اعمالو ۹
ساؤل پرعیسی مسیح ایمان راوړي
۱ خو ساؤل لا اوس هم د مالک د شاګردانو له تهدید او وژنې څخه لاس نه ؤ اخیستی، هغه د مذهبي مشرانو مشر ته ورغی ۲ او له هغۀ څخه یې غوښتنه وکړه ترڅو د دمشق د کنیسو په نوم لیکونه ورکړي چې که چېرې د دې لارې ښځې یا نارینه پېروان پېدا کړي، نو ټول ونیسي او اورشلیم ته یې راولي ۳ هغه لا په لاره کې ؤ او دمشق ته نه ؤ رسېدلی چې ناڅاپه یې له آسمانه یوه رڼا ولیده چې د هغۀ ګېرچاپېره وځلېده ۴ هغه پر مځکه را ولوېد او یو غږ یې واورېد چې: ساؤله، ساؤله! ولې ما کړوې؟ ۵ هغۀ پوښتنه وکړه: مالکه! ته څوک یې؟ ځواب راغی: زه عیسی یم، چې ته یې کړوې ۶ خو پورته شه او ښار ته لاړ شه، هلته به تا ته وویل شي چې ته باید څه وکړې ۷ دغه مهال د هغۀ د سفر ملګري غلي ولاړ وو، هغوی هغه غږ واورېد، خو څوک یې ونه لیدل ۸ او کله چې ساؤل له مځکې راپورته شو نو هېڅ شی ورته نه ښکارېدل، بیا هغوی له لاسه ونیو او د دمشق ښار ته یې راوست ۹ هغه تر دریو ورځو پورې ړوند ؤ او خوراک څښاک یې نه کاوه ۱۰ او د دمشق په ښار کې حنانیا نومی یو ایماندار اوسېده، هغۀ په رؤیا کې ولیدل او د مالک غږ یې واورېد چې ویل یې: ای حنانیا! هغۀ ځواب ورکړ: مالکه زه حاضر یم ۱۱ نو مالک هغۀ ته وفرمایل: پاڅېږه او هغې کوڅې ته ورشه چې نېغه ورته ویل کېږي او د یهودا کور ته لاړ شه، هلته له ترسوس څخه یو سړی راغلی چې ساؤل نومېږي، ته به هغه په دعا ووینې ۱۲ او همدغه راز ساؤل هم په رؤیا کې یو سړی ولید چې دننه راغی، پر هغۀ یې لاس کېښود او هغه بینا شو ۱۳ خو حنانیا ځواب ورکړ چې مالکه! ما د دې سړي په هکله اورېدلي او ده چې په اورشلیم کې ستا له سپېڅلو سره کوم بد کړي، له هغې نه هم خبر یم ۱۴ او هغه له لوی مذهبي مشرانو څخه لدې واک سره دلته راغلی چې هغه ټول خلک ونیسي کوم چې ستا نوم یادوي ۱۵ خو مالک هغۀ ته وفرمایل: ته لاړ شه، ځکه چې دا سړی ما د خپل خدمت لپاره غوره کړی چې هغه به غېر یهودو، پاچاهانو او بني اسرائیلو ته زما نوم اعلانوي ۱۶ زه به خپله هغۀ ته هغه څه وښایم چې هغه به یې زما د نوم لپاره وزغمي ۱۷ نو لدې سره حنانیا روان شو، هغه کور ته ورغی، پر ساؤل یې خپل لاسونه کېښودل او ورته یې وویل: ای ساؤله وروره! مالک عیسی چې تا ته په لارکې ښکاره شوی ؤ، هغۀ زه تا ته د دې لپاره رالېږلی یم چې ته دوباره بینا او له سپېڅلي روح څخه ډک شې ۱۸ نو سمدستي هغۀ ته داسې ښکاره شوه چې پوستکي یې له سترګو څخه وغورځېدل او دوباره بینا شو، هغه راپاڅېد او تعمید یې واخیست ۱۹ د ډوډۍ له خوراک وروسته یې بدن قوت واخیست، بیا ساؤل په دمشق کې څو ورځې دعیسی له شاګردانو سره پاتې شو.په دمشق کې د ساؤل وعظ
۲۰ او سمدلاسه هغۀ د دمشق په کنیسو کې په ښکاره ډول د دې خبرې وعظ کاوه چې عیسی د خدای زوی دی ۲۱ هرچا چې د هغۀ دا خبرې اورېدې نو هک حېران به شول او ویل به یې: آیا دا هغه سړی ندی چې په اورشلیم کې یې د عیسی د نوم یادوونکي وژل؟ او آیا دی دلته خاص پدې موخه نه ؤ راغلی ترڅو خلک ونیسي او لوی مذهبي مشرانو ته یې بوځي؟ ۲۲ خو د ساؤل د وېنا تاثیر ډېرېده او د دمشق یهودیان یې په خپلو کلکو دلایلو سره غلي کول، چې عیسی وعده کړی شوی مسیح دی ۲۳ د ډېرو ورځو له تېرېدو وروسته یهودیان راغونډ شول او د هغۀ د وژلو پلان يې جوړ کړ ۲۴ خو هغه د هغوی له پلان څخه خبر شو، یهودو شپه او ورځ د ښار دروازې څارلې ترڅو هغه ووژني ۲۵ خو د هغۀ شاګردانو د شپې پر مهال هغه په ټوکرۍ کې د ښار له دیواله لاندې کوز کړ.ساؤل په اورشلیم کې
