بائبل Bible
Pashton Bible

اعمالو ۱۱

د کرنیلیوس په هکله د پطروس سپیناوی

۱ نو رسولانو او هغو وروڼو چې په یهودیه کې وو، واورېدل چې غېر یهودو هم د خدای کلام منلي دي  ۲ او کله چې پطروس اورشلیم ته بېرته راستون شو، نو سنت کړای شویو پر هغۀ اعتراض وکړ  ۳ او ویې ویل: ته ناسنت کړي شویو خلکو ته ورغلی وې او له هغوی سره دې ډوډۍ وخوړه  ۴ پطروس له پېله هرڅه هغوی ته بیان کړل او ویې ویل:  ۵ ما د یافا په ښارکې دعا کوله چې بېهوښه شوم او رؤیا مې وليده چې د یو لوی څادر پشان یوشی چې له څلورو څنډو څخه له آسمانه راکښته کېدو او ماته راورسېد  ۶ او کله مې چې ورته په غور سره وکتل نو په هغې کې مې د مځکې څاروي، ځناور، حشرات او د هوا مارغان ولیدل  ۷ او یو غږ مې واورېد چې ماته یې ویل: اې پطروسه! پاڅېږه، حلال یې کړه او ویې خوره  ۸ نو ما وویل: نه مالکه، ما هېڅکله حرام او پلیت شیان په خُله کې نه دي اچولي  ۹ او یوځل بیا له آسمانه غږ وشو چې: هغه څه چې خدای حلال کړي ته یې حرام مه بوله  ۱۰ درې ځلې داسې وشول او بیا هغه ټول د آسمان لوري ته پورته کړای شول  ۱۱ او هماغه شېبه درې تنه له قیصریې څخه زما لورته راولېږل شول او هغه کور ته راورسېدل چې زه پکې وم  ۱۲ او سپېڅلي روح ما ته وفرمایل: له هغوی سره لاړشه او هېڅ اندېښنه مه کوه، نو دا شپږ وروڼه هم زما سره راغلل اوموږ د هغه سړي کور ته ننوتو  ۱۳ او موږ ته یې وویل چې څه ډول یې په خپل کورکې یوه فرښته ولیده چې ولاړه وه او هغۀ ته یې وویل: یافا ته څوک ولېږه او شمعون چې په پطروس مشهور دی را وغواړه  ۱۴ هغه به تاته داسې کلام واوروي چې د هغې په وسیله به ته او ستا د کورنۍ ټول وګړي ژغورنه ومومي  ۱۵ او کله مې چې په خبرو کولو پېل وکړ نو سپېڅلی روح پرهغوی نازل شو، لکه څرنګه چې لومړی پر موږ نازل شوی ؤ  ۱۶ نو هغه وخت مې د مالک خبره را یاده شوه چې فرمایل یې: یحیی په اوبو تعمید ورکړ خو تاسو ته به په سپېڅلي روح سره تعمید درکړای شي  ۱۷ نو که چېرې خدای هغوی ته هماغه برخه وروبخښله کومه یې چې موږ ته په مالک عیسی مسیح باندې د ایمان له کبله را بخښلې وه، نو بیا زه څوک یم چې خدای منع کړم  ۱۸ او کله یې چې دا واورېدل نو غلي شول او د خدای ستاینه یې کوله ویې ویل په حقیقت کې خدای غېر یهودو ته هم ژوند بخښونکی توبه وربخښلې ده. 

د انطاکیې کلیسا

۱۹ خوهغه ایمانداران چې دسټېفان د محاکمې له امله کړېدلي او خواره واره شوي وو، په فینیقا، قبرص او انطاکیه کې ګرځېدل او له یهودو پرته یې بل هېچا ته زیری ونه رساوه  ۲۰ خو ځینې له هغوی څخه چې د قبرص او قیروان اوسېدونکي وو، کله چې انطاکیې ته ورسېدل نو له یونانیانو سره یې خبرې وکړې او هغوی ته یې د مالک عیسی زیری ورکړ  ۲۱ د مالک لاس له هغوی سره ؤ، ډېرو خلکو ایمان راوړ او د مالک لور ته راستانه شول  ۲۲ او کله چې د هغوی خبر د اورشلیم کلیسا ته ورسېد نو برنابا یې انطاکیې ته ولېږه  ۲۳ کله چې ورسېد او دخدای فېض یې ولید، نو ډېر خوشاله شو او ټولو ته یې نصیحت وکړ ترڅو د زړۀ له کومي له مالک سره وفاداري وکړي  ۲۴ ځکه چې هغه نېک سړی او له سپېڅلي روح او ایمان څخه ډک ؤ، نو ډېرو خلکو پرمالک ایمان راوړ  ۲۵ او برناباس د ساؤل د لټون په موخه ترسوس ته لاړ  ۲۶ کله یې چې هغه وموند نو انطاکیې ته یې راوست هغوی ټول کال په کلیسا کې راټولېدل او ډېروخلکوته یې تعلیم ورکاوه، شاګردان د لومړي ځل لپاره په انطاکیه کې د مسیحي په نامه ونومول شول  ۲۷ او په هغو ورځو کې څو تنه نبیان له اورشلیم څخه انطاکیې ته راغلل  ۲۸ او یو له هغوی څخه چې اغابوس نومید را پاڅېد او د سپېڅلي روح په مرسته یې پېش بینی وکړه چې په ټوله نړۍ کې به سخته قحطي را منځ ته شی او هغه قحطي د قیصر کلودیوس په ورځو کې رامنځ ته شوه  ۲۹ او شاګردانو هوکړه وکړه ترڅو دخپل وس په اندازه خپلو هغو وروڼو ته چې په یهودیه کې مېشت دي مرستې ور ولېږي  ۳۰ نو همداسې یې وکړل او هغه مرستې یې د برنابا او ساؤل په ذریعه د کلیسا مشرانو ته ولېږلې. 

د معياري پښتو ژباړه د چاپ حق دی © 2022‑2026 افغان کلیسا. تاسو کولی شئ د شخصي او غیر تجارتي استعمال لپاره ډاونلوډ او توزیع کړئ.