه تر دغه دمه پر هېچا هم سپېڅلی روح نه ؤ نازل شوی او هغوی یواځې د مالک عیسی په نامه تعمید اخیستی ؤ ۱۷ نو پطروس او یوحنا پرهغوی لاسونه کېښودل اوهغوی سپېڅلی روح ترلاسه کړ ۱۸ او کله چې شمعون ولیدل چې د رسولانو په لاس کېښودلو سپېڅلی روح ورکول کېږي نو هغۀ هغوی ته د پیسو وړاندیز وکړ ۱۹ او ويې ویل چې ماته هم دغه قدرت راکړئ چې کله پرچا لاس کېږدم نو سپېڅلی روح څخه تر لاسه کړي ۲۰ خو پطروس ځواب ورکړ چې ستا پیسې دې لتا سره ورکې شي، ځکه ته فکر کوې چې ګوندې د خدای دا نعمت په پیسو سره اخیستل کېږي ۲۱ پدې خبره کې ستا هېڅ ډول برخه نشته، ځکه چې ته خدای ته بدنیته یې ۲۲ لدې بدۍ څخه توبه وباسه او مالک ته دعا وکړه ګواکې تاته د داسې فکر کولو بخښنه وکړي ۲۳ ځکه زه وینم چې ته ډېر له کینې ډک او د ګناه غلام شوی یې ۲۴ نو شمعون ځواب ورکړ چې: تاسو زما لپاره مالک ته دعا وکړئ ترڅو دا هرڅه چې تا وویل په ما رانشی ۲۵ بیا هغوی د ګواهۍ او د مالک دکلام له اورولو وروسته بېرته اورشلیم ته ستانه شول او په لارکې یې د سامریانو ډېرو کلیو ته د زیري پېغام ورکړ.فیلیپوس او حبشي خصي
۲۶ بیا د مالک فرښتې فیلیپوس ته وویل: پورته شه او پر هغه سړک روان شه کوم چې له اورشلیم څخه غزې ته د سویل لور ته تللی دی او دا سړک په دښته کې دی ۲۷ نو هغه روان شو او په لار کې یې یو حبشي خصي ولید چې راروان دی، هغه د حبشې د ملکې چې کنداکه نومېدله لوی چارواکې او د هغې د خزانې واکمن ؤ، هغه د عبادت لپاره اورشلیم ته راغلی ؤ ۲۸ اوس هغه بېرته خپل کورته روان ؤ، هغه په خپله بګۍ کې ناست ؤ او داشعیا نبي صحیفه یې لوستله ۲۹ نوسپېڅلي روح فیلیپوس ته وویل چې لاړ شه او هغې بګۍ ته ورنږدې شه ۳۰ نو فیلیپوس ورمنډه کړه او کله یې چې واورېدل هغه د اشعیا نبي صحیفه لولي نو ورته یې وویل: آیا ته چې څه لولې پر هغې پوهېږې؟ ۳۱ هغۀ ورته وویل: زه پرې څنګه پوهېدای شم، ترڅو چې څوک یې را ته تشریح نکړي، نو هغۀ له فیلیپوس څخه وغوښتل ترڅو بګۍ ته راوخېژي او د هغۀ په څنګ کې کیني ۳۲ هغۀ چې د صحیفې کومه برخه لوستله، هغه دا وه: د هغې پسه په څېر چې حلالولو ته وړل کېږي، یا یو ګډوری چې د وړۍ کلوونکي په مخکې چوپ ولاړه وي، هغۀ هم له خُلې نه یوه خبره ونه ویستله ۳۳ هغه سپک کړای شو او ورسره انصاف ونشو او څوک به د هغۀ د نسل په هکله خبرې وکړي؟ ځکه چې د هغۀ ژوند له مځکې څخه ختم کړای شو ۳۴ نو هغه خصي فیلیپوس ته وویل: زه غواړم چې دا راته ووايې چې دلته پیغمبر د چا په هکله خبرې کوي؟ د خپل ځان په هکله یا د بل چا په هکله؟ ۳۵ نو فیلیپوس د صحیفې لدې برخې څخه خبرې پېل کړې او د عیسی په هکله یې زیری واوراوه ۳۶ او کله چې دوی په سړک روان وو نو یو داسې ځای ته ورسېدل چې هلته اوبه وې نو خصي وویل: ګوره! دلته اوبه هم شته نو اوس څه شی ما له تعمید اخیستلوڅخه منع کولای شي؟ ۳۷ ۳۸ نو هغۀ د بګۍ درولو امر وکړ، بیا فیلیپوس او هغه خصي دواړه اوبو ته کوز شول او هغۀ ته یې تعمید ورکړ ۳۹ کله چې هغوی له اوبو څخه راووتل نو د مالک سپېڅلي روح فیلیپوس ویوړ او خصي بیا هغه ونه لید او په خوشالۍ سره پرخپله لار روان شو ۴۰ بیا فیلیپوس ناڅاپه اشدود نومي ښار ته رسېدلی ؤ، قیصریې ته له رسېدو مخکې په ټوله سیمه کې وګرځېد او په ټولو ښارونو کې یې د زیري اعلان کاوه.د معياري پښتو ژباړه د چاپ حق دی © 2022‑2026 افغان کلیسا. تاسو کولی شئ د شخصي او غیر تجارتي استعمال لپاره ډاونلوډ او توزیع کړئ.