اعمالو ۱۰
د کرنیلیوس ایمان راوړل
۱ او په قیصریه کې کرنیلیوس نومی یو سړی ؤ، چې د ایټالیوي پلټنې افسر ؤ، ۲ هغه له خپلې ټولې کورنۍ سره رېښتینی او له خدایه وېرېدونکی ؤ، قام ته یې ډېره صدقه ورکوله او پر له پسې یې خدای ته دعا کوله ۳ يوه ورځ یې ماسپښین مهال په رؤیا کې د خدای فرښته ولیده چې هغۀ ته راغله او ورته یې وویل: اې کرنیلیوسه! ۴ نو هغۀ ورته په ځیرځیر وکتل، ووېرېد او ویې ویل: څه وایې مالکه! نو هغۀ ته یې وویل: ستا دعاګانې او صدقې د یادښت په موخه د خدای سره قبولې شوې دي ۵ اوس یافا ته خلک ولېږه او شمعون چې په پطروس مشهور دی را وغواړه ۶ کوم چې د شمعون نومي موچي سره چې کور یې د بحیرې په غاړه دی میلمه دی ۷ او کله چې هغه فرښته چې له ده سره یې خبرې کولې پناه شوه، نو کرنیلیوس خپل دوه خادمان او یو عسکر چې رېښتینی او هغۀ ته خاص وو راوبلل ۸ ټوله پېښه یې هغوی ته بیان کړه او یافا ته یې ولېږل ۹ بله ورځ غرمې مهال چې هغوی لا په لار او ښار ته نږدې ؤ، نو پطروس د کوټې لپاسه وخوت ترڅو دعا وکړي ۱۰ او داسې وشول چې پطروس اوږې شو او غوښتل یې چې څه شی وخوري خو کله یې چې هغۀ ته خوراک تیاراوه، نو هغۀ رؤیا ولیدله ۱۱ آسمان یې خلاص ولید او یو شی چې د یو لوی څادر په څېر له څلورو څنډو څخه تړلې او د مځکې لور ته راځوړند ؤ پر هغۀ را کوزېږي ۱۲ او په هغې کې هر ډول څاروي، خزندې او مرغان وو ۱۳ بیا هغۀ ته یو غږ وشو چې ای پطروسه! پاڅېږه، حلال یې کړه او ویې خوره ۱۴ خو پطروس وویل: هېڅکله نه مالکه، ځکه ما هېڅ کله پلیت یا حرام شيان ندي خوړلي ۱۵ بیا هغۀ ته غږ وشو چې، هغه څه چې خدای درکړي، ته یې حرام مه ګڼه ۱۶ درې ځلې داسې وشول او بیا هغه څادر آسمان ته پورته کړای شو ۱۷ پطروس له ځان سره ډېر حېران ؤ چې د دې رؤیا څه مقصد دی او په همدغه وخت کې ناڅاپه د کرنیلیوس استازو چې د شمعون د کور پوښتنه یې کوله دروازې ته راورسېدل ۱۸ غږ یې کولو او پوښتنه یې وکړه چې: آیا شمعون چې په پطروس مشهور دی همدلته دی؟ ۱۹ او پطروس لا په هغې رویا کې فکر کاوه چې سپېڅلي روح ورته وفرمایل: درې تنه تا غواړي ۲۰ نو پاڅېږه، کوز شه او د هغوی سره لاړ شه او هېڅ شک مه کوه ځکه چې هغوی ما درلېږلي دي ۲۱ نو پطروس د هغو کسانو څنګ ته لاندې راکوز شو او ویې ویل: زه هغه څوک یم چې تاسویې لټوئ، ستاسو د راتلوموخه څه ده؟ ۲۲ هغوی وویل: کرنیلیوس پوځي افسر چې نېک او له خدایه وېرېدونکی دی او د یهودو د ټول قام په وړاندې نېک نومی دی، دخدای د سپېڅلې فرښتې له لوري ورته الهام شوی ترڅو هغه تا خپل کور ته راوبلي او لتا څخه خبرې واوري ۲۳ نو پطروس هغوی خپل کور ته بوتلل، ورته یې مېلمستیا وکړه، سبا راپورته شو او له هغوی سره روان شو، د یافا څو وروڼه هم ورسره لاړل ۲۴ بله ورځ قیصریې ته ورسېدل، کرنیلیوس خپل خپلوان او خاص دوستان رابللي وو او د هغۀ انتظار یې کاوه ۲۵ کله چې پطروس ورننوت نو کرنیلیوس ور ته هرکلی ووایه، پر پښو یې ولوېد او سجده یې ورته وکړه ۲۶ خو پطروس هغه را پورته کړ او ورته یې وویل: پاڅېږه زه هم ستا پشان انسان یم ۲۷ او پداسې حال کې چې له هغۀ سره یې خبرې کولې کور ته ننوت او هلته یې غټه ډله ولیدله ۲۸ نو هغوی ته یې وویل: تاسوخبر یاست چې د یهودي لپاره ناروا ده ترڅو له غېر یهودي سره معاشرت او تګ راتګ وکړي، خو خدای ما ته ښوونه وکړه چې هېڅ چا ته پلیت او ناپاک ونه وایم ۲۹ لدې کبله ستاسو د غوښتنې په اساس بې له ځنډه راغلم او اوس پوښتنه کوم چې زه مو د څه لپاره راغوښتی یم؟ ۳۰ نو کرنیلیوس ورته وویل: څلور ورځې وړاندې همدغه وخت درې بجې په خپل کور کې په دعا بوخت وم چې ناڅاپه یو تن په ځلېدونکو جامو کې زما په مخکې ودرېد ۳۱ او ویې ویل: اي کرنیلیوسه! ستا دعا قبوله شوه او ستا صدقې هم د خدای په وړاندې یادې شوې دي ۳۲ نو یافا ته څوک ولېږه او شمعون چې په پطروس مشهور دی راوغواړه، کوم چې د بحیرې په غاړه د شمعون موچي په کور کې میلمه دی ۳۳ نو بې له ځنډه مې سړي درولېږل او تا ښه وکړل چې راغلې، اوس ټول د خدای په حضور کې حاضر یو ترڅو هغه څه چې تا دخدای څخه ترلاسه کړي واورو ۳۴ پطروس ژبه پرانیسته او ویې ویل: ما داحقیقت موندلی دی چې خدای د هېچاطرفداري نه کوي ۳۵ خو له هر قام څخه هر څوک چې له هغۀ څخه ووېرېږي او نېک عمل وکړي نو د هغۀ په وړاندې به غوره وګرځي ۳۶ هغه بني اسرائېلو ته خپل کلام ولېږه او د عیسی مسیح په وسیله یې، چې د ټولو مالک دی د سلامتۍ زیرې ورکړ ۳۷ او تاسو پوهېږئ چې یحیی ته د تعمید له وعظ کولو څخه وروسته چې له ګلیل څخه پېل او په ټوله یهودیه کې خپور شو څه پېښ شول ۳۸ یانې ناصري عیسی چې خدای څه ډول هغه په سپېڅلي روح او ځواک سره مسح کړ، هغه به ګرځېده او نېک کارونه به یې ترسره کول او د ابلیس رټل شوو ته به یې روغتیا ورکوله ځکه چې خدای له هغۀ سره ؤ ۳۹ او موږ د هغۀ په ټولو کارونو چې د یهودو په سیمه او اورشلیم کې یې ترسره کړل ګواهان یو او هغه یې هم پرصلیب وخېژاوه او مړ يې کړ ۴۰ خو خدای په دریمه ورځ هغه راپورته او ښکاره کړ ۴۱ خو ټول قام ته نه بلکې هغو ګواهانو ته کوم چې خدای له وړاندې څخه غوره کړي وو، یانې موږ چې د مړو څخه له را پورته کېدو وروسته مو له هغۀ سره خوراک څښاک وکړ ۴۲ او موږ یې وګمارلو تر څو قام ته په دې وعظ وکړو او ګواهي ورکړو چې خدای هغه ټاکلی ترڅو د مړو او ژوندو قضاوت کوونکی واوسي ۴۳ او ټول انبیاء پر هغۀ ګواهي ورکوي چې هرچا پر هغۀ ایمان راوړ نو د هغۀ په نوم به له ګناهونو څخه بخښنه ومومي ۴۴ دا خبرې لا د پطروس په ژبه وې چې سپېڅلی روح پر ټولو هغو چې کلام یې واورېد نازل شو ۴۵ او سنت شوي ایمانداران چې له پطروس سره راغلي وو، پدې حېران شول چې دسپېڅلی روح نعمت پرغېر یهودو هم نازل شو ۴۶ ځکه هغوی واورېدل چې په نورو ژبو یې خبرې کولې او د خدای ستاینه یې کوله ۴۷ بیا پطروس وویل: آیا داسې څوک شته چې دا خلک په اوبو له تعمید اخیستلو څخه منع کړي، کومو چې زموږ په شان سپېڅلی روح موندلی دی؟ ۴۸ نو هغوی ته یې امر وکړ ترڅو د عیسی مسیح په نوم تعمید واخلي، بیا هغوی له هغۀ څخه وغوښتل چې څو ورځې له هغوی سره پاتې شي.د معياري پښتو ژباړه د چاپ حق دی © 2022‑2026 افغان کلیسا. تاسو کولی شئ د شخصي او غیر تجارتي استعمال لپاره ډاونلوډ او توزیع کړئ.