۲۶ او کله چې ساؤل اورشلیم ته ورسېد نو هغۀ کوښښ وکړ ترڅو له شاګردانو سره یوځای شي او د هغوی په ډلې کې داخل شي، خو هغوی ټول له هغۀ څخه وېرېدل، ځکه هغوی باور نه کاوه چې ګوندې هغۀ به ایمان راوړی وي ۲۷ خو برناباس هغه رسولانو ته ویوړ او هغوی ته یې د هغۀ کیسه بیان کړه چې ساؤل څنګه د سفر پرمهال مالک لیدلی ؤ او څرنګه مالک له هغۀ سره خبرې وکړې او دا چې په دمشق کې یې په څه ډول زړورتیا سره د عیسی په نوم وعظ کاوه ۲۸ ساؤل په اورشلیم کې له هغوی سره پاتې شو، له هغوی سره آزاد ګرځېده، په زړورتیا او په ډاګه یې د مالک په نوم وعظ کاوه ۲۹ هغه له یوناني ژبو یهودو سره بحثونه او مناظرې کولې، خو هغوی د هغۀ د وژلو نیت وکړ ۳۰ او کله چې ایمانداران لدې موضوع څخه خبر شول نو هغوی ورسره تر قیصریې لاړل او ترسوس ته یې ولېږه ۳۱ او دغه مهال کلیسا په یهودیه، ګلیل اوسامریه کې پیاوړې کېده، هغوی د مالک په وېره او د سپېڅلي روح په ملتیایې پرمختګ کاوه او شمېر یې زیاتېده.پطروس په لیده او یافا کې
۳۲ او پطروس په هرځای کې ګرځېده، یو ځل هغه د ایماندارانو د کتنې په موخه لده نومې سیمې ته راغی ۳۳ هلته هغۀ اینیاس نومی سړی ولید چې له اتو کلونو راهیسې شل او په کټ کې پروت ؤ ۳۴ نو پطروس هغۀ ته وویل: ای اینیاسه! عیسی مسیح تاته روغتیا درکوي، را پورته شه او بستره دې را ټوله کړه، نو هغه سمدلاسه پاڅېد ۳۵ او د لیدې او شارون ټولو اوسېدونکو هغه ولید او د مالک لورته راغلل.د ډورکاس بیا را ژوندي کېدل
۳۶ او په یافا کې تبیتا نومې شاګرده وه، چې په یوناني کې ورته ډورکاس یانې هوسۍ وايي، هغې خپلې ورځې په نېکۍ او سخاوت سره تېرولې ۳۷ نو په همدغو ورځو کې هغه ناروغه او مړه شوه، هغوی هغې ته غسل ورکړ او پاس په بالاخانه کې یې کېښودله ۳۸ لیده او یافا سیمې یو بل ته ډېرې نږدې وې او کله چې شاګردان خبر شول چې پطروس هلته نږدې راغلی، نو دوه تنه یې ورپسې ولېږل ترڅو بې له ځنډه دلته راشي ۳۹ نو پطروس سمدستي له هغوی سره را روان شو او کله چې هغه راورسېد نو هغوی پاس بالاخانې ته ویوړ او هلته ټولې کونډې راټولې شوې وې او په ژړا يې ورته هغه کمیسونه او جامې وښودې کومې چې ډورکاس پخپل ژوند د هغوی لپاره ګنډلې وې ۴۰ بیا پطروس هغوی ټولې له کوټې څخه بهر کړې، په ګونډو شو او دعا یې وکړه، بیا یې مړي ته مخ ورواړوه او ورته یې وویل: تبیتا! را پورته شه! هغې سترګې وغړولې او کله یې چې پطروس ولید نو نېغه کیناستله ۴۱ بیا پطروس هغې ته لاس ورکړ او هغه یې په پښو ودروله نو پطروس ټول ایمانداران او هغه کونډې راوغوښتې او هغه یې ورته ژوندۍ وښودله ۴۲ دا خبره په ټوله یافا کې خپره شوه او ګڼ شمېر خلکو پر مالک ایمان راوړ ۴۳ بیا پطروس څه موده په یافا کې له شمعون نومي موچي سره پاتې شو.د معياري پښتو ژباړه د چاپ حق دی © 2022‑2026 افغان کلیسا. تاسو کولی شئ د شخصي او غیر تجارتي استعمال لپاره ډاونلوډ او توزیع کړئ